
افغان وياړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې د غونډو او سمینارونو د تنظيم څانګې لخوا دا ځل، د سمينار موضوع (حسن، تغزل او تصوف) ټاکل شوې وه.
د دريځ چارې ښاغلي رستم جلالزي پر مخ وړلې او د سمينار د پيل لپاره لنډ مقدماتي وغږېد.
د سمينار د تبرک او ښکلا لپاره قاري صېب عبدالله حیدري ته بلنه ورکړه تر څو د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیتونو دا علمي ناسته پيل شي.
له ښايسته تلاوت وروسته جلالزي صېب د سيمينار وړاندې کوونکی ښاغلی يونس ‹ تنویر › راوغوښت تر څو آماده کړی سیمنار وړاندې کړي.
تنویر صاحب په پیل کې له ګډونوالو د راتګ په پار مننه وکړه،
نوموړي سیمينار په دې الفاظو پيل کړ چې:
اوس مهال زۀ دا خبره د تامل ګڼم چې غزل د ښځو سره د خبرو په مانا دی، ځکه؛ کومې مېرمنې چې غزل ليکي او ښۀ غزل ليکي او د غزل په کيفيت یې ليکي، نو ګوندې د غزل تعبير د ښځو سره پۀ خبرو کولو پۀ دې وجه کمزوری دی خو چې هر څۀ دی اوسمهال غزل یوازې عشقیه مضامين هم نۀ دي، د ښځو سره خبرې کول هم نۀ دي، بلکې اوسمهال غزل نرګيسیت هم لري، جلالیت هم لري، جماليت هم لري، عشق او تصوف هم لري.
ښاغلي تنویر وويل: شعر او تصوف دواړه انسان ته د عشق بلنه ورکوي. دوی دواړه بغیر له عشقه د ژوند مفهوم پيکه ګڼي. په شعر او شاعرۍ کې عشق هیڅ مردود نه دی ګڼل شوی او د تصوف یو اصل همدا دی چې خلک د یوۀ خدای (ج) عشق ته رابولي.
پۀ شاعرۍ کې د عشق او حسن رابطه تر بل هر څۀ سيوا ده او پۀ دې مرحله کې عقل دایېم غندل شوی.
لکه خوشحال بابا وايي:
زه له عقله خبر نه وم چې سرقه وه
ما به کړو د عشق شکر ورسره ګډ
خو چې کله هم حمزه بابا ته غوږ شو نو:
اې عشقه په کښې ستا د نندارو نه سېوا څۀ دي
پۀ حسن کې هم ستا د اننګو نه سېوا څۀ دي
نو پۀ دې ځای کې د عشق، تصوف او تغزل مسئله سره تړل کيږي، نو پۀ همدې لحاظ تغزل د حسن او تصوف سره تړل شوی دی، ځکه چې اوس تغزل د نازک اشاریت نوم دی. تاسو دا صوفيانه بیت وکورئ:
زه څۀ خبر وم، چې تۀ ما سره یې
ما خو دنيا پۀ بله واړوله
ښاغلي يونس تنوير يادونه وکړه چې د صوفي او شاعر ترمنځ دا یو څرګند توپير دی چې صوفي جمال پۀ هر شي کې له يوۀ ګڼلی دی او هر شی ورته ښکلی دی، خو د حسن پۀ اړه د يوه شاعر هم يو تصور نه وي، لکه څۀ ډول چې صوفي دا درک؛ یو لري او دا ښکاره ده چې، شاعرانو د حسن پۀ شناخت کې د فلسفې څخه کار اخيستی دی يعنې، شاعرانو هم هغه نظريات وړاندې کړي چې هغه د صوفیانو سره مشترک دي او هم یې هغه نظريات وړاندې کړي چې هغه په خپلو کې هم سره متضاد دي.
نوموړي په پای کې وویل چې د دغه استدلانو له مخې ويلای شو چې: تغزل د حسن د نازک نه نازک انداز او د عشق د نازک نه نازک احساس چې د بیان پیرایه یې په تلازمه انداز سره شوې وي، تغزل دی.
دریځ چاري له ښاغلي يونس «تنویر» څخه مننه وکړه او د افغان وياړ څېړنيزې او کلتوري ټولنې غړي عبدالرحیم فدا ته یې بلنه ورکړه تر څو د سیمنار وروستۍ وینا وړاندې کړي.
فدا صاحب له سیمنار وړاندې کوونکي او ټولو ګډونوالو د ګډون په پار مننه وکړه او همدرانګه یادونه یې وکړه چې افغان وياړ څېړنيزه او کلتوري ټولنه د ملي پوهنتون په همکارۍ علمي سیمنارونه جوړوي، چې په دې لړۍ کې به د بېلا-بېلو برخو متخصصین په مهمو او ګټورو موضوعاتو لکچرونه وړاندي کړي.
قاري عبدالله حیدري دعا وکړه او ګډونوال د ژوند په سرکردانیو پسې روان شول.
په درنښت
د افغان ویاړ څېړنیزې اؤ کلتوري ټولنې د نشراتو څانګه.
۱۴۰۴/۴/۳ هـ.ش پنجشنبه