۱۴۰۵ لمریز کال

Mega Menu
Breaking

Dhu Al-Hijjah 3 1447

Dhu Al-Hijjah 3 1447

Popular News

Latest News

ابراهیم نصرالله به د اوکلاهوما پوهنتون د ۲۰۲۶ کال د نوسټاډ ادبي جشن اصلي مېلمه او مخکښ ویناوال وي


ډاکټر عبدالله مطمئن

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د اوکلاهوما پوهنتون (University of Oklahoma) د نړیوال ادب او فرهنګ جایزه‌ګټونکې مجله «ورلډ لېټرېچر ټوډې (World Literature Today)» به فلسطیني لیکوال ابراهیم نصرالله (Ibrahim Nasrallah) ته د ۲۰۲۶ کال د نوسټاډ نړیوالې ادبي جایزې (Neustadt International Prize for Literature) د سپارلو مراسم د «نوسټاډ ادبي جشن» (Neustadt Lit Fest) په ترڅ کې ترسره کړي. دغه جشن به د سپټمبر له ۲۸مې تر ۳۰مې پورې د اوکلاهوما پوهنتون د نورمن (Norman) په مرکزي پوهنتون کې جوړ شي.

ابراهیم نصرالله ته به د دې جایزې د مراسمو پر مهال ۵۰ زره امریکايي ډالر نغدي جایزه، د نوسټاډ سپین‌زر لرونکی میډال  (Silver Feather)، او د ستاینې رسمي سند د اوکلاهوما پوهنتون په ځانګړو مراسمو کې وسپارل شي.

عامو خلکو ته هم د ابراهیم نصرالله په ویاړ په دې ادبي جشن د ګډون لپاره بلنه ورکول کیږي، په دې جشن کې به ابراهیم نصرالله او له لسو څخه زیات نور لیکوالان، هنرمندان او پوهان د فلسطیني ادب او فرهنګ او همدارنګه د منځني ختیځ د تاریخ او سیاست په اړه خپلې ویناوې او علمي پریزنټېشنونه وړاندې کړي.

د «ورلډ لېټرېچر ټوډې» اجرائیوي رئیس رابرټ کان ډېویس-اوندیانو (Robert Con Davis-Undiano) وویل:

«د ابراهیم نصرالله له‌خوا د دې جایزې ګټل به د فلسطیني فرهنګ په اړه د لوېدیځ د بیا کتنې او نوي لیدلوري په بهیر کې یو مهم او تاریخي پړاو وي.»

د جشن د درېیمې ورځې په ځانګړې غونډه کې چې د سهار په ۱۰:۳۰ بجو به ترسره شي ابراهیم نصرالله او د هغه د اثارو ژباړونکې نانسي رابرټس (Nancy Roberts) به د هغه د شعرونو دواړه بنې ولولي(اصل او ژباړل شوې) په همدې مهال به کالن کلارک (Callen Clarke)

ورپسې به ابراهیم نصرالله د سهار په ۱۱:۰۰ بجو د جشن اصلي وینا (Keynote Address) وړاندې کړي.

دغه دواړه پروګرامونه به د اوکلاهوما مېموریل یونین (Oklahoma Memorial Union) په میچم تالار (Meacham Auditorium) کې، چې په ۹۰۰ اسب ایونیو (900 Asp Ave.) کې موقعیت لري، ترسره شي.

د جشن ټولې غونډې د ګډونوالو لپاره وړیا دي او عامو خلکو ته پرانیستې دي.

د پروګرام بشپړ مهالویش او نور جزئیات د نوسټاډ نړیوالې ادبي جایزې په رسمي وېبپاڼه کې موندل کېدای شي.

د ورلډ لېټرېچر ټوډې (World Literature Today) په ۱۹۲۷ زېږدیز کال کې بنسټ اېښودل شوی او له هغه وخت راهیسې د نړیوالې ټولنې، د اوکلاهوما ایالت او د اوکلاهوما پوهنتون د علمي چاپېریال لپاره د یوه مخکښ ادبي بنسټ په توګه فعالیت کوي. دغه بنسټ د یوې معتبرې ادبي خپرونې، د نړیوالو ادبي جایزو د تمویل او تنظیموونکي، او د محصلانو لپاره د بشري علومو د یوه فعال مرکز په توګه پېژندل کېږي.

د نوسټاډ نړیوالې ادبي جایزې، د ۲۰۲۶ کال د نوسټاډ ادبي جشن او یا هم د ورلډ لېټرېچر ټوډې د فعالیتونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، له ټېري سټبلفیلډ (Terri Stubblefield) یا رابرټ کان ډېویس-اوندیانو (RC Davis-Undiano) سره اړیکه نیول کېدای شي.

همدارنګه، د ګډونوالو لپاره د اسانتیاوو او ځانګړو ترتیباتو په اړه د معلوماتو لپاره د (405) 325-4531 شمېرې سره اړیکه نیولای شئ.

Share this article