
ته تر ښایست زښته ښایسته یې جار
تا سړی خوبونو کې لیدلی شي
یا دې لکه ښکلی میناتور حسن
ځانته له شعرونو جوړولی شي
زه چې دې ډېوې د سترګو یادې کړم
مات لکه کودی شي تخیل زما
دا تر غږ نازکه دلبري ګوره
دې ته به ګونګی شي تخیل زما
دا نګاه همدا یوه نسخه لري
بل چا پورې نشته دا چپه باڼه
زه به د دې شعر وزرې وګنډم
ته هر مسره کې راته ږده باڼه
چېرته د خپل ناز له غېږې ووتې
ولې دې زخمي نرۍ پېروته کړه
څومره په ادا دې نګاه واخیسته
هسکه دې د ډنډه له اوبو بطه کړه
دې ګلدان کې ګوتې ولې نه مینځې
عطر به یې بل شي رڼایي به شي
زنه دې د ګوتو منځ کې مه نیسه
خامه ده تنکۍ مڼه زخمي به شي




























