Dhu Al-Hijjah 3 1447

په زړه رنځوره (لنډه کیسه)

پير محمد کاروان د غره له هغې ور پورې دنګې څوکې نه د قمري  دکو کو کو زړه راښکونکی آواز را روان ؤ. ږیرور ځوان پښه نیولی شو. د کوکوکو غږ خوږ پرې ولګېده. خپل ماشومتوب یې ور یاد شو چې مور به یې پر ټټرګي پستې ګوتې کېښودې تخ تخ و به یې تخناوه، بیا به یې په غوږ کې کوکوکو ورته وویل او ده به کټ کټ وخندل. په غره کې ګرځېدونکي  ږېرور ځوان سوړ اسویلی و ایست، له ځانه سره یې وویل: ماشومتوب پاچهي ده، آزادي ده، قربان یې شم، ارمان چې سړی  ټول عمر ماشوم وای. ځوان بیا د غره په لمن کې اخوا دې خوا لټون پیل کړ. یو  نا آشنا بوټی یې لټاوه، د بوټي پاڼو ته یې د خپل تور پټکي له لاندېنۍ شملې ځولۍ جوړه کړې وه چې د بوټي پاڼې په کې را ټولې کړي. کوم طبیب د همدې بوټي صفت ورته کړی ؤ. ورته ویلي یې وو چې ددې بوټي پاڼې وچې شي بیا وایشول شي او غړپ شي د زړه مرض ته ټک و پتری دي. د ځوان مور د زړه رنځ لاره. مور ته یې دا رنځ هغه وخت پیدا شوی ؤ چې روسانو یې خاوند په نیمه شپه ژوندی له کوره ایستلی او بیا یې تر ننه پته نه وه لګیدلې. هغه مهال زمونږ د همدې داستان ږیرور ځوان داسې یې وبولئ چې تنکی زلمکی ؤ. د دوی کورنۍ له دې پېښې وروسته مهاجره شوې وه او د مهاجرت په خېمو کې اوسېدل. د داستان ځوان په ماشومتوب کې یو ځل له خپل پلار سره د کلي په لویه هدیره کې ګرځېده. دوی دواړه د کنډو پر سر لویې هدیرې ته د ده دپلار د پلار  یعنې د خپل نیکه قبر ته هم ورغلي وو. پلار یې د نیکه قبر ور ښودلی او ورته ویلي یې وو: دا زما د پلار او ستا د نیکه قبر دی. نیکه دې له انګرېزانو سره په غزا کې شهید شوی. د ماشوم په سترګو کې اوښکې راغلې وې. له خپل پلار سره یې یو ځای لاسونه لپه کړي، خپل نیکه او ټولې هدیرې ته یې د بښنې دعاوې کړې وې. پلار او زوی د وطن د خپلواکۍ د شهید د قبر تر څنګ و درېدلې وو، په دعاوو کې یې له خپل خالق سره د خپل وطن د ښېرازۍ او خپلواکۍ د ساتنې ژمنه هم کړې وه.  ځوان په لوی غره کې په نا آشنا بوټي پسې اخوا دې خوا آزاد ګرځېده. د غره په یوه پرښه کې یې هماغه بوټی پیدا کړ. په شونډو کې موسک شو، د بوټي په ټولولو یې پیل وکړ. د پټکي له شملې نه جوړه شوې ځولۍ یې د بوټي له پاڼو ډکه کړه. پرښې ته يې ډډه ووهله او پاس شینکي آسمان ته یې سترګې پورته کړې. د غره له دنګو څوکو را الوتونکې یخې وږمې یې زړه ته تېرې کړې. یاقربان یې کړ په لوړ غږ یې سر په سر څو لوغړنې ټپې وویلې. له خپلو ټپو نه یې خوندواخیست. په یوه ټپه پسې یې وروستې غاړه را واخیسته. لا یې سر ته نه وه رسولې چې د څرخی چورلکو آوازونه یې په غو ږ شول. د چورلکو آوازونو د ټپې ترنم ور خراب کړ. د ځوان د ټپې غاړه په نیمايي کې پاتې شوه. ځوان په څرخي چورلکو پسې اخوا دې خوا سترګې ګرځولې. چورلکې ورو ورو را ټيټېدې را ټېټېدې آخر د غره په هماغه لمنه کې کیناستې چې ږیرور ځوان په کې د زړه د رنځ د بوټي پاڼې را ټولولې. له چورلکو نه امریکايي عسکر په بیړه را کوز ېدل. دوی درانه پیټي شاته اچولي وو. ماشینګڼې او مخابرې هم ورسره وې. په یوه منډه شاو خوا خواره شول. یوه ډله عسکر د ږیرور ځوان خواته را ورسېدل . ځوان په شونډو کې غلې د شهادت کلمه تېروله. عسکرو د ماشنیګڼو شپېلۍ د ځوان خواته ونیولې. ځوان یې په ژبه نه پوهېده. د پټکي په ځولۍ کې د زړه د رنځ پاڼې یې ور و ښودلې. عسکرو د هغه ږیرې ته اشاره وکړه او طالب طالب یې وویل. بیا یې د اسامه بن لادن نوم واخیست. ږیرور ځوان سر د نه په ډول و ښوراوه. یو څو عسکرو د ماشینګڼو ګېټونه په خرپ کش کړل، ځوان یې په نښه کړ. ځوان هماغسې د شهادت کلیمه له ځان سره غلې ویله. عسکرو د ځوان له سره پټکی و غورځاوه، د پټکي له ځولۍ نه یې د زړه درنځ پاڼې هم تویې شوې. یوه عسکر پټکی را واخیست او د ځوان لاسونه یې پرې وتړل. د شا له خوا یې د ماشینګڼ په کونداغ وواهه او دوه درې ګامه یې مخکې و تمباوه. په وهلو او تمبولو یې تر چورلکو را ورساوه. چورلکې ته یې ور و خېژاوه. دننه په چورلکه کې یې خپل کلیوال ولیدل. د ځوانانو تر څنګ یو څو تنه سپین ږيري او یو څو تنکي زلمکي هم وو. ځوان له خپلو کلیوالو سره په چورلکه کې ناست ؤ. د یوه سپین ږیري مخ او ږیره په وینو سره وو. ځوان پوښتنه ترې وکړه. د سپین ږیري په سترګو کې اوښکې راغلې او په خوله یې لاس کېښود. د ځوان تر څنګ ولاړ عسکر ځوان خولې ته د ماشینګڼ په کونداغ وواهه. د ځوان خوله له وینو ډکه شوه. تنکیو زلمکیو له ځانونو سره غلي وژړل. د بندیانو زړونه په چورلکه کې په تنګ وو. چورلکې تر ډېره ناستې وې. عسکرو په خپلو کې سره ویل چې لا عملیات نه دي بشپړ شوي. کلي ته خبر راغی چې غره ته د زړه د رنځ په پاڼو پسې راغلی ځوان یې هم لاس تړلی چورلکې ته وخېژاوه. مازیګر مهال چورلکې آسمان ته پورته شوې. بیا ورو ، ورو او په ناز ناز د ځوان او نورو بندیانو د کلي پر سر ټيټې راغلې. د کلي د هدیرې خواته یوه جنازه هم روانه وه چې د چورلکو د څرخونو سیوري د جنازې د کټ د پاسه تاوېدل. په جنازه پسې ډېر خلک ښځې او نارینه روان وو. یوې ځوانې پېغلې سخت ویر کاوه، ویل یې چې ورور مې سهار لمانځه مهال د زړه د رنځ په پاڼو پسې غره ته تللی ؤ …. د جملې د خبر برخه

له لمر لوېدو خوند واخله (لنډه کیسه)

ایمل پسرلی عادت مې دی چې د هوټل پر خونه ننوځم هر کونج یې ګورم، په یوه ورکه پسې یم، نه پوهېږم څه پلټم. د سپلېټ هوټل په ۱۳ مه خونه کې مې هره المارۍ وپلټله. د کټ لاندې مې کتابچه وموندله. په زحمت مې راوایستله. لاندې لاس نه ورته، نه پوهېږم چا هلته څرنګه اېښې وه، شاید ترې لوېدلې وي، د بالښت لاندې به یې اېښې وه، ښوېدلې به وي. کتابچه کې په انګلیسي لیکل شوي و. په کټ وغځېدم کتابچه مې پرانیسته. یادښتونه و. د جون ۲۶ مه، ۲۰۲۵ کروېشیا ته پخوا نه یوو راغلي. هوا یې توده ده، په الوتکه کې مې د سپلېټ ښار په اړه کتاب ولوست. د روم سلطنت له برکته اباد شوی دی. رومیانو اروپا اباده کړې ده. ډېوېډ ته مې دغه وویل هغه نه راسره منل، نه پوهېږم په ده څه شوي دي، دا ډېر وخت وشو په هر څه کې باید منفي خبره وکړي. که ووایم ورځ ده، دی به وایي شاید شپه وي. له ځانه یې فیلسوف جوړ کړی دی، هره خبره شل ډوله تعبیروي. طبعآ هر څه بل بل ډول تعبیرېدلی شي خو په عادي ژوند کې که ستا میین دغسې شي، ژوند ورسره ترخېږي. مور به مې یو وخت ویل هلکان د ژوند په خاصو وختونو کې بې پرواه ښکاري، اصلآ دغسې نه وي. زه هم د مور همدې خبرې ایساره کړې یم، کنه نو باید ورسره خبرې وکړم. په دې سفر کې به یې وڅارم که مې پکې بدلون ونه لید یو ماښام به یې د سمندر له غاړې وریاده کړم، یا به یې لندن ته په ستنېدو الوتکه کې  تر غوږ ور تېره کړم. ډېویډ راباندې ګران دی، نه غواړم دا وړې خبرې مو سره جلا کړي. د جون ۲۷ مه ۲۰۲۵ هوټل مو ارام دی، د سمندر له غاړې دی. د سمندر اوبه هم کرارې دي، لویې څپې نه لري، شور یې هم دومره نشته چې غوږونه دې په عذاب کړي. زه ورسره خوښه یم خو ډېوېډ شاکي دی. دی لویې څپې غواړي، شور غواړي، مستي غواړي. لامبو یې زده ده، تر لیرې په اوبو کې لاړ شي، ما ته نه ایسارېږي. زما لامبو هم ښه ده خو لیرې نه ځم، اخر سمندر دی، د ښار حوض نه دی. دلته ژغورونکي هم نه وینم، په نورو سمندرغاړو کې ژغورونکي ناست وي، دلته مې ونه لیدل. ډېویډ لکه نوی بالغ شوی زلمی سرټمبه خویونه کوي. که ورته ووایم تر لیرې مه ځه، ځواب نه راکوي خو تر پخوا لا ډېر لیرې لاړ شي، په خپل عمل منفي ځواب راکوي. شاید پخوانۍ مینه یې نشته، شاید زړه یې له ما موړ شوی وي. د دې سفر پلان چې مو جوړاوه ټول کارونه یې ما وکړل، ده نه هو راته ویل نه یې نه ویل. شاید ما جبر پرې کړی وي. که مې جبر کړی وي، دی خو ماشوم نه و باید راته ویلي یې وای چې نه شم تلی. د جون ۲۸ مه ۲۰۲۵ نن مو ډېر وخت د سپلېټ لرغوني ښار کې تېر کړ. دياو کلوشان کلا ته ورغلو. اتلس سوه کاله پخوا په همدې نامه د روم سلطنت پادشاه جوړه کړې وه. هغه د تقاعدۍ کلونه پکې تېرول. د سمندر له غاړې په توده هوا کې داسې کلا جوړه شوې چې اصلآ ګرمي پکې نه احساسوې. د روم په سلطنت چې هر څومره لولم هغومره راباندې ګرانېږي. د دې کلا په اړه د دې ځای یوې نجلۍ ، ایوانا معلومات راکړل. نه پوهېږم له کومه شوه. زه د کلا په لیدو بوخته وم، د ډېوېډ په لوړ غږ خندا له فکرونو وایستم. د ده خندا د پخوا غوندې وه. دا څو وخته یې دغسې نه و خندلي. ورته ومې کتل له ایوانا سره ولاړ و، د کافي دوې پیالې ورسره وې، له هغې سره یې خبرې کولې. ورنژدې شوم. ده راوپېژندله. د ایوانا ونه تر ما جګه وه، طلایي وېښته یې داسې منظم ټول کړي وو لکه ناوې ته چې یې سینګار ورکړی وي. باړخو یې تک سره وو، سینګار یې نه و کړی یا یې شاید دومره لږ کړی و چې ما احساس نه کړ. ډېويډ ویل ایوانا دلته کار کوي. د دې کلا په اړه ډېر معلومات لري، ډېویډ چې خبرې کولې ایوانا ته یې کتل، ما ته یې ویل تر تا هم د روم په سلطنت ډېر معلومات لري. ایوانا ویل دغه ښار د روم سلطنت له نړیدو وروسته جوړ شو. پادشاه دلته خاورو ته وسپارل شو چې وروسته پرې کلیسا جوړه شوه.  د نورو یرغلګرو له ډاره ځایي خلک دې کلا ته راغلل چې امن وي، همدلته یې کورونه او دوکانونه جوړ کړل. زما نه یادېږي چې ډېوېد دې له تاریخ سره کله پخوا دومره دلچسپي ښوولې وي. له ایوانا مې د کافي پیاله واخیسته. په زړه کې مې ویل که کافي ترې واخلم شاید دا خپل کار ته ستنه شي. خو دا لا هم ولاړه وه له ډیويډ سره یې خبرې کولې. د کلا هر کونج یې ورپېژانده. د نایت کلبونو حال یې هم ورکړ. کافي هېڅ خوند نه درلود. د جون ۲۹ مه ۲۰۲۵ سهار ډېویډ راته وویل ، سمندر ته ځي. لا مو سهارنۍ نه وه کړې، عجیبه راښکاره شوه خو غږ مې ونه کړ. ده ما ته ست ونه کړ، له خونې ووت. د خونې له کړکۍ مې ولید چې سمندر غاړې ته روان دی. اوبو ته ورګډ شو. لږ وروسته د کافي له پیالو او یوه بوتل اوبو سره ورغلم. زه چې یې ولیدم لږ نور لیرې لاړ. له ځان سره مې وویل شاید دا زما اندېښنه وي، تصور وي واقعیت دغسې نه وي، ولې به مې د کلونو کلونو میین یو ناڅاپه داسې کېږي چې هر څه زما له قصده بل ‌ډول کوي. ولې مې باید وځوروي.د سمندر له غاړې په شګو پراته پلاستیکي کټ کښېناستم. دی چې راغی اوبه یې راڅخه واخیستې، کافي ته یې لاس ورنه ووړ. پرون یې د ایوانا کافي داسې څښله لکه په توده ګرمي کې چې سوړ شربت څښي. نن یې اصلآ ورونه کتل. سبا به له دې ځایه وینیس ته په کښتۍ کې ځو. دې سفر ته ما ډېر پلان جوړ کړی و خو هغسې نه دی چې زما زړه ویل. ماښام مې په پستو او لندو