
ژباړه: مفتي محمد نعمان مفکر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیتالحکمه د بغداد ستر کتابتون یو خیالي څه ښکاري: له دې لرغوني کتابتونه چې په اوومه هجري پېړۍ کې ویجاړ شوی، هېڅ نښه نه ده پاتې له همدې امله موږ په ډاډ سره نه شو ویلی چې دقیق ځای یې چېرته و او یا یې بڼه څنګه وه.
پېړۍ مخکې یو معتبر اسلامي کتابتون عربي عدد لیکنه نړۍ ته ور وپېژندله، که څه هم دا کتابتون له ډېر وخت راهیسې له منځه تللی خو هغه بدلون چې په ریاضیاتو کې یې رامنځته کړ نړۍ یې بدله کړه.
بیتالحکمه د بغداد ستر کتابتون یو خیالي شی ښکاري؛ له دې لرغوني کتابتون څخه چې په اوومه هجري پېړۍ کې ویجاړ شوی هېڅ نښه نه ده پاتې، له همدې امله موږ په ډاډ سره نه شو ویلی چې دقیق ځای یې چېرته و او یا یې بڼه څنګه وه.
خو دا د بغداد نامتو اکاډمي؛ په حقیقت کې د اسلامي علم د زرین دور یو پیاوړی فکري مرکز و او د هغو ریاضي مفاهیمو د زېږېدو ځای و لکه صفر او د “عربي” عدد لیکنې سیستم چې نن یې کاروو.
بیتالحکمه چې د دویمې هجري پېړۍ په وروستیو کې د هارونالرشید د شخصي کتابتون په توګه تاسیس شو، شاوخوا دېرش کاله وروسته په داسې یو پوهنتون بدل شو چې له ټوله نړۍ څخه یې پوهان بغداد ته راجلب کړل، هغوی د ښار له خوځنده او نوښتګر فکري چاپېریال او همدارنګه د بیتالحکمه د بیان له ازادۍ څخه متاثره شوي وو، چیرته چې مسلمان، یهودي او عیسوي عالمانو ته د زده کړې اجازه ورکړل شوې وه.
بیتالحکمه چې د هغه د ارشیف مجموعه د اندازې له مخې د بریتانیا کتابتون او یا د فرانسې ملي کتابتون اوسني عظمت ته ورته و، په پای کې د بشري او خالصو علومو لپاره یو بېسیاله مرکز شو؛ پکې ریاضیات، نجوم، طب، کیمیا، جغرافیه، فلسفه، ادبیات، هنر او همدارنګه ځینې شکمن موضوعات لکه کیمیاګري او ستورپوهنه شامل وو.
له کومه ځایه چې د دې ستر کتابتون څخه کومه نښه نه ده پاتې، د هغه د ودانۍ بڼه اټکل کول قوي تخیل ته اړتیا لري، د بېلګې په توګه تاسو کولی شئ د بازی تاج و تخت په سریال کې د «سیتادل» ودانۍ یا د هری پاتر په کیسو کې د هاګوارتز کتابتون تصور کړئ، خو د بیتالحکمه په اړه یو څه په یقین سره پوهېږو: دا اکاډمي د یو کلتور بیاژوندي کېدو (رنسانس) بنسټ کېښود چې د ریاضیاتو مسیر یې په بشپړه توګه بدل کړ.
بیتالحکمه د مغولو له خوا د بغداد د محاصرې او سقوط پر مهال په ۶۵۶ هجري قمري کال کې ویجاړ شو، د افسانو له مخې د خطي نسخو شمېر چې د دجله سیند ته وغورځول شوې، دومره زیات و چې د هغو اوبو رنګ د تور جوهر په څېر شوې، خو دا اکاډمي د خپلې ودې او ځلا په دوره کې یوه انتزاعي او ځواکمنه ریاضي ژبه معرفي کړه چې وروسته په اسلامي امپراتورۍ، اروپا او په پای کې په ټوله نړۍ کې وکارول شوه.

جیم خلیلي چې په بریتانیا کې د ساري پوهنتون د فزیک استاد دی او همدارنګه د راډیويي او تلویزیوني پروګرامونو له لارې د عامو خلکو لپاره د علم په خپرولو کې فعالیت کوي باور لري چې: “هغه څه چې مهم دي د بیتالحکمه دقیق ځای او د جوړېدو وخت نه دی، بلکې تر دې ډېر په زړه پورې د علمي نظریو تاریخ او د هغوی د خپرېدو څرنګوالی دی.”
د بیتالحکمه د ریاضي میراث د نښو موندلو لپاره باید لږ مخکې تاریخ ته ولاړ شو، د څو پېړیو لپاره تر هغه وخته چې د ایټالیايي رنسانس زوال ته ورسېد، په اروپا کې یو نوم د ریاضیاتو مترادف ګڼل کېده: لئوناردو پیزایی چې له مړینې وروسته د فیبوناچي په نوم مشهور شو، دا ایټالوي ریاضيپوه چې په ۱۱۷۰ میلادي کال کې د پیزا په ښار کې زیږېدلی و، خپلې لومړنۍ زده کړې یې د شمالي افریقا په بجایه ښار کې چې د نننۍ الجزایر برخه ده ترسره کړې.
فیبوناچی چې شاوخوا شل کلن و، له هغو نظریو سره ډېر لیواله شو چې له هند څخه د ایران د امپراتورۍ له لارې لوېدیځ ته رسېدلې وې او همدې لامل هغه منځني ختیځ ته سفر ته وهڅاوه، کله چې بېرته ایټالیا ته راستون شو هغه «لیبراباتچی» (د حساب کتاب) خپور کړ چې په لوېدیځ کې له لومړنیو اثارو څخه و چې د هندي-عربي عدد لیکنې سیستم یې تشریح کاوه.
فیبوناچی چې د هغو نظریو څخه اغېزمن شوی و چې له هند څخه د ایران له لارې لوېدیځ ته راتلې؛ منځني ختیځ ته سفر وکړ.
کله چې د فیبوناچی د «لیبراباتچی» (د حساب کتاب) کتاب لومړی ځل په ۱۲۰۲ میلادي کال کې خپور شو، نو د هغه وخت یوازې لږ شمېر مفکرین له هندي-عربي عدد لیکنې سره بلد وو، اروپایي سوداګر او پوهان لا هم د رومي عدد لیکنې کارولې، چې په دې سیستم کې ضرب او تقسیم کول ډېر ستونزمن وو (د بېلګې په توګه MXCI په LVII ضرب کړئ!).
د فیبوناچي کتاب د عدد لیکنې عملي کارونه په حسابي چارو کې ښودل؛ داسې تخنیکونه چې په عملي مسایلو کې لکه د پیسو بدلون، د وزنونو بدلون، د توکو تبادله او د ګټې محاسبه کې کارېدلی شي.
فیبوناچي په خپل دایرهالمعارفي اثر په لومړي فصل کې لیکلي دي: “هغوی چې غواړي د حساب هنر، د هغه نازکۍ او نوښتونه زده کړي، باید وکولای شي په شمېرلو سره محاسبه وکړي.” هغه د ګوتو په وسیله محاسبې او هغو شمیرو ته اشاره کوله چې نن ورځ ماشومان یې په ښوونځي کې زده کوي. “د همدې نهو اعدادو او د ۰ (صفر) په نوم نښې په وسیله، هر عدد لیکل کېدای شي.” او په دې ډول، ناڅاپه ریاضیات د ټولو خلکو لپاره په عملي ډول د لاسرسي وړ شول.
د فیبوناچی ستر نبوغ یوازې د هغه د ریاضيپوه په توګه په خلاقیت کې نه و، بلکې په دې کې و چې هغه د هغو ګټو په درک کولو کې لېوالتیا لرله چې مسلمان پوهانو پېړۍ پېړۍ مخکې پرې پوهېدلي وو: د محاسبې فورمولونه، د لسګوني شمېرنې سیستم او جبر، په حقیقت کې د فیبوناچي «لیبراباتچی» (د حساب کتاب) تر ډېره حده د خوارزمی د الگوریتمونو پر بنسټ ولاړ و، چې د درېیمې هجري پېړۍ یو نامتو ریاضيپوه و.
د خوارزمي انقلابي رسالې د لومړي ځل لپاره د دویم درجې معادلو د حل لپاره یو منظم او سیستماتیک میتود وړاندې کړ. خوارزمي د همدې موندنو له امله د جبر د علم پلار بلل کېږي او خپله د “جبر” کلمه هم له هغه څخه اخیستل شوې ده، چې په عربي کې د “ماتو ټوټو سره یوځای کول” معنی لري، خوارزمي په ۲۰۶ هجري قمري کال کې د بیتالحکمه د ستورپوه او مشر کتابدار په توګه وټاکل شو.
جیم خلیلی وایي: “د خوارزمي رسالې لسګوني عددي سیستم اسلامي نړۍ ته وروپېژاند” او وروسته نورو لکه فیبوناچي دا پوهه اروپا ته ولېږدوله.
د فیبوناچي انقلابي اغېز پر عصري ریاضیاتو داسې میراث دی چې لویه برخه یې د خوارزمی پور دی. دا دوه ریاضيپوهان چې نږدې څلور پېړۍ یې تر منځ واټن و، د یوه لرغوني کتابتون له لارې یو له بل سره وتړل شول.
جیم خلیلی وایي: “ځینې خلک استدلال کوي چې بیتالحکمه هغومره ستر نه و لکه څنګه چې ډېرو ته ښکاري، خو د هغه تړاو له کسانو سره لکه خوارزمی او د هغه له اثارو سره په ریاضیاتو، نجوم او جغرافیه کې زما لپاره یو قوي ثبوت دی چې بیتالحکمه یو ریښتینی علمي مرکز و، نه یوازې د ژباړل شویو کتابونو زېرمتون.”
جون باروگرین چې د آزاد پوهنتون د بریتانیا د ریاضیاتو د تاریخ استاد دی وایي: “بیتالحکمه بنسټیز اهمیت لري، ځکه د عربي ژبې د پوهانو د ژباړو له لارې چې یوناني نظریې یې محلي ژبو ته واړولې زموږ د ریاضیاتو د پوهې بنسټ کېښودل شو.”
د «ترفندونو کتاب» چې درې خراساني پوهانو، چې د بني موسی په نوم پېژندل کېدل په ۲۳۵ هجري قمري کال کې خپور کړ.

له اوسني لسګوني عددي سیستم او د صفر او یو له سیسټم څخه چې زموږ کمپیوټرونه پرې ولاړ دي، ډېر مخکې؛ او همدارنګه د رومي عدد لیکنې او د لرغوني بینالنهرین د اوسېدونکو له سیسټمونو نه مخکې انسانانو د محاسبو د ثبت لپاره له لومړنیو شمېرنیزو سیستمونو څخه کار اخیست.
که څه هم کېدای شي موږ دا سیستمونه پېچلي یا له کاره لوېدلي وګڼو، خو د عدد لیکنې بېلابېلې بڼې په حقیقت کې موږ ته د هغو جوړښتونو، اړیکو او تاریخي او کلتوري چاپېریالونو په اړه ارزښتناک معلومات راکوي چې پکې رامنځته شوي دي.
د جون باروگرین په وینا دا بېلابېل عددي سیستمونه ښيي چې: “لوېدیځ طریقه یوازینۍ لاره نه وه او د مختلفو عدد لیکنې سیستمونو پوهه رښتینی ارزښت لري.”
د بېلګې په توګه کله چې یوه پخواني سوداګر غوښتل “دوه پسونه” ولیکي هغه کولی شول پر خټې تختې د دوو پسونو انځور رسم کړي، خو کله چې یې غوښتل “۲۰ پسونه” ولیکي دا طریقه نوره عملي نه وه، د نښويي ارزښت (سمبولیک) سیستم هغه دی چې پکې عددي نښې سره یوځای کېږي څو یو مقدار وښيي، په دې مثال کې د دوو پسونو رسمول اصلي مقدار څرګندوي.
د نښويي ارزښت د سیستم نښې په یوه ډول د رومي عدد لیکنې کې پاتې شوې دي، خو د خوارزمی سیستم برعکس د اعدادو د ځای (موقعیت) پر بنسټ د مقدار څرګندونه کوي، لکه څنګه چې هغه ودانۍ چې رومي شمېرې پرې لیکل شوې دي لا هم پاتې دي، همداسې دا عددي سیستم هم د روم له امپراتورۍ څخه زیات دوام کړی دی؛ دا چې دا کار د تصادف له امله و، که د نوستالژۍ احساس یا د کوم هدف لپاره هېڅوک په یقین نه پوهېږي.

سره له دې د رومي عدد لیکنې پاتې شوني هم ورو ورو له منځه ځي، په بریتانیا کې په ټولګیو کې زاړه ساعتونه د ډیجیټلي ساعتونو سره بدل شوي دي چې لوستل یې اسانه دي، ځکه دا اندېښنه شته چې زدهکوونکي نور نه شي کولی غیر ډیجیټلي ساعتونه سم ولولي.
په داسې حال کې چې ویلز، اسکاتلند او ایرلند د ښوونځیو له نصاب څخه د رومي عدد لیکنې زده کړه لرې کړې ده او امریکا هم کوم مشخص معیار نه لري، خو انګلستان په څرګنده توګه اعلان کړی چې زدهکوونکي باید وکولای شي تر سلو پورې رومي شمېرې ولولي.
زموږ ډېری ښايي په MMXXI کې کوم ځانګړی څه ونه وینو (په دې هم پوه شئ چې دا د ۲۰۲۱ رومي معادل دی) یا کېدای شي موږ فیبوناچي په مبهم ډول د هغه له مشهور عددي لړۍ څخه وپېژنو: یوه تکراري لړۍ چې له ۱ څخه پیل کېږي او وروسته هر عدد د مخکینیو دوو عددونو مجموعه وي.
د فیبوناچي لړۍ آن په طبیعت کې هم موندل کېږي، لکه د ناتیلوس د صدفونو په بڼه کې.
د فیبوناچي لړۍ بېشکه خورا حیرانوونکې ده او په طبیعت کې په شگفتانګیز ډول څرګندیږي، د سمندري صدفونو او د بوټو د ساقو له تاوېدو څخه نیولې، تر د ګل آفتابگردان د بڼې الګو، د کاجو د ونې مېوې او د حیواناتو د ښکرونو پورې، د فیبوناچي لړۍ نښې لیدل کېږي.خو د لئوناردو پیزایي، چې د فیبوناچي په نوم پېژندل کېږي، تر ټولو ماندګار ریاضي میراث هغه څه دي چې ډېر کم په ښوونځیو کې تدریس کېږي، دا کیسه شاوخوا زر کاله وړاندې د یوه شاهي کتابتون څخه پیلېږي، په هغه مهال کې چې د لوېدیځې نړۍ ډېره برخه د عیسویت تر واک لاندې په فکري تیارو کې وه،
دا هغه روایت دی چې باید زموږ اروپامحور لید د ریاضیاتو په اړه بدل کړي او د هغو ریاضي ګنجینو پر دوام ټینګار وکړي چې د اروپايي رنسانس نه ډېر مخکې موجودې وې.





























