Skip to content
افغان ویاړ څېړنیزه او کلتوري ټولنه د هېواد او سیمې په کچه یو خپلواک، آزاد، غیرسیاسي او بېپرې اکاډمیک مرکز دی؛ چې له شور او تعصب څخه لرې، یوازې د علم، فکر، څېړنې، ادب، تاریخ،کلتور او د هېواد د علمي مسایلو لپاره کار کوي، د خپلو رسمي سوشل میډیا پلیټفارمونو، ویبسایټ او معتبرې مجلې له لارې بېلابېلې فکري، ټولنیزې، ادبي، تحقیقي او تحلیلي لیکنې او مقالې خپروي او تل هڅه کوي چې د باور وړ معتبره سرچینه ووسي.
افغان ویاړ څېړنیزه او کلتوري ټولنه منظم اداري جوړښت لري؛ چې د مرکزي ادارې سربیره، د رهبري کمیټې، د تاریخ او جهادي کارنامو د ثبت څانګې، د غونډو، کنفرانسونو او مشاعرو څانګې، مجلې مدیریت، نشراتو څانګې، مستندونو څانګې، تالیف او چاپ څانګې او همدارنګه د کره کتنې کمیټې له لارې خپلې چارې پر مخ وړي، د دې ټولنې مرکزي دفتر د هېواد په پلازمېنه کابل کې دی، جنوب شرق څانګه یې د علم ټاټوبي خوست ولایت کې دی او د اړتیا او پراختیا له مخې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د څانګو د پرانیستلو صلاحیت هم لري.
دا ټولنه ځانګړی لوګو او رسمي مهر لري او په خپلو ټولو فعالیتونو کې اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو، د هېواد ټولګټو او د اسلامي شرعي نظام ټولو اصولو ته ژمنه ده، افغان ویاړ څېړنیزه او کلتوري ټولنه له هر ډول قومي او ژبني تعصب څخه پاکه ده او له نورو ژبو، علمي ټولنو او فرهنګي جرګو سره د اسلامي اصولو په رڼا کې د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې ساتي.
همدارنګه، دا ټولنه د افغانستان معاصر تاریخ (روسي اشغال ضد او شل کلن امریکايي اشغال ضد جهادي مبارزې) پړاوونو او جهادي ارزښتونو د مستندولو او خوندي کولو لپاره ځانګړې هڅې کوي، تر څو دا تاریخي پاڼې د تحریف له دوړو وژغورل شي او راتلونکو نسلونو ته د رڼا، عبرت او ویاړ په توګه پاتې شي.