لنډه کیسه

پښې یبلې روان و۔ غلچکیو حالاتو ترې څپلۍ غلا کړې وې۔ غوسه و، ښېرې او ښکنځلې یې کولې۔ کله به یې پښه په ځيږه تيږه یا اغزي ولګېده۔ له درده به یې چیغې کړې، لکه ماشوم پړینګ و به یې ژړل۔پر لاره به چې تېرېده سل سترګې به ورته ځیرې وې۔ د هرو دوو سترګو وال به یوه یوه پوښتنه ترې کوله: ته څوک یې؟ ده به ځواب ورکړ
زه ژوند یم۔ په ډېرو پوښتنو یې ستړی کړ، چیغې یې کړې: درته وایم چې ژوند۔۔۔۔ژوند۔۔۔۔ژوند۔۔۔نور مې نو مه ستړی کوﺉ۔ پوښتونکو به شونډې بوڅې کړې، یو بل به یې په رېشخندي خندا او د لاسونو د تمثیل په اشارو سره و پوهول چې یعنې لېونی دی۔ په رښتیا چې لاروی حالاتو لېونی کړی و۔ پوندې یې له ازغو ډکې وې، د پښو تلو یې سوی وکړ۔ پښې یې د لارې د څنګ پر ځیږه ډبره و سولولې۔ له درد سره سره یې یو نری غوندې خوند ترې واخیست۔ دا ځل یې په پښو کې لږه شیمه پیدا شوه۔ لکه ماشوم په منډه شو۔ د ساحل تر پستو او لمدو شګو ورسېد۔ د پښو سوی یې په لمدو شګو یخ او ټکور شو۔ لږ لرې یې یوه ډله ماشومان ولېدل۔ چا ناوکۍ ودولې او چا له لمدو شکو کوټڼۍ جوړولې۔ په کوټڼیو کې یې د خپلو ارمانونو د پاجا لپاره تختونه جوړول۔ د لاروي ماشومتوب ته زړه وشو۔ جېب ته یې لاس کړ چې رنګینه پوکڼۍ را واخلي او هوا ته یې جګه کړي۔ جېب یې غله وهلی و، سورۍ و او پوکڼۍ په کې نه وه۔ پر ټنډه یې ګونځې را وغځېدې۔ یوه شېبه په چورت کې لاړ۔ ناڅاپه یې سر و ښوراوه او موسک شو۔ له ټټر نه یې خپل زړه را وایست ، رنګینه پوکڼۍ یې ترې جوړه او د خوشحالۍ له هوا یې ډکه کړه۔ منډه یې واخیسته۔ رنګینه پوکڼۍ یې هواته خوشې کړه۔ لاروي په هوا کې روانې پوکڼۍ ته کتل خندل یې او منډې یې وهلې۔ هغالته لرې د ناستو بنیادمانو رخه ورسره راغله۔ هوا ته یې ازغنې لښتې وتوغولې۔ رنګینه پوکڼۍ پر ازغنو لښتو ورغله او پړک وچاودېده۔ لاروی لکه د چاودلې پوکڼۍ ټوټې او تسمې پر اغزیو را پرېوت۔
لیکوال: پیر محمد کاروان