افغان ویاړ څېړنیزه او کلتوري ټولنه اسلامي عقیده، اسلامي اخلاق، شرعي اصول او د اسلامي نظام بنسټیز ارزښتونه د خپلو ټولو فکري، علمي، فرهنګي او اداري فعالیتونو اساسي محور ګڼي.
ماده (۲): علم او پوهه
دا ټولنه علم، پوهه، تحقیق او فکري وده د ټولنیز پرمختګ بنسټ بولي او د علمي تولید، کره څېړنې او مستند تحلیل ملاتړ کوي.
ماده (۳): صداقت او امانتداري
افغان ویاړ څېړنیزه او کلتوري ټولنه په لیکنو، څېړنو، تاریخلیکنه او مستندسازۍ کې صداقت، علمي امانت، د اسنادو کرهوالی او د حقیقت ساتنه خپل ثابت ارزښت ګڼي.
ماده (۴): ملي ګټې او ټولګټې
د هېواد ملي ګټې، ټولګټې، ملي یووالی او د اسلامي امت فکري انسجام د دې ټولنې له بنسټیزو ارزښتونو څخه دي او ټول فعالیتونه د همدې ارزښتونو د تحقق لپاره ترسره کېږي.
ماده (۵): خپلواکي او بېطرفي
دا ټولنه خپلواکي، فکري ازادي او بېطرفي د خپلو ارزښتونو برخه بولي او له هر ډول سیاسي، تنظيمي، ګوندي او شخصي نفوذ څخه ځان لرې ساتي.
ماده (۶): د تعصب نفی او ورورولي
افغان ویاړ څېړنیزه او کلتوري ټولنه له هر ډول قومي، ژبني، سمتي، نژادي او فکري تعصب څخه پاکه ده او د اسلامي ورورولۍ، عدالت او متقابل درناوي ارزښت ته ژمنه ده.
ماده (۷): د تاریخ ساتنه او ملي حافظه
د افغانستان د معاصر تاریخ، جهادي مبارزو، ملي قربانیو او تاریخي ارزښتونو مستند ساتنه او د تحریف مخنیوی د دې ټولنې له مهمو ارزښتونو څخه دی.
ماده (۸): فکري اعتدال او زغم
دا ټولنه فکري اعتدال، متوازن دریځ، علمي زغم او کره کتنه د ارزښتونو په توګه مني او له افراط، تفریط او احساساتي چلند څخه ډډه کوي.