د افغان ویاړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې اساسي اصول                                                                             

 (۱) ماده:  اسلامي التزام افغان ویاړ څېړنیزه او کلتوري ټولنه په خپلو ټولو علمي،فرهنګي، اداراي او نشراتي

 فعالیتونو کې د اسلامي شریعت له اصولو، اسلامي ارزښتونو او اخلاقي معیارونو سره ژمنتیا لري او هېځ ډول

فعالیت به یې د اسلامي شرعي نظام له اصولو سره په ټکر کې نه وي.

(۲) ماده: خپلواکي او غیر سیاسيتوب دا ټولنه ازاد غیر سیاسي او بې پري اکاډیمک مرکز دی، چې هر سیاسي،

ګوندې، تنظیمي او شخصي نفوس څخه لري، یواځې د علم، څیړنی، فکر او فرهنګ په چوکاټ کې فعالیت کوي.

(۳) ماده: علمي موخه او فعالیتونه ټولنه د علم ادب، تاریخ، کلتور، څیړنې، تحلیل او د هېواد د علمي او فکري مسایلو د پرمختګ لپاره فعالیت کوي او خپلی علمي، تحقیقي او تحلیلی لیکنې د رسمي مجلې، ویب سایټ او سوشل میډیا پلیټ فارمونو له لارې خپراوي.

(۴) ماده: علمي صداقت او امانتداري افغان ویاړ څیړنیزه او کلتوري ټولنه د څېړنی، تاریخ لیکنې، مستندسازۍ او نشر په ټولو برخو کې د علمي امانت، کراوالی، اسنادو د اعتبار او تحریف د مخنیوي اصل مراعاتوي.

(۵) ماده: ملي کټې او تولګټي ټولنې ټول فعالیتونه د هېواد ملي کټو، ټولګټو، ملی یوالی او اسلامي اُمت د فکري انسجام دپیاوړتیا په موخه تر سره کېږي.

(۶) ماده:  د تعصب نفي دا هر ډول قومي، ژبنی، سمتي، نزژادي او فکري تعصب څخه پاکه ده او عدالت، رورولی او متقابل درانوي اصول ته ژمنه ده.

(۷) ماده:  د معاصر تاریخ ساتنه افغان ویاړ څیړنیزه او کلتوري ټولنه د افعانستان معاصر تاریخ، په ځانګړی ډول د روسي اشغال ضد او شل کلنه امریکایی اشعال ضد جهادي مبارزو، ارزښتونو او قربانیو د علمي، مستند او منظم ثبوت د خوندي کولو لپاره څانګړې هڅې کوي.

(۸) ماده:  فکري اعتدال او کړه کتنه په ټولو علمي بحثونو، تحلیلي لیکنو او خپراونو کې فکري اعتدال، موتوازن تحلیل او علمي کراکتنه مراعت کېږي او افراط او تفریط څخه ډډه کېږي.

(۹) ماده: اداري نظم شفافیت ټولنه منظم اداري جوړښت، ټاکلي تشکیلات واضح مسؤلیتونه او داخلي لوایح لري او خپلی ټولی چاری له شفافیت،حساب ورکونې او اداری اصولو له مخی پر مخ وړي.

(۱۰) ماده: نشریاتي مسؤلیت افغان ویاړ څیړنیزه او کتوري ټولنه یواځې هغه مطالب خپراوي چې د سلامي ارزښتونو، نافذه قوانینو، ملي کټو علمي معارونو سره سمون لري.

(۱۱) ماده: علمي او فرهنګي اړیکی، دا ټولنه له نورو علمي څیړنو او فرهنګي بنسټونو سره د اسلاي اصولو، نافذه قوانینو او متقابل درانوي پر بنسټ اړیکی او همکاری ساتي.

(۱۲) ماده: جعرافیایی فعالیت او پراښتیا له ټولنی مرکزي دفتر د هېواد د پلازمینه کابل کې موقیت لري جنوب شرقي څانګه یې په خوست ولایت فعاله ده، او اړتیا او پراختیا له مخی کولی شي نافده قوانینو په رڼه کې د هېواد به نورو ولایتونو کې هم څانګې پرانیزي.

(۱۳) ماده:  لوګو او رسمي مهر افغان ویاړ څیړنیزه او کتوري ټولنه ځانګړی لوګو او رسمي مهر لري او ټولو رسمي اسنادو، مکاتباتو او فعالیتونو کې ترې اسفاده کوي.

(۱۴) ماده: قانوني التزام دا ټولنه د افغانستان د نافذه قوانینو، د اطلاعاتو او کتوري وزارت د اصولو او مقرراتو او د خپل اساسنامې د احکامو مطابق فعالیت کوي.