Dhu Al-Hijjah 3 1447

پاکستان؛ دوه هندواڼې په یوه لاس کې

پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو وروسته سعودي د ایران د توغندیو او ډرون تر برید لاندې راغلی. د ګډ دفاعي تړون له مخې، پاکستان باید د سعودي ملاتړ وکړي، خو له یوې خوا د ایران سره ګډه ناامنه پوله، اقتصادي ستونزې او له بلې خوا سعودي ته تعهد چې پاکستان یې د سخت فشار لاندې راوړی. د ایران پر ضد د امریکا او اسراییل له بریدونو سره سم، ایران د امریکایي هدفونو تر عنوان لاندي خلیج هیوادونه تر خپلو توغندیزو او لیری واټن ویشتونکو وسلو تر برید لاندي ونیول، چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه یي د هیوادونو لوی او بېلابېل‌ غبرگونونه راوپارول. یوه له دغه هیوادونو څخه چې د ایران د دغه ډول بریدونو تر ښکار لاندې راغلی سعودي عربستان دی سعودي عربستان له گڼو هیوادونو سره چې له دې ډلې پاکستان سره هم د گډې دفاع ستراتیژیک تړون په نامه یو هوکړه لیک لری، چې له مخې یي که چیري پر یوه د دغو دواړو هېوادونو څخه کوم بل هېواد برید یا یرغل وکړی، دواړه هېوادونه باید د هغه پر وړاندی جګړې ته ور ودانگې خو، تر مهاله چي دوه اونې له دی جگړی تیریږی، پاکستان پر خپل عهد وفا نه ده کړی، او په یو ډول وارخطا او لار ورکي سیاست کې شپې او ورځې تیروی . د دغه حالت دڅېړنې لپاره باید په څو مهموټکو پوه شو تاریخی شالید : په دې لړ کې د پاکستان او سعودي عربستان دفاعی او پوځي اړیکې ۱۹۶۷م کال ته گرځي . په دې کال کې د یوه دفاعی تړون له مخې د پاکستان د پوځ روزنکو د سعودي عربستان د پوځیانو سره په عسکری تعلیماتو‌ کې مرسته کوله او همداشان به د سعودي پوځیان د پاکستان پوځي روزنیزو مرکزونو ته د زده کړو لپاره ورتلل په کال ۱۹۸۲م کې د جنرال ضیا الحق په دوره کې یو نوی دفاعی تړون د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخي یې د دواړو هیوادونو تر منځ پوځي او استخباراتی اړیکې ستراتیژیکې کچې ته لوړې شوې. تر هغه وروسته د پاکستان گڼ شمیر وگړي د سعودي عربستان په پوځ کې جذب شول ، او تر هغه وروسته بیا تر ننه په مختلفو پړاونو کې دغه ډول اړیکو دوام وموند، تر څو چی د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په میاشت کې د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ گډ دفاعی ستراتیژیک تړون لاسلیک شو . دغه تړون پنځه برخې لری متقابله دفاع په دغه برخه کې راځي چې« هر ډول برید یا یرغل پر یو له دغو هیوادونو پر دواړو برید گڼل کیږی د گواښونو په وړاندی اقدامات په دی برخه راغلې چې« دواړه هیوادونه به په سیمه ییزه کچه د پوځي او امنیتي گواښونو په وړاندی له یو بل سره همکاری کوی پوځي همکاری د پوځي ځواک روزنه د گډو‌ پوځي مانورونو ترسره کول د تجربو او فنی تجربو راکړه ورکړه په امنیتي حوزه کې امنیتی عملیاتی همغږی استخباراتی او امنیتی همکاري د امنیتی اطلاعاتو شریکول د نویو رامنځته شویو ګواښونو لکه د راکټونو او ډرونونو‌ په وړاندی همکاری د سیمې د امنیت پیاوړتیا: په دی هکله د تړون موخه د سیمې او نړی د امنیت سره همکاری ښودل شوی ده پاکستان ته سیمه ییز او نړیوال تهدید؛ د مالي مرستو د ترلاسه کولو یوه پلمه پاکستان د خپل شتون په کلونو کې دا تجربه ترلاسه کړی چې په نړیواله او په تېره بیا په سیمه ییزه کچه ګواښونه او ننګونې خپلو ملگرو ته ور په ګوته کوي او بیا د همکاری په پلمه په هغه کې ورگډ شی، او کله نا کله په دی هکله دوه گونې سیاست هم پر مخ وړی، یعنی چې هم‌ له تهدید کوونکو سره د جوال خوله نیسې او هم د تهدید شوي څخه د مبارزې تر عنوان لاندي گټه اخلې ( ښه مثال یي افغانستان د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کالونو پورې و، چې له یوه خوا پاکستان د نړیوال تروریزم د ایتلاف غړی شمیرل کیده او له بله پلوه یي د ترهګرو د ساتونکي ، تمویلوونکي او تجهیزونکي رول ولوباوه). له سعودي سره هم په وروستې تړون کې پاکستان همدا موخې پر مخ بیایي ، سعودي په سیمه ییزه کچه له اسلامی افراطیت او د ایران له پوځي وړتیا څخه وېره لري او د سیمه ییزو ملگرو د پیدا کولو په لټه کې و او دی، چې پاکستان له دی فرصت څخه گټه پورته کړه او په دی توګه غواړی د سعودي له اقتصادي سرچینو څخه د خپل هېواد د ویجاړ اقتصادی حالت سره مجادله وکړی . دوه هندواڼې په یوه لاس کې: اوس چې سعودي عربستان د ایران د کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو تر سخت گزار لاندي دی، د پاکستان – سعودي د ستراتیژیک گډ دفاعي تړون له مخې، پاکستان باید د سعودي عربستان تر څنگ ودریږی ، ځکه که چیری یو د دغو دوو هېوادونو د کوم بل هېواد تر برید یا یرغل لاندی راځي ، دا یرغل او برید گډ بلل کیږی، په دي توګه پاکستان باید پر خپل تعهد عمل وکړی . اوس نو پاکستان په سخت حالت کې دی ، او په ظاهره کې له تهران سره خواخوږی لري او له بلې خوا له سعودي سره متعهد دی، په دی توګه ګواکې دوه هندواڼې یې په یوه لاس کې نیولي ، او داسې بریښې چې د پاکستان پوځې رژیم په خپل چل کې بند پاتي دی . که پاکستان د سعودي عربستان په اړخ ودریږی، نو دا به ورته په ځینو دلایلو ناشونې وي له ایران سره ګډه ناامنه پوله، په تیره بیا د بلوڅانو فعاله وسله واله مبارزه د پاکستان دحکومت پر ضد په سیمه کې دوام لری په پاکستان کې ناامنه فضا، په تیره په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې «چې عملا یي اداره تر ډیره په ملکی لحاظ او هم په امنیتي لحاظ د فدرالي حکومت له ادارې څخه وتلې ده په پاکستان کې له ایران سره د خلکو په تیره بیا د شیعه گانو خواخوږی «پاکستان د شمیر له نظره تر ایران وروسته د نړی په کچه ډیر اهل تشیع وگړې لری د پاکستان ویجاړ اقتصادی حالت، په تیره پر ایران د اسراییلو او امریکا له بریدونو وروسته او په پاکستان کې د سیاسې ډلو او ګوندونو

افغان وياړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې – خوست څانګې ” د مسلمان عقیده ” کتاب د مخکتنې غونډې کوربتوب وکړ؛

چهار شنبه  ۱۴۴۷/۹/۲۳     ۱۴۰۴/۱۱/۲۲  د مخکتنې ياده غونډه د خوست واليت د اطالعاتو او کلتور ریاست د غونډو پۀ تاالر کې د درنو علماء کرامو، لیکواالنو، فرهنګي ،شخصیتونو، د ښوونځيو/ پوهنتونونو زده کوونکو/ محصلینو او ځوانانو پۀ شتون کې .د افغان وياړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې – خوست څانګې د استازي سیف الرحمن مشال، لۀ لوري پۀ مقدماتي خبرو پیل شوه :ښاغلي مشال پۀ پیلیزو خبرو کې د آدم ع لۀ پیدایښت را پۀ دېخوا د انسانانو عقیدؤي ژوند لیک ته پۀ اشارې وویل د آدم ع لۀ پیدایښت وروسته، د انسانانو نسل زیادت ؤموند؛ د عقیدؤي سمون، رب پېژندنې، او د رب ج د پېژندنې پۀ موخه، هللا ج » «دنیا ته یو لک څلور ویشت زره کم او زیات پیغمبران علیهم السالم ولېږل؛ ترڅو انسانان سمې او مستقيمې الرې ته راهي شي :نومؤړي ” د مسلمان عقیده ” کتاب لیکوال مولوي صاحب عصمت هللا عرفان ته د یاد کتاب د مبارکۍ ترڅنګ وویل افغان وياړ څېړنیزه او کلتوري ټولنه ویاړي چې د خپلو سیمهيیزو خدماتو پر دوام، ” د مسلمان عقیده ” کتاب د مخکتنې غونډې » «.کوربتوب پر غاړه لري دا پۀ داسې حال کې چې افغان وياړ څېړنیزه او کلتوري ټولنه لۀ دې الرې، ځوان لیکواالن، شاعران او فرهنګي شخصیتونه هڅؤي؛ .ترڅو د تعليمي خوست لپاره د علمي، ادبي او فرهنګي بډائینې ستوري واوسېږي لۀ پیلیزو خبرو وروسته، د مخکتنې غونډې د تبرک پۀ موخه، قاري صاحب سلطان دريځ ته وغوښتل شو؛ نومؤړي پۀ خپل خواږۀ .تالوت، د مخکتنې غونډې ته فیوضات ور وبښل د خوست واليت اطالعاتو او کلتور ریاست پۀ استازیتوب د اطالعاتو آمر – مولوي صاحب سبحان هللا عزام ته بلنه ورکړل شوه؛ .ښاغلي عزام د فکري جګړې پۀ موخو، طرحو وړاندې کؤلو او د اجابه آمت پر وړاندې د فکري یرغل بېلګې ګډونوالو ته بیان کړلې :همداراز عزام صېب وویل دښمن د مسلمان، تقواداره، محصل او دوست پۀ جامه کې پر موږ حمله کوي، د دوست او دښمن د پېژندنې لپاره د مسلمان سالمه عقیده «.ډېره مهمه ده :د ويناواالنو لۀ نوملړ څخه، د آبدالي پوهنتون استاد – مفتي صاحب سید الرحمن سعيد، د جامعه اسالمیه مدرسې استادانو، لکه الحاج قاري او مولوي محمد حکیم شاه منیب او عبدالحنان، د اسالم لۀ زاؤیې ” د مسلمان عقیده ” کتاب مثبت او منفي اړخونه .وارزؤل .دوی د عقیدې د اهمیت او د یاد کتاب د ارزښت پۀ هکله ناستو حضارو ته خپل زرین اقوال وړاندې کړل :مفتي صاحب سعيد د افغان ویاړ څېړنېزې او کلتوري ټولنې لۀ ادارې څخه مننه وکړه او نومؤړي وويل دا ډؤل پروګرامونه، د ځوانانو پۀ تشویق کې مهم رول لري، چې لۀ دې الرې به نور لیکواالن د غوره ليکوالۍ او کتاب لیکنې » «.لپاره وهڅؤل شي د خوست واليت اطالعاتو او کلتور ریاست، پخوانی رئیس عبدالکریم پتنګ د مخکتنې د غونډې هغه ويناوال و، چې د ادبیاتو لۀ آړخه .یې ” د مسلمان عقیده ” کتاب ځانګړې مخکتنه ترسره کړه پتنګ صېب ” د مسلمان عقیده ” کتاب لۀ مثبتو آړخونو بیانؤلو وروسته، د اصالح پۀ موخه، د پښتو د ادبیاتو ځينې کلمې کره کتنې ته :وړاندې کړلې او نومؤړي وویل «.ځينې کلمې پۀ پښتو ادبیاتو کې هېڅ بنسټ نه لري، لیکواالنو ته پکار ده، د کتاب پۀ لیکنه کې لۀ ډېر دقت څخه کار واخلي» :دا پۀ داسې حال کې چې ښاغلي حمیدهللا ترابي هم ورته مخکتنه پۀ داسې بڼه وړاندې کړه د مسلمان عقیده ” کتاب د منځپانګې ځينې موضوعات یې تر یو عنوان الندې نقد کړل، د کتاب پۀ لیکنه کې یې لیک نښې اړینې ” :وبللې او يادؤنه یې وکړله، چې د مسلمان عقیده ” نومي کتاب د ډېرو عربي تعريفاتو ژباړې پۀ هماغه بڼه راژباړل شوي چې د لوستونکو لپاره به پېچلې تمامې ” » « .شي .د وروستي ويناوال پۀ توګه، مولوي صاحب، عصمت هللا عرفان دريځ ته وغوښتل شو .نوموړي د افغان وياړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې لۀ خدماتو مننه وکړه :د ويناواالنو لۀ اصالحي نظریو وړاندې کؤلو، علمي او ادبي اړخونه بیانؤلو څخه یې شکريه اداء کړه او زياته يې کړه وروسته د ښوونځیو/ مدارسو لۀ نصاب کتنې یو داسې کتاب لیکلو ته مجبور شوم، چې د زده کوونکو لپاره عام فهمه وي او ژر فهم ” « .ترې کېدالی شي غونډه مازديګر ناوخته، د خوست واليت اطالعاتو او کلتور ریاست محترم رئیس شاه حسین مسجدي لخوا، د د عاء پۀ ترسره کؤلو سره پای ته ورسېده.  !د افغان وياړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې د خوست څانګه

د سلواغې ۲۶مه د افغانستان د ویاړ، زړورتیا او نه هېرېدونکي اتلولۍ ورځ ده

  همدې ورځ، په ۱۹۸۹ کال کې، شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل او د افغان ولس د کلونو قربانیو او مبارزې بریا نړۍ ته ښکاره شوه. :د شوروي یرغل پیل په ۱۹۷۹کال کې شوروي ځواکونه افغانستان ته داخل شول، او ډېرو خلکو فکر کاوه چې جګړه به ژر پای ته ورسېږي. خو د پکتیا، لغمان، پنجشیر او هلمند په شان سیمو کې د مجاهدینو د مقاومت جبهو جوړېدل، او د احمد شاه مسعود، ګلبدین حکمتیار او نورو قوماندانانو مشري شوې عملیات دا وښودله چې د افغانستان غرونه، درې، کلي او ښارونه د داسې خلکو کورونه وو چې د خپل وطن د ازادۍ لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو وو. افغان ولس، که بزګر و، زده کوونکی، عالم یا عادي کلیوال، هر یو د خپل وطن د دفاع احساس درلود. همدغه ګډ احساس د کلونو مقاومت ته ځواک ورکړ د کلونو اوږدې جګړې وروسته، د شوروي اتحاد مشرتابه پرېکړه وکړه چې خپل پوځونه له افغانستانه وباسي. دا پرېکړه یوازې یو سیاسي ګام نه و، بلکې د یوې ستړې کوونکې جګړې پای او د افغان ولس د زغم ثبوت هم و. د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۵مه، چې د افغانستان په لمریز جنتري کې د سلواغې ۲۶مې سره برابره ده، وروستي شوروي عسکر د افغانستان له خاورې ووته. مشري یې جنرال بوريس ګروموف کوله او د آمو سیند پر پل د وتلو پر مهال یې تاریخ ته خپله وروستۍ وینا وکړه. د دې ورځې اهمیت دا هم و چې ډېر افغانان د آمو سیند غاړې ته راغلي وو، هغوی شوروي ځواکونو ته کتل او د خپلې اوږدې مبارزې پایله یې له نږدې لیدله. دا صحنه د افغان ولس د بریا او مقاومت نښه وه. :د دې بریا پیغام د دې ورځې ارزښت یوازې دا نه و چې یو بهرنی پوځ له افغانستانه ووت، بلکې اصلي ارزښت یې په هغه ژور پیغام کې دی چې نړۍ ته ورسید. دا پیغام دا و چې د یوه ملت اراده، که امکانات یې هر څومره محدود وي، د لویو قدرتونو پر وړاندې هم ټینګه پاتې کېدای شي. افغان ولس نړۍ ته وښوده چې ازادي یوازې یو شعار نه دی، بلکې یو ارزښت دی چې د ساتلو لپاره یې خلک هر ډول ستونزې او دردونه زغمي. که څه هم ډېری افغانان دا ورځ د خپلواکۍ او هویت د بیا ترلاسه کولو د بریا په توګه لمانځي، ځینې نورې ډلې او شنونکي ورته له مختلفو زاویو ګوري. د بېلګې په توګه، ځینې افغانان باور لري چې د شوروي ځواکونو وتل د یرغل پای و، خو د کورنیو شخړو نوې پړاو ته یې لاره هواره کړه، چې له امله یې د ټولنې یووالی او ثبات نور هم زیانمن شو. همداراز، یو شمېر نړیوال شنونکي استدلال کوي چې د شوروي ځواکونو پر ضد مقاومت د نړیوالو کړیو د مداخلې پراخېدو ته زمینه برابره کړه. د دې بریا تر شا د زرګونو کورنیو قربانۍ پرتې دي، ګڼ شمېر خلک شهیدان شول او د جګړې سیوري د کلونو لپاره د خلکو په ژوند کې پاتې شول. د شوروي ځواکونو له وتلو سره، د جګړې پایله یوازې له فزیکي حضور نه خلاصون نه و، بلکې د جګړې اوږدمهاله پایلې لا هم محسوسې دي. ټولنیز، اقتصادي او رواني زیانونه د افغانستان د خلکو او ټولنې پر ژوند ژور اغېز کړی دی. د خلکو بې ځایه کېدل د ټولنیز جوړښت ګډوډولو او د ټولنې پر یووالي بد اثر وکړ، په اقتصادي برخه کې د زراعتي او صنعتي بنسټونو ویجاړتیا د فقر او بېکارۍ زیاتېدو ته لاره هواره کړه، او د جګړې رواني فشارونو د یوې بشپړې نسل ته اوږدمهاله رواني ستونزې وزیږولې. د ښارونو او کلیو ویجاړتیا، او د نسلونو ترمنځ د تاوتریخوالي اوږدې خاطرې دا ښيي چې د دې ورځې ارزښت یوازې سمبولیک نه دی، بلکې د پایدارو بدلونونو او ستونزو بنسټ هم ایښودل شوی. له همدې امله، د مختلفو لیدلوریو په پام کې نیولو سره، همدا قربانۍ او اوږدمهاله تاثیرات د سلواغې ۲۶مې ورځې ته ځانګړی ارزښت ورکوي او د افغانستان راتلونکي ته مهم تاریخي او ټولنیز درسونه لري. د افغان ځوانانو لپاره، سلواغې ۲۶مه دا درس لري چې د ملت یووالی او ګډ هدف څومره ارزښت لري. کله چې خلک د یوه هدف لپاره سره یو موټی شي، تر ټولو لوی خنډونه هم له منځه تللی شي. دا ورځ افغان ځوانانو ته الهام ورکوي چې د خپل هېواد د پرمختګ، یووالي او سوکالۍ لپاره هڅه وکړي.

د تاریخي میراث د ساتنې او مستندسازۍ په لور؛ افغان ویاړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې د خواجه سید احمد آغا تاریخي آبدې څخه څېړنیزه او مستندیزه لیدنه ترسره کړه

افغان ویاړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې د هېواد د تاریخي او کلتوري میراث د ساتنې، مستندسازۍ او عامه پوهاوي په موخه د خواجه سید احمد آغا تاریخي آبدې څخه هر اړخیزه لیدنه ترسره کړه. دا لیدنه د یادې تاریخي آبدې د مستند جوړولو په هدف ترسره شوه، تر څو د هغې تاریخي شالید، کلتوري ارزښت او د لیدنې پر مهال د ټولنې غړو د آبدې بېلابېلې برخې له نږدې وکتلې، د جوړښت تاریخي ځانګړتیاوې یې وڅېړلې او د مستند لپاره یې انځوریز او معلوماتي مواد راټول کړل. همدارنګه، د سیمې د تاریخي ارزښتونو، ولسي روایتونو او د آبدې د رول په اړه لازم معلومات هم ثبت شول، څو مستند لا پیاوړی او بشپړ شي. افغان ویاړ څېړنیزه او کلتوري ټولنه باور لري چې د داسې تاریخي آبدو معرفي کول نه یوازې د ملي هویت د پیاوړتیا لامل ګرځي، بلکې د هېواد د بډایه کلتوري میراث د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د لېږد لپاره هم مهم رول لري. دا ټولنه ژمنه ده چې د تاریخي ځایونو د ساتنې، څېړنې او مستندسازۍ لړۍ به په دوامداره توګه پر مخ یوسي.معماري ښکلا په مسلکي او علمي بڼه ثبت او خوندي شي.

:له تېرو ویاړونو تر د راتلونکو نسلونو د افغانستان د تاریخي میراثونو مستند

څېړنیزه او کلتوري ټولنه باور لري چې د تاریخي آبداتو او ملي میراثونو په اړه د مستند فلمونو جوړول د یوه ملت د هویت د ساتنې او نړۍ ته د هغه د پېژندنې تر ټولو اغېزمنه لار ده. افغانستان چې د زرګونو کلونو لرغونی تاریخ، پیاوړی تمدن او بې‌ساري کلتوري شتمنۍ لري، اړتیا لري چې خپل تاریخي ویاړونه په علمي، مستند او هنري بڼه نړیوالو ته وروپېژني. د همدې موخې لپاره د یوې مهمې تاریخي آبدې په اړه د مستند فلم پر جوړولو کار پیل شوی، چې ډېر ژر به بشپړ او د هېوادوالو د لیدو لپاره وړاندې شي.په دې مستند کې هڅه شوې ده چې د یاد تاریخي اثر ارزښت، تاریخي شالید، تمدني اهمیت او د ساتنې اړتیا په مستند ډول خلکو ته وړاندې شي. دا تاریخي آبدې نه یوازې د تېرو زمانو د هنر، معمارۍ او فرهنګي ذوق څرګندونه کوي، بلکې د افغان ولس د فکري، علمي او تمدني پرمختګ ژوندی ثبوت هم ګڼل کېږي. د مستند د جوړولو ټیم هڅه کړې چې د باوري تاریخي اسنادو، څېړنو او د کارپوهانو د نظریاتو پر بنسټ، دغه اثر له تحریف پرته خلکو ته وروپېژني. د دې مستند د جوړولو اساسي موخه د هېواد د تاریخي او کلتوري میراثونو پېژندنه، د عامه پوهاوي لوړول او د راتلونکو نسلونو لپاره د تاریخي آثارو ارزښت ژوندی ساتل دي. کله چې خلک د خپل تاریخ له ریښو، بریاوو او تمدني شتمنیو خبر شي، نو د خپل هېواد سره یې مینه او مسوولیت هم زیاتېږي. همدارنګه دا ډول مستندونه د ځوان نسل لپاره د زده‌کړې یوه مهمه سرچینه ده، څو وپوهېږي چې افغانستان یوازې د جګړو او ستونزو تاریخ نه لري، بلکې د علم، هنر او تمدن یو پیاوړی مرکز هم پاتې شوی دی.په مستند کې د تاریخي آبدې د جوړېدو زمانه، د هغې د معمارۍ ځانګړنې، د کارېدلو موادو ډول، او هغه تاریخي پېښې چې له دې اثر سره تړاو لري، په تفصیل سره تشریح شوي دي. همدارنګه د دې آبدې د اوسني وضعیت، د زیانونو لاملونو او د ساتنې لپاره د عملي ګامونو یادونه هم شوې ده. دا پیغام خلکو ته رسول کېږي چې تاریخي آثار یوازې د تېر وخت یادګارونه نه دي، بلکې دا زموږ ګډ ملي شتمنۍ دي چې ساتنه یې د هر افغان ملي دنده ده.څېړنیزه او کلتوري ټولنه ټینګار کوي چې که تاریخي آبدې له پامه وغورځول شي، نو د ملت د هویت یوه مهمه برخه له منځه ځي. له همدې امله دا مستند نه یوازې یو معلوماتي اثر دی، بلکې د ملي احساس، ویاړ او مسوولیت پیغام هم له ځان سره لري. د مستند له لارې هڅه شوې چې نړیوالو ته وښودل شي چې افغان ولس د خپل تاریخ، کلتور او تمدن د ساتنې ژوره پوهه او اراده لري.په پای کې ویلای شو چې دا مستند د افغان ویاړ یو روښانه انځور وړاندې کوي. دا د دې ثبوت دی چې افغانستان، سره له ټولو ستونزو، لا هم پر خپلو تاریخي ریښو ولاړ دی او غواړي خپل تمدني میراث راتلونکو نسلونو ته په سالمه بڼه وسپاري. تمه ده چې د دې مستند له خپرېدو سره به د تاریخي آثارو د ساتنې په برخه کې د خلکو پاملرنه لا زیاته شي او د ملي هویت د پیاوړتیا لپاره به یو مهم ګام واخیستل شي