:په ځوانانو کې د بې جرأتۍ اساسي لاملونه
لیکوال: محمد غمی هوتک زمونږ په هيواد کې ډیر کسان چې زیاتره یې زده کوونکي او محصلان دي، دوی نشي کولای چې مشرانو یا د خپلو ملګرو پر وړاندې خبرې وکړي دوی زیاتره د بې جرآتۍ احساس لري او له چا خپل حق هم نشي غوښتلی. په دې برخه کې یوې څېړنې دا ثابته کړې هغه کسان چې ډېر بې جرآته وي د خلکو پر وړاندې له خبرو کولو ډاريږي. دغه څیړنه دا هم ثابتوي چې ښځې بیا د نارینه وو په پرتله دا وېره کمه لري او د نارینه وو په پرتله د خلکو پر وړاندې ښې او پر جرئت خبرې کوي نو ډاکټرانو او ارواپوهانو ددې ستونزې لپاره ګڼ لاملونه په ګوته کړي چې په لاندې کرښو کې به یې درته روښانه کړو. 1. په ځان باور نه لرل د بې جرآتۍ یو مهم لامل پر ځان بې باوري ښودل شوې ده. ډېر خلک په ځان باور لري او دا وېره لري که د خلکو پر وړاندې کومه خبره وکړي هسې نه چې ترې غلطه شي یا ترې بله کومه تېروتنه وشي نو خپله خبره پریږدي، د وخت په تېرېدو سره همداسې بې زړه او بې جرآته پاتې کیږي چې دا کړنه یې په راتلوونکي ژور اثر پرېباسي او د دې ستونزې ترڅنګ نورې ستونزې هم زیږوي چې باید یې د حل لاره وموندل شي ترڅو د پرمختګ پر وړاندې مو خنډ نه شي. 2. په مجلسونو او کنفرانسونو کې ګډون نه کول زموږ د ځوانانو ستره ستونزه دا هم ده چې ټولنیز ژوند نه خوښوي، دوی همداسې له ماشومتوبه ځان ښودنه د ځان عادت ګرځوي، دا نه خوښوي چې د خلکو سره ګډ ژوند وکړي. دا هغه کسان دي چې نه غواړي په ناستو او مجلسونو کې ګډون وکړي، ډاکټران او ارواپوهان وایي : په کنفرانسونو او داسې نورو ناستو کې ګډون د انسان د خبرو کولو د مهارتونو او د جرآت په زیاتولو کې مرسته کوي . 3. په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د زده کوونکو نه ارزیابي کول یو بل مهم لامل دا دی چې په ښونځیو او پوهنتونونو کې زده کوونکي نه ارزیابي کیږي او زده کوونکي چې کله له کوره ښوونځي ته داخل شي نو همداسې پوهنتون او له پوهنتون نه ټولنې ته وړاندې کېږي، نو باید په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کوونکو او محصلانو ته د زده کړو ترڅنګ د هغوی جرآت او زړورتیا ته هم کار وشي خو نن سبا زمونږ په ښوونځیو او پوهنتونونو کې هغه کسان چی جرآت لري هغه مخ په وړاندې ځي او ښوونکي ورسره ډېره مرسته کوي؛ خو هغه کسان چې جرآت نه لري د ښوونکو له پامه غورځېږي او وروسته پاتې کیږي . 4. په ماشومتوب کې د کورنۍ او نورو مشرانو له خوا تهدید د ارواپوهانو په اند هغه کسان چې د خلکو پر وړاندې بې جرآته وي هغوی په ماشومتوب کې د کورنۍ د غړو لکه د مور، پلار، ورور، خور، کاکا او داسې نورو له خوا تهدید شوي وي. ماشومانو ته هغه وخت اجازه نه ورکول کېږي چې د دوی پر وړاندې خبرې وکړي د دې پر ځای چې په ماشومتوب کې خپلو اولادونو ته د خبرو کولو طرز او طریقه ور وښيي، تهدیدوي یې او د خبرو نه کولو لارښوونه ورته کوي. 5. ماشومان له کور بهر لوبو ته نه پرېښودل ډاکټران وایي: هغه کسان چې په ماشومتوب کې له کوره بهر لوبې کوي، په همغه وخت کې له چاپیریال سره بلد کیږي او د هغه کسانو په پرتله زړور وي چې په خپلو کورونو کې لوی شوي وي. ډیری کورنۍ وېریږي که خپل ماشومان بهر لوبو ته پرېږدي هسې نه چې بې لارې او بې تربیې شي، ډېری کورنۍ هڅه کوي چې خپلو ماشومانو ته د لوبو وسايل او د لوبو فضا په کور کې برابره کړي؛ خو دا فکر غلط دی.
بیمه درې ډوله ده ژباړه: مفتي محمد نعمان مفکر

(۳) تامین المسؤولیت (د مسؤلیت بیمه) (۲) تامین الاشیاء (د مالونو/املاکو بیمه)(۱) تامین الحیاۃ (د ژوند بیمه) دالافتاء بنوري ټاون ۱- تامین الحیاۃ (د ژوند بیمه): دې ته (Goods Insurance) یا د شیانو او ملکیت بیمه ویل کېږي. که څوک غواړي خپلې شتمنۍ لکه: موټر موټرسایکل ودانۍ کور یا بېړۍ (کښتۍ) بیمه کړي نو هغه به د ټاکلې اندازې له مخې بیمه شرکت ته فیس ورکوي، چې دې ته پریمیم (Premium) ویل کېږي. که په دې شی باندې کومه پېښه رامنځته شي، نو بیمه شرکت به د هغه مالي تاوان جبران او تلافی وکړي. که هېڅ پېښه رامنځته نه شي، ورکړل شوی پریمیم بېرته نه ورکول کېږي. ۳- تامین المسؤولیت (د مسؤلیت بیمه): دې ته (Third Party Insurance) یا ترډ پارټي انشورنس ویل کېږي. بیمه اخیستونکی شرکت ته قسطونه ورکوي، او تړون کېږي چې که د هغه له لوري یا د شتمنیو له امله بل انسان ته زیان ورسېږي، شرکت به تاوان ورکړي. د بیمې په ټولو ډولونو کې چې سود (ربا) او قمار (جوا) موجود وي، او دا دواړه په شریعت کې ناجایز او حرام دي، نو له همدې امله د بیمې ټول ډولونه هم ناجایز او حرام ګڼل کېږي. فقط والله اعلمفقط والله اعلم
آیا غواړئ چې خوشحاله واوسئ!

دلته اته هغه غوره لارې درښودل شوي، چې کولای شي؛ ستاسې د خوشحالئ سبب وګرځي. ۱ـ تل د نورو د خوشحالولو هڅه مه کوئ! هغه کسان چې تل د نورو د خوښ ساتلو هڅه کوي، حتا د نورو لپاره خپل ځان کم راولي او خپل ځان خفه کوي، نو لازمه نه ده چې دوی خپلې خوښۍ د نور لپاره قرباني کړي؛ دوی د خپلو خوښیو رښتیني وژونکي دي او دا کړنه یې پر ژوند بیلابېلې منفي اغېزې اچوي. ۲ـ د نورو له شتو سره مو خپل شته مه پرتله کوئ! له کم عقلۍ بشپړه ډکه کړنه له نورو سره د ځان او مال پرتله کول دي. په حقیقت کې دا هغه کړنه ده چې انسان له ژوند څخه په بشپړه توګه نا هیلی کوي. غوره او بریالی انسان له ځانه لوړ وګڼئ، د ځان لپاره یې الګو وګرځوئ او پرته له منفي فکر څخه د بریا په لټه کې شئ. ۳- پر ځان مو ډېر بیروبار مه جوړوئ! که غواړئ په ژوند کې خوښ واوسئ، نو هڅه وکړئ چې د خپل ورځني ژوند په مهالوېش کې مو هر اړخېزې موضوع او کړنې ته پام وکړئ. ۴ـ په کوم ځای کې چې غواړئ خبرې وکړئ، په همغه ځای کې د خبرو کولو هڅه وکړئ! هيڅ وخت مو خپل احساسات له ځان سره پټ مه ساتئ، تل په دې هڅه کې شئ، چې په هر اړین وخت کې مو خپل افکار نورو ته څرګند کړئ او په زړه کې مو هیڅ کومه غوټه پرې نه ږدئ. ۵ـ هیڅکله پردې باور مه لرئ، چې عشق او مینه له رنځ او غم سره ملګري دي! د خوښئ په موخه، دا هڅه مه کوئ، چې بې ارزښته او وحشتناکې پیښې د عشق یا مینې تر نامه لاندې په ځان ومنئ. ۶ـ د خپل ځان داخلي یا دننه غږ اوریدوونکي شئ! د خوښ اوسېدلو په موخه تل په دې هڅه کې شئ، تر څو د زړه له اصلي غوښتنو څخه مو لرې ونه واوسئ. ۷ـ هڅه وکړئ ترڅو دا څرګند کړئ، چې په رښتینې ډول مو له ژوند څخه څه غواړئ؟! د رښتینې خوښئ په موخه مو له ژوند څخه سترې موخې هیڅ وخت له یاده مه باسئ. ۸ـ هیڅ وخت ویرې ته اجازه مه ورکوئ؛ تر څو درباندې زوروره شي! له ژوند څخه د خوند اخیستلو او خوښ اوسېدلو په موخه مو هیڅکله ویرې ته اجازه مه ورکوئ؛ چې ښکار یې شئ. له کوم څه څخه چې ویره لرئ، نو له همغه څه سره مخامخ شئ؛ ویره به مو په خپله له منځه لاړه شي.
څنګه مطالعه وکړو؟

لیکوال: جاوید ستانکزی زموږ او ستاسې ډېرملګري شکایت کوي او وايي، چې ټول کتاب يې ولوست خو ان په دې هم نه پوهیږي، چې ددې کتاب اصلي موخه څه وه؟ کوم مهم ټکي پکې وو؟ ځینې دوستان خو, چې د ښوونځي او پوهنتون ازموینو ته تیاری نیسي، نو یوه یوه پاڼه درې ځلې لولي خو بیا يې هم په ذهن کې څه نه وي. ستونزه څه ده؟ ولې له داسې حالت سره مخ یوو؟ علت يې دا نه دی، چې ګنې ستاسې حافظه کمزورې شوې ده، بلکې علت يې دا دی، چې ستاسې د لوستلو طریقه او لاره ناسمه ده. تر ټولو لومړۍ خطا مو دا ده، چې موږ ډېر کله له کتاب لوستلو څخه د هغې ختمولو ته ډېره بیړه لرو، له ځینو مخونو او جملو یې ټوپ اچوو، ځینې موضوعات خو بیخې نه لولو دا ډېر ناسم کار دی، ځکه په دې سره زموږ څخه د کتاب اصلي تصویر خرابیږي او موږ نشو کولای، چې اصلي تصویر یې ومومو، په دې سره هغه څه چې مو لوستي وي، زموږ په ذهن کې نشي پاتې کیدلای. ځینې نور خلک بیا یوازې هغه کتابونه لولي، چې مینه ورسره لري او که کوم بل کتاب ورکړئ، یا خو يې لولي نه او یايې هم په ذهن کې څه نه پاتې کیږي. د ذوق مطابق کتابونه لوستل او له نورو څخه صرف نظر کول زموږ پوهه محدودوي بهتره ده، چې هر ډول کتابونه ولولو؛ خو پوښتنه دا ده، چې موږ څه مطالعه کوو، څنګه یې په یاد کې تر ډېره ساتلی شوو؟! د دې پوښتنې په ځواب کې دا ووایو، چې مخکې له دې تاسې کوم کتاب لوستل پیل کړئ، څو پوښتنې په خپل ذهن کې ولرئ او یايې هم په یو کاغذ درسره ولیکلئ. د کتاب له لوستلو وروسته هماغې پوښتنې ته ځواب ورکړئ، په دې طریقې سره توانېدلی شئ چې څه لولئ ژر به مو نه هېرېږي. موږ دلته تاسې ته اوو ۷ پوښتنې درکوو، چې تاسې یې د مطالعې په وخت له ځان څخه وکړئ. د دې پوښتنو حل تاسې سره مرسته کوي، چې مطالعه درته جالبه کړي او هم ستاسې په ذهن کې هغه څه پاتې شي، چې لوستلو اراده یې لرئ. لومړی دا، چې که له دې کتاب څخه زه درې شیان زده کوم، هغه به څه وي؟! څنګه به يې په ورځني ژوند کې عملي کوم؟ کتابونه د مالوماتو ټولګه وي، ګڼ شمېر مسایل پکې رانغښتې وي؛ خو مهمه نه ده، چې تاسې د کتاب هره خبره زده کړئ. زموږ خافظه کم وخت کې له دریو زیات پیغامونه په یوه وخت کې اخیستلای شي. کوښښ وکړئ، چې درې اصلي پیغامونه، چې ستاسې د ورځني ژوند سره هم اړیکه ولري پکې ولټوئ، که مالومات ستاسې له ورځني ژوند سره ارتباط ونه لري، باور دا دی، چې دا ډول مالومات به مو هم ژر له ذهنه ووزي. بله دا،چې د لیکوال منطق او ځوابونه څه دي؟ هر لیکوال د یوې موخې لپاره لیکل کوي، د دوی د لیک تر شاه یو هدف وي، ځینې کتابونه هڅوونکي وي، ځینې مالوماتي وي، ځینې نور بیا له ځان سره ځانګړي پیغامونه لري، تاسې د لیکوال په موخه ځان پوه کړئ، بیا يې د موخې لپاره د لیکوال منطق او وړاندیزونه پیدا کړئ. دریم دا، چې لیکوال غواړي کومې ستونزې حل کړي؟ هر کتاب د یوې یا زیاتو ستونزو د حل په موخه لیکل شوی وي، له ادبیاتو واخله بیا تر انجینرۍ او طب پوري، ټول کتابونه د ستونزو حل لارې وړاندې کوي، هڅه وکړئ هغه ستونزه درک کړئ، چې لیکوال پرې لیکل کړي او حل لارې یې ښودلې دي. بله مسله دا یادولی شو، چې لیکوال د کلیدي نظریاتو په وړاندې کولو کې د کومو سبکونو او روشونو څخه کار اخیستی؟ کله، چې د لیکوال د لیکنې په سټایل او سبک وپوهیږئ، نه یوازې دا، چې یادښت به مو ښه شي، بلکې ستاسې د لیکوالۍ هنر او مهارت به هم لوړ شي. پنځم له ځانه وپوښتۍ، چې کتاب کې د لیکل شوې موضوع په اړه له مخکې څومره پوهه لرې؟ کتاب ستاسې له مالوماتو سربېره اضافه نور کوم مالومات لري؟! موږ نه ډېر کله د کتاب لوستل د دې له امله پاتې کیږي، چې زموږ له پخوانیو مالوماتو سره سر نه خوري، کوښښ وکړئ، چې کله هم کوم کتاب یا موضوع لولئ، د موضوع په اړه خپل پخواني مالومات په یاد راوړئ. شپږم: ایا په کتاب کې داسې څه شته، چې زه پرې له وړاندې نه پوهېدم؟! دا چاره ګرانه ده، چې زموږ سر دې د کتاب په هره برخه له سره تر پایه خلاص شي؛ ولې مهمه خبره داده، چې موږ باید په کتاب کې داسې څه په ګوته کړو، چې زموږ لپاره نوي وي. اومه خبره د کتاب کومه برخه مو خوښه يا نا خوښه شوه؟ که غواړئ، چې ګټوره مطالعه وکړئ نو له ځان دا پوښتنه ضرور وکړئ، چې د مضمون په اړه مو څه خوښ او څه ناخوښ شوو، دا چاره تاسې سره د موضوع په یاد ساتلو کې مهمه ونډه اخلي. د دې مهمو لارو چارو سربېره د مطالعې چاپیریال ته پاملرنه وکړئ ارام او له شوره لرې چاپیرال وټاکئ داسې چاپیرال، چې ځان د هوساینې احساس پکې وکړئ. د مطالعې لپاره ګټور وختونه معلوم کړئ، هغه وخت کوم کې مو، چې مغز ارام وي او د مطالعې لیوالتیا لرئ، هغه وختونه چې د کتاب لوستلو لپاره اغېزمن دي د سهار وختي، مازدیګر او ماخوستن ښه ګټور وختونه دي او د کتاب مالومات ښه ذهن ته سپارلی شوو. مطالعې سره ځان عادت کړئ. هغه کس ته، چې د کتاب لوستنې ذوق نه لري مطالعه کول ورته ستونزمن وي، خو ورسره عادت کیدل هم سخت کار نه دی. که غواړئ، چې مطالعه درته عادي چاره شي لږ وخت لپاره خو هره ورځ مطالعه وکړئ، پیل یې د خپل ذوق له کتابه وکړئ، د کیسو کتابونه، ناولونه او د شاعرانو کلیات مو له ځان سره بوخت او خوشحاله ساتي له دې لارې کولای شئ ورو، ورو د پیچلو او خپلو مسلکي کتابونو له لوستلو سره هم مینه پیدا کړئ او بلد شئ. بله مهمه چاره چې مطالعې په کولو او د کتاب په یادولو کې، چې ښه تماميږي هغه مو په ذهني تمرکز پر کتاب راټولول دي.
ایا عصريتوب که د فرهنګ له لاسه ورکول؟ یو ژور فکر
لیکنه: محمد عمر ځواک بدلون د لټون او پرمختګ نوم دی، هر کس، هره ټولنه، هر هیواد بلاخره هره طبقه غواړي چې ښه خوشحاله او ارامه ژوند وکړي. ایا د خوشحاله ژوند په معنا پوهېږئ؟ ایا په ژوند کې د خپل ځان جوړښت رول لري؟ ایا پردی پرتوګ اغوستل نفرتونه ځيږوي؟ انسان اجتماعي راټوکېدونکی ژوی دی، تل لټون کوي چې ځان خوښ خوشحاله او په نورو ؤمني، ځان منل بیا ډېرې طرېقې لري چې ځېنې یې مستعارې دي، فرهنګونه، نسلونه او دینونه سوزوي او خرابوي يې. ويل شوي دي چې کله ناصرالدین شاه قچار د اروپا له اوږده سفر ايران ته ستون شو، خپل صدراعظم ته يې وويل موږ به هیڅ وخت پرانګیانو ته ونه رسېږو، نو کوښښ کوه چې څو پورې زه ژوندی وم ملک دې همداسې کرار پاتې وي. ناصرالدین شاه چې کابو یوه نیمه پېړۍ یې سلطنت وکړ په دې پوهېده چې د اروپایانو په څېر اصلاحات لازم دي، خو دا ویره په هماغه وخت کې افغان پاچاهانو امیرشېرعلي خان او امير دوست محمد خان هم له اروپايي تمدن څخه لرله، چې هسې نه پردی فرهنګ ګډوډي رامنځته کړي. پردی فرهنګ، کينه پارونکی او ارزښت نه لرونکی حقیقت کې مشکل جوړوي، او هم دې ته زمينه مساعده وي چې دښمن هيوادونه دې لاسوهنه وکړي، یو اصل چې د ځان جوړښت دی اوسني ځونان پر همدې ډېر ټینګار کوي، موږ همېش غوښتي چې له مُوډرنې نړۍ سره ځان عیار کړو، البته دا حق هر وګړی لري. که چېرې انسانان د رسولانو او صحاباوو ژوند ته کتنه وکړي نو معلومېږي چې په هغه وخت کې د سوارلۍ لپاره اسان، پلی تګ او په بهرونو کې عادي بېړۍ موجودې وې، خو د وخت په تېرېدو سره هر څه د تقاضا یا غوښتنو مطابق ځان عیار کړو. همدغه مطابقتونه وو چې نړۍ يې ورغوي ته راوسته، خو بدبختانه کوم کارونه، فعالیتونه، کړنې، درسونه او… چې کفارو وړاندې کړل/وکړل یا یې له شته تغیراتو ښه ګټه پورته کړه، مسلمانانو د هغو ۱۰٪ هم پورته نشوه کړئ، مسلمانان يې په نامشروع اړيکو، بیځایه ځان جوړونه چې دښځې او نر تفکیک نشي کېدای جوړ کړل. زموږ یې هغه فرهنګي او اسلام بډاينې له خاورو سره خاورې ګړې چې د نړۍ ټولوامپراطورانو دغه کرښې نه کراس کولې، خومتاسفانه څوبی ځایه، بې فرهنکه، بې ژبې او بې کوره انجونې هلکان پیداشول اواوس دغه سرچپه پرتوګ اغوندي. په یاد مو وي هغه ډله چې ددې کسانو ملاتړ په مستقیم اوغیرمستقیم ډول کوي ډیرژر به پښیمانه شي، موږغواړوچې ځان عصري او متمدنه کړو خو دخپلو شتمنیو اړوند. که دحمزه شینواري په دې بیت کې راټوله کړو چې چې دنیا د اب وګل ته انسان راغی مینه راغله، فتنه راغله طوفان راغی دلته هغه ډله چې دبل نقل، تقلید او پیښې کوي ښه نه کوي او دوی ځانته د روشن فکرانو، مُډرانستانو او متمدنو لفظونه کاروي، اصلآ دوی فتنه ځیږونکي او پروژيې خلک دي. دوی دبل خور، لور، وریندار، مور…لپاره لپنګۍ وهي، او خپلې په کور ناستي درانه لباس او فت کې غواړي نو موږ ته خپل فرهنګ عنعنات، رُسوم، او بډایني ارزښت لري ځکه چې زموږ فکر دوی راجوړ دی او نويتوب هم غواړي، پردي راوړيه خدای دي مل شه.
ځوانان په ټولنه کې کوم مسؤلیتونه لري؟

لیکنه: امتیاز خان سروان انساني طبقه چې لوی خدای جل جلا له په ټولو مخلوقاتو کې اشرف المخلوقات پیدا کړي او په بیلا بیلو نعمتونو یې نازولې چې تر څنګ یې په یو لړ مکلفیتونو او مسؤلیتونو هم ګمارلي دا چې ځوانان څوک او کوم مسؤلیتونه لري په لاندي لیکنه کې یې لولو. ځوانان دي چې د ټولنې تهداب تشکیلوي او د ټولنې انرژي بلل کیږي که د ځوانې طبقې څخه سالمه ګټه پورته شي نو د هیواد ابادۍ ،سوکالۍ اوپرمختګ کې به رغنده رول ولوبوي. ځوانان تل د پاک احساس ،لوړې انرژۍ او مثبتې جذبې درلودونکې خلک دي، چې د ټولنې دې طبقې ته باید په جدې توګه پاملرنه وشي .ځکه دا ځوانان دي چې په ټولنه کې انقلاب رامنځته کوي نو ځکه ځوانان باید په خپل زور او قوت پوه شي او د هیواد د پرمختیا لپاره ترې سالمه ګټه پورته کړي. په ټولنه کې ځوانان کومې ونډې لري؟ که د عمر په لخاظ انسان ته وکتل شي نو ماشوم د کار کولو څخه عاجز وي او پوره انرژي نه لري همدارنګه بوډاګان هم کافي انرژي نه لري په جسمي او ذهني توګه کمزوري شوي وي او د پخوا په شان ثابت نه پاتي کیږي او د کار کولو وړتيا یی له لاسه ورکړي وي نو که وګورو ټولنه له همدې طبقو څخه جوړه شوې ده.مخکې مو یادونه وکړه چې ماشومان او بوډاګان کم انرژي وي خو یوازیني طبقه چې پوره انرژي لري هغه ځوانان دي نو کاملآ چې په ټولنه کې پراخه ونډه هم لري طبعآ چې زیات مسؤلیتونه به هم ولري چې غواړم لږه رڼا پرې واچوم. ۱ـ د تعلیم کولو مسؤلیت: تعلیم دی چې پر اساس یې هیواد او ټولنه د سوکالۍ او ابادۍ په لور ګامونه اخلي . ۲ـ ځوانان بايد په ټولنه کې هم خپل او هم د نورو حقوق وپیژني . ۳ـ ځوانان باید د هیواد او ټولنې د ابادۍ او ښیرازه کولو لپاره کار وکړي . ۴ـ ځوانان باید په ټولنه کې خپل ځان، ځای او دنده وپیژني . ۵ـ کله چې ځوان ته کوم مسؤلیت ورترغاړې شي نو باید ترسره کول یې پرځان فرض وګڼي . ۶ـ ځوانانو بل مسؤلیت دا دی چې په ټولنه کې هر ډول خلک ژوند کوي نو ځوانانو ته پکار دي چې باید سرکښه خلک اصلاح کړي او د امرباالمعروف او نهي عن المنکر واجیبه پرځاي کړي. ۷ـ د ځوانانو احساسات تر نورو قوي او زورور وي، نوپکارده چې خپلو مسؤلیتونو په ادا کولو کې د احساساتي چلنده کار وانخلي. ۸ـ د ټولنې سمون او سمبالښت ځیرکتیا ته اړتیا لري، چې باید چارې په ځیرکتیا ترسره شي نو ځوانان باید دا ځیرکتیا په ځان کې پيدا کړي. ۹ـ ځوانان باید د خپلو او نورو خلکو کړنو تجربه واخلي مثبتې کړنې یې تعقیب کړي او د منفي کړنو ځانونه وساتي. ۱۰ـ ځوانان باید په چارو کې له ډیر احتیاطه کار واخلي او د موضوعاتو سم درک وکړي او په اړه یې عاقلانه تصمیمونه ونیسي . ۱۱ـ ځوانان باید د ټولني له مادي او معنوي ارزښتونو څخه په پوره جراءت سره دفاع وکړي او د قوي کولو لپاره یې هڅې لا پسې ګړندۍ کړي . ۱۲ـ ځوانان باید ټول منونکي واوسي د نورو خبرو ، نیوکو او مشورو د اوریدلو حوصله ولري او خپلې خبرې نورو ته په سمه توګه ورسوي . ۱۳ـ مشران د کتابونو په شان دي ذاتي تجربې لري نو ځوانان باید وخت ناوخت د هغوی له تجربو ګټه واخلي . که د ځوانانو مسؤلیتونو ته ځیر شو ، نو له شماره وتلې خو په ټوله مانا د ځوان مسؤلیت دا دی چې د الله جل جلاله له لورې راستول شویو فرمانونو رانیولې بیا تر ټولنیز ژوند پورې هر څه په سم ډول ترسره کړي ، تر څنګ یې رسنۍ او رسنیو کې شته ځوانان هم زښت زیات مسؤلیتونه لري ، ځکه چې رسنۍ په ټولنه کې د عمومه پوهاوي او اجتماعي لارښوونو مسؤلیت پر غاړه لري، چې باید د ټولنې ټولو طبقاتو ته د فکري ارتقاء لپاره کار وکړي، خلک له حالاتو باخبره وساتي،دیني،ملي،اجتماعي او فرهنګي ارزښتونو د پالنې او له هغوی څخه د دفاع په لار کې افراد،ټولنیز بنسټونه او ادارې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړي او د ټولنې بااستعداده وګړي فکري او ادبي ابتکارونو ته وهڅوي، نه دا چې په شعوري او غیر شعوري ډول یې هره لیکنه دپردیو ګټو لپاره وي او د ملت د ټوټه کیدلو لامل وګرځي، چې دامسؤلیت په رسنیو کې شته ؤ ځوانانو لپاره راجع کیږي. بلخوا د حکومت هم مسؤلیت جوړیږي، چې د ځوانانو د پرمختګ لپاره فرصتونه برابر کړي او د ځوانانو دپرمختګ په لار کې شته خنډونه،ستونزې او کړاؤنه له منځه یوسي ترڅو چې ځوان قشر د یوې ابادې او ښیرازې ټولنې بهبود وګرځي. داچې ځوانان د ټولنې د ملا تیر حیثیت لري نو زموږ لپاره اړینه ده،چې د ټولنې او هېواد لپاره د خدمت وړ وګرځو؛ خو زه چې اوسنیو حالاتو ته ګورم نو سخت مایوسه شم ځکه چې یو ځوان به وي زده کړې به یې تر ماسټرې او دوکتورا په کچه وي خو د دوی اړیکي به یوازې د خلکو سره د مطلب په اشنایۍ اوګوند پالنې باندې وي! دایې نه ده انګیرلې،چې څوک دهېواد او ټولنې پرمختګ لپاره کار کوي؟اوڅوک دهېواد او ټولنې لپاره مزاحم دی؟ خو اوسنیو ځوانانو دا هېره کړې یوازې خپلې شخصي ګټې په ملي ګټو بهتره بولي. خو زه دیو ځوان په صفت ټولوځوانانو ته وایم او هېله مې دادی، چې یوازې دملت او هېواد دپالنې لپاره کار وکړي او د پردیو لاسونه ورلنډ او دهېواد دپرمختګ لپاره بې ساري ګامونه واخلي ترڅو چې هېواد مو له دې بدبختیو او تیارو څخه د رڼاګانو پر لور وټو کیږي.
په پښتو کې د سربلونو سمه کارونه – عامې تېروتنې او حل لارې

لیکوال: نقیب احمد عزیزي تاسې فکر کړی چې د متن په ايډيټ کې د «دال/د» خوراک څومره زور غواړي؟ هغومره چې غذايي دال د ځينو خوښ نه دی، دغومره دغه د لیکوالي «د» د ايډيټرانو په زړه بد لګېږي. هسې خو پښتو لیکدود تر اوسه د سمتي کشمکش د بزکشي سېرلي ته پاتې کېږي، خو په نسبي متفق لیکدود کې «د» لا هم داسې سرخوږی دی چې غالباً يوازې د متن سمونګرانو ته معلومېږي، البته د هر مصحح شاید ورسره حساسیت نه وي، ځکه په دومره پراخه کچه کارېدل یې عادي کولای شي او عادي شوی ښکاري. که زه وليکم چې: د افغانستان سره مرسته وشوه! دلته دال د «له» سربل په ځای راغلی، ځکه کله چې اوستربل «سره» وي، «له» لیکل په کار دي. د دې قاعدې له مخې د پاسنۍ جملې سمه بڼه دا راوتلای شي: له افغانستان سره مرسته وشوه. خورا اسانه ويلای شو چې د پښتو په ډېری متنونو کې «د» د «له» په ځای کارېدلی دی. «څخه» بل وييکی دی چې د اوستربل په توګه یې ډېرو لیکوالو په لیکنو کې کارېدل جاري دي. دا هم د «سره» غوندې «له» سربل غواړي، یعنې کله چې تر «نوم» وروسته «څخه» راځي، تر نوم وړاندې «له» سربل لیکل مناسب ګڼلای شو: مثال: د افغانستان څخه ووت. دلته چې د وتلو فعل عملاً پیلېږي، حرکت تصوروو او حرکت د مبداء نقطه لري. غالباً د واټن د ابتداء مفهوم هغه وخت ښه تصور کولای شو چې د اضافت په «د» یې و نه لیکو او داسې ووايو: ـ له افغانستان څخه ووت. دا خو لا بل بحث دی چې تر وسه وسه جملې لنډې ولیکو. مثلاً پاسنۍ جمله داسې لنډولای شو چې «څخه» حذف کړو او دا چې «افغانستان» په بېغږه یا کانسونينټ توري ختم دی «ه» ورپورې ونښلوو: ـ له افغانستانه ووت. د «نه» اوستربل هم هغه څه دی چې سربل یې «د» نه شي کېدای، یعنې که په جمله کې تر نوم وروسته متصل «نه» راغلی وي، تر نوم مخکې باید «له» وليکل شي: د افغانستان نه په وتو کې په تکليف شو. هغوی چې «د» د «له» په ځای ليکي، جملې هم اسانه نه شي لنډولای، ځکه خو په پاس جمله کې «نه» نه شو ړنګولای، خو که سمه یې ولیکو اسانه حذفېږي: له افغانستانه په وتو کې په تکليف شو. «نه» وییکی چې بې «داله» هم ولیکو ډېری وخت جنجالي شی دی. جنجال یې دا دی چې کله کله لوستونکی د معنا په مثبت او منفي کې شکمنوي. دا مشکل هغه وخت لا زیاتېږي چې په جمله کې نوم په واول ختم وي، مثلاً: هغه له سپي نه ډارېږي. دلته لوستونکی په دې سم نه پوهېږي چې هغه اوس له سپي ډارېږي که نه ډارېږي؟ کله چې «له» سربل راغلی وي او په جمله کې استعمال شوی نوم په واول توري ختم وي، «نه» اوستربل حذفول متن واضح کولای شي: هغه له سپي ډارېږي. خو که غواړو چې دا جمله منفي فهم ولېږدوي، بیا د «څخه» سربل زیاتول مرسته کوي: هغه له سپي څخه نه ډارېږي. بېرته به «افغانستان» ته راشو. «د» چې جنجالونه جوړوي، اصلي کار هم لري؟ هو بالکل یې لري. اصلي کار یې دا دی چې دی اضافي ترکيب ورغوي، یعنې یوه اسم ته د یوه بل شي نسبت تنظیم یا ثابت کړي. دغه نسبت به یا د مالکیت وي، یا به د عضویت وي، یا به د مشابهت وي او یا نورې اړيکې هم کېدای شي… مثلاً لکه دا جملې: ـ مجتبی علي «د» ټاګور شاګرد دی. ـ جنرال قادر «د» پرچم ګوند غړی و. ـ جرنیل یار محمد خان وزیري داسې کتاب ليکلی لکه («د» نورې دنیا ورک سپاهیان) چې یې ليکي. د اضافت «د» اوستربل نه غواړي، یوازې مضاف غواړي. لکه د ټاګور «شاګرد»، د پرچم ګوند «غړی» او د نورې دنیا «ورک سپاهیان». «د» چې د اضافت لپاره نه وي او د سربل په توګه کارېدلی وي، دا امکان کم دی، خو شته. په دغسې وخت کې یې اوستربل «کره» دی. مثلاً: ډاکټر احسان الله درمل («د» استاد پسرلي کره) ډېر ورغلی دی. «د»: سربل «استاد پسرلي»: اسم «کره»: اوستربل ځينې کسان د «سره» اوستربل د راتګ په وخت کې هم سربل له «داله» جوړوي چې بیا هم د «له» ځمکه پرې غصبېږي. مثلاً: ـ لیکوالي (له تمرين سره) ښه کېدای شي. که ولیکو چې («د» تمرين سره)؛ نو هغه د چا خبره؛ «باز کار خراب میشه». په دغو لاندې جملو کې د «د» رول هماغه خپل د اضافت نقش دی، ځکه خو یې له ځایه د ولاړولو حق هم نه لرو: ـ د افغانستان حق دی چې دفاع وکړي. ـ د افغانستان په لور روان یم. ـ د افغانستان له خوا يرغل نه دی شوی. په اداتو، اسمونو، صفتونو، قیدونو او د جملو په بېلابېلو جوړښتونو کې غور نه یوازې د یوه کس ليکوالي بهتره کولای شي، بلکې ژبه ورسره غوړېږي او نوي ليکونکي د سبا په لویو لیکوالو بدلوي. هره هغه جمله چې تر شا یې د لیکلو په منطق غور موجود وي، اسانه نه شي ماتېدلای، خو که تقلیدي لیکل کوو، نه یوازې موږ نه شو ښه کېدلای، متاسفانه ژبه هم ژوبلېږي.
پروجيکشن څه شی دی؟ ولې موږ خپل تېروتنې پر نورو اچوو؟
استاد اجمل ښکلی دا سمه ده، چې د بشر د شخړو تر شا به اقتصادي او سياسي لاملونه وي؛ خو رواني لاملونه هم پکې نشو هېرولای، چې زموږ ورته پام نه ورګرځي. د دوو وګړيو سوړ او تود جنګ تر شا رواني لاملونه هم وي او دا لاملونه ښايي د دوو هېوادونو په شخړو کې هم لاس ولري. پر هېوادونو هم انسانان حاکمان دي، چې د مخالفانو پر ضد پرېکړې يې پر نورو لاملونو سربېره رواني علتونه لري. د پروجيکشن نومونه په ارواپوهنه کې په لومړي ځل فرويډ وکاروله او بيا پرې انا فرويډ نور کار وکړ. دا نومونه د بل د ګرم ګڼلو مانا لري، لکه يو رخه ناک وګړی چې فکر کوي، چې زما خبرې واقعيت دی او د چا په اړه چې دی غږېږي، هغه کس رښتيا هم داسې دی. پروجيکشن لاشعوري ريښه لري، چې د فرويډ په اند، د شخصيت د دفاع ميکانيزم جوړوي. داسې وګڼئ، چې يو ځوان شاعر دی، ښه شعر ليکي، په ادبي کړيو کې يې ځان ته ځای پيدا کړی؛ خو بل پلو ته يو مشر شاعر دی، چې فکر کوي، چې د ځوان شاعر شهرت او شعر به يې تر سيوري لاندې راولي؛ نو څرنګه چې دی نه غواړي، چې اېګو يې تر سيوري لاندې راشي او دی حاشيې ته شي؛ نو له ده سره درې لارې دي: يوه دا چې دا د زمانې طبيعي بهير وبولي او ووايي، چې يو وخت زما راج و، اوس د ده دی او بل وخت به د بل وي. داسې دا تجربه ځان ته د زغم وړ کړي. دويمه لار دا ده، چې پر خپله شاعرۍ لا کار وکړي، د نوې او زړې شاعرۍ لا ښه مطالعه وکړي او خپل شعر ښه کړي. دا د شاعر په توګه د ده شخصيت سالمه دفاع ده، چې له سيالۍ او خوارۍ نه پيدا کېږي. درېيمه لار دا ده، چې شاعر نه لومړي واقعيت ته تن کېږدي او نه د خوارۍ شيمه ولري؛ خو د ځان او د خپلې اېګو دفاع ورپه غاړه وي، په داسې حال کې دی رخې ته مخه کوي، په ادبي مجالسو کې دا رخه د ده په غيبتونو کې راښکاره کېږي. په غيبت کې دی پخپله هم خپلې خبرې واقعيت بولي او مخاطب ته هم وايي، چې د ده په خبره يقين وکړي، همدې پروسې ته پروجيکشن وايي. له چا سره رخه کول او د هغه بد ويل، له اخلاقي پلوه بد کار دی؛ خو انسان د پروجيکشن په وسيله دا بد کار توجيه کوي او وايي، چې دا خو رښتيا دي او رښتيا ويل ښه کار دی. دی په يوه ډول خپلې اېګو ته تسکين ورکوي. خو پروجيکشن يوازې د رخې د احساس زېږنده نه وي، نور مخونه هم لري. که له خپله ژونده راضي نه يو، د دې پر ځای چې د ښه والي هڅه يې وکړو، مور و پلار يا د کورنۍ نور مشران تورنوو، چې خپلې خوښې ته يې نه وو پرېښي، که نه ژوند به مو ډېر ښه و. موږ دې ته نه متوجه کېږو، چې ژوند ايډيال نه وي او که رښتيا مو هم ژوند سم نه وي، زموږ د کړنو لاس به هم پکې وي؛ خو زموږ اېګو په لاشعوري توګه محکوميت نشي زغملای، ځکه له دې سره زموږ شخصيت، چې اېګو يې ساتنه کوي، له تزلزل سره مخېږي او د سوپر اېګو(وجدان) او اېډ(غريزې) تر بريد لاندې راځي؛ نو موږ د خپل خراب ژوند د توجيه لپاره يو بهرنی لامل پيدا کوو، په اصطلاح يو بوت توږو، چې په ماتولو يې د خپل لاشعور ينه يخه کړو. انسان د پروجيکشن په مرسته د خپل ذهني ناهوساينې خځلې د بل چا کور ته غورځوي او ځان د ارستو په اصطلاح تطهير يا چاڼ کوي، چې ارام ومومي. اورنګزېب چې د اقتدار د ترلاسي لپاره خپل وروڼه ووژل، داسې دلايل يې وتراشل، چې واقعيت يې نه درلوده، مورخان، چې درباري خلک او د شاهانو په خدمت کې وو، دې دلايلو ته د رښتياوو رنګ ورکړ، مثلا دارشکو چې پلار ته ګران و او پر هند د اقتدار د چلولو چل ورته، د اورنګزېب امېج ته زيان رسولای شو؛ نو اورنګزېب په بې دينۍ او هندوتوب تورن کړ. دا خبرې د هغه وخت په تاريخونو کې راغلې او ورپسې نسلونو پرې باور وکړ؛ خو څوک د اورنګزېب هغه اضطراب ته متوجه نشول، چې د دې دلايلو تر شا ناکراره و، اورنګزېب ته به هم دا کار ښه نه وي ښکاره شوی؛ خو د ده اېګو ورته د توجيه د لټولو هڅه کوله، چې په يوه ډول یې شخصيت له بې ثباتۍ او ناارامۍ بچ کړي. د اورنګزېب په اړه مورخان ليکي، چې له پلار او وروڼو سره چلن پکې دا وېره پيدا کړې وه، چې مبادا دی هم له ورته برخليک سره مخ شي؛ نو خپل زامن يې له ځانه په لرې لرې صوبو کې وګومارل؛ خو چې څه کېدل، هغه وشول، د اورنګزېب په جوړه کړې لار د ده زامن هم ورغلل او په هند کې د مغولو واکمني مخ په زوال شوه. په ارواپوهنه کې پروجيکشن په انفرادي توګه مطرح کېږي؛ خو دا قومي او ملي رنګ هم لري، ځکه يو ملت هم لکه يو شخص يو ډول فرهنګ، موخي او اړيکې لري او يو خوی پکې لکه يو ميکروب چې د بدن بېلابېلو اړخونو ته لېږدي، د ملت افرادو ته انتقالېږي. د افغانانو په بربادۍ کې ګڼ بهرني او داخلي لاملونه لاس لري؛ خو په دې بربادۍ کې خپله ښکېلتيا دوی د بهرنيو علتونو په پروجيکشن کې هېره کړې ده، ځکه دوی دا نشي زغملای، چې د دوی خپلو کړنو ، ايډيالوژيو، ناپوهيو او د دوښمن په لاس لوبېده دې وریاد شي، که داسې وکړي، نو بيا خو يې اخلاقي وجود او ايډيالوژي، چې ده ته تر وطن او خلکو مهمه ده، تر پوښتنې لاندې راځي. له چا سره زياتی، پر يوه چا تېری، د چا مخه نيول، قتل، لوټ او… ټول هغه شيان دي، چې انسان ځوروي، له دې ځور نه د خلاصون او له اختلال نه د ځان د ژغور لار پروجيکشن ده، چې ځان ته ووايي، چې پلانی خو یې ځکه وواژه، چې د وطن دوښمن و. پروجيکشن انسان ته د تېښتې يوه موقتي لار ورکوي، پوهان وايي، چې دی
فکري او معلوماتي ليکنې

د کابل پوهنتون استاد اجمل ښکلی هسې خو مقالي او کتابونه د موضوعاتو له مخې په توصيفي او استدلالي ويشل کېږي؛ خو د فکرى مقالو په اړه د ليکوالۍ په کتابونو کې ځانګړي څه نشته. که متوجه شو، په ځينو ليکنو کې د معلوماتو او په ځينو کې د فکر تله درنه وي، مثلا د قاف د غره په اړه که معلومات ورکوو؛ نو زموږ سبک بالعموم هوار او ورو وي: ١. (الف) کوه قاف په پخواني فرهنګ کې تر ټولو لوى غر ګڼل کېده، چې څوکې يې اسمان ته رسي او تر هوارې ځمکې راچاپېر دى. که لوستونکي ته د معلوماتو پر ځاى پر فکر ورکولو تمرکز کوو: ١. (ب) پخوانو فکر کاوه، چې ځمکه هواره ده او تر دې ځمکې د قاف په نامه يو لوى غر را چاپېر دى، چې څوکې يې اسمان ته رسي. په دويمه بېلګه کې وينو، چې ليکوال د معلوماتو پر ځاى د پخوانو پر تفکر تمرکز کړى او په همدې خاطر يې د پاراګراف پيل په ”پخوانو فکر کاوه” کړى او ورپسې نورې جملې همدا فکر تقويه کوي. په لومړۍ بېلګه کې ليکوال لوستونکي ته د قاف د غره په اړه معلوماتو ورکوي؛ خو په دويمه بېلګه کې ليکوال لوستونکي ته د معلوماتو له ورکولو سره دلچسپي نه لري، دا ورته وايي، چې انساني افکار ثابت نه دي، بلکې د فرهنګي او علمي بدلونونو تابع دي. پخواني انسان هم فکر کاوه، چې همدا واقعيت دى؛ خو وروسته ساينس ثابته کړه، چې دا مازې خيال دى. په دا ډول ليکنو کې چې پر فکر پکې تمرکز وي، ليکوال له هرې علمي حوزې سره اړوند فکر ورکوي، ښايي د عامه ذهنيت د روښانولو په اړه وي يا د ارواپوهنې، ژبپوهنې او ادبياتو يا نورو په اړه. فکري او معلوماتي ليکنې له يوې بلې بېخي بېلې نه دي. د قاف د غره په اړه لومړۍ بېلګه فکر هم لېږدوي او دويمه معلومات هم لري؛ خو خبره په تمرکز، وسيلې او حاشيه توب کې ده. فکري ليکنې له معلوماتو خالي نه وي؛ خو د فکر د توليد په خدمت کې وي او برعکس په معلوماتي ليکنو کې فکر څنګزنی وړاندې کېږي. دا چې فکري ليکنې له معلوماتي هغو څرنګه بېلې کړو، دوه شيان بايد په پام کې ولرو، يو، ليکوال له ليکنې څه غواړي په بله وينا، موخه يې څه ده او دويم، څنګه يې ليکلې؟ د ليکوال پر موخه د ليکنې له سبکه پوهېداى شو. د معلوماتي او فکري ليکنو سبکونه له يو بل سره توپير لري او دا توپير د جملو او تر جملو په ټيټ کچ راښکاره کېږي، مثلا د معترضه فقرې داسې کارونه چې د اضافي معلوماتو د ورکولو لپاره نه، د پام وراړولو په موخه وي: ٢. (الف) غزل، چې د هر وخت له غوښتنو سره يې ځان عيارولاى شو، ژوندى پاتې شو. په دې بېلګه کې لوستونکي ته لومړى فکر دا ورکوو، چې نورو شعري فورمونو دا ظرفيت نه درلوده؛ نو له منځه ولاړل؛ خو ښايي لوستونکي ترې يوه بله لرې مانا هم واخلي، چې څوک د مهال له غوښتنو سره ځان نشي عيارولاى، هغه نه پايي. که د غزل په اړه معلومات ورکوي: ٢. (ب) غزل د نورو ژانرونو پر خلاف د هر مهال له غوښتنو سره ځان عيار کړ او همدا يې د ژوندي پاتې کېدو لامل شو. په دې دويمه بېلګه کې فکر نسبتا معلوماتو ته ضمني دى. د ”دا چې….” لرونکې فقره د هغو ليکوالو په ليکنو کې ډېره موندلاى شئ، چې د معلوماتو پر ځاى د فکر پر توليد تمرکز کوي. د فکري ليکنو يوه ځانګړنه په ليکنه کې په لفظي ډول د هغو خواوو ښکېلول دي، چې په معلوماتي ليکنو کې يې اړتيا نه ليدل کېږي، مثلا د قاف غره په بېلګه کې ”پخوانو فکر کاوه” په بڼه د پخوانو خلکو ښکېلول يا مثلا په يوه ليکنه کې د ”د لوستونکو تصور دا دى/ لوستونکي وايي/ لوستونکي فکر کوي” غوندې فقرې راوړل مخاطب متوجه کوي، چې خبره پر بهرني واقعيت کمه؛ خو زما پر تصور او فکر ډېره څرخي؛ نو ليکوال معلومات نه راکوي، بلکې زما پر تفکر يا انګېرنه نقد لري. د فکري ليکنو يوه بله ځانګړنه ايجاز دى. په دې خاطر چې لوستونکى متجسس او له ذهني پلوه يې فعال کړو، ځينې خبرې ترې پټوو يا هڅه کوو، چې لويه خبره په کمو الفاظو کې وکړو. د غزل په اړه د پاسنيو بېلګې له پرتلې معلومېږي، چې په فکري بېلګه کې د الفاظو سپما ډېره ده. دې ته پخوانو ايجاز وايه او مثبته ځانګړنه ګڼل کېدله؛ خو دا يوه منفي اړخ هم لري. په معلوماتي ليکنو کې سادتوب او رواني اصل دى؛ خو په فکري ليکنو کې غوټه؛ نو په معلوماتي ليکنو کې د نثر رواني دا ايجابوي، چې خپور وي او د دې لپاره ډېرو الفاظو او ارتباطي توکيو ته اړتيا ده، چې جملې سره ونښلوي او لوستونکى په خير د پاراګراف تر پاى ورسي. که ليکوال د غزل پر تاريخي بهير معلومات ورکوي، هڅه يې دا وي، چې داسې هېڅ جز مس نه کړي، چې د دې موضوع د سم انتقال لپاره اړين دى او که پاتې شي، نو لوستونکي ته موضوع مبهمېږي؛ خو د فکري ليکنې ليکوال ځاى ځاى تشې پرېږدي، چې لوستونکى يې د ليکوال له هيلې سره سم په اړوندو جزيیاتو ډکې کړې. د معلوماتي ليکنې يوه ښېګڼه دا ده، چې له خپلې موضوع او علمي حوزې وځي نه؛ خو فکري ليکنې د استدلال د پیاوړتيا لپاره له مختلفو ډګرونو استفاده کوي او له همدې امله په دې ډول ليکنو کې د مختلفو حوزو پيوندونه وينو. د غزل په اړه که له ( الف ٢) بېلګې دويمه مانا واخلو، په اصل کې د ادبياتو له بېلګې په ټولنيزه حوزه کې استفاده شوې ده. په فکري ليکنو کې چې استدلال مهم وي، ذهني موضوع په عيني ډول وړاندې کېږي او داسې ښودل کېږي، چې دا يو عيني واقعيت دى. د دې لپاره پر عيني بېلګو تاکيد کېږي. په فکري ليکنو کې د يوې موضوع هغه اړخونه برجسته کېږي، چې د ليکوال له موخې سره تړلي وي، مثلا که موخه مو د پخوانو سلاطينو عياشي وي، خبرې به مو د محل پر ښځو او د شاه پر تفريحي ماڼيو او هغو پېښو څرخي، چې د شاه عياش طبيعت
په وینا کې د ګړدود مدیریت

د پکتیا پوهنتون استاد پوهنیار ایمل ښمر لنډیز د بېلابېلو لهجو شتهوالی دی چې زموږ ژبه یې ښکلې کړې او همدا یې بډایوي هم خو ځیني خلک بیا پخپله سیمه یزه او نارسمي لهجه کې تر دې حده ښکېل وي چې له رسمي ویناو یې نیولې ان تر رسمي لیکنو پورې ځان نه شي ترې ژغورلی ځکه خو یې لوستونکي او اورېدونکي له ستر کړاو سره مخ کړي دي، د دوي د وینا او لیکنو پر مهال، اورېدونکي او لوستونکي د دوی د څه ویلو پر ځای، څنګه ویلو ته ځیرېږي او اصلي چاره نه ترسره کېږي؛ د دې لیکنې له سرليکه هم ښکاري چې زه دا نه غواړم چې لهجه دې له سره وي نه، یا دې لهجه له منځه یوسو، بلکې غواړم لهجې مو مدیریت شي، کنټرول یې کړو او د مفهوم د لېږد خنډونه له منځه یوسو. کلیدي کلیمې: ګړدود، د ګړدود مدیریت، د وینا او خبرو اغېز. سریزه زموږ ډېر ویناوال او لیکوال په ویناو او لیکنو کې د خپلو سیمه یزو لهجو د کارونې سره لاس و ګریوان وي او ځان نه شي تر ې ساتلی، دوی د ویناو او لیکنو پر مهال دا هېروي چې دوی ته د یوه ګړدود خلک مخامخ نه دي بلکې د لسګونو لهجو خلک ورته غوږ دي او لیکنې یې لولي، د لهجې د مدیریت زدکړه او دې اصل ته پام لکیوالو په تېره بیا ویناوالو ته ځکه مهم دی چې د مطلب رسول او مفاهمه اغېزناکه کوي او مخاطبینو ته یې پیغام او مطلب نېغ په نېغه رسېږي. هر ویناوال باید خپلو مخاطبینو سره ریښتونی وي او خواخوږي ورسره ولري، خلک زموږ د ویناو اورېدو ته د دې لپاره نه راځي چې وخت پرې ډېر شوی دی بلکې غواړي نوي څه واوري او نوي څه زده کړي، دوی د دې لپاره هم زموږ ویناو ته نه وي ناست چې ګواکې زموږ د اصلي مطلب پر ځای دې زموږ سیمه یزې لهجې واوري بلکې هیله یې دا وي چې په رسا ډول مطلب تر لاسه کړي او له بې ځایه قضاوتونو، ناسمو تعبیرونو او ناسمو پوهاویو څخه وژغورل شي. موخه د دې لکینې موخه دا ده چې ویناوال د وینا، سمینار او لېکچر په مهال د لهجې مدیریت زده کړي او یوه اغېزناکه وینا وکړای شي یا دا چې یو ویناوال باید داسې وینا وکړي چې پر خپلو مخاطبینو یې ډېر اغېز وکړي او د ده خبرې خپلې کړي، دا اغېز هغه مهال د ویناوال په وینا کې رامنځ ته کېږي چې بې له لهجې وینا وکړي. ډېری وخت پر یوې خاصې لهجې د هغو وګړو پوهېدل چې له نومړې لهجې سره بلد نه وي، سخته چاره ده، کله چې پخپله ژبه بې له لهجې خبرې وکړو، زموږ له ویناو به پوهاوی او اخیستنه زیاته شي. کله چې موږ د دې وړتیا پیدا کړو چې په رسمي لهجه وینا وکړای شو نو پر ځان به مو باور ډېر او د ونیا ګټه به مو څو ګرایه زیاته شي. په وینا کې د ګړدود مدیریت ګړدود څه ته وایي؟ ګړدود به ژبپوهانو او ګرامرپوهانو ډېر در پېژندلې وي، ښایي ډېر پېژ تعریفونه یې همدا اوس هم ستاسو زده وي خو زه غواړم د لهجې پېژند لنډ او د لهجې له یوې بدۍ یا بدګڼې وکړم او هغه دا چې د الفاظو، ویونو، ګړنو (اصطلاحاتو) او جملو د ارایې/کارونې هغه ډول چې زموږ په وینا (کلام) اغېزه وکړي او اورېدونکي/لوستونکي مو د څه ویلو پر ځای څنګه ویلو ته توجه وکړي، لهجه بلل کېږي. اوس پوښتنه دا ده چې ایا د لهجې لرل ښه دي که بد؟ لهجه ژبپوهانو ته خپل ارزښت لري او د ژبې د بډاینې لپاره اړینه ورته ېسي خو که موږ په ویناکې لهجه یا سخته لهجه لرله/کاروله نو وینا به مو لاندې ستونزې ولري (په لیکنه کې خو ښکاره ده چې لهجه لرل علمي او اصولي نادوده ده): ۱ــ که وینا کې خپل خاص سیمه یز ګړدود ولرو شونې ده چې مفهوم او مطلب ښه و نه لېږدوو یا کیدای شي مخاطب (اورېدونکی) و نه پوهېږي چې موږ څه وایو. ۲ــ اورېدونکي مو سملاسي پرېکړه کوي چې دا څوک دی؟ دا ولې داسې وینا کوي؟ دا د کوم ځای دی؟ دا او دې ته ورته نورې لسګونه پوښتنې په ذهن کې ور ګرځي چې دا بیا زموږ له کار او موخې سره د اورېدونکي اړیکې بیخي له بېخه نړوي نو موږ باید د وینا پر مهال داسې فضا را منځه ته نه کړو چې هلته خلک زموږ د وینا او مفهوم د اورېدو پر ځای، زموږ د شخصیت په اړه قضاوتونو ته وهڅېږي. ۳ــ بله ستونزه دا پېښیږي چې د مخاطب حواس بلې خوا ته ځي، د دې پر ځای چې زموږ خبرو او موضوع ته پام وکړي زموږ لهجې ته یې پام ور اوړي. ۴ــ لهجه لرل د مخاطبانو تمې منفي خوا ته بیايي، که مو په یوه رسمي ځای کې په یوه رسمي موضوع پخپله سیمه یزه لهجه خبرې کولې، کیدای شي داسې کسان هم را ته غوږ وي چې له موږ سره یو ډول یا ګډه لهجه لري نو ارو مرو به یې زړه کې دا تمه پیدا کېږي چې دا خو نو زموږ د لهجې سړی دی نو که ما خپل رسمي مکلفیت تر سراوه یا نه ، دی به مې غم خوري نو په دې توګه به مو ډېر خلک لټ او له خپلو مسوولیتونو نه په تېښته روزلي وي. بله پوښتنه دا را ولاړیږي چې ایا په وینا کې د لهجې مدیریت د یو چا/یو قوم د فرهنګي هویت د له منځه وړلو په مانا دی؟ موږ باید دا ومنو چې لهجه لرل اصلا ښه کار دی ځکه په زرګونو ژبني توکي، ترکیبونه او کلمې ترې په اسانۍ په لاس راتلی شي خو مدیریت یې تر دې هم اړین کار دی، ځکه د لهجې مدیریت د دې لامل کېږي چې خپل ژبنی معیار لکه څنګه چې ښایي، همغسې بډای کړو نو ویلی شو چې د لهجې مدیرت د چا د فرهنګي هویت د له منځه وړلو په مانا نه دي بلکې دا یو هویت لا بډایوي. ما مخکې وویل چې لهجه لرل ستونزه نه ده، خو که موږ یې د مدیریت هنر ولرو، یعنې که لهجه زموږ په ټولنیز،