Dhu Al-Hijjah 3 1447

ایا عصريتوب که د فرهنګ له لاسه ورکول؟ یو ژور فکر

لیکنه: محمد عمر ځواک

بدلون د لټون او پرمختګ نوم دی، هر کس، هره ټولنه، هر هیواد بلاخره هره طبقه غواړي چې ښه خوشحاله او ارامه ژوند وکړي.

ایا د خوشحاله ژوند په معنا پوهېږئ؟

ایا په ژوند کې د خپل ځان جوړښت رول لري؟

ایا پردی پرتوګ اغوستل نفرتونه ځيږوي؟

انسان اجتماعي راټوکېدونکی ژوی دی، تل لټون کوي چې ځان خوښ خوشحاله او په نورو ؤمني، ځان منل بیا ډېرې طرېقې لري چې ځېنې یې مستعارې دي، فرهنګونه، نسلونه او دینونه سوزوي او خرابوي يې.

ويل شوي دي چې کله ناصرالدین شاه قچار د اروپا له اوږده سفر ايران ته ستون شو، خپل صدراعظم ته يې وويل موږ به هیڅ وخت پرانګیانو ته ونه رسېږو، نو کوښښ کوه چې څو پورې زه ژوندی وم ملک دې همداسې کرار پاتې وي.

ناصرالدین شاه چې کابو یوه نیمه پېړۍ یې سلطنت وکړ په دې پوهېده چې د اروپایانو په څېر اصلاحات لازم دي، خو دا ویره په هماغه وخت کې افغان پاچاهانو امیرشېرعلي خان او امير دوست محمد خان هم له اروپايي تمدن څخه لرله، چې هسې نه پردی فرهنګ ګډوډي رامنځته کړي.

پردی فرهنګ، کينه پارونکی او ارزښت نه لرونکی حقیقت کې مشکل جوړوي، او هم دې ته زمينه مساعده وي چې دښمن هيوادونه دې لاسوهنه وکړي، یو اصل چې د ځان جوړښت دی اوسني ځونان پر همدې ډېر ټینګار کوي، موږ همېش غوښتي چې له مُوډرنې نړۍ سره ځان عیار کړو، البته دا حق هر وګړی لري.

که چېرې انسانان د رسولانو او صحاباوو ژوند ته کتنه وکړي نو معلومېږي چې په هغه وخت کې د سوارلۍ لپاره اسان، پلی تګ او په بهرونو کې عادي بېړۍ موجودې وې، خو د وخت په تېرېدو سره هر څه د تقاضا یا غوښتنو مطابق ځان عیار کړو.

همدغه مطابقتونه وو چې نړۍ يې ورغوي ته راوسته، خو بدبختانه کوم کارونه، فعالیتونه، کړنې، درسونه او… چې کفارو وړاندې کړل/وکړل یا یې له شته تغیراتو ښه ګټه پورته کړه، مسلمانانو د هغو ۱۰٪ هم پورته نشوه کړئ، مسلمانان يې په نامشروع اړيکو، بیځایه ځان جوړونه چې دښځې او نر تفکیک نشي کېدای جوړ کړل.

زموږ یې هغه فرهنګي او اسلام بډاينې له خاورو سره خاورې ګړې چې د نړۍ ټولوامپراطورانو دغه کرښې نه کراس کولې، خومتاسفانه څوبی ځایه، بې فرهنکه، بې ژبې او بې کوره انجونې هلکان پیداشول اواوس دغه سرچپه پرتوګ اغوندي.

په یاد مو وي هغه ډله چې ددې کسانو ملاتړ په مستقیم اوغیرمستقیم ډول کوي ډیرژر به پښیمانه شي، موږغواړوچې ځان عصري او متمدنه کړو خو دخپلو شتمنیو اړوند.

که دحمزه شینواري په دې بیت کې راټوله کړو چې

چې دنیا د اب وګل ته انسان راغی

مینه راغله، فتنه راغله طوفان راغی

دلته هغه ډله چې دبل نقل، تقلید او پیښې کوي ښه نه کوي او دوی ځانته د روشن فکرانو، مُډرانستانو او متمدنو لفظونه کاروي، اصلآ دوی فتنه ځیږونکي او پروژيې خلک دي.

دوی دبل خور، لور، وریندار، مور…لپاره لپنګۍ وهي، او خپلې په کور ناستي درانه لباس او فت کې غواړي

نو موږ ته خپل فرهنګ عنعنات، رُسوم، او بډایني ارزښت لري ځکه چې زموږ فکر دوی راجوړ دی او نويتوب هم غواړي، پردي راوړيه خدای دي مل شه.

[ajax_load_more]

Share this article