لیکوال: شبلي نعماني
ژباړه: مولوي حسيب الله مفکر
ابن اثیر که څه هم هڅه کړې چې پر ځان د دې تور مخه ونیسي چې ګواکې له یونانیانو څخه یې ګټه اخیستې ده، خو د هغه له عبارت څخه دومره خو څرګندیږي چې د دې فن اصل له یونان څخه ګڼل شوی و، مګر اوس د دې نظر ناسم والی په څرګنده ثابت شوی دی.
حقیقت دا دی چې ارسطو د «ریطوریقا» (Rhetorica) په نوم یو کتاب لیکلی و او هغه یې د منطق یوه برخه بللې وه «ریطوریقا» هماغه کلمه ده چې په انګلیسي کې ورتهRhetoric وایي، په اردو کې یې ژباړه «خطابت» یا «د وینا فن» کېدای شي، همدا هغه کتاب دی چې د خلکو لپاره یې دا ګومان پیدا کړی و چې د مسلمانانو د بلاغت فن له همدې کتاب څخه اخیستل شوی دی.
شیخ ابو علي سینا دغه کتاب په خپل اثر «الشفاء» د منطقو په برخه کې نږدې بشپړ رااخیستی، یعنې د ارسطو مطالب یې په خپلو الفاظو بیان کړي دي، همدارنګه ابن رشد چې د دې کتاب د اصلي ژباړې اصلاح کړې وه، د هغې لویه برخه په بیروت کې چاپ شوې ده، دا ټول اثار زموږ مخې ته پراته دي او په ښکاره ډول ثابتوي چې د مسلمانانو د بلاغت فن د ارسطو له کتاب څخه هېڅ اغېز نه دی اخیستی.
د ارسطو د کتاب موضوع دا ده چې کله یوه وینا په کوم مناسب ځای کې وړاندې کېږي، نو لاندې ټکي باید په پام کې
نیول شي:
۱. د وینا موضوع څه ده؟
۲. مخاطبین څوک دي؟
۳. وینا کوونکی څوک دی؟
ارسطو بیا د دغو بېلابېلو اړخونو له مخې دا څرګندوي چې د وینا مقدمات او استدلال باید څنګه وي، هغه په خپل کتاب کې د واعظ، وکیل، حکیم، د دعوې د یوه لوري او نورو ویناوالو د وینا اصول بیان کړي او ښودلې یې ده چې د هر یوه د استدلال طریقه باید له بل څخه څنګه توپیر ولري.
که څه هم په دې کې شک نشته چې د ارسطو دا کتاب له ډېرو ژورو او نازکو بحثونو ډک دی او دا هم د افسوس ځای دی چې مسلمانانو له دې کتاب څخه چندان ګټه وانخیسته، خو بیا هم د مسلمانانو د بلاغت فن یو خپلواک او بېل فن دی او د همدې فن اصلي بنسټ اېښودونکي خپله مسلمانان دي.
تر کومه چې موږ ته معلومه ده د بلاغت په فن کې لومړنی بشپړ او بنسټیز کتاب «دلائل الإعجاز» دی چې عبدالقاهر جرجاني لیکلی دی، که څه هم له دې مخکې هم ځینې لیکنې موجودې وې، خو په حقیقت کې هغو ته د دې فن مستقل آثار نه شي ویل کېدای، له «دلائل الإعجاز» وروسته ډېر نور کتابونه ولیکل شول تر دې چې دا لړۍ په «مطول» او «مختصر المعاني» باندې نږدې پای ته ورسېده.
خو نن سبا چې دا فن په کومه طریقه تدریسېږي او زده کېږي، ښایي بل هېڅ فن دومره زیانمن شوی نه وي، زده کوونکي او عالمان د «مختصر المعاني» او ورته کتابونو الفاظ او عبارتونه بیا بیا تکراروي، خو خپله نه پوهېږي چې څه وایي.
یو عمومي اصل دا دی چې کله انسان د یوه فن مسائل په ښه توګه درک کړي او پرې بشپړ لاسبری ومومي، نو هر ځای چې د هغو د استعمال اړتیا وي، په اسانۍ یې کاروي، د بېلګې په توګه که څوک په عربي نحو کې مهارت ترلاسه کړي، نو هره عربي جمله چې مخې ته ورشي پرته له کومې ستونزې یې لوستلای او تحلیلولای شي.
خو د بلاغت د تدریس حالت داسې دی چې زده کوونکو «مختصر المعاني» او «مطول» سل سل ځله لوستي او تکرار کړي وي، خو که د قرآن کریم کوم آیت یا د عربي شعر کوم بیت ورته وړاندې شي، نه شي ویلای چې په هغه کې د بلاغت کوم اصول او ښکلاوې کارول شوې دي.
د دې اصلي لامل دا دی چې په دغو درسي کتابونو کې د بلاغت مسائل په داسې روښانه او منظم ډول نه دي بیان شوي چې د زده کوونکي په ذهن کې د مسئلې حقیقي انځور جوړ کړي، لا مسئله بشپړه نه وي تشریح شوې چې ورسره سمدستي لفظي او اصطلاحي شخړې پیل شي او د زده کوونکي ذهن په همدغو بېګټې او بېځایه بحثونو کې ګډوډ او سرګردان شي.
د دې ستونزې یو ډېر مهم لامل دا هم دی چې د بلاغت د اصولو لپاره کافي او متنوع مثالونه نه وړاندې کېږي، هغه مثالونه چې عبدالقاهر جرجاني ذکر کړي وو، هماغه تر نن ورځې پورې را نقلېږي بلکې له هغو څخه هم ډېر مثالونه له منځه تللي دي.
د بلاغت د اصولو د ذهننشین کولو تر ټولو غوره لاره دا ده چې د خپلې ژبې له مثالونو څخه کار واخیستل شي او هماغه اصول پرې روښانه شي، خو زموږ ډېری علما د عربي مثالونو په چوکاټ کې دومره محدود پاتې شوي چې د نورو ژبو مثالونه نه شي وړاندې کولای.
همدې لاملونو موږ دې ته اړ کړي یو چې وخت په وخت د بلاغت مهم اصول په دې رساله کې داسې بیان کړو چې د هرې مسئلې حقیقي انځور د لوستونکي په ذهن کې ځای ونیسي او د همدې موخې لپاره به ټول مثالونه د اردو له ادبیاتو څخه وړاندې شي.
له همدې امله، په دې ګڼه کې موږ د فصاحت په موضوع بحث کوو، ځکه فصاحت د بلاغت لومړنی پړاو او بنسټیزه زینه ده.
د فصاحت تعریف
د ادب پوهانو فصاحت داسې تعریف کړی دی: فصیح لفظ هغه دی چې توري یې یو له بل سره درانه او ناخوښه نه وي، نااشنا نه وي، او د صرفي قواعدو خلاف نه وي.
د دې تعریف تفصیل داسې دی:
لفظ په اصل کې د غږ یو ډول دی او غږونه بېلابېل ډولونه لري، ځینې غږونه خوږ، زړه راښکونکي او لطیف وي، لکه د بلبل او طوطي غږ؛ او ځینې نور بیا درانه، کرکجن او ناخوښه وي لکه د کارغه او خره غږ.
همدا شان الفاظ هم دوه ډوله دي:
ځینې الفاظ نرم، سپک، خواږه او ښکلي وي؛
او ځینې نور درانه، کرکجن او نااشنا وي.
لومړي ډول ته فصیح الفاظ ویل کېږي او دوهم ډول ته غیرفصیح الفاظ.
ځینې داسې الفاظ هم شته چې په خپل ذات کې نه درانه وي او نه کرکجن، خو په لیکنه او وینا کې ډېر نه وي کارول شوي، دا ډول الفاظ چې کله لومړی ځل واورېدل شي، غوږونو ته پردي او نااشنا ښکاري، د بلاغت په اصطلاح کې دې ته غریب لفظ ویل کېږي.
دغه ډول الفاظ هم د فصاحت په کموالي کې حسابېږي.
خو دلته یو مهم ټکی د یادونې وړ دی: کله ناکله د یوه غریب لفظ پردیتوب د دې له امله له منځه ځي چې ورسره نور الفاظ هم د هماغه سبک وي.
د بېلګې په توګه، یو شاعر وایي:
عذریتِ رسول کی خاطر جلائی نار
دلته د نار کلمه اردو کې ډېره نااشنا ښکاري، خو کله چې همدغه کلمه په داسې ترکیبونو کې راشي لکه:
نار دوزخ
نار جهنم
نو بیا یې پردیتوب له منځه ځي او طبیعي ښکاري.
د بېلګې په توګه موږ څو مثالونه راوړو، څو د فصاحت او د فصاحت د بېلابېلو درجو (مراتبو) توپیر او اندازه ترې څرګند شي په دغو مثالونو کې یو او هماغه مضمون په بېلابېلو الفاظو او تعبیرونو سره بیان شوی دی.
کس نے نہ دی انگوٹھی رکوع و سجود میں
سائل کو کس نے دی ہے انگوٹھی نماز میں
چا په رکوع او سجده کې (د عبادت پر مهال) خپله ګوته (انګوټۍ) نه ده خیرات کړې؟
چا د لمانځه په وخت خپل خیر غوښتونکي ته ګوته ورکړې ده؟
آنکھوں میں پھرے اور نہ مردم کو خبر ہو
آنکھوں میں یوں پھرے کہ مژہ کو خبر نہ ہو
د سترګو په منځ کې دې داسې وګرځي چې د سترګو تور (مردمک) هم پرې خبر نه شي.
په سترګو کې دې داسې وګرځي چې آن باڼه (مژې) هم پرې خبرې نه شي.
رویا میں بھی حسین کو رویا ہی کرتے ہیں
حسرت ہے کہ خواب میں بھی رویا کیجے
موږ آن په خوبونو کې هم پر امام حسین (رض) ژاړو.
ارمان مې دا دی چې کاش په خوب کې هم وژړلای شم.
جیسے مکاں سے زلزلے میں صاحبِ مکاں
جیسے کوئی بھونچال میں گھر چھوڑ کے بھاگے
لکه د کور خاوند چې د زلزلې پر مهال له خپل کور څخه ووځي.
لکه یو څوک چې د سختې زلزلې پر مهال خپل کور پرېږدي او په تېښته ووځي.
د معنا او الفاظو ترمنځ مناسبت
د کلام د ښکلا (حُسنِ کلام) یو ډېر مهم اصل دا دی چې الفاظ باید د مضمون له طبیعت او غوښتنې سره سم وټاکل شي، ځکه لفظ په اصل کې د غږ (صوت) یو ډول دی او غږونه هم بېلابېل ډولونه لري؛ لکه: هیبتناک، پر رعب، سخت، نرم، خوږ او لطیف.
همدا راز الفاظ هم د خپلې بڼې، جوړښت او وزن له مخې یو له بل سره توپیر لري، ځینې الفاظ نرم، خوږ او لطیف وي، ځینې نور د عظمت، وقار او شان څرګندونه کوي او ځینې بیا د درد، غم او خپګان احساس راپاروي.
له همدې امله په غزل کې عموماً ساده، خوږ، روان او لطیف الفاظ کارول کېږي؛ ځکه د غزل مضمون اکثره د مینې، احساس او نازکو عواطفو څرګندونه وي.
برعکس په قصیده کې ځواکمن، دروند او باوقاره الفاظ غوره ګڼل کېږي، ځکه د قصیدې موخه ډېری وخت مدح، ویاړ او د عظمت څرګندول وي.
همدارنګه د هر ډول مضمون لپاره ځانګړي او مناسب الفاظ شته؛ لکه: د جګړې رزم او د بزم لپاره بېل الفاظ، د ستاینې (مدحې) او غندنې (ذم) لپاره بېل الفاظ، د ویاړ(فخر) او دعوې لپاره بېل الفاظ او د نصیحت (وعظ) او پند لپاره هم ځانګړي الفاظ.
هغه شاعران چې له دې اصل څخه خبر وي، د دغو مراتبو خیال ساتي او همدا د هغوی د کلام د اغېز یو لوی راز دی. خو هغه کسان چې د دې مراتبـو له توپیر څخه ناخبره وي، یا که خبر هم وي خو یو ځانګړی سبک ورباندې دومره غالب شوی وي چې د هر ډول مضمون لپاره هماغه یو ډول الفاظ کاروي، د هغوی کلام د هماغه ځانګړي رنګ پرته بل هېڅ اغېز نه لري.
همدا لامل دی چې د سعدي له سبک څخه د جګړې (رزم) انځور نه شي جوړېدای او د فردوسي له سبک څخه د بزم نازک رنګ نه شي څرګندېدای، فردوسي چې په خپل کتاب یوسف و زلیخا کې د حضرت یوسف علیه السلام ژړا او زاري بیانوي وایي:
بغرید یوسف دگربارہ زار، رزم، بزم، فخر، حسرت او شوق هر یو داسې مضامین دي چې ځانته ځانګړي الفاظ غواړي او د هر مضمون لپاره باید هماغه مناسب الفاظ وکارول شي، د بېلګې په توګه یو شاعر جلال او غوسه په دې الفاظو کې بیان کړې ده:
کم تھا نہ ہمہمہ اسدِ کردگار سے
نکلا ڈکارتا ہوا ضیغم کچھار سے
د خدای جوړ کړي زمري غږ او غړمبه لږه نه وه؛
زمری له ځنګله په غړمبا او زمزمې سره راووت.
کیا جانے کس نے ٹوک دیا ہے دلیر کو
سب دشت گونجتا ہے یہ غصہ ہے شیر کو
نه پوهېږم کوم چا دا زړور زمری راپارولی دی؛
ټوله دښته یې له غړمبا ډکه ده، دا د زمري د غوسې غږ دی.
تھا یہ بپھرا ہوا عباس مرا شیر جواں
سینہ حر پہ رکھے دیتا تھا نیزے کی سناں
دا زما ځوان زمری، عباس، په سخت قهر راپارېدلی و؛
د حر پر سینه یې د نېزې تېره څوکه ټینګه ایښې وه.
لرزہ تھا رعبِ حق سے ہر ایک نابکار کو
روکے تھا ایک شیرِ جری دس ہزار کو
د حق د هیبت له امله هر بدکار په لړزه کې و؛
یو زړور زمري لس زره کسان درولي وو.
د کلام فصاحت
دا بحث د مفردو الفاظو په اړه و، خو د کلام په فصاحت کې یوازې د لفظ فصیح والی بسنه نه کوي، بلکې دا هم اړینه ده چې هغه لفظ له هغو الفاظو سره چې په ترکیب کې ورسره راځي د جوړښت، هیئت، ناستې، سپکوالي او درنوالي له پلوه مناسب تناسب او توازن ولري؛ که نه، د کلام فصاحت به له منځه ولاړ شي.
په قرآن کریم کې راغلي دي:
﴿مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى﴾
فؤاد او قلب دواړه هممعنا او فصیح الفاظ دي، خو که په دې آیت کې د فؤاد پر ځای د قلب کلمه راوړل شي، نو همدغه کلمه به غیرفصیح وګرځي، لامل یې دا دی چې که څه هم قلب په خپله یوه فصیحه کلمه ده، خو د دې آیت د مخکنیو او وروستنیو الفاظو له غږیز تناسب او آهنګ سره سمون نه خوري.
د میر انیس یو مصرع دی:
فرمایا آدمی ہے کہ صحرا کا جانور
ویې فرمایل دا انسان دی که د صحرا ځناور؟
صحرا او ځنګل دواړه هممعنا او فصیح الفاظ دي، انیس په خپلو بېلابېلو شعرونو کې دا دواړه الفاظ د هممعنا کلمو په توګه کارولي دي؛ خو که په دې مصرع کې د صحرا پر ځای د ځنګل کلمه راوړل شي، نو همدغه کلمه به غیرفصیحه شي، لاندې شعر کې هم همدا حالت لیدل کېږي.
طائر ہوا میں مست، ہرن سبزہ زار میں
جنگل کے شیر گونج رہے تھے کچھار میں
مرغان په هوا کې په مستۍ وو، هوسۍ په شنو څړځایونو کې وې؛
د ځنګله زمري په دښتو او ځنګلونو کې په غړمبا وو.
که په دې شعر کې د ځنګل پر ځای د صحرا کلمه راوړل شي، نو د مصرع رواني او فصاحت له منځه ځي او مصرع بېخونده او کمزورې ښکاري.
شبنم او اوس(هغه واړه د اوبو څاڅکي دي چې د شپې یا د سهار له خوا د هوا د یخوالي له امله د واښو، پاڼو او ګلونو پر مخ غورځي) دواړه هممعنا او د فصاحت له پلوه په یوه درجه کې دي خو په دې شعر کې:
کھا کھا کے اوس اور بھی سبزہ ہرا ہوا
تھا موتیوں سے دامنِ صحرا بھرا ہوا
اوس څښلې وه نو واښه لا هم شنه او تازه شوي وو؛
د صحرا غېږه له ملغلرو غوندې څاڅکو ډکه وه.
که د اوس پر ځای د شبنم کلمه راوړل شي نو د شعر فصاحت به له منځه ولاړ شي، همدا اوس کلمه چې په هغه ځای کې دومره فصیحه ده، په دې مصرع کې:
شبنم نے بھر دیے تھے کٹورے گلاب کے
شبنم د ګلابونو جامونه ډک کړي وو.
که په دې ځای کې د شبنم پر ځای اوس راوړل شي نو فصاحت به په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.
د دې راز دا دی چې هر لفظ د یوه ځانګړي غږ (سُر) حیثیت لري؛ نو اړینه ده چې کوم الفاظ چې په یوه ترکیب کې سره راځي، د هغوی د غږونو ترمنځ هم ځانګړی تناسب او همغږي موجوده وي، که نه، نو داسې به وي لکه دوه متضاد غږونه چې سره یوځای کړل شي.
نغمه او راګ د جلا جلا غږونو یا سُرونو نومونه دي، هر سُر په خپله ښکلی او زړه راښکونکی وي، خو که دوه یو له بل سره ناساز سُرونه سره یوځای شي، نو دواړه به خپل خوند او ښکلا له لاسه ورکړي، د راګ د ښکلا او اغېز راز همدا دی چې هغه سُرونه چې راګ ترې جوړ شوی وي، د هغوی ترمنځ بشپړ تناسب او توازن موجود وي.
الفاظ هم د غږ او سُر یوه بڼه ده؛ له همدې امله د الفاظو نرموالی، خوږوالی او رواني تر هغه وخته پاتې کېږي چې شاوخوا الفاظ یې هم ورسره مناسب او همغږي وي.
د دبیر یو مشهور مصرع دی:
زیرِ قدمِ والدہ فردوسِ بریں ہے
د مور د قدمونو لاندې لوړ جنت پروت دی.
په دې مصرع کې ټول الفاظ؛ یعنې زیر، قدم، والدہ، فردوس او بریں هر یو په خپله فصیح الفاظ دي، خو کله چې دا سره یوځای شوي او دغه مصرع ترې جوړ شوی، نو دومره دروند او نااشنا شوی چې ژبه یې په اسانۍ نه شي ادا کولای.
کېدای شي ستاسې په ذهن کې دا خیال پیدا شي چې د مصرع دروندوالی ځکه دی چې ترکیب یې فارسي دی؛ خو دا خبره سمه نه ده، په سلګونو شعرونه داسې شته چې همداسې فارسي ترکیبونه لري، خو هېڅ ډول دروندوالی پکې نه احساسېږي.
د بېلګې په توګه میر انیس وایي:
میں ہوں سردارِ شبابِ چمنِ خلدِ بریں
میں ہوں خالق کی قسم دوشِ محمد ﷺ کا مکیں
زه د لوړ جنت د باغ د ځوانۍ سالار یم؛
د خالق په قسم، زه د محمد ﷺ د اوږې اوسېدونکی یم.
په لومړي مصرع کې د فارسي ترکیب تر څنګ د اضافتونو پرلهپسې لړۍ (توالیِ اضافات) هم موجوده ده، خو بیا هم نه پکې دروندوالی شته او نه بدخوندي؛ بلکې مصرع روان، خوږ او فصیح ښکاري.
کله چې د یوې مصرعې یا شعر د ټولو الفاظو ترمنځ یو ځانګړی ډول تناسب، توازن او همغږي موجوده وي او ورسره هر لفظ په خپله هم فصیح وي، نو هغه ټوله مصرعه یا شعر فصیح بلل کېږي، همدا ځانګړنه ده چې د بندش صفایي، د ناستې ښکلا، د ترکیب زړهراښکون، برجستګي، سلاست او روانۍ په نومونو یادیږي، د همدې ځانګړنې په اړه خواجه حافظ رحمه الله فرمایي:
آں را کہ خوانی استاد گر بنگری بہ تحقیق
صنعت گر است اما شعرِ رواں ندارد
هغه څوک چې ته یې استاد بولې، که په حقیقت کې ورته ځیر شې،
هغه د لفظي صنعتونو ماهر دی، خو روان او خوږ شعر نه لري.
د الفاظو د توازن او تناسب له امله چې په کلام کې کوم توپیر راپیدا کېږي، هغه په یوه ځانګړي مثال سره په اسانۍ درک کېدای شي، میر انیس د حضرت علي اکبر رضی الله عنه د اذان د ستاینې په اړه په یوه ځای کې داسې وایي:
تھا بلبلِ حق گو کہ چہکتا تھا چمن میں
د حق ویونکی بلبل و، چې په ګلستان کې به یې نغمې ویلې.
همدا مضمون یې په بل ځای کې په دې ډول بیان کړی دی:
بلبل چہک رہا ہے ریاضِ رسول میں
بلبل د رسول ﷺ په ګلستان کې نغمې وایي.
مضمون هماغه دی الفاظ هم هماغه دي، خو د ترکیب جوړښت د دواړو مصرعو ترمنځ څومره لوی توپیر رامنځته کړی دی.
د وزن او معنا موافقت (ائتلافُ الوزنِ مع المعنی)
د الفاظو د ترکیب له پلوه د شعر یوه لویه ځانګړنه دا ده چې د کلام د اجزاوو اصلي ترتیب پر خپل حال پاتې وي؛ یعنې فاعل، مفعول، مبتدا، خبر او د فعل اړوند متعلقات په هماغه ترتیب راشي چې په عادي خبرو اترو کې کارول کېږي. که څه هم دا خبره سمه ده چې په شعر کې د همدې ترتیب په بشپړه توګه ساتل نږدې ناشوني دي، خو کله ناکله په یوه یا دوو شعرونو کې په اتفاق سره دا ځانګړنه موندل کېږي. د بېلګې په توګه، د سعدي رحمه الله دا اشعار:
بدو گفتم کہ مشکی یا عبیری
کہ از بویِ دلآویزِ تو مستم
ما ورته وویل: ته مُشک یې که عنبر،
چې ستا د زړهراښکونکې خوشبویۍ له امله مست شوی یم.
بگفتا من گِلی ناچیز بودم
و لیکن مدتی با گل نشستم
هغې وویل: زه یو بېارزښته خټه وم،
خو څه موده مې د ګل په ملګرتیا کې تېره کړه.
جمالِ همنشین در من اثر کرد
و گرنه من همان خاکم کہ هستم
د خپل همناستي ښکلا پر ما اغېز وکړ،
کنه زه هماغه خاوره یم چې وم.\
خو دا چې د نظم تر ټولو لوی کمال همدا دی چې که وغواړې هغه په نثر واړوې، نو په هماغه بڼه او ښکلا نثر نه شي پاتې کېدای؛ او دا ځانګړنه هغه وخت ترلاسه کېږي چې په شعر کې د الفاظو ترتیب تر ډېره هماغه وي چې په نثر کې عموماً کارول کېږي.
له همدې امله شاعر ته ښايي چې که د الفاظو اصلي ترتیب په بشپړه توګه ساتل ناشوني وي، نو لږ تر لږه دې تر خپلې وسې پورې هماغه ترتیب ته نږدې پاتې شي. هر څومره چې دې اصل ته پام وشي، هماغومره به شعر روښانه، برجسته، روان او ښه اوبدل شوی وي.
لکه د بېلګې په توګه، دا اشعار:
کچھ تو ہوتے بھی ہیں وحشت میں جنوں کے آثار
اور کچھ لوگ بھی دیوانہ بنا دیتے ہیں
د وحشت په طبیعت کې د لېونتوب ځینې نښې پخپله هم وي،
خو ځینې خلک هم انسان تر لېونتوبه رسوي.
دل نہیں مانتا جہاں جاؤں
ہائے میں کیا کروں، کہاں جاؤں
زړه مې نه مني، هر چېرې چې ځم؛
آه! څه وکړم، او چېرته ولاړ شم؟





























