
ژباړه: احسان الله تکل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د IBM د سوداګریز ارزښت انسټیټیوټ (IBM Institute for Business Value) له خوا یوې نوې نړیوالې څېړنې څرګنده کړې، چې په منځني ختیځ کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې چټکه پراختیا؛ ادارې او شرکتونه دې ته هڅوي چې د خپل اجرائیوي مشرتابه دندې او رولونه له سره تنظیم کړي، څو د مصنوعي ځیرکتیا اغېز د ادارې په ټولو برخو کې پیاوړی کړي.
په دې څېړنه کې د منځني ختیځ د ۱۰۰ اجرائیوي رئیسانو (CEOs) نظرونه راټول شوي دي.
په منځني ختیځ کې د ادارو دننه د مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) اغېز په چټکۍ سره د عملیاتي موثریت د لوړولو له یوې وسیلې څخه داسې یوه اغېزناکه عامل ته بدلېږي، چې د مشرتابه جوړښتونه او د پرېکړو کولو بهیر له سره بڼه ورکوي.
دا خبره د IBM د سوداګریز ارزښت انسټیټیوټ (IBM Institute for Business Value) په یوې نوې څېړنه کې شوې ده. په دې څېړنه کې د سیمې ۱۰۰ اجرائیوي رئیسانو ګډون کړی و، چې دا د یوې نړیوالې سروې برخه وه؛ په دې نړیواله سروې کې په ټولیز ډول ۲۰۰۰ اجرائیوي رئیسانو او لوړپوړو اجرائیوي چارواکو ګډون کړی و.
د څېړنې پایلې ښيي چې ادارې د مشرتابه د لا یوځای شویو او همغږو ماډلونو پر لور روانې دي؛ داسې ماډلونه چې ټکنالوژي، بشري وړتیاوې او حاکمیت (Governance) سره یوځای کوي. په ورته وخت کې مصنوعي ځیرکتیا د ادارو د ستراتیژۍ او ورځنیو عملیاتي چارو په مرکز کې ځای نیسي.
د څېړنې له مخې، په منځني ختیځ کې د سروې شویو ادارو ۶۷ سلنه اوس مهال د مصنوعي ځیرکتیا د لوړپوړي اجرائیوي مسؤول (Chief AI Officer) ځانګړی مقام لري.
همدارنګه، ۸۹ سلنه اجرائیوي رئیسانو ویلي چې د دوی ادارې د کاري بهیرونو په بېلابېلو برخو کې د مصنوعي ځیرکتیا د مدغمولو لپاره کار کوي، څو موثریت لوړ او عملیاتي فعالیت ښه کړي.
همدارنګه، ۶۸ سلنه ګډونوالو ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا پر پایلو او موندنو د تکیې له لارې د ستراتیژیکو پرېکړو په کولو باور لري. په ورته وخت کې ۸۵ سلنه په دې باور دي چې د مصنوعي ځیرکتیا حاکمیت (AI Governance) او ورسره تړلي کنټرولونه او مقررات اوس د سوداګریزې ستراتیژۍ پر یوې اساسي برخې بدل شوي دي.
د IBM د مدیره پلاوي مرستیال ګاري کوهن (Gary Cohn) وویل، په راتلونکو کلونو کې به تر ټولو بریالۍ ادارې هغه وي چې وکولای شي د «مصنوعي ځیرکتیا لومړی» (AI-first) ماډل د یوه بشپړ او مدغم عملیاتي ماډل په توګه خپل کړي. په دغه ماډل کې به د پرېکړو کولو بهیر چټک شي، د بېلابېلو دندو او څانګو ترمنځ به اړیکې او ګډ فعالیت زیات شي، او پر دوامدارې زدهکړې او له بدلونونو سره پر چټک تطابق به لا ډېره تکیه وشي.
د څېړنې پایلې دا هم څرګندوي چې د اجرائیوي مشرتابه په ماهیت کې پخپله بدلون رامنځته کېږي؛ ځکه ۸۶ سلنه ګډون کوونکي اجرائیوي رئیسان په دې باور دي چې د ټولو کاري برخو مشران باید په خپلو اړوندو برخو کې تخنیکي تخصص او تجربه ولري. دا چاره ښيي چې د مصنوعي ځیرکتیا مسؤولیت نور یوازې په تخنیکي څانګو پورې محدود نه دی، بلکې د ادارې بېلابېلو څانګو او مدیریتونو ته هم غځېدلی دی.
همدارنګه، ټول هغه اجرائیوي رئیسان چې په ادارو کې یې د مصنوعي ځیرکتیا لوړپوړی اجرائیوي مسؤول (Chief AI Officer) شته، تمه لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د دې مقام اغېز لا زیات شي. په ورته وخت کې ۵۴ سلنه اټکل کوي چې د بشري سرچینو د مسؤولانو رول به هم پراخ شي؛ ځکه د اداري بدلونونو د مدیریت او د کارکوونکو د مهارتونو د پراختیا اړتیا مخ په زیاتېدو ده.
د حاکمیت (Governance) په برخه کې څېړنه اټکل کوي چې د هغو عملیاتي پرېکړو کچه چې مصنوعي ځیرکتیا یې په خپلواکه توګه کوي، له اوسنیو ۲۵ سلنې څخه به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۴۸ سلنې ته لوړه شي. همدارنګه، ۶۸ سلنه ادارې د پرېکړو کولو او مسؤولیتونو د وېش په برخه کې د لا ډېر غیرمتمرکزو ماډلونو پر لور روانې دي.
له دې پراختیا سره سره، څېړنه د چمتووالي او عملي کارونې ترمنځ واټن هم څرګندوي. په داسې حال کې چې ۸۱ سلنه اجرائیوي رئیسان ټینګار کوي چې کارکوونکي یې د مصنوعي ځیرکتیا له ټکنالوژیو سره د ګډ کار لپاره اړین مهارتونه لري، د کاري ځواک یوازې ۲۵ سلنه په خپلو ورځنیو دندو کې دا ټکنالوژۍ په منظم ډول کاروي.
لولا موهانتي (Lola Mohanty)، د IBM Consulting د منځني ختیځ او افریقا سیمې اداري شریکې، وویل چې سیمه په چټکۍ سره د مصنوعي ځیرکتیا د ازمایښت له پړاو څخه د هر اړخیز اداري بدلون پړاو ته د تېرېدو په حال کې ده. هغې څرګنده کړه چې له دغو ټکنالوژیو څخه تر ټولو ډېر ارزښت هغه ادارې ترلاسه کوي چې د تخنیکي زیربنا د پراختیا ترڅنګ، د مشرتابه تګلارې، د پرېکړو کولو میکانیزمونه او د کارکوونکو د ځواکمنولو لارې چارې هم له سره تنظیموي.
د څېړنې پایلې ټینګار کوي چې په بشري وړتیاوو او مهارتونو کې پانګونه اوس د مصنوعي ځیرکتیا د ستراتیژیو د بریالیتوب له مهمو محرکونو څخه ده. د څېړنې له مخې، ۸۵ سلنه اجرائیوي رئیسان په دې باور دي چې د مصنوعي ځیرکتیا بریالیتوب تر خپله ټکنالوژۍ ډېر، د خلکو له خوا د هغې په منلو او کارولو پورې تړلی دی.
همدارنګه، ګډونوال اټکل کوي چې د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۸ کلونو ترمنځ به ۲۹ سلنه کارکوونکي مسلکي بیا روزنې (Reskilling) ته اړتیا ولري، په داسې حال کې چې ۵۴ سلنه کارکوونکي به اړ وي خپل مهارتونه لا لوړ او پراخ کړي، څو په خپلو اوسنیو دندو کې خپل فعالیت او کاري وړتیا ښه کړي.
څېړنه ښيي چې په راتلونکو کلونو کې به د ټکنالوژۍ او بشري وړتیاوو د ستراتیژیو ترمنځ همغږي نوره هم زیاته شي. ۶۹ سلنه اجرائیوي رئیسان په دې باور دي چې د بشري وړتیاوو او ټکنالوژۍ د مشرتابه رولونه د لا ډېر یووالي او همغږۍ پر لور روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې ادارې هڅه کوي په مصنوعي ځیرکتیا کې خپلې پانګونې په داسې سوداګریزو پایلو بدلې کړي چې هم د اندازه کولو وړ وي او هم په اوږدمهال کې دوامدارې پاتې شي.





























