
نوري الجرّاح د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۱۲مه، د سویلي شیلډز (South Shields) په اربیا (Arbeia) رومي کلا کې د رېجینا د قبرلیک ترڅنګ؛ هماغه ورځ چې د «ډبرین مار» کتاب خپور شو.د پالمیرا د باراتِس مرثیه د خپلې محبوبې «رېجینا» لپاره
د ختیځ نغمه
د پالمیرا د باراتِس مرثیه د خپلې محبوبې «رېجینا» لپاره
لیکوال: نوري الجرّاح (Nouri Al-Jarrah)
له عربي ژبې ژباړونکې: کاترین کوبهام (Catherine Cobham)
سوریاوال شاعر نوري الجرّاح د آرامي ژبې پر یوه قبرلیک د لیکل شوې یوازېنۍ کرښې له الهام څخه داسې کیسه راژوندۍ کړې چې نور به هېڅکله د زمانې په تیارو کې ورکه نه شي. دغه الهامبښونکی حماسي شعر دوه بېساري مینان، باراتِس – د سوریې د پالمیرا اوسېدونکی – او رېجینا – هغه سلټي مېرمنه چې د یوې غلامې په توګه یې ژوند کاوه او باراتِس ازاده کړه او بیا یې ورسره واده وکړ – له هغه سکوت راپاڅوي چې له اتلسو پېړیو راهیسې د هادریان دېوال (Hadrian’s Wall) ترڅنګ پکې ویده وو او د هغوی ځانګړې او زړهراښکونکې کیسه بیانوي. (دا کیسه، لیکوال) د خپلې محبوبې مېرمنې لپاره چې یوازې دېرش کلنه وه او ځوانه مړه شوې وه لیکي، نه د باراتِس مرثیې د تاریخ د افسانوي کولو لپاره.
نوري الجرّاح چې خپله هم نږدې څلوېښت کاله کېږي له خپل پلرني ټاټوبيدمشق څخه جلا او په بریتانیا کې د جلاوطنۍ ژوند تېروي، په دې شعر کې د خپل شخصي ژوند سفر د خپل لرغوني نیکه باراتِس له برخلیک سره تړي؛ هغه انسان چې د مینې په ځواک یې د غلامۍ پر وړاندې مقاومت وکړ.
«د باراتِس ختیځه نغمه» دا پوښتنه هم راولاړوي چې ایا هغه ځوان سلټي جنګیالي، چې «خاللرونکي» بلل کېدل، رښتیا هم – لکه رومیانو چې ویل – وحشیان وو؟ که نه، هغوی هغه خلک وو چې د ځنګلونو له لوخو څخه راوتل، څو د خپلو غرونو، سیندونو او د ژوند د خپلې لارې دفاع وکړي؛ هغه کسان چې څه د هادریان د تاو شوي ډبرین مار (دېوال) ترڅنګ یا ووژل شول او یا هم ټپیان کړل شول.
د دې اثر په سریزه کې شاعر لیکي:
«دا کوم سپړونکی انسان و چې له ختیځه راغی، څو د لوېدیځ یوه ښځه له غلامۍ آزاده کړي او په قصدي ډول یې نوم رېجینا (ملکه) کېږدي؛ داسې نوم چې د رومي امپراطورۍ د غلامۍ پرنظام یې نیوکه کوله او ننګوو یې؟ د پالمیرا باراتِس څوک و او سلټي رېجینا څوک وه؟
د بریتانیا د ټاپوګانو په زړه کې د یوې رومي پوځي کلا په کنډوالو کې یو کروندګر ځمکه اړوله، چې ناڅاپه یې دا دوه نومونه راوایستل او زمونږ تر غوږونو یې راورسول.
څنګه هغه ځوان چې د پالمیرا لمر یې پوستکی سوځولی و، د سرو وېښتانو لرونکې د سلټي نجلۍ ملا په غېږ کې ونیوله او ورسره د هادریان دېوال ترڅنګ پر شنو او سمسورو غونډیو وګرځېد، تر دې چې د ټاین سیند (River Tyne) غاړې ته ورسېدل؛ هلته چې د نینوا نسواريرنګه سړي، په وړو کښتیو کې د لویو بېړیو بارونه لېږدول او له درده په ډکو غږونو کې یې داسې سندرې زمزمه کولې چې د ناپېژندو دعاوو په څیر به یې انګازې کولې.
دا هم د حیرانتیا خبره ده چې همدغو قوي، نسواري رنګ لرونکو مخونو سړي خپلې کښتۍ د فرات په تودو اوبو کې پرېښې وې، د سپتیمیوس سیوروس (Septimius Severus) له سمندري ځواکونو سره یوځای شوي وو او د شمال دې یخو اوبو ته راغلي وو، څو د هغه رومي دېوال تر سیوري لاندې، چې د یوه ډبرین مار په څېر تاو شوی، د مزدورانو او پارو وهونکو په توګه ژوند وکړي.
شاعر د خپل اثر په یوه بله برخه کې لیکي:
«رېجینا څوک وه او باراتِس څوک و؟ لرغونپوهانو د سلټۍ ښځې د قبر ډبرلیک د اربیا (Arbeia) په رومي کلا کې وموند. هغې د خپل عمر په درېیمه لسیزه کې له نړۍ سترګې پټې کړې وې او څو میله ترې لرې د باراتِس قبر هم وموندل شو.
هر هغه څه چې موږ د باراتِس په اړه پوهېږو، هماغه څه دي چې د رېجینا په اړه هم پرې پوه شو؛ هغه ټول د یوې لنډې جملې په بڼه خوندي شوي، چې یو غمځپلي مین په خپلې مورنۍ ژبې آرامي د خپلې محبوبې پر هغه قبرلیک لیکلي و چې د پالمیرایي سبک له مخې جوړ شوی و.
له همدې یوې جملې څخه پوهېږو چې باراتِس رېجینا له غلامۍ آزاده کړه، نوم یې رېجینا (ملکه) پرې کېښود، هغه یې محبوبه او مېرمن شوه، خو وروسته یې له لاسه ورکړه.
د دې شعر اتل دا هم هېر نه کړل چې پر هماغه قبرلیک خپل سوریهوال هویت ثبت کړي. همدا یوه کرښه وه چې زما تخیل یې فعال کړ؛ زه او دا شعر دواړه د همدې یوې جملې پوروړي یو.»
د شعرونو له ژباړې وروسته، کاترین کوبهام (Catherine Cobham) داسې لیکي:
«دا شعرونه په ډېرې لنډې، خو ژورې شاعرانه ژبې، د جلاوطنۍ، سترواکۍ، کډوالۍ او پولو په اړه ډېر څه وایي؛ سربېره پر دې، د شمالي انګلستان د هوا او اقلیم ژوندی او حسي انځور هم په داسې ځواک انځوروي چې لوستونکی یې په بشپړه توګه احساسولی شي»
په همدې حال کې، نوري الجرّاح وایي:
«اسطورې نورې نه شي کېدای چې له نوې مانا ورکولو او بیا لوستلو پرته هماغسې تکرار او بیا تولید شي. شاعر باید د لرغونې حماسې د خپل زمان له متن او د نن ورځې د واقعیت ترمنځ په ازادۍ تګراتګ وکړي.»
د روم د لوئیس ګویډو کارلي پوهنتون (LUISS Guido Carli University) د عربي ژبې استادې فرانچېسکا ماریا کوراو (Francesca Maria Corrao) د نوري الجرّاح په اړه لیکلي دي:
«نوري الجرّاح یو ضد او نقیص اتل نه دی؛ بلکې یو معاصر اتل دی چې د هغه نوي نسل استازیتوب کوي، کوم چې په داسې نړۍ کې د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره د ځای او فرصت په لټه کې دی چې لا هم د پخوانیو نسلونو د ځواکمن او سیوري غوړولي حضور تر اغېز لاندې ده.»
د «انډیپنډنټ عربیه (Independent Arabia)» د فرهنګي برخې مسؤول عبدو وازن (Abdo Wazen) د نوري الجرّاح د یوې پخوانۍ شعري ټولګې په اړه لیکي:
«د نوري الجرّاح شعر «لېسبوس ته یوه بېړۍ» (A Boat to Lesbos) په ډېر لنډ وخت کې د هغو غمجنو شعرونو په مخکښه کتار کې ځای خپل کړ چې په سوریه، د سوریې د جلاوطنۍ په چاپېریال او په ټوله عربي نړۍ کې لیکل شوي دي. دا اثر یوازې د ژباړې له لارې د نړیوال شعر برخه نه دی ګرځېدلی، بلکې د خپل شاعرانه قاموس او ژبې له امله یې هم نړیوال ځای موندلی؛ هغه شاعرانه ژبه چې د لرغوني یونان د فرهنګي میراث نړیوال اړخ له سوري او عربي هویت سره په هنرمندانه ډول یو ځای کوي.»
د «ختیځه نغمه» (An Eastern Serenade) تر اصلي حماسي ـ ډراماتیک شعر، چې د پالمیرايي باراتِس له خوا خپلې محبوبې مېرمنې رېجینا ته مرثیه ده ـ هغه مېرمن چې په دېرش کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې ـ سربېره، په دې ټولګه کې نهه نور شعرونه هم شامل دي. د دغو ټولو شعرونو پېښې د هادریان دېوال (Hadrian’s Wall) په چاپېریال او د باراتِس د ژوند د دورې په مهال راڅرخي.
دغه شعرونه لوستونکی د هغو خلکو د ژوند ترخو تجربو ته بیايي چې د روم د اشغال او سترواکۍ تر سیوري لاندې یې ژوند کاوه؛ د هغو سلټي وګړو کیسې بیانوي چې یا د رومیانو له خوا غلامان شوي وو، یا یې د خپلو ځمکو او ازادۍ د دفاع لپاره جګړه کوله، او همدارنګه د هغو جلاوطنو برخلیک انځوروي چې د لرې هېوادونو څخه د روم پوځ ته په زور ورګومارل شوي وو.
په دې ټولګه کې دا شعرونه هم راغلي دي:
- د سیند پر غاړه د رېجینا سندره
- د پالمیرا غشیویشتونکی
- د خاللرونکي جنګیالي زېږون
- د بودیکا خبر
- یوه رومي مرثیه
- د اور ژبه: وراني
- د جولیا دومنا ورکې ګوتې
- د کاراکالا فرمان
د دې شعرونو په اوږدو کې شاعر د لرغونې زمانې لپاره یوه زړهراښکونکې روحاني او اسطورهییزه فضا رامنځته کوي او لوستونکی د لرغونې نړۍ له ګڼو معبودانو او سمبولونو سره اشنا کوي.
له دغو څخه یو بَعل (Baal) دی؛ یو سوریایي معبود چې د لرغونې نړۍ په بېلابېلو سیمو کې په بېلابېلو بڼو لمانځل کېده. کله به د لمر خدای، کله به د سمندري بېړۍچلوونکو او سوداګرو ساتونکی او کله به هم د هوا، باران او زرغونتیا خدای ګڼل کېده.
همدارنګه اېل (El) راپېژني؛ هغه معبود چې د انسانانو او ټولو مخلوقاتو خدای او د خدایانو ستر خدای بلل کېده. ورسره د عَنات (Anat)یادونه هم کوي؛ پېغله الهه چې د بعل مشره خور او په اساطیرو کې یې مېرمن هم ګڼل شوې ده.
شاعر د لرغونو سمبولونو نړۍ ته هم ورننوزي؛ لکه عقاب چې د روم د سترواکۍ د پوځونو نښه وه، خو الهام یې له لرغونو سوریایانو اخیستل شوی و، ځکه هغوی عقاب د ځواک او عظمت ستر سمبول باله.
همدارنګه رنګینه کمان (قوسِ قزح) یادوي، چې د ارامیانو په عقیده یو سپېڅلی موجود او معبود و، او مار هم راپېژني چې په لرغوني ختیځ اسطورهپوهنه کې د اوبو ساتونکی او د ژوند د سرچینو سمبول ګڼل کېده.
نوري الجرّاح د رېجینا د قبرلیک ترڅنګ د شعر لوستنه
۱۲ اکتوبر ۲۰۲۲
نوري الجرّاح په ۱۹۵۶ زېږدیز کال کې د سوریې په دمشق کې زېږېدلی دی. هغه په ۱۹۸۲ کال کې، کله چې یې د شعرونو لومړۍ ټولګه «هلک» (The Boy) په بېروت کې خپره کړه، د ادبي کړیو پام ځان ته واړاوه او وروسته د معاصر عربي ادب له اغېزناکو شاعرانه غږونو څخه وګرځېد.
نوري الجرّاح له ۱۹۸۶ کال راهیسې په لندن کې ژوند کوي. په دې موده کې یې د شعرونو شپاړس نورې ټولګې خپرې کړې او د عربي ادبي مجلو یو شمېر بنسټونه یې هم ایښي او سمبال کړي دي.
د هغه شاعري له بېلابېلو فرهنګي سرچینو الهام اخلي او ځانګړنه یې دا ده چې په کې اسطورې، ولسي کیسې او افسانې ځانګړی ځای لري.
د هغه د شعرونو ټاکلې بېلګې ګڼو آسیایي او اروپایي ژبو ته ژباړل شوې دي. د «لېسبوس ته یوه بېړۍ او نور شعرونه» (A Boat to Lesbos and Other Poems) ټولګه، چې په ۲۰۱۸ کال کې د بنیپال بوکس (Banipal Books) له خوا په انګلیسي ژبه خپره شوه، د هغه د شعرونو لومړنۍ انګلیسي ژباړه وه. د دې اثر عربي نسخه تر دې وړاندې فرانسوي، هسپانوي، ترکي او نورو ژبو ته هم ژباړل شوې وه.

نوري الجرّاح د سویلي شیلډز (South Shields) په اربیا (Arbeia) رومي کلا کې د رېجینا د قبرلیک د کتنې پر مهال
د «ډبرین مار» (The Stone Serpent) کتاب د هادریان دېوال د ۱۹۰۰مې کلیزې د فرهنګي جشن (1900 Hadrian’s Wall Festival) د یوکلنې فرهنګي پروژې په ترڅ کې خپور شو.
موږ ویاړو چې دا کتاب د دې ستر فرهنګي جشن د رسمي پروګرامونو له مهمو فعالیتونو څخه وټاکل شو. همدارنګه، نوري الجرّاح د همدې کتاب په مناسبت د بنیپال (Banipal) له لوري د عربي ادبیاتو د خپرولو د ۲۵ کلنۍ د نمانځغونډې په ځانګړي پروګرام کې هم ګډون وکړ. دغه غونډه د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۳۰مه د نیوکاسل د «لېټ اېنډ فِل» کتابتون (Lit & Phil Library) کې ترسره شوه.
دا کتاب د انټرنېټ له لارې فرمايشي تر لاسه کیدای شئ، له معتبرو کتابپلورنځیو څخه اخیستل کېدای شي، او یا هم په مستقیم ډول د بنیپال بوکس (Banipal Books) له خپرندویې ټولنې څخه ترلاسه کېدای شي.
د خپرېدو نېټه: ۱۰ جولای ۲۰۲۳




















