لیکوال: جاوید ستانکزی

زموږ او ستاسې ډېرملګري شکایت کوي او وايي، چې ټول کتاب يې ولوست خو ان په دې هم نه پوهیږي، چې ددې کتاب اصلي موخه څه وه؟ کوم مهم ټکي پکې وو؟
ځینې دوستان خو, چې د ښوونځي او پوهنتون ازموینو ته تیاری نیسي، نو یوه یوه پاڼه درې ځلې لولي خو بیا يې هم په ذهن کې څه نه وي. ستونزه څه ده؟ ولې له داسې حالت سره مخ یوو؟
علت يې دا نه دی، چې ګنې ستاسې حافظه کمزورې شوې ده، بلکې علت يې دا دی، چې ستاسې د لوستلو طریقه او لاره ناسمه ده.
تر ټولو لومړۍ خطا مو دا ده، چې موږ ډېر کله له کتاب لوستلو څخه د هغې ختمولو ته ډېره بیړه لرو، له ځینو مخونو او جملو یې ټوپ اچوو، ځینې موضوعات خو بیخې نه لولو دا ډېر ناسم کار دی، ځکه په دې سره زموږ څخه د کتاب اصلي تصویر خرابیږي او موږ نشو کولای، چې اصلي تصویر یې ومومو، په دې سره هغه څه چې مو لوستي وي، زموږ په ذهن کې نشي پاتې کیدلای.
ځینې نور خلک بیا یوازې هغه کتابونه لولي، چې مینه ورسره لري او که کوم بل کتاب ورکړئ، یا خو يې لولي نه او یايې هم په ذهن کې څه نه پاتې کیږي.
د ذوق مطابق کتابونه لوستل او له نورو څخه صرف نظر کول زموږ پوهه محدودوي بهتره ده، چې هر ډول کتابونه ولولو؛ خو پوښتنه دا ده، چې موږ څه مطالعه کوو، څنګه یې په یاد کې تر ډېره ساتلی شوو؟!
د دې پوښتنې په ځواب کې دا ووایو، چې مخکې له دې تاسې کوم کتاب لوستل پیل کړئ، څو پوښتنې په خپل ذهن کې ولرئ او یايې هم په یو کاغذ درسره ولیکلئ. د کتاب له لوستلو وروسته هماغې پوښتنې ته ځواب ورکړئ، په دې طریقې سره توانېدلی شئ چې څه لولئ ژر به مو نه هېرېږي.
موږ دلته تاسې ته اوو ۷ پوښتنې درکوو، چې تاسې یې د مطالعې په وخت له ځان څخه وکړئ. د دې پوښتنو حل تاسې سره مرسته کوي، چې مطالعه درته جالبه کړي او هم ستاسې په ذهن کې هغه څه پاتې شي، چې لوستلو اراده یې لرئ.
لومړی دا، چې که له دې کتاب څخه زه درې شیان زده کوم، هغه به څه وي؟! څنګه به يې په ورځني ژوند کې عملي کوم؟
کتابونه د مالوماتو ټولګه وي، ګڼ شمېر مسایل پکې رانغښتې وي؛ خو مهمه نه ده، چې تاسې د کتاب هره خبره زده کړئ. زموږ خافظه کم وخت کې له دریو زیات پیغامونه په یوه وخت کې اخیستلای شي. کوښښ وکړئ، چې درې اصلي پیغامونه، چې ستاسې د ورځني ژوند سره هم اړیکه ولري پکې ولټوئ، که مالومات ستاسې له ورځني ژوند سره ارتباط ونه لري، باور دا دی، چې دا ډول مالومات به مو هم ژر له ذهنه ووزي.
بله دا،چې د لیکوال منطق او ځوابونه څه دي؟ هر لیکوال د یوې موخې لپاره لیکل کوي، د دوی د لیک تر شاه یو هدف وي، ځینې کتابونه هڅوونکي وي، ځینې مالوماتي وي، ځینې نور بیا له ځان سره ځانګړي پیغامونه لري، تاسې د لیکوال په موخه ځان پوه کړئ، بیا يې د موخې لپاره د لیکوال منطق او وړاندیزونه پیدا کړئ.
دریم دا، چې لیکوال غواړي کومې ستونزې حل کړي؟ هر کتاب د یوې یا زیاتو ستونزو د حل په موخه لیکل شوی وي، له ادبیاتو واخله بیا تر انجینرۍ او طب پوري، ټول کتابونه د ستونزو حل لارې وړاندې کوي، هڅه وکړئ هغه ستونزه درک کړئ، چې لیکوال پرې لیکل کړي او حل لارې یې ښودلې دي.
بله مسله دا یادولی شو، چې لیکوال د کلیدي نظریاتو په وړاندې کولو کې د کومو سبکونو او روشونو څخه کار اخیستی؟
کله، چې د لیکوال د لیکنې په سټایل او سبک وپوهیږئ، نه یوازې دا، چې یادښت به مو ښه شي، بلکې ستاسې د لیکوالۍ هنر او مهارت به هم لوړ شي.
پنځم له ځانه وپوښتۍ، چې کتاب کې د لیکل شوې موضوع په اړه له مخکې څومره پوهه لرې؟ کتاب ستاسې له مالوماتو سربېره اضافه نور کوم مالومات لري؟!
موږ نه ډېر کله د کتاب لوستل د دې له امله پاتې کیږي، چې زموږ له پخوانیو مالوماتو سره سر نه خوري، کوښښ وکړئ، چې کله هم کوم کتاب یا موضوع لولئ، د موضوع په اړه خپل پخواني مالومات په یاد راوړئ.
شپږم: ایا په کتاب کې داسې څه شته، چې زه پرې له وړاندې نه پوهېدم؟!
دا چاره ګرانه ده، چې زموږ سر دې د کتاب په هره برخه له سره تر پایه خلاص شي؛ ولې مهمه خبره داده، چې موږ باید په کتاب کې داسې څه په ګوته کړو، چې زموږ لپاره نوي وي.
اومه خبره د کتاب کومه برخه مو خوښه يا نا خوښه شوه؟
که غواړئ، چې ګټوره مطالعه وکړئ نو له ځان دا پوښتنه ضرور وکړئ، چې د مضمون په اړه مو څه خوښ او څه ناخوښ شوو، دا چاره تاسې سره د موضوع په یاد ساتلو کې مهمه ونډه اخلي.
د دې مهمو لارو چارو سربېره د مطالعې چاپیریال ته پاملرنه وکړئ ارام او له شوره لرې چاپیرال وټاکئ داسې چاپیرال، چې ځان د هوساینې احساس پکې وکړئ. د مطالعې لپاره ګټور وختونه معلوم کړئ، هغه وخت کوم کې مو، چې مغز ارام وي او د مطالعې لیوالتیا لرئ، هغه وختونه چې د کتاب لوستلو لپاره اغېزمن دي د سهار وختي، مازدیګر او ماخوستن ښه ګټور وختونه دي او د کتاب مالومات ښه ذهن ته سپارلی شوو.
مطالعې سره ځان عادت کړئ. هغه کس ته، چې د کتاب لوستنې ذوق نه لري مطالعه کول ورته ستونزمن وي، خو ورسره عادت کیدل هم سخت کار نه دی. که غواړئ، چې مطالعه درته عادي چاره شي لږ وخت لپاره خو هره ورځ مطالعه وکړئ، پیل یې د خپل ذوق له کتابه وکړئ، د کیسو کتابونه، ناولونه او د شاعرانو کلیات مو له ځان سره بوخت او خوشحاله ساتي له دې لارې کولای شئ ورو، ورو د پیچلو او خپلو مسلکي کتابونو له لوستلو سره هم مینه پیدا کړئ او بلد شئ.
بله مهمه چاره چې مطالعې په کولو او د کتاب په یادولو کې، چې ښه تماميږي هغه مو په ذهني تمرکز پر کتاب راټولول دي. کله، چې د کتاب لوستلو اراده لرئ ذهن مو له ټولو دونیاوي سوچونو او خيال پلونو پاک کړئ، که چیرې په فکري تمرکز یو ساعت مطالعه وکړئ ډېر څه به زده کړئ، ډېرې موضوعګانې او پاڼې به ذهن ته وسپارئ؛ خو که بغېر له فکري تمرکزه ټوله ورځ په کتاب وزنګيږئ، د پنځو پاڼو خاکه به هم ذهن ته ونه سپارې. د ښې مطالعې لپاره ارام چاپیریال او ځانګړی وخت وټاکئ او جسمي او ذهني ډول ځان مطالعې لپاره ځان اماده کړئ.
[ajax_load_more]







