۱۴۰۵ لمریز کال

Mega Menu
Breaking

Dhu Al-Hijjah 3 1447

Dhu Al-Hijjah 3 1447

  • All Posts
  • Business
  • Economy
  • Health
  • News
  • Science
  • Sports
  • Tech
  • Western
  • World
  • اسلامي بانکداري او اقتصادي مسایلو مرکز
  • اسلامي بانکداري او مالي سیسټم انسټیټوټ
  • اعمال
  • تالیف او ژباړې څانګه
  • د ادبي پروګرامونو څانګه
  • د اسلامي بانکدارۍ مرکز
  • د پښتو ادبیاتو اړوند د څیړنو مقالو او لیکنو څانګه
  • د تاریخ او جهادي کارنامو د ثبت څانګه
  • د معاصرو اقتصادي مسایلو انسټیټوټ
  • د ویډوګانو او تاریخي کارنامو ارشیف
  • دپښتو ژبې او ادبیاتو مرکز
  • دعمومي تاریخ څانګه
  • کتابتون
  • مجله
    •   Back
    • ادبي غونډ ې
    • مشاعرې
    • روزنیز سیمارونه
    •   Back
    • ادبې تذکره
    • ادبي لیکنې
    • ادبې نقد
    • څیړنیزې مقالې
    •   Back
    • اسلامي بانکداري ډیپارټمنټ
    • د سوداګریزو معلوماتو ډیپارټمنټ
    • د تکافل ډپارمنټ
    •   Back
    • اسلامي تمدن
    • تاریخي سیمې
    • څیړې
    • صلیبی جګړه
    •   Back
    • تالیف او لیکوالې
    • ژباړه
    • د اثارو چاپ
    •   Back
    • د نویو اقتصادي پدیدو ډیپارټمنټ
    • د مالي او پولي سیاست ډیپارټمنټ
    •   Back
    • مستندونه
    • شل کلن تاریخ
Load More

End of Content.

زمونږ غوره مطالب

ته تاسو د دې وېب پانې اړوند مهم مطالب تر لاسه کولی شئ

Popular News

اړیکه ونیسئ
که تاسو کومه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ موږ ته د لټون کولو لپاره وړیا احساس وکړئ!

خوست کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق او همغږۍ په موخه غونډه وشوه


چهارشنبه، ۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ.ق ـ ۱۴۰۵/۵/۷ هـ.ش

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د چهارشنبې ورځ وه؛ پر خوست تېز باران وریده، د باران شدت د غونډې د ګډونوالو د راتګ مخه ونه نیوه. عالمان، فرهنګي شخصیتونه او ځوانان د یوې داسې موضوع پر محور سره راټول وو چې د ټولنې له ناوړه دودونو، کورنیو چارو او ورځني ژوند سره یې نېغه اړیکه لرله.

د افغان ویاړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې ـ خوست څانګې او د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت په ګډو هڅو، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۷مې ګڼې فرمان د لا ښه تطبیق او همغږۍ په موخه دغه غونډه جوړه شوې وه.

غونډه د قاري سلیمان خاکسار له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. له تلاوت وروسته په خوست کې د افغان ویاړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې مسؤول او استازی سیف‌الرحمن مشال د ښه راغلاست او پرانیستې وینا لپاره دریځ ته وبلل شو.

ښاغلي مشال د سخت باران باوجود د ګډونوالو راتګ وستایه او له هغوی یې مننه وکړه. نوموړي وروسته د ۱۷مې ګڼې فرمان پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې او په ځانګړي ډول یې په بدو کې د نجونو ورکړه، بې‌ځایه لګښتونه او یو شمېر نور ناوړه دودونه د بحث محور وګرځول.

د غونډې ویناوې یوازې د ستونزو تر یادولو محدودې نه شوې؛ د حل مسؤولیت او عملي اقدام غږ هم ورسره مل و. د ځوانانو چارو آمر مولوي اسحاق عمري د اطلاعاتو او کلتور ریاست په استازیتوب د افغان ویاړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې له ادارې مننه وکړه او د ورته نورو علمي او عامه پوهاوي پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.

نوموړي ځوانان وهڅول چې د فرمان د ښه تطبیق لپاره په خپلو سیمو کې ناستې وکړي او د ټولنې د غړو په توګه د ناسمو دودونو د له منځه وړلو هڅه له خپلو کورونو او چاپېریال څخه پیل کړي.

د غونډې په بله برخه کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست پخوانی رئیس او د ګڼو اثارو لیکوال عبدالکریم پتنګ دریځ ته وبلل شو. هغه د غونډو او بحثونو ترڅنګ پر عملي اقدام ټینګار وکړ او ویې ویل چې که عالمان، خطیبان او قومي مشران په خپله د اصلاح په لاره کې مخکښ شي، د ټولنې نور خلک به هم په اسانه ورپسې ګام واخلي.

په دې توګه پیل شوې ناسته د ویناو، پوښتنو او د ټولنیز مسؤولیت د احساس په فضا کې مخته ولاړه؛ هغه پیغام چې د غونډې له بېلابېلو ویناوو راوت دا و چې د ناسمو دودونو اصلاح یوازې په فرمان او وینا نه بشپړېږي، بلکې عملي بدلون د فرد، کورنۍ او ټولنې له ګډ مسؤولیت څخه پیلېږي.

د غونډې د دریځ چارې قاري محمد زمان حقیار پر مخ یووړې.

Share this article