
د سیمنار وړاندې کوولو نېټه: ۱۴۰۴/۸/۱ هـ.ش، پنجشنبه
د افغان ویاړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې د غونډو او سمینارونو د تنظیم څانګې دا ځل د “داستاني ادبیات او داستاني عناصر” تر عنوان لاندې سیمینار جوړ کړی و.
د دريځ چارې ښاغلي رستم جلالزی پر مخ وړلې، او د پیل لپاره یې لنډې مقدماتي خبرې وکړې.
ورپسې یې د قران عظیم الشان تلاوت لپاره ښاغلی دوست محمد هلاک وغوښت.
وروسته عبدالرحیم فدا د هر راغلي مېلمه تود هرکلی وکړ او په ځانګړي ډول یې له استاد پوهندوی ګل رحمان رحماني څخه مننه وکړه، چې د بوختیاو سره سره یې د سمینار بلنه ومنله او د یوې مهمې موضوع په اړه یې لکچر تیار کړی.
رستم جلالزي بیا استاد رحماني ته د وینا بلنه ورکړه. استاد رحماني خپله وینا د دې ښکلو
بیتونو په ویلو پیل کړه:
> ژوند مې څه و، د یوه بد تکرار کیسه وه
پۀ ځنګل کې د مرغۍ او مار کیسه وه
> د یعقوب اوښکې د مصر بازارونه
ته به وایې چې زما د پلار کیسه وه
> پټپټوني کې مې ځان درځيني ورک کړ
خو پۀ زړۀ کې مې پرته د ډار کیسه وه
وروسته استاد رحماني وویل:
کله چې موږ د داستاني ادبیاتو خبره کوو، باید دا فکر وکړو چې ولې انسان ته کیسه مهمه ده؟ او ولې موږ کیسې خوښو؟
ده زیاته کړه، د ماشوموالي له وختونو راهیسې د مور او پلار خبرې او د ښوونکي کيسهييز درسونه لا هم زموږ په ذهن کې ژوندي دي، ځکه انسان له فطرت سره کیسه خوښوي. د انسان فطرت د کیسې د اورېدو او بیان لپاره جوړ شوی دی.
استاد رحماني د قرآنکریم د “قصصالأنبیاء” یادونه وکړه او ویې ویل چې زموږ ژوند پخپله هم یوه لویه کیسه ده – د انسان پیدایښت، هڅې او پایلې ټول داستاني رنګ لري.
ده د حضرت محمد ﷺ ژوند د یوه مثبت کرکټر تر ټولو ښکلی مثال وباله او ویې ویل: د هغه له ماشومتوبه تر وفاته ژوند یو بشپړ داستان دی چې له ازموینو، بریاوو او الهي پیغامونو ډک دی.
استاد رحماني د ژوند د پړاوونو تشبیه هم وکړه: سهار د انسان ماشومتوب، غرمه ځواني او مازدیګر د عمر وروستۍ شېبې دي – دا ټول د ژوند د یوې کیسې فصلونه دي.
ورپسې یې د داستاني ادبیاتو تعریف وکړ او د انسان تخیل، د زمان او ژوند رازونه او د ماضي او راتلونکي اړیکې یې وڅېړلې.
هغه د ادبیاتو درې بنسټیز ډولونه یاد کړل:
۱. حماسي (Epic) ادبیات
۲. عشقي (Lyric) ادبیات
۳. ننداروي (Dramatic) ادبیات
استاد د داستان د جوړښت په برخه کې د عنوان، پېښې، مکالمې، منظرو او حالتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د کیسې عنوان باید:
۱. د منځپانګې استازی وي
۲. تلوسه ولري
۳. ادبي او هنري خوند ولري
۴. لنډ او اغېزمن وي
ورپسې یې د داستاني ژانرونو یادونه وکړه، لکه:
ادبي ټوټه
یونلیک
یادښتونه
خاطرې
ناول
لنډه کیسه
رومان
ننداروي ادبیات (ډرامه، فلم، سریال، تیاتر…)
استاد د پلاټ، زمان، مکان، کرکټر، مکالمې، فضا، شخړې، تلوسې او د داستان د منطق او ژبې په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
وروسته د ګډونوالو د ازادو پوښتنو لړۍ پیل شوه، چې ډېری پوښتنې علمي او د موضوع سره سمې وې. استاد رحماني ټولو ته په حوصله او وضاحت ځوابونه ورکړل.
په پای کې د ملي پوهنتون رئیس پوهندوی خالد حبیب د مننې وینا وکړه. ده د افغان ویاړ ټولنې له رهبرۍ مننه وکړه او ویې ویل چې دا ډول پروګرامونه د زدهکړو، پوهې او فرهنګي ودې لپاره خورا ارزښت لري.
ده زیاته کړه: که ماشوم ته د خپلې ژبې او خپل فرهنګ په رنګ کیسې ووایو، نو هغه به راتلونکي کې له خپلو ریښو سره تړلی لوی شي او دا به د ټولنې د پياوړتیا لامل شي.
په درنښت،
د افغان ویاړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې د نشراتو څانګه