۱۴۰۵ لمریز کال

Mega Menu
Breaking

Dhu Al-Hijjah 3 1447

Dhu Al-Hijjah 3 1447

Popular News

Latest News

د عبدالاحد مومند لنډ ژوندلیک

عبدالاحد مومند، د افغانستان لومړنی ستورمزلی او د هېواد د علمي تاریخ یو مهم نوم، په ۱۹۵۹ کال کې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د سردې کلي اوسېدونکی وزېږېد. خپلې لومړنۍ زده کړې یې په خپل کلي کې وکړې او وروسته د اندړو شهاب‌الدین لېسې ته ولاړ. د زده کړو د دوام لپاره کابل ته راغی او په ۱۹۷۶ کال کې د حبیبیې له لېسې فارغ شو.
مومند د کانکور له بریا وروسته د کابل پولی‌تخنیک انستیتوت د جیولوجۍ پوهنځي ته شامل شو. خو په ۱۹۷۸ کال کې د پیلوټۍ زده کړو لپاره پخواني شوروي اتحاد ته واستول شو. هغه د کراسنودار او کیف په پوځي هوايي ښوونځیو کې تر ۱۹۸۱ کال پورې زده کړې وکړې او بېرته هېواد ته راستون شو. په بګرام هوايي ډګر کې یې د پیلوټ په توګه دنده پیل کړه او تر ۱۹۸۴ کال پورې یې د ډګروالي تر رتبې پورې پرمختګ وکړ.

په همدې کال، هغه یو ځل بیا د لوړو هوايي زده کړو لپاره کیف ته واستول شو او  د پوځي هوايي اکاډمۍ کې یې زده کړې وکړې. د ۱۹۸۷ کال په وروستیو کې د اته کاندیدانو له ډلې د فضايي سفر لپاره غوره شو. د ځانګړو معایناتو او روزنو له بشپړېدو وروسته، مومند د ۱۹۸۸ کال د اګست په ۲۹مه د شوروي اتحاد د «اینترکسموس» پروګرام له لارې د «سویوز ام-۶» فضايي بېړۍ په وسیله فضا ته ولاړ.

د بایکانور له اډې د سهار په څلور نیمو بجو د دوی بېړۍ د «میر» فضايي تم‌ځای پر لور وتوغول شوه او په بریالیتوب سره ورسره یو ځای شوه. مومند د خپل ماموریت پر مهال د افغانستان انځورونه واخیستل، د روغتیايي او فزیکي څېړنو برخه یې ترسره کړه او له هغه وخت د افغانستان له ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله سره یې په پښتو خبرې وکړې. که څه هم ځینو نړیوالو رسنیو د هغه سفر تر پوښتنې لاندې راوست، خو مومند په بشپړ بریالیتوب سره خپل ماموریت پای ته ورساوه.

له ستوریز سفر وروسته، هغه د ۱۹۸۸ تر ۱۹۹۱ کال پورې مسکو ته د ارکان حربي زده کړو لپاره ولاړ. بېرته په کابل کې یې د علومو اکاډمۍ د فضايي څېړنو انستیتوت جوړ کړ او څېړنې یې پیل کړې. وروسته د هوانوردۍ او ګرځندوی وزارت تخنیکي مرستیال وټاکل شو، خو د کورنیو جګړو له پیل سره لکه د ګڼو نورو افغان متخصصانو، مهاجرت ته اړ شو.

مومند په ۱۹۹۲ کال کې جرمني ته ولاړ او د شتوتګارت په پوهنتون کې یې د فضايي څېړنو په انستیتوت کې کار پیل کړ. هغه د خپل ژوند وروستۍ لسیزې په همدې ښار کې تېرې کړې او له خپلې کورنۍ سره مېشت و.

عبدالاحد مومند د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۱مه، د یکشنبې په ورځ، د سږو د سرطان له امله په شتوتګارت کې ومړ.

Share this article