۱۴۰۵ لمریز کال

Mega Menu
Breaking

Dhu Al-Hijjah 3 1447

Dhu Al-Hijjah 3 1447

Popular News

Latest News

د جولای ۳۰مه؛ د معاصر پښتو ادب د ستر شاعر استاد، پیرمحمد کاروان ورځ!

د جولای ۳۰مه، چې د معاصر پښتو ادب د مخکښ شاعر، لیکوال او ادبي شخصیت استاد پیرمحمد کاروان لۀ ورځې سره برابره ده، د پښتو ژبې ټولو لیکوالانو، شاعرانو، څېړونکو، ادبپوهانو او د ادب مینه‌والو ته مبارکي وړاندې کوو.
استاد پیرمحمد کاروان د معاصر پښتو ادب لۀ هغو اغېزناکو او نوښتګرو ادبي شخصیتونو څخه دی چې د شاعرۍ، ناول، لنډې کیسې او ډرامې او نورو ادبي برخو کې یې د پام وړ او تلپاتې ادبي اثار پنځؤلي دي. د هغه ادبي ژبه، هنري تخیل، فکري ژورتیا او ځانګړی سبک د معاصرې پښتو شاعرۍ پۀ بهیر کې ځانګړی ځای لري او د ځوانو شاعرانو او لیکوالانو پر ادبي ذوق، فکري لیدلوري او هُنري تجربو یې څرګند اغېز پرېیښی دی.

“افغان ویاړ فرهنګي ټولنه” د استاد پیرمحمد کاروان علمي، ادبي او فرهنګي خدمتونه د پښتو ادب ارزښتمنه پانګه ګڼي، د هغه د ادبي نؤښتونو او فرهنګي هڅو درناوی کوي، او هیله لري چې نوموړی به د خپل علمي او ادبي فعالیت پۀ دوام، د پښتو ژبې او ادب د ودې، بډاینې او نسلونو د ادبي روزنې په برخه کې لا هم ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي.
پۀ درنښت
افغان ویاړ فرهنګي ټولنه

Share this article