ڈاکٹر مبشر حسین رحمانی ژباړه: مفتي محمد نعمان مفکر

ډیجیټل ډول یې کوم فزیکي وجود شته.
دا خبره ممکن د غیر متخصصینو لپاره حیرانوونکې وي، خو د ساینسپوهانو او څېړونکو لپاره د بټکوین تخنیکي حقیقتونه بالکل روښانه دي. البته، دا هم باید یادونه وشي چې د بټکوین د ماهیت او حقیقت په اړه اوس هم تخنیکي کارپوهان او شرعي علما بېلابېل نظرونه لري. ځينې پوهان جلا لیدلوري لري، او په علمي حلقه کې بحثونه روان دي. دلته موږ د یوه غالب علمي نظر تمثیل کوو، خو دا خبره هم منو چې دا موضوع لا هم د بحث وړ ده.
لاندې موږ د ساتوشي ناکاموتو په ګډون د مشهورو څېړونکو او ساینسپوهانو هغه څرګندونې وړاندې کوو چې د بټکوین د تخنیکي ماهیت او حقیقت په اړه دي، دا ساینسي شواهد دومره څرګند دي چې نور وضاحت ته اړتیا نه لري:
۱.
“په حقیقت کې کوم کواین (سکې) وجود نه لري؛ یوازې ټرانزکشنونه (راکړه ورکړه) شتون لري چې د ملکیت حقونه ټاکي، نو د یوه کواین حقیقي معادل چې موږ یې تصور کولی شو، په اصل کې د ټرانزکشنونو یوه لړۍ ده.”
۲.
“بټکوین د حساب واحدونه دي چې د شمېرونو او تورو له ترکیب څخه د کرنسۍ واحد جوړوي، د دې ارزښت یوازې په دې کې دی چې کاروونکي یې په بدل کې د پیسو ورکولو ته چمتو دي.”
۳.
“حقیقت دا دی چې نه بټکوین شته او نه والټ؛ یوازې د شبکې ترمنځ د کواین د ملکیت په اړه یو ډول موافقه ده، د راکړې ورکړې پر مهال، د فنډونو د ملکیت د ثابتولو لپاره له ‘پرایویټ کی’ څخه کار اخیستل کېږي.”
۴.
“بټکوین نه هر کواین ساتي او نه دا چې د کواین مالک څوک دی، پر ځای یې، دا یو وېشل شوی لیجر (دفتر) سیسټم کاروي چې ورته بلاکچین ویل کېږي، د دې منطق دا دی چې که تاسو د یوه ادرس ټول ټرانزکشنونه وپېژنئ، نو پوهېږئ چې ایا هغه د مصرف لپاره پیسې لري که نه.”
“موږ الیکترونیکي کواین داسې تعریفوو چې دا د ډیجیټل لاسلیکونو یو ځنځیر دی، هر مالک د پخوانۍ راکړې ورکړې هیش (Hash) → د هغې معاملې یو ځانګړی کوډ/نمبر) او د راتلونکي مالک «پبلک کي» باندې ډیجیټلي لاسلیک کوي او دا د کواین په پای کې ورزیاتوي تر څو هغه بل مالک ته انتقال کړي، ترلاسه کوونکی کولی شي د لاسلیکونو د تایید له لارې د ملکیت دغه ځنځیر تصدیق کړي.”
۶.
“بټکوین یوه الیکترونیکي، مجازي کرنسي ده چې د سکّو یا بانکنوټونو په څېر هېڅ حسي (فزیکي) بڼه نه لري.”
۷.
“یو کواین، یا د هغه برخه، د بټکوین په لیجر کې یوازې یو ټرانزکشن ده، د بټکوین ملکیت د «پبلک کي» (pk) له لارې ثابتېږي او د هغې اړوند پټه «پرایویټ کي» یوازې د اصلي مالک سره وي.”
۸.
“د بټکوین په سیستم کې، هر ټرانزکشن له یوه کمپیوټر څخه بل کمپیوټر ته د کرنسۍ د انتقال استازیتوب کوي، ټول کمپیوټرونه د هر ادرس د اوسني بیلنس څخه خبر وي او د بلاکچین یوه کاپي ساتي، چې پکې د پخوانیو ټرانزکشنونو تاریخ ثبت وي، د هر نوي ټرانزکشن سره د بلاکچین حالت بدلېږي.”
۹.
“په اصل کې، بټکوین د ډیجیټل لاسلیکونو یوه لړۍ ده.”
۱۰.
“د خپل نوم سره سره، بټکوین کې هېڅ فزیکي سکې نشته؛ یوازې شمېرې او توري دي چې د کرنسۍ واحدونه جوړوي.”
۱۱.
“د تخنیکي نظره، بټکوین ته ورته کرپټو کرنسي داسې تصور کېدای شي لکه د «حالت د انتقال» یو سیستم، چې پکې یو حالت د ټولو موجوده بټکوینونو ملکیت ښيي او د حالت د انتقال یو فنکشن وي چې یو حالت او یو ټرانزکشن اخلي او پایله کې یو نوی حالت رامنځته کوي.”
۱۲.
“بټکوین یو ډیجیټل کرنسي سیستم دی چې پر پییر-ټو-پییر مجازي ډاټا ولاړ دی، د دې د کارولو لپاره خلک باید په خپل کمپیوټر کې بټکوین والټ نصب کړي، دا والټ په اصل کې یو دوامداره تازه کېدونکی فایل دی چې تر اوسه ټول ترسره شوي ټرانزکشنونه پکې ثبت دي، بټکوین د «پبلک» او «پرایویټ کي» کرپټوګرافي په مرسته بل کاروونکي ته لېږدول کېږي، په ټرانزکشن کې د بټکوین اندازه (حتی اعشاري برخې) او یو ځانګړی ډیجیټل لاسلیک شامل وي چې د پرایویټ کي له لارې خوندي کېږي.”
۱۳.
“په لنډ ډول بټکوین داسې درک کېدای شي لکه د ټرانزکشنونو یو ځنځیر چې یو مالک څخه بل مالک ته انتقالېږي او د مالکانو پېژندنه د «پبلک کي» له لارې کېږي چې د مستعار نوم په توګه کار کوي.”
د پورته ساینسي حوالو او اقتباسونو له مخې لاندې خبرې روښانه کېږي:
بټکوین په حسي (فزیکي) ډول شتون نه لري.
بټکوین د سکّو یا بانکنوټونو په څېر هېڅ فزیکي بڼه نه لري.
بټکوین د داسې “شی” په توګه هم نه شته چې جلا ډیجیټل وجود ولري.
په بټکوین کې کوم جلا “ډیجیټل کواین” نه ساتل کېږي.
بټکوین نه هر کواین ذخیره کوي او نه دا ثبتوي چې د کوم کواین مالک څوک دی.
بټکوین د ډیجیټل لاسلیکونو (signatures) یوه ځنځیري لړۍ ده.
په بټکوین کې په اصل کې یوازې ټرانزکشنونه (راکړې ورکړې) وي چې د ملکیت حق ټاکي.
بټکوین په فزیکي ډول قبضه کېدای (نیول کېدای) نه شي.
د بټکوین د کارولو لپاره باید کاروونکي په خپل کمپیوټر کې “والټ” نصب کړي او دا والټ په اصل کې یو اپډېټ کېدونکی فایل دی چې ټول پخواني ټرانزکشنونه پکې ثبت وي.
د کاروونکو ترمنځ په حقیقت کې یوازې ټرانزکشن تبادله کېږي، نه دا چې کوم فزیکي یا جلا “بټکوین” انتقال شي.
هغه څه چې بدلېږي د لیجر (حسابي ثبت) حالت دی او د همدې له مخې بیلنس معلومېږي.
د بیلنس معلومولو منطق دا دی: که د یوه ادرس ټول ټرانزکشنونه معلوم وي، نو پوهېدای شو چې هغه د مصرف لپاره څومره اندازه لري.
بټکوین د “پبلک کي” او “پرایویټ کي” د کرپټوګرافۍ په مرسته انتقالېږي، چې دا د دودیز بانک د یوزرنیم او پاسورډ په څېر رول لري.
پوښتنه دا ده چې ولې خلک د بټکوین د ماهیت په اړه له غلط فهمۍ سره مخ کېږي؟ ځینې خلک دا دلیل وړاندې کوي چې کله دوی د کرپټو کرنسۍ والټ نصب کړي، دوی ته د دوی د بټکوین بیلنس ښيي او دوی کولای شي بټکوین له یوه ادرس څخه بل ادرس ته په بریالیتوب سره انتقال کړي، نو له همدې امله دوی باور کوي چې بټکوین په ډیجیټل ډول موجود دي.
دا د بټکوین د ډیجیټل شتون په اړه یوه لویه غلط فهمي ده، دا باور کول چې بټکوین په رښتیا سره د یو جلا ډیجیټل شی په توګه موجود دي، له تخنیکي او ساینسي پلوه ناسم دي.
د دې غلط فهمۍ د ردولو لپاره او د بټکوین د ډیجیټل شتون په اړه د دې تصور د حقیقت څرګندولو لپاره، موږ به دا موضوع په قطعي ډول روښانه کړو.
د کرپټوکرنسۍ د ماهیت د پوهېدو لپاره ځینې بېلګې
بېلګه نمبر: ۱
د ټرانزکشن (راکړې ورکړې) یوه تعریف دا دی:
“ټرانزکشن د فریقینو ترمنځ د شتمنیو د انتقال ثبت (ریکارډنګ) ته ویل کېږي.”
په دې ساده تعریف کې درې مهم اړخونه دي:
۱. فریقین
۲. شتمني
۳. انتقال
د ټرانزکشن (راکړې ورکړې) ثبتول کېدای شي په هر دودیز ډول ترسره شي، لکه فزیکي رجسټرونه او کاپۍ، یا په ډیجیټلي ډول د کمپیوټر په وسیله. اوس موږ څو پوښتنې مطرح کوو:
۱- که هېڅ انتقال نه وي شوی، آیا ټرانزکشن (راکړه ورکړه) شوی ده؟
۲- که هېڅ شتمني (مبیع یا د خرڅلاو شی) موجوده نه وي، آیا ټرانزکشن شوی ده؟
۳- که هېڅ فریق شامل نه وي، آیا ټرانزکشن شوی ده؟
د اسلامي اصولو له مخې د بیع (پېر او پلور) شرطونه
د اسلامي قوانینو په رڼا کې، د علماؤ کرامو له خوا د پېر او پلور ځینې بنسټیز شرطونه بیان شوي دي، لاندې یې ځینې شرطونه د کتاب
An Introduction to Islamic Finance څخه اخیستل شوي دي:
۱. شرط: مبیع (د خرڅلاو شی) باید د بیع پر وخت موجود وي.
۲. شرط: مبیع باید د بیع پر وخت د پلورونکي په ملکیت کې وي.
۳. شرط: مبیع باید د بیع پر وخت د پلورونکي په قبضه کې وي.
۴. شرط: بیع باید بې له شرطه او سمدستي نافذه وي.
۵. شرط: مبیع باید داسې شی وي چې ارزښت ولري.
۶. شرط: مبیع باید داسې نه وي چې هغه حرام استعمال ولري، لکه خنزیر یا شراب.
۷. شرط: مبیع باید واضح او معلوم وي او پېرېدونکي ته یې پېژندنه وشي.
۸. شرط: پر مبیع باید د پېرېدونکي قبضه یقیني وي او دا قبضه باید په کوم شرط پورې تړلې نه وي.
۹. شرط: د بیع د صحت لپاره د قیمت ټاکل ضروري دي؛ که قیمت ټاکل شوی نه وي، بیع سمه نه ده.
۱۰. شرط: په بیع کې باید کوم شرط نه وي.
اوس د پورته درې پوښتنو او په شریعت کې د پېر او پلور د یادو شوو بنسټیزو شرطونو په نظر کې نیولو سره راځئ چې د بټکوین تحلیل وکړو۔
د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ په ۳مه نېټه، ساتوشي ناکاموتو یو نوی حساب (بټکوین لیجر) پیل کړ، چې په هغه کې یې د یوه ادرس مخې ته یوازې د پنځوسو بټکوینونو ثبت وکړ۔ دا لومړنی ټرانزکشن و چې کله هم ترسره شو او د بټکوین په لیجر کې ثبت شوه۔
د دې لومړي ټرانزکشن په اړه موږ د ټرانزکشن (ID) پېژنو، د هغې نېټه او وخت پېژنو او دا هم معلومه ده چې په دې ټرانزکشن کې د بټکوین څومره اندازه ثبت شوې وه۔ دا خبره بالکل روښانه ده چې پنځوس بټکوین (د مایننګ د بهیر په پایله کې) د یوه ادرس په نوم ثبت شول چې د ساتوشي ناکاموتو و۔
په هغه وخت کې دغو پنځوسو بټکوینونو هېڅ شخصي یا خارجي ارزښت نه درلود۔ دا یوازې یو ساده ټرانزکشن و چې په لیجر کې ثبت شو، داسې ټرانزکشن چې پکې هېڅ شتمني موجوده نه وه، هېڅ شتمني انتقال نه شوه او هېڅ فریق پکې شامل نه و۔
د مفتیانو د نظر له مخې د بټکوین دا ساده ټرانزکشن په شریعت کې د پېر او پلور له څو بنسټیزو شرطونو (شرط نمبر ۱، ۲، ۳ او ۵) سره په یو وخت کې مخالفت کوي، نو ځکه د بټکوین پېر او پلور په اصل کې «له مبیع (خرڅېدونکي شي) پرته د ټرانزکشن پېر او پلور» ګڼل کېږي۔
د هر شرط نشتوالی د اسلامي فقې له مخې د معاملې د فساد سبب ګرځي:
– شرط ۱: مبیع باید د بیع پر مهال موجوده وي (المبیع موجود عند العقد). که مبیع نه وي، معامله فاسده ګڼل کېږي؛ دا شرط امام محمد رحمه الله په الاصل کې ذکر کړی دی (بدائع الصنائع، جلد ۵، ص ۱۹۶). د بټکوین په قضیه کې مبیع اصلاً وجود نه لري، یوازې فرضي ارقام دي.
– شرط ۲: مبیع باید د پلورونکي په ملکیت کې وي (أن یکون مملوکاً للبائع عند العقد). که مالکیت نه وي، د معاملې دلایل صحي نه دي (فتاوی الهندية، جلد ۳، ص ۱۳۸). بټکوین ځکه د ملکیت اهلیت نه لري چې مادي او مالی ماهیت نه لري.
– شرط ۳: مبیع باید د پلورونکي په قبضه کې وي (أن تکون القبض ممکنة عند العقد). امام ابوحنیفه رحمه الله فرمایي چې د قبضې له نه امکان سره بیع باطله ده (الهداية، جلد ۳، ص ۵). بټکوین نه فزیکي قبضه کېدای شي او نه حقیقي تسلیم.
– شرط ۵: مبیع باید ارزښت ولري (أن یکون له قیمة فی العرف). هغه شی چې مالي ارزش ونه لري په شریعت کې د مبیع حیثیت نه شي موندلای (المغني لابن قدامة، جلد ۴، ص ۱۳۵). له فقهې نظره بټکوین ځکه مال نشي ګرځېدای چې له شریعت پلوه د مال صفت ونه لري.
دا څلور شرطونه چې له اساسي پراخ نظرونو څخه دي، که له معامله کې احراز نه شي، معامله نه صحیح کیږي او فقهاء ورته “بیع فاسد” یا حتی “بیع باطل” وایې. له همدې امله د بټکوین معاملې له اصولو سره برابر نه دي، او د شریعت پلوه یې اعتبار نشته.
موږ ته دا هم درک کول پکار دي چې یوازې په حساب (لیجر) کې د پیسو ثبتول، پخپله پیسې نه دي۔ بټکوین د هېڅ ډول واقعي شتمنۍ استازیتوب نه کوي، نو له همدې امله د بټکوین په حالت کې د مبیع هېڅ وجود نه وي چې پرې ملکیت او قبضه ممکنه شي۔
نو نتیجه دا ده چې د بټکوین ملکیت او قبضه یوازې د ټرانزکشن کولو یا په لیجر کې د ثبت له لارې نشي ثابتېدلی۔
بیلګه: ۲
د بټکوین د اصلي ماهیت د ښه پوهېدو لپاره راځئ یو بل مثال واخلو۔ یو کس «الف» د یوې نوې کرپټو کرنسۍ په اړه فکر کوي او هغه ته د «کراچي کواین» (KHC) نوم ورکوي۔ ځکه چې دا یوه خیالي (تصوراتي) کرنسي ده نو هېڅ ذاتي ارزښت نه لري۔ همدارنګه په پیل کې خلک د دې کرنسۍ ارزښت نه مني۔
«الف» د دې فرضي کرپټو کرنسۍ جوړوونکی دی، نو هغه د دې کرنسۍ حساب د ثبت له لارې پیلوي۔
په اول نمبر جدول کې د حساب (لیجر) ثبت شوي ځینې ټرانزکشنونه چې د بېلابېلو کسانو سره د کراچي کواین ملکیت ښيي درج شوي،
لکه څنګه چې لوستونکي په جدول نمبر ۱ کې ویني، «الف» یوازې په حساب کې ځینې ټرانزکشنونه ثبت کړي دي، چې پکې د بېلابېلو کسانو سره د کراچي کواین ملکیت ښودل شوی دی.
اوس «ب» دېرش (۳۰) کراچي کواین «ج» ته انتقالوي، د حساب نوې حالت په جدول نمبر ۲ کې لیدل کېدای شي.
په دویم نمبر جدول کې د حساب (لیجر) ثبت شوي ځینې ټرانزکشنونه چې د بېلابېلو کسانو سره د کراچي کواین ملکیت ښيي۔
اوس «ج» وایي چې زه د ۳۰ کراچي کواین مالک یم۔ دا ۳۰ کراچي کواین ماته په ډیجیټلي ډول انتقال شوي دي، نو آیا څوک به دا خبره ومني؟ نه، سالم عقل دا وایي چې دا ډول ملکیت د منلو وړ نه دی، ځکه دا یوازې په حساب کې د ټرانزکشن ثبت دی او «مبیع» له سره موجود نه دی۔
په حقیقت کې دا ۳۰ کراچي کواین چې د «ج» ملکیت ګڼل کېږي، یوازې په حساب کې د فرضي شمېرو یو ثبت دی۔ د دې ۳۰ کراچي کواین هېڅ داسې ډیجیټل وجود هم نشته لکه د سافټویر په څېر یو مستقل شی۔
اوس که د څه مودې وروسته خلک د دې کراچي کواین پېر او پلور پیل کړي او دا باور جوړ کړي چې دې کواین ته کوم «ارزښت» شته، نو دا فکر به بالکل بې بنسټه وي، او همداسې د تخیلي اقتصاد بنسټ ایښودل کېږي۔
کله چې خلک ویني چې د «کراچي کواین (KHC)» پېر او پلور په بازار کې روان دی او خلک د دې کواینونو په ټریډ کولو سره ډېرې پیسې ګټي، نو هغوی دا فکر پیل کوي چې ګواکې دا کراچي کواین په ډیجیټلي ډول موجود دي او دا «ډیجیټل شتمنۍ» ده۔ همدارنګه هغوی دا باور هم پیلوي چې کراچي کواین د چا په ملکیت کې راتللی شي او انتقال کېدای هم شي، همدلته هغوی تېروځي۔
په حقیقت کې د کراچي کواین (KHC) تجارت د «مبیع پرته د راکړې ورکړې» د تجارت په څېر دی او د بټکوین په اړه هم بالکل همداسې حالت روان دی. البته، دا تشبیه پخپله ځینې محدودیتونه هم لري. د مثال په توګه، بټکوین ځینې تخنیکي ځانګړتیاوې لري لکه مایننګ، کرپټوګرافي، او یوه پراخه شبکه چې د اعتبار او ټرانزکشنونو ثبت یقیني کوي، خو زموږ په فرضي مثال کې یوازې د فرضي شمېرو ثبت دی. برسېره پر دې، بټکوین ته د خلکو له خوا ارزښت ورکول کېږي او یو نړیوال بازار لري، پداسې حال کې چې فرضي کواین دا ځانګړتیاوې نه لري. سره له دې، د دې مثال هدف دا دی چې وښيي: که په اصل کې یوازې د شمېرو یا فرضي ارزښتونو انتقال او ثبت وي، نو له شرعي پلوه شتمني نه شي ګڼل کېدای، که څه هم تخنیکي جزئیات توپیر ولري. د علماوو لپاره مهمه دا ده چې د قیاس پر مهال دغه تخنیکي او عملي توپیرونه په نظر کې ونیسي.
په جدول نمبر ۲ کې موږ کولی شو له ټرانزکشن (Tx) ID 004 څخه تر ټرانزکشن (Tx) ID 001 پورې شاته ولاړ شو او دا حساب کړو چې «ج» ته دا ۳۰ کراچي کواین کله او له کوم ځایه ترلاسه شوي دي۔ د پیسو مسیر (Money Trail) روښانه دی؛ دا شخص «ب» و چې «ج» ته یې ۳۰ کراچي کواین انتقال کړي دي او «ب» سره په اصل کې ۵۰ کراچي کواین وو۔
خو دا ۵۰ کراچي کواین هم یوازې د حساب (لیجر) په داخل کې د فرضي شمېرو د ثبت له لارې د هغه په ملکیت کې راغلي وو او د دې شمیرو تر شا هېڅ حقیقي شتمني نه وه۔
اوس به دا یو عجیب کار وي که موږ د همدې «ټرانزکشنونو ځنځیر» ته کراچي کواین ووایو او دا باور پیل کړو چې دا کواینونه په رښتیا ډیجیټلي شتون لري۔ د بټکوین په قضیه کې هم بالکل همداسې حالت رامنځته شوی.
٣ – درېیم مثال.”
«الف» له «ب» څخه زر (۱۰۰۰) روپۍ پور اخلي۔ وروسته «الف» «ب» ته یوه لیکلې پاڼه ورکوي چې پکې لیکي: زه به دا زر روپۍ درته په یوه میاشت کې بېرته درکړم او بیا پرې خپل لاسلیک کوي؛ دا د پور رسید ګرځي۔
اوس که خلک د دې پور رسید خرڅول پیل کړي، نو پام وکړئ چې دا یوازې د پور «رسید» دی۔ موږ ټول پوهېږو چې په اسلامي شریعت کې د پور خرڅول منع دي اوس تصور وکړئ که یو څوک یو تش کاغذ واخلي او پرې خپل لاسلیک وکړي، حال دا چې هېڅ مبیع (د خرڅلاو شی) موجود نه وي؛ نو د داسې تش لاسلیک ارزښت به څه وي؟
د National Institute of Standards and Technology د ډیجیټل لاسلیک د معیار له مخې د ډیجیټل لاسلیک تعریف داسې دی:
“ډیجیټل لاسلیک د لیکلي لاسلیک یو الکترونیکي معادل دی؛ او دا د دې لپاره کارول کېږي چې یقیني کړي چې ادعا کوونکي پر معلوماتو لاسلیک کړی دی.”
د بټکوین په تناظر کې هم تقریباً همداسې حالت دی؛ یعنې نه کوم مال، نه پور، نه خدمت، نه حق او نه کومه شتمني شته چې خرڅېږي۔ نو ځکه داسې هېڅ شی نشته چې د بټکوین په حالت کې «مبیع» وبلل شي۔
د بټکوین په حقیقت کې دا یوازې د ډیجیټل لاسلیکونو یوه ځنځیري لړۍ ده چې خرڅېږي او همدا خبره د ساتوشي ناکاموتو له خوا د بټکوین (White Paper) کې هم ذکر شوې ده:
“موږ الکترونیکي کواین داسې تعریفوو چې دا د ډیجیټل لاسلیکونو یو ځنځیر دی هر مالک د پخوانۍ راکړې ورکړې هش او د راتلونکي مالک «پبلک کي» باندې ډیجیټلي لاسلیک کوي او دا د کواین په پای کې ورزیاتوي، تر څو هغه بل ته انتقال کړي۔ ترلاسه کوونکی کولی شي د لاسلیکونو د تایید له لارې د ملکیت دغه ځنځیر تصدیق کړي۔”
پورته درې بېلګې د بټکوین تخنیکي ماهیت په څرګند ډول بیانوي۔ له دې بېلګو څخه دا هم ښکاري چې ولې عام خلک د بټکوین د نوعیت په اړه مغشوش کېږي او دا باور کوي چې بټکوین په ډیجیټل ډول موجود دی۔ دلته تخنیکي او ساینسي دلیلونه وړاندې شوي چې بټکوین د یو جلا موجود په توګه نه فزیکي او نه هم هماغه ډول ډیجیټل وجود لري، بلکې یو سیسټم دی چې پر ټرانزکشنونو ولاړ دی۔
د نوې کرپټو کرنسۍ د جوړېدو بهیر (کرپټو کرنسي مایننګ)
نوې کرپټو کرنسي (بټکوین) د مایننګ له بهیر څخه رامنځته کېږي۔ د مایننګ په بهیر کې د ماینرانو ترمنځ سیالي وي؛ ځینې پکې بریالي کېږي او ډېر نور ناکام پاتې کېږي۔
په مایننګ کې ډېره نامعلومي (غیر یقيني) وي، یعنې هېڅ تضمین نشته چې یو ماینر به د خپلو وسایلو له مصرفولو وروسته حتمي بریالی شي۔ یعنې ماینر خپل وسایل (کمپیوټر او برېښنا) مصرفوي، خو دا یقیني نه ده چې بدل به یې ترلاسه کړي۔ د عادي کاروونکي لپاره د مایننګ بریا د میلیاردونو احتمالاتو له ډلې یوازې یو احتمال وي۔
همدارنګه دا خبره هم مهمه ده چې د کرپټو کرنسۍ په سیستم کې د ټرانزکشن (عقودو) بشپړ کېدل د نورو خلکو پر تایید پورې تړلي دي، او له دې پرته ټرانزکشن بشپړ نه ګڼل کېږي۔
“کله چې یو کاروونکی غواړي په لیجر کې ټرانزکشن اضافه کړي، نو د ټرانزکشن معلومات کوډ (انکریپټ) کېږي او د شبکې د نورو کمپیوټرونو له خوا د کرپټوګرافیک الگوریتمونو په کارولو سره تاییدېږي۔ که د کمپیوټرونو اکثریت موافقه وکړي چې ټرانزکشن صحیح دی، نو یو نوی بلاک بلاکچین ته ورزیاتېږي او د شبکې له ټولو ګډونوالو سره شریکېږي۔”
یو بل مهم اړخ د Mempool (میمپول) څخه د ټرانزکشن د انتخاب مسئله ده۔ ماینران په حقیقت کې له میمپول څخه ټرانزکشنونه انتخابوي او هغه د بلاک په بڼه ترتیبوي۔ دا مانا لري چې د ټرانزکشن انتخاب د ماینرانو په خوښه پورې تړلی دی۔
ځکه چې د ټرانزکشن د انتخاب تر شا انعام (فیس) وي، نو عموماً هغه ټرانزکشنونه غوره کېږي چې فیس یې لوړ وي۔ له همدې امله ځینې ټرانزکشنونه پر نورو برلاسي کېږي، او هغه چې فیس یې کم وي، اوږد انتظار کوي۔ ماینران هڅه کوي چې هغه ټرانزکشنونه شامل کړي چې فیس یې ډېر وي، چې ورته “وهیل ټرانزکشنونه” ویل کېږي۔
ایا تاسو داسې مالي نظام تصور کولی شئ چې پکې له ټولو ټرانزکشنونو سره یو شان چلند نه کېږي؟ هو، دا د بټکوین د بنسټیز ډیزاین برخه ده۔
پورته اقتباسونه ښيي چې د ټرانزکشن تایید د نورو ګډونوالو پر موافقې ولاړ دی۔ ایا تاسو کله داسې سوداګریز معامله تصور کړې چې پکې باید د نړۍ له زرګونو خلکو څخه تایید واخلئ؟ ایا دا حیرانوونکی او غیر معقول نه ښکاري؟ خو بیا هم دا د بټکوین حقیقي جوړښت دی۔
له همدې امله د علماوو له نظره، د بټکوین د مایننګ په بهیر کې له شرعي اړخه دوه بنسټیزې ستونزې موجودې دي:
بټکوین کې د ټرانزکشن تایید د نورو ګډونوالو پورې تړلی وي، او له دې پرته ټرانزکشن بشپړ نه ګڼل کېږي۔ په ساده الفاظو، که یو کس بل کس ته بټکوین ولېږي، نو دا ساده ټرانزکشن تر هغه وخته بشپړ نه ګڼل کېږي څو چې د بټکوین په شبکه کې د ګډونوالو اکثریت یې تایید نه کړي۔ د ټرانزکشن د تایید دا طریقه له شرعي پلوه سمه نه ده۔
د اسلامي فقهې له نظره، د معاملو د صحت او اکمال لپاره د بې ځایه دریمې ډلې یا نامعلوم شخص یا د ډلې د منظورۍ شرط رامنځته کول جایز نه دي. په کلاسیک فقه کې د دغې مسئلې بیان د بیع معلق علي اجازة الغیر (د اجنبي کس تر اجازې پورې تړلې معامله) تر عنوان لاندې شوی، لکه چې امام سرخسي رحمه الله (المبسوط، ج۱۳، ص ۸۳) او علامه ابن عابدین (رد المحتار، ج۵، ص۲۲) څرګندوي چې که معامله داسې وشي چې د اجنبي کس یا نامعلوم فریق د موافقې پورې تړلې وي، معامله صحیح نه ده، ځکه چې د صحي معاملې لپاره قطعي رضایت او فوري اجرا لازم دي. معاصر مفتي محمد تقي عثماني هم فتوی ورکړې چې د ځنډېدلې یا نامعلومې اجازې په صورت کې معامله فاسده ده.
دلته د بټکوین شبکه کې معامله تر هغه وخته نه پوره کېږي تر څو چې ناپېژندل شوی اکثریت دریم طرفې ګډونوال یې منظور نه کړي. دا طرز د کلاسیک فقه اصولو له مخې د تردید، تعلیق او ابهام سبب ګرځي او دا د معاملې صحت نه باطلوي. له همدې امله د بټکوین معاملې له فقهې له مخې د اعتبار وړ نه دي.
د کرپټو کرنسۍ د مایننګ په بهیر کې ډېر نامعلوم حالت (غیر یقيني وضعیت) شتون لري؛ یعنې هېڅ تضمین نشته چې ماینر به د خپلو وسایلو په مصرفولو سره په مایننګ کې بریالی شي۔ دا په ښکاره ډول ښيي چې د مایننګ په بهیر کې «غرر» (نامعلومي) شته، چې له شرعي اصولو سره په ټکر کې دی۔
د نړیوالو اقتصادي کارپوهانو نظرونه د کرپټو کرنسۍ په اړه
د کرپټو کرنسۍ په اړه د مالي او اقتصادي کارپوهانو له خوا ډېر ساینسي مقالې لیکل شوې دي، چې پکې هغوی خپل نظرونه وړاندې کړي دي۔ دلته موږ ځینې مهم او استازي حوالې راوړو، تر څو لوستونکي درک کړي چې جدي مالي او اقتصادي کارپوهان هم بټکوین نه د پیسو (زر)، نه د ډیجیټل کرنسۍ، او نه هم د ډیجیټل شتمنۍ په توګه مني۔
د اروپایي اتحادیې د اقتصادي او مالي چارو کمیټه وایي:
“ډیجیټل کرنسۍ نه د تبادلې د وسیلې (Medium of Exchange) په توګه کارول کېږي او نه کارېدلی شي۔ همدارنګه کرپټو کرنسۍ د حساب د واحد (Unit of Account) په توګه هم نشي کارېدلی۔ کرپټو کرنسۍ د کرنسۍ اساسي ځانګړنې نه پوره کوي.”
همدارنګه اروپایي څارونکې ادارې مصرفوونکو ته خبرداری ورکوي:
“ډېری کرپټو شتمنۍ ډېرې خطرناکې دي او د قیاس (سټې/جوا) پر بنسټ ولاړې دي۔ دا زیاتره د عادي مصرفوونکو لپاره نه د پانګونې، نه د تادیې، او نه د تبادلې لپاره مناسبې دي.”
د Kevin Davis، چې د University of Melbourne د فایننس پروفیسور دی، په اند:
کرپټو په اصل کې قمار ته ورته ده او هېڅ ټولنیز ګټه نه لري۔
هغه حتی د «پانګونې» یا «کرپټو شتمنۍ» اصطلاحاتو کارول هم مناسب نه ګڼي۔
هغه په خپل وروستي مقاله کې لیکي:
“د «اثاثې» اصطلاح دا معنا لري چې یو شی یا خو د کوم صادرونکي مسؤولیت وي، یا د یوې مادّي یا غیر مادّي شتمنۍ د ملکیت استازیتوب وکړي، چې دا وړتیا ولري تر څو په راتلونکي کې عاید یا ارزښت لرونکې خدمتونه تولید کړي۔ خو د کرپټو یوازینی ممکنه ارزښت دا دی چې بل څوک (یو قیاس کوونکی) حاضر شي چې دا په لوړه بیه واخلي.”
یوې ساینسي څېړنې دا خبره ثابته کړې ده چې: “بټکوین د نورو لویو شتمنیو (اثاثو) له ټولګیو سره هېڅ ورته والی نه لري۔ بټکوین له خپل پیل راهیسې ډېر بېثباته پاتې شوی دی۔ په ځانګړي ډول د دې بیې پورته او ښکته کېدل د سرو زرو Gold، د US Dollar، او یا د سټاک مارکېټونو (چې د MSCI ورلډ انډېکس یې استازیتوب کوي) په پرتله ډېر زیات دي۔
بټکوین نه له سرو زرو، نه له امریکایي ډالر، او نه هم له نورو شتمنیو سره هېڅ ډول ورته والی لري۔ د بټکوین لوړ عاید او شدید بدلونونه دا ښيي چې دا د سرو زرو یا ډالر په پرتله د یو ډېر قیاسي (سټې/جوا ته ورته) شتمنۍ سره مشابهت لري.”
یوه بله نوې ساینسي څېړنه ښيي چې: له ټولو بټکوینونو څخه چې اوس په بازار کې دي، له ۱٪ څخه هم کم (یعنې شاوخوا 0.01٪) ادرسونه شاوخوا 58.2٪ بټکوینونه لري۔
نو ځکه بټکوین هم د Pareto Distribution له اصولو سره سمون لري، چې معنا یې دا ده:
په هر اقتصادي نظام کې لږ خلک ډېره شتمني کنټرولوي (لکه ۲۰٪ خلک ۸۰٪ شتمني لري)
خو په کرپټو کرنسۍ کې دا حالت تر دې هم زیات شدید دی۔
همدغو څېړونکو په اته بېلابېلو کرپټو کرنسیو کې هم د شتمنۍ وېش تحلیل کړی، یعنې دا یې څېړلي چې یوازې ۱٪ خلک (یا ادرسونه) د ټولې کرپټو کرنسۍ څومره برخه په خپل ملکیت کې لري۔
څېړونکو د «د بټکوین بیلنس له مخې تر ټولو لوی والټ»، «د کاروونکو د ټرانزکشن فعالیتونه»، او «د بټکوین د بېلابېلو کاروونکو (لکه ماینران، ایکسچینجونه، پرچون پلورونکي او نور) ترمنځ د شتمنۍ وېش» په اړه یوه غوره تخنیکي څېړنه ترسره کړې ده۔
یوه بله څېړنه ښيي چې:
“له ۱٪ څخه هم کم د بټکوین کاروونکي د بازار له ۹۵٪ څخه ډېر حجم (والیم) کې برخه لري.
یوه بله ساینسي څېړنه چې د بټکوین د کارونې او د نورو شتمنیو سره د هغې د پرتله په اړه شوې ده، دا پایله وړاندې کوي:
“بټکوین له دودیزو شتمنیو لکه سټاکونو، بانډونو او کموډیټیو سره هېڅ تړاو نه لري، که هغه عادي وختونه وي او که د مالي بحران ورځې وي۔ د بټکوین د ټرانزکشنونو د معلوماتو تحلیل ښيي چې بټکوین په اصل کې د تبادلې وسیلې په توګه نه، بلکې د قیاسي (سټې/جوا ته ورته) پانګونې په توګه کارول کېږي.”
په ټولیز ډول، څېړونکو بټکوین له پنځو مهمو شتمنیو ټولګیو سره پرتله کړی دی، لکه:
ایکویټي (لکه S&P500 او S&P600)
قیمتي فلزات لکه Gold او سپین زر
د اسعارو بېلابېل جوړې (لکه EUR/USD، AUD/USD، JPY/USD، GBP/USD، CNY/USD، HUF/USD)
انرژي (لکه د تېلو او ګاز شاخصونه)
بانډونه (د شرکتونو او حکومتي پورونو شاخصونه)
او دې نتیجې ته رسېدلي دي چې:
بټکوین له ټولو دودیزو شتمنیو څخه بنسټیز توپیر لري۔
همدغو څېړونکو لیکلي دي چې شاوخوا ۲٪ تر ۵٪ خلکو بټکوین د توکو او شیانو د پېرلو لپاره کارولی دی، په داسې حال کې چې نږدې ۹۵٪ خلکو دا یوازې د پانګونې لپاره کارولی دی۔
د هغوی د څېړنې لنډه پایله دا وه:
“موږ دې پایلې ته رسېږو چې ډېر لږ داسې کاروونکي شته چې بټکوین په خالص ډول د تبادلې د وسیلې په توګه کاروي، او د کاروونکو ډېره لویه برخه بټکوین د پانګونې لپاره کاروي.”
د خبرې لنډیز (خلاصه)
ساینسپوهان او څېړونکي د کرپټو کرنسۍ د ماهیت په اړه روښانه پوهه لري. همدارنګه د علماوو ډېری برخه او معتبر دارالافتاء دا څرګند دریځ لري چې د کرپټو کرنسۍ خپله پېر او پلور، او یا د هغې له لارې د نورو شتمنیو پېر او پلور جائز نه دی. البته، باید یادونه وشي چې ځینې علما، مفتيان او اسلامي مالي ادارې مختلف نظرونه لري او د کرپټو کرنسیو پېر او پلور یې، د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره، جواز ورکړی دی. د مثال په ډول، د ترکیې د «دیني چارو ادارې»، بحرین او متحده عربي اماراتو کې ځینې فتواوې او دولتي پرېکړې شته چې پکې د کرپټو کرنسیو محدود کارول جایز بلل شوي دي. همدارنګه، ځینې علما د کرپټو کرنسۍ جواز د شفافیت، مالیت او د شریعت اصولو ته د پوره پاملرنې پر اساس قیدوي. دا مخالفتونه ښيي چې بحث تر اوسه پرانیستی دی او په اسلامي نړۍ کې پرې متفق نظر نشته.
د علماوو له نظره، دا فرضي او تخیلي شمېرې د دې وړتیا نه لري چې په شرعي لحاظ «مال» وګرځي۔ په دې لیکنه کې موږ د علماوو د دریځ د پیاوړتیا لپاره ساینسي حوالې هم وړاندې کړې دي۔
هغه وختونه تېر شوي دي چې د کرپټو کرنسۍ تخنیکي حقیقتونه پټ وساتل شي۔ اوس هر څوک کولای شي د اصلي ساینسي سرچینو په لوستلو سره د کرپټو کرنسۍ حقیقي ماهیت درک کړي، او موږ باور لرو چې هغوی به هماغه پایلې ته ورسېږي چې زموږ معززو علماوو ته رسېدلي دي؛ یعنې:
کرپټو کرنسي یوازې «په حساب (لیجر) کې د فرضي شمېرو د ثبت تجارت» دی
یا په بل عبارت: «د مبیع پرته د ټرانزکشن پېر او پلور».
[ajax_load_more]







