افغانستان او د نړۍ دوه مخې پالی
لیکوال دیدار الله څاروان. په عمومي توګه که د نړۍ ستراتېژيک اهداف او کړنلارې مطالعه کړو، دې پايلې ته رسېږو چې بهرني هېوادونه نه غواړي له افغانستان څخه خپل لاسونه لنډ کړي او غواړي دلته په يوه بڼه ښکېل اوسي،ځکه چې افغانستان نورې نړۍ ته له اقتصادي، منطيقوي او په ټوله کې جيوپولټيک ارزښت څخه برخمن دى. افغانستان هم د دې نړۍ يوه برخه ده او په ډيپلوماتيک سټېج کې د نړيوالو ديپلوماتانو حضور ته اړتيا ليدل کېږي.همدارنګه افغانستان د سيمې هېوادو تر منځه مرکزي حيثيت لري چې له يوه لوري د چين، ايران، پاکستان او روس تر منځ په يوې څلور لارې کې قرار لري او له بل لوري دغه هېواد په سياسي لحاظ ابر قدرتونو ته په ځانګړې توګه د شرق او غرب بلاک لپاره حايز د اهميت ده. د افغانستان سياسي او جغرافيايي موقيعت ته په کتو د دې هېواد مشرانو او هغه څوک چې د افغانستان سياسي منشور په رأ س کې ځاى لري او په نړيوال سټېج کې د دې سپېڅلي هېواد نمايندګي کوي اړينه ده چې د مدبرانه سياست څخه کار واخلي، د حکمتونو تر منځ داسې اړيکې او منا سبات جوړ کړي چې له يوه خوا د هېواد ملي ګټې او اسلامي ارزښتونه خوندي وي او له بل خوا له سيمې او نړۍ سره په تقابل کې رانشي، چې په دې برخه کې د اسلامي امارت مشرانو د پام وړ جدي هڅې کړي او نړيوالو ته يې دا په ډاګه کړې چې مونږ ته خپل اسلامي او ملي ارزښتونه سرې کرښې دي او له دغه مرز څخه قدم اوچتول به زمونږ لپاره ناشونى او ستونزمن کار وي. که چېرې نړۍ د افغانستان پر وړاندې دوه مخى سياست نه لوبوي اوغواړي له اسلامي امارت سره تعامل وکړي، دا بايد ومني چې اسلامي امارت د يوه خپواک اسلامي نظام په توګه د افغانستان په ټوله جغرافيه حاکميت لري او د هېواد ټولو وګړو ته په هره برخه کې مساوي خدمات وړاندې کوي نو د دې پر اساس هر هېواد حق لري چې په خپله محوطه کې د خپلو ارزښتونو اړوند قوانين پلي کړي او که چېرې ارزښتونه له پامه ولوېږي، بيا هغه نظام خپواک نه ګڼل کېږي بلکې په يو ډول نه يو ډول د استعمار تر سيوري لاندې وي چې دا ډول کړنې د اسلامي امارت په پاليسۍ کې ځاى نه لري. که نړيواله ټولنه دا بهانه کوي چې له افغانستان څخه نورې نړۍ ته ګواښ واقع ده، نو د دې په مقابل کې اسلامي امارت مشرتابه او غړو بار بار په نړيوالو غږ کړى چې د افغانستان له حدودو څخه به تاسو ته هيڅ ډول ستونزه نه پېښېږي او مونږ د اسلامي شريعت په چوکاټ کې نړيوالو ډيپلوماتيکو اصولوته ژمن يو.بله موضوع چې نړيوال يې افغانستان ته متوجې کړي هغه دا ده چې افغانستان د سيمې په کچه د طبيعي زېرمو او خامو موادو په برخه کې لويې زېرمې لري او غني هېواد ده، تاسو وګورٸ يواځې غزني ولايت کې د څېړنو پر اساس اتلس نوې طبيعي زېرمې کشف شوي، چې ياد ولايت يواځې د شپېته ملياردو ډالرو په ارزښت ليتيوم او د غزني زرکشان سيمه کې د دېرش مليارده ډالرو په ارزښت د طلا معدنيات لري چې دا د يوه ولايت په کچه ډېر لوى مقدار دلته نړيوال له يوې خوا په خپلو کې سره په سيالۍ بوخت دي، د چين هڅه دا ده چې د افغانستان طبيعي زېرمو په برخه کې پانګوڼه وکړي او اوس مهال يې دغې هڅې ته تر يوه بريده عملي بڼه هم ور کړې، امريکا خو هسې هم له مونږ سره په نيت کې ښه نه ده خو په غير مستقيم ډول يې کوښښ دا ده چې د افغانستان په اقتصادي تحول کې ځان شريک کړي په دې را ورسته کې ترکيه او ايران چې دواړه اسلامي ممالک دي د افغانستان له حکومت سره يې ډيپلوماتيکې اړيکې پيل کړې، همدارنګه په دواړو هېوادونو کې د سفارتونو پرانسته وشوه او د افغانستان په نمايندګۍ د اسلامي امارت ډيپلوماتانو په کې کار پيل کړو، چې دا ډول هڅې د افغانستان د رسميت پېژندلو په اړوند نورې نړۍ ته واضح پيغام ورکوي چې د افغانستان حکومت ټول ڼړيوال اصول پوره کړي او د دې جوګه ده چې بايد په رسميت وپېژندل شي.
افغانستان او د نړۍ دوه مخې پاليسي

لیکوال دیدار الله څاروان. په عمومي توګه که د نړۍ ستراتېژيک اهداف او کړنلارې مطالعه کړو، دې پايلې ته رسېږو چې بهرني هېوادونه نه غواړي له افغانستان څخه خپل لاسونه لنډ کړي او غواړي دلته په يوه بڼه ښکېل اوسي،ځکه چې افغانستان نورې نړۍ ته له اقتصادي، منطيقوي او په ټوله کې جيوپولټيک ارزښت څخه برخمن دى. افغانستان هم د دې نړۍ يوه برخه ده او په ډيپلوماتيک سټېج کې د نړيوالو ديپلوماتانو حضور ته اړتيا ليدل کېږي.همدارنګه افغانستان د سيمې هېوادو تر منځه مرکزي حيثيت لري چې له يوه لوري د چين، ايران، پاکستان او روس تر منځ په يوې څلور لارې کې قرار لري او له بل لوري دغه هېواد په سياسي لحاظ ابر قدرتونو ته په ځانګړې توګه د شرق او غرب بلاک لپاره حايز د اهميت ده. د افغانستان سياسي او جغرافيايي موقيعت ته په کتو د دې هېواد مشرانو او هغه څوک چې د افغانستان سياسي منشور په رأ س کې ځاى لري او په نړيوال سټېج کې د دې سپېڅلي هېواد نمايندګي کوي اړينه ده چې د مدبرانه سياست څخه کار واخلي، د حکمتونو تر منځ داسې اړيکې او منا سبات جوړ کړي چې له يوه خوا د هېواد ملي ګټې او اسلامي ارزښتونه خوندي وي او له بل خوا له سيمې او نړۍ سره په تقابل کې رانشي، چې په دې برخه کې د اسلامي امارت مشرانو د پام وړ جدي هڅې کړي او نړيوالو ته يې دا په ډاګه کړې چې مونږ ته خپل اسلامي او ملي ارزښتونه سرې کرښې دي او له دغه مرز څخه قدم اوچتول به زمونږ لپاره ناشونى او ستونزمن کار وي. که چېرې نړۍ د افغانستان پر وړاندې دوه مخى سياست نه لوبوي اوغواړي له اسلامي امارت سره تعامل وکړي، دا بايد ومني چې اسلامي امارت د يوه خپواک اسلامي نظام په توګه د افغانستان په ټوله جغرافيه حاکميت لري او د هېواد ټولو وګړو ته په هره برخه کې مساوي خدمات وړاندې کوي نو د دې پر اساس هر هېواد حق لري چې په خپله محوطه کې د خپلو ارزښتونو اړوند قوانين پلي کړي او که چېرې ارزښتونه له پامه ولوېږي، بيا هغه نظام خپواک نه ګڼل کېږي بلکې په يو ډول نه يو ډول د استعمار تر سيوري لاندې وي چې دا ډول کړنې د اسلامي امارت په پاليسۍ کې ځاى نه لري. که نړيواله ټولنه دا بهانه کوي چې له افغانستان څخه نورې نړۍ ته ګواښ واقع ده، نو د دې په مقابل کې اسلامي امارت مشرتابه او غړو بار بار په نړيوالو غږ کړى چې د افغانستان له حدودو څخه به تاسو ته هيڅ ډول ستونزه نه پېښېږي او مونږ د اسلامي شريعت په چوکاټ کې نړيوالو ډيپلوماتيکو اصولوته ژمن يو.بله موضوع چې نړيوال يې افغانستان ته متوجې کړي هغه دا ده چې افغانستان د سيمې په کچه د طبيعي زېرمو او خامو موادو په برخه کې لويې زېرمې لري او غني هېواد ده، تاسو وګورٸ يواځې غزني ولايت کې د څېړنو پر اساس اتلس نوې طبيعي زېرمې کشف شوي، چې ياد ولايت يواځې د شپېته ملياردو ډالرو په ارزښت ليتيوم او د غزني زرکشان سيمه کې د دېرش مليارده ډالرو په ارزښت د طلا معدنيات لري چې دا د يوه ولايت په کچه ډېر لوى مقدار ده. دلته نړيوال له يوې خوا په خپلو کې سره په سيالۍ بوخت دي، د چين هڅه دا ده چې د افغانستان طبيعي زېرمو په برخه کې پانګوڼه وکړي او اوس مهال يې دغې هڅې ته تر يوه بريده عملي بڼه هم ور کړې، امريکا خو هسې هم له مونږ سره په نيت کې ښه نه ده خو په غير مستقيم ډول يې کوښښ دا ده چې د افغانستان په اقتصادي تحول کې ځان شريک کړي په دې را ورسته کې ترکيه او ايران چې دواړه اسلامي ممالک دي د افغانستان له حکومت سره يې ډيپلوماتيکې اړيکې پيل کړې، همدارنګه په دواړو هېوادونو کې د سفارتونو پرانسته وشوه او د افغانستان په نمايندګۍ د اسلامي امارت ډيپلوماتانو په کې کټولنیزار پيل کړو، چې دا ډول هڅې د افغانستان د رسميت پېژندلو په اړوند نورې نړۍ ته واضح پيغام ورکوي چې د افغانستان حکومت ټول ڼړيوال اصول پوره کړي او د دې جوګه ده چې بايد په رسميت وپېژندل شي.
له لمر لوېدو خوند واخله (لنډه کیسه)

ایمل پسرلی عادت مې دی چې د هوټل پر خونه ننوځم هر کونج یې ګورم، په یوه ورکه پسې یم، نه پوهېږم څه پلټم. د سپلېټ هوټل په ۱۳ مه خونه کې مې هره المارۍ وپلټله. د کټ لاندې مې کتابچه وموندله. په زحمت مې راوایستله. لاندې لاس نه ورته، نه پوهېږم چا هلته څرنګه اېښې وه، شاید ترې لوېدلې وي، د بالښت لاندې به یې اېښې وه، ښوېدلې به وي. کتابچه کې په انګلیسي لیکل شوي و. په کټ وغځېدم کتابچه مې پرانیسته. یادښتونه و. د جون ۲۶ مه، ۲۰۲۵ کروېشیا ته پخوا نه یوو راغلي. هوا یې توده ده، په الوتکه کې مې د سپلېټ ښار په اړه کتاب ولوست. د روم سلطنت له برکته اباد شوی دی. رومیانو اروپا اباده کړې ده. ډېوېډ ته مې دغه وویل هغه نه راسره منل، نه پوهېږم په ده څه شوي دي، دا ډېر وخت وشو په هر څه کې باید منفي خبره وکړي. که ووایم ورځ ده، دی به وایي شاید شپه وي. له ځانه یې فیلسوف جوړ کړی دی، هره خبره شل ډوله تعبیروي. طبعآ هر څه بل بل ډول تعبیرېدلی شي خو په عادي ژوند کې که ستا میین دغسې شي، ژوند ورسره ترخېږي. مور به مې یو وخت ویل هلکان د ژوند په خاصو وختونو کې بې پرواه ښکاري، اصلآ دغسې نه وي. زه هم د مور همدې خبرې ایساره کړې یم، کنه نو باید ورسره خبرې وکړم. په دې سفر کې به یې وڅارم که مې پکې بدلون ونه لید یو ماښام به یې د سمندر له غاړې وریاده کړم، یا به یې لندن ته په ستنېدو الوتکه کې تر غوږ ور تېره کړم. ډېویډ راباندې ګران دی، نه غواړم دا وړې خبرې مو سره جلا کړي. د جون ۲۷ مه ۲۰۲۵ هوټل مو ارام دی، د سمندر له غاړې دی. د سمندر اوبه هم کرارې دي، لویې څپې نه لري، شور یې هم دومره نشته چې غوږونه دې په عذاب کړي. زه ورسره خوښه یم خو ډېوېډ شاکي دی. دی لویې څپې غواړي، شور غواړي، مستي غواړي. لامبو یې زده ده، تر لیرې په اوبو کې لاړ شي، ما ته نه ایسارېږي. زما لامبو هم ښه ده خو لیرې نه ځم، اخر سمندر دی، د ښار حوض نه دی. دلته ژغورونکي هم نه وینم، په نورو سمندرغاړو کې ژغورونکي ناست وي، دلته مې ونه لیدل. ډېویډ لکه نوی بالغ شوی زلمی سرټمبه خویونه کوي. که ورته ووایم تر لیرې مه ځه، ځواب نه راکوي خو تر پخوا لا ډېر لیرې لاړ شي، په خپل عمل منفي ځواب راکوي. شاید پخوانۍ مینه یې نشته، شاید زړه یې له ما موړ شوی وي. د دې سفر پلان چې مو جوړاوه ټول کارونه یې ما وکړل، ده نه هو راته ویل نه یې نه ویل. شاید ما جبر پرې کړی وي. که مې جبر کړی وي، دی خو ماشوم نه و باید راته ویلي یې وای چې نه شم تلی. د جون ۲۸ مه ۲۰۲۵ نن مو ډېر وخت د سپلېټ لرغوني ښار کې تېر کړ. دياو کلوشان کلا ته ورغلو. اتلس سوه کاله پخوا په همدې نامه د روم سلطنت پادشاه جوړه کړې وه. هغه د تقاعدۍ کلونه پکې تېرول. د سمندر له غاړې په توده هوا کې داسې کلا جوړه شوې چې اصلآ ګرمي پکې نه احساسوې. د روم په سلطنت چې هر څومره لولم هغومره راباندې ګرانېږي. د دې کلا په اړه د دې ځای یوې نجلۍ ، ایوانا معلومات راکړل. نه پوهېږم له کومه شوه. زه د کلا په لیدو بوخته وم، د ډېوېډ په لوړ غږ خندا له فکرونو وایستم. د ده خندا د پخوا غوندې وه. دا څو وخته یې دغسې نه و خندلي. ورته ومې کتل له ایوانا سره ولاړ و، د کافي دوې پیالې ورسره وې، له هغې سره یې خبرې کولې. ورنژدې شوم. ده راوپېژندله. د ایوانا ونه تر ما جګه وه، طلایي وېښته یې داسې منظم ټول کړي وو لکه ناوې ته چې یې سینګار ورکړی وي. باړخو یې تک سره وو، سینګار یې نه و کړی یا یې شاید دومره لږ کړی و چې ما احساس نه کړ. ډېويډ ویل ایوانا دلته کار کوي. د دې کلا په اړه ډېر معلومات لري، ډېویډ چې خبرې کولې ایوانا ته یې کتل، ما ته یې ویل تر تا هم د روم په سلطنت ډېر معلومات لري. ایوانا ویل دغه ښار د روم سلطنت له نړیدو وروسته جوړ شو. پادشاه دلته خاورو ته وسپارل شو چې وروسته پرې کلیسا جوړه شوه. د نورو یرغلګرو له ډاره ځایي خلک دې کلا ته راغلل چې امن وي، همدلته یې کورونه او دوکانونه جوړ کړل. زما نه یادېږي چې ډېوېد دې له تاریخ سره کله پخوا دومره دلچسپي ښوولې وي. له ایوانا مې د کافي پیاله واخیسته. په زړه کې مې ویل که کافي ترې واخلم شاید دا خپل کار ته ستنه شي. خو دا لا هم ولاړه وه له ډیويډ سره یې خبرې کولې. د کلا هر کونج یې ورپېژانده. د نایت کلبونو حال یې هم ورکړ. کافي هېڅ خوند نه درلود. د جون ۲۹ مه ۲۰۲۵ سهار ډېویډ راته وویل ، سمندر ته ځي. لا مو سهارنۍ نه وه کړې، عجیبه راښکاره شوه خو غږ مې ونه کړ. ده ما ته ست ونه کړ، له خونې ووت. د خونې له کړکۍ مې ولید چې سمندر غاړې ته روان دی. اوبو ته ورګډ شو. لږ وروسته د کافي له پیالو او یوه بوتل اوبو سره ورغلم. زه چې یې ولیدم لږ نور لیرې لاړ. له ځان سره مې وویل شاید دا زما اندېښنه وي، تصور وي واقعیت دغسې نه وي، ولې به مې د کلونو کلونو میین یو ناڅاپه داسې کېږي چې هر څه زما له قصده بل ډول کوي. ولې مې باید وځوروي.د سمندر له غاړې په شګو پراته پلاستیکي کټ کښېناستم. دی چې راغی اوبه یې راڅخه واخیستې، کافي ته یې لاس ورنه ووړ. پرون یې د ایوانا کافي داسې څښله لکه په توده ګرمي کې چې سوړ شربت څښي. نن یې اصلآ ورونه کتل. سبا به له دې ځایه وینیس ته په کښتۍ کې ځو. دې سفر ته ما ډېر پلان جوړ کړی و خو هغسې نه دی چې زما زړه ویل. ماښام مې په پستو او لندو
په کرښه (لنډه کیسه)

ایمل پسرلی په تورخم کې د دنګو، ډبرینو غرونو سیوري اوږده شوي وو. له یوه کمره لا هم سپینه دوړه پورته کېده، لږ وړاندې د توپ ګولۍ پرې لګېدلې وه، د کاڼې له مات شوي زړه وړې وړې ذرې باد په هوا کړې وې، خو د ویشتونکو زړه لا سوړ نه و، لکه نینې چې پخېږي، ټک ټک ټک، یو یو او بیا پرله پسې څو ټکه، تر هغو به کراري شوه چې د هر ټک د غږ انګازه به په غلي کېدو وه. بیا یو ناڅاپه کراري شوه خو لا یې د چا زړه نه اراموه. جنګ هم همداسې یو ناڅاپه پیل شوی و. د کرښې په منځ کې یو مړی پروت و، نه د دې غاړې، نه د هغې غاړې. لکه د یوې کږې کرښې د تېروتنې نخښه. کله وویشتل شو، څوک دی، چا وویشت؟ څوک نه پوهېدل. له لیرې یې لیدلی شوای، څوک نژدې نه شوای ورتللی. خو خبر یې له دې ځایه ښه لیرې، د ارامو ښارونو د هوسا خلکو تر غوږنو ورسېد. یوه ولیکل: – محمد قاسم نومېږي، پنډي و، پنډې یې وړې راوړې. بل دعوه درلوده: – توریالی دی، د لارۍ کلېنر و. یوه بل ویل: – ماجد خان دی، مزدوري یې کوله. خو دلته مړی لا هم بې نومه پروت و، هیڅوک نه ورنږدې کېدل. هر چا له لیرې ورته کتل، لکه د غرونو یو کاڼی چې پرېوتی وي. د غرونو په څوکو کې شاید څوک ګوته په ماشه ناست و، که د چا سیوری هم ښورېدلی وای، شاید ډز یې پرې کړی وای، همدې ډار هر زړه ته لاره کړې وه. یوازې له لیرې، له هوسا ځایونو، له هغو سیمو چې د ټوپکو خولې پکې پټې وې، د خلکو غږونه راتلل، د پېغور نارې. خو هېڅوک نه رامخته کېدل. هر څوک بل ته منتظره و، لکه چې مړی د بل چا وي، لکه د بلې غاړې وي، لکه د بلې جګړې چې وي. خو یوه خبره ټولو منله، یو څوک وژل شوی، دې پلو یا ها پلو، د یو چا کور وران شوی، د کرښې دې خوا یا هغه خوا، د هغې کرښې چې اوس په جګړه کې اصلآ نه ښکاري، او د توپ او ټوپک خوله چې نه وي تړل شوې، د مړي پورته کوونکی به هم ښکاره نه شي. ډارونکې خاموشي خپره شوه، لکه له متمدنې نړۍ لیرې پرته هدیره چې غږ نه لري خو هره لوټه او کاڼی یې د چا سترګو ته مرګ دروي. د یوه مرغه د وزرو څړپا شوه، تور ټپوس راڅرګند شو. د مړي پر سر یې څو ځل کړۍ ووهلې. ټپوس ورو ورو راکښته شو، د مړي له سره څو ګامه لیرې پر یوه ډبره کښېناست. مړي ته یې نه کتل، لکه دی چې هم له ګوته په ماشه خلکو ډارېده چې په سترګو نه ښکارېدل خو زړونه یې د ډبرو وو او ګوزار یې د ړانده د امسا غوندې که هر ځای لګېده ، د ده یې له بلا. د غرونو په سکوت کې بیا لکه نینې چې پولۍ کېږي، ټک، ټک ، ټک شو، انګازه یې لا اوږده شوه. سرې مرمۍ مړي ته نژدې په مځکه ولګېدې. لیرې پټو شویو خلکو اخ کړل: – مړی هم نه پرېږدي. – دا ډز په مړي نه و. ټپوس یې شاړه. ټپوس په هوا شوی و، لکه تور سیوری چې د غرونو په منځ کې ورک شي. بیا سکوت خپور شو. له دې ځایه لیرې، د هوسا ښارونو خلکو بله موضوع موندلې وه، دا مړی او دا پېښه له حافظو وتلې وه. خو دلته یو سپین ږیري خپل پوړېدلي لاسونه په زنګانه تکیه کړل، راپورته شو. کنډاسه خوله یې پرانیسته، په بې سېکه غږ یې کلمه وویله. یو چا پرې غږ کړل: – څه کوې، کښېنه، ولې دي. یوه بل ورغږ کړل: – لېونی یې. لکه کوڼ، بوډا هېڅ نه اورېدل، د کرښې په لور په کړوپه ملا رهي شو، د غرونو څوکو ته یې هم ونه کتل، خلکو ورته کتل، بوډا چې هر څومره مړي ته ورنژدې کېده، خلکو یوازې د خپل زړه دربا اورېده، د ټوپکو خولې لا پټې وې. بوډا لږ کړوپ شو، مړي ته ورنژدې شوی و، لاس یې اوږد کړ، سیوری یې د مړي په مخ ولوېد. خپل سپین څادر یې د مړي تر څنګ ویړ کړ. په پټو شویو خلکو کې یوه غږ کړل: – لکه چې په مړي نورې ډزې نه کېږي. – بوډا ته څه نه وايي. – مړی باید خوندي شي. یوه ځوان غږ بوډا ته ورنارې کړې: – مړی د چا دی؟ بوډا ځواب ورنه کړ، په خپل کار بوخت شو، بیا ورپسې ناره شوه: – د هاخوا دی که د دې خوا؟ بوډا مړي ته وکتل، ځوان سړی و، دغلته د ټولو نورو غوندې یې لمروهلی پوټکی درلود. بوډا ته ها خوا او دا خوا نه معلومېده، شاید سر یې یوې خوا او زړه یې بل خوا و. کله چې بوډا مړی ورو ورو کشاوه، دوه نور کسان ورمخکې شول، بیا درې نور. ټپوس له لیرې یوه کړۍ ووهله ، هغه بل لور کښېناست. مړی دې خوا راوړل شو، ټپوس هغه لور وږی پاتې شو. ډارونکی سکوت خپور و، معلومه نه وه چې بیا به کله ټپوس پورته کېږي؟
(چه ګوارا) څوګ وو او ولې يې نړيوال شهرت پيدا کړ؟

ډاکټر نېک محمد ويال زوکړه: چه ګوارا چې بشپړ نوم يې (Ernesto “Che” Guevara) دی په ۱۹۲۸ زکال کې د ارجنټاين هېواد په (روزاریو) ښار کې زږېدلی وو. دی يو فزيک پوه، طبي ډاکټر، لېکوال، ډپلماټ، پوځي نظريه ورکونکی او سرسخت چپی مارکسېست وو. نوموړی د نورو ځانګړنو ترڅنګ په ۱۲ کلنۍ کې د سطرنج لوبې يو مشهور لوبغاړی شو.دی په سويلي يا لاتين امريکا کې په سياسي او ادبي برخو کې فعال وو او د د ده د ارجنټاين په بونېس اريس پوهنتون کې د طب په پوهنځۍ کې دننه شو. هغه وخت چې د کيوبا يو شمېر مشران له هېواد شړل شوي وو او مکسيکو کې مېشت، چه ګوارا ور سره وپېژندل. د دغه مشرانو له ډلې فډل کاسټرو هم وو چې په مکسيکو کې يې د خپل هېواد يانې کيوبا د ديکتاتور دولت د غورځولو په طرحې کار کولو.فډل کاسټرو په ۱۹۵۶ کال کې يوه ۸۱ کسيزه ډله چې چه ګوارا هم په کې شامل وو کيوبا ته واستول. د چه ګوارا په شمول يو شمېر جنګيالي ټپيان شول او وتښتېدل خو ډېری نور يې د وخت د حکومت له خوا ووژل او ونېول شول.۱۹۵۹ کال کې کاسټرو په کيوبا کې واک ته ورسېد او چه ګوارا هم ور سره کار پيل کړ. چه ګوارا د کيوبا تابيعت واخېست او د دغه هېواد په کمونېست حکومت کې يې دنده پيل کړه. دی په فکري ډول هم په نړۍ کې د هر ډول امپريالستي نظريې خلاف شو او د وخت متحدو ايالتو پر بهرنيې سياست يې نيوکې کولې. چه ګوارا په دې سره په غربي نړۍ کې د شهرت او پام وړ کس جوړ شو.۱۹۶۶ کال کې چه ګوارا له يو شمېر نورو جنګيالو سره د سويلي امريکا بوليوا هېواد ته لاړ ترڅو هلته د مارکس مفکوره خپره کړي. بوليوا کې له څو برياوو وروسته چه ګوارا ټپي او وروسته ونېول شو. نوموړی په ګولۍ ووېشتل شو او لاسونه يې له جسد پرې کړل شول. چه ګوارا سره د نورو انقلابي ملګرو سره په يو ډله ييز قبر کې دفن شول. د مرګ په وخت کې د ده عمر ۳۹ کاله وو.د چه ګوارا په اړه پنځه خبرې: ۱- ښوونځي کې دی په خنځير يا خوګ مشهور وو. نوموړي توند او بې رحمه خوی درولود؛۲- نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې مصر، مراکش، برما، تایلند، سودان، سریلانکا، پاکستان، هند ، اندونزيا، جاپان، چین، یونان، یوګوسلاويا، چکسلواکيا، شوري يووال، شمالي کوريا، ختيځ المان، مجارستان، فرانسه، الجزایر، مالي، ګینه، کنګو او امريکا ته سفرونه کړي وو؛۳- کيوبا کې د مارکسېستي انقلاب وروسته فډل کاسټرو دی د ماليې وزير کړ؛۴- چه ګوارا د سګرټو عادتي وو او په همدې اساس ورته د ساه بندۍ ناروغۍ پيدا شوې وه؛۵- چه ګوارا به ويل چې که چېرې يو ځل نړۍ تاسې بدل کړی نو تاسې بيا کولی شئ نړۍ بدله کړئ.
د «فضایي تکنالوجي، نړۍ او افغانستان» تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو

تیره ورځ، پنجشنبه ماسپښین درې بجې د افغان ویاړ څیړنیزې او کلتوري ټولنې د غونډو او سمینارونو د تنظیم څانګې لخوا په ملي پوهنتون کې د «فضایي تکنالوجي، نړۍ او افغانستان» تر سرلیک لاندې سمینار تر سره کړ. په یاد علمي سمینار کې، چې د دریز چارې یې ښاغلي رستم جلالزی پر مخ وړلې او د لکچر وړاندې کوونکی د ستور پېژندنې د برخې کارپوه ښاغلی وکیل احمد عزیزي و. د دریز چارسمبالي قاري عبدالله حیدري ته بلنه ورکړه او غونډه یې د قرآن عظیمالشأن په مبارکو آیتونو پیل کړه. له ښه راغلاست وینا وروسته جلالزي ښاغلي وکیل احمد عزیزي ته بلنه ورکړه او سمینار پیل شو. ښاغلي عزیزي د د غونډې ناستو خلکو سره له پیژندګلوۍ او روغبړ وروسته وویل: یاده موضوع تر ډېره د فضایي ماموریتونو پورې اړه لري، د ده په وینا د دې برخې مطالعه انسان ته ښيي چې په څومره لایتناهي کایناتو کې د رب د تخلیق عجیبه نړۍ موجوده ده، هغه زیاته کړه چې ساینسپوهانو په لومړیو کې د ځمکې مرکزیت نظریه وړاندې کړه، یعنې ټول کاینات د ځمکې شاوخوا دي؛ خو وروسته دا نظریه له منځه لاړه او د لمر مرکزیت نظریه رامنځته شوه، چې له مخې یې موجوده فضا د لمر شاوخوا راڅرخي. همدارنګه یې څرګنده کړه چې ځمکه درې طبقې لري: فضا، اتموسفیر او خلا……. د ناستې په وروستۍ برخه کې ګډونوالو خپلې پوښتنې مطرح کړې چې عزیزي صاحب په ورین تندي هرې پوښتنې ته جلا، جلا ځواب ورکړ، په پای کې غونډه په دعا پای ته ورسیده. یاده دې وي چې یاد سیمینار به د افغان ویاړ څیړنیزې او کلتوري ټولنې له سوشل میډیا څخه په ویډیویي بڼه کتلای شئ. په درنښت د افغان ویاړ – د غونډو او سیمینارونه څانګه. کابل – افغانستان
د افغان ویاړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې د “داستاني ادبیاتو او داستاني عناصرو” د سیمینار لنډ راپور

د سیمنار وړاندې کوولو نېټه: ۱۴۰۴/۸/۱ هـ.ش، پنجشنبه د افغان ویاړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې د غونډو او سمینارونو د تنظیم څانګې دا ځل د “داستاني ادبیات او داستاني عناصر” تر عنوان لاندې سیمینار جوړ کړی و. د دريځ چارې ښاغلي رستم جلالزی پر مخ وړلې، او د پیل لپاره یې لنډې مقدماتي خبرې وکړې. ورپسې یې د قران عظیم الشان تلاوت لپاره ښاغلی دوست محمد هلاک وغوښت. وروسته عبدالرحیم فدا د هر راغلي مېلمه تود هرکلی وکړ او په ځانګړي ډول یې له استاد پوهندوی ګل رحمان رحماني څخه مننه وکړه، چې د بوختیاو سره سره یې د سمینار بلنه ومنله او د یوې مهمې موضوع په اړه یې لکچر تیار کړی. رستم جلالزي بیا استاد رحماني ته د وینا بلنه ورکړه. استاد رحماني خپله وینا د دې ښکلو بیتونو په ویلو پیل کړه: > ژوند مې څه و، د یوه بد تکرار کیسه وه پۀ ځنګل کې د مرغۍ او مار کیسه وه > د یعقوب اوښکې د مصر بازارونه ته به وایې چې زما د پلار کیسه وه > پټپټوني کې مې ځان درځيني ورک کړ خو پۀ زړۀ کې مې پرته د ډار کیسه وه وروسته استاد رحماني وویل: کله چې موږ د داستاني ادبیاتو خبره کوو، باید دا فکر وکړو چې ولې انسان ته کیسه مهمه ده؟ او ولې موږ کیسې خوښو؟ ده زیاته کړه، د ماشوموالي له وختونو راهیسې د مور او پلار خبرې او د ښوونکي کيسهييز درسونه لا هم زموږ په ذهن کې ژوندي دي، ځکه انسان له فطرت سره کیسه خوښوي. د انسان فطرت د کیسې د اورېدو او بیان لپاره جوړ شوی دی. استاد رحماني د قرآنکریم د “قصصالأنبیاء” یادونه وکړه او ویې ویل چې زموږ ژوند پخپله هم یوه لویه کیسه ده – د انسان پیدایښت، هڅې او پایلې ټول داستاني رنګ لري. ده د حضرت محمد ﷺ ژوند د یوه مثبت کرکټر تر ټولو ښکلی مثال وباله او ویې ویل: د هغه له ماشومتوبه تر وفاته ژوند یو بشپړ داستان دی چې له ازموینو، بریاوو او الهي پیغامونو ډک دی. استاد رحماني د ژوند د پړاوونو تشبیه هم وکړه: سهار د انسان ماشومتوب، غرمه ځواني او مازدیګر د عمر وروستۍ شېبې دي – دا ټول د ژوند د یوې کیسې فصلونه دي. ورپسې یې د داستاني ادبیاتو تعریف وکړ او د انسان تخیل، د زمان او ژوند رازونه او د ماضي او راتلونکي اړیکې یې وڅېړلې. هغه د ادبیاتو درې بنسټیز ډولونه یاد کړل: ۱. حماسي (Epic) ادبیات ۲. عشقي (Lyric) ادبیات ۳. ننداروي (Dramatic) ادبیات استاد د داستان د جوړښت په برخه کې د عنوان، پېښې، مکالمې، منظرو او حالتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د کیسې عنوان باید: ۱. د منځپانګې استازی وي ۲. تلوسه ولري ۳. ادبي او هنري خوند ولري ۴. لنډ او اغېزمن وي ورپسې یې د داستاني ژانرونو یادونه وکړه، لکه: ادبي ټوټه یونلیک یادښتونه خاطرې ناول لنډه کیسه رومان ننداروي ادبیات (ډرامه، فلم، سریال، تیاتر…) استاد د پلاټ، زمان، مکان، کرکټر، مکالمې، فضا، شخړې، تلوسې او د داستان د منطق او ژبې په اړه تفصیلي خبرې وکړې. وروسته د ګډونوالو د ازادو پوښتنو لړۍ پیل شوه، چې ډېری پوښتنې علمي او د موضوع سره سمې وې. استاد رحماني ټولو ته په حوصله او وضاحت ځوابونه ورکړل. په پای کې د ملي پوهنتون رئیس پوهندوی خالد حبیب د مننې وینا وکړه. ده د افغان ویاړ ټولنې له رهبرۍ مننه وکړه او ویې ویل چې دا ډول پروګرامونه د زدهکړو، پوهې او فرهنګي ودې لپاره خورا ارزښت لري. ده زیاته کړه: که ماشوم ته د خپلې ژبې او خپل فرهنګ په رنګ کیسې ووایو، نو هغه به راتلونکي کې له خپلو ریښو سره تړلی لوی شي او دا به د ټولنې د پياوړتیا لامل شي. په درنښت، د افغان ویاړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې د نشراتو څانګه
د لغمان د کلای سراج ( قلعة السراج ) تاریخی بڼ!

ډاکټر عبدالطیف یاد لغمان د افغانستان په ختیز کې یوه تاریخي او د لرغوني ګندهارا په سیمو کې مشهوره سیمه ده . په زړو ویدي نسخو، سرودونو او کتابونو کې هم دلغمان دسیمې ذکر او یادونه شوې ده.د لغمان سیمی ته په اوومې زیږدیزې پیړۍ کې مشهور چینایی زائر هیو ن تسنګ هم سفرکړی دی او په خپل یونلیک کې یې دلغمان دسیمې یادونه کړې ده .همداراز په لرغونو تاریخی کتابونو کې دا سیمه دلم پاکا په نامه هم یاده شوې ده او او سیدونکي یې دالینا د قبیلې خلک ښودل شوي دي چې په آریا یی قبیلو کې یوه مشهوره قبیله وه . همداراز دهند مغولي واکمن ظهیر الدین محمد بابر په مشهورتاریخي اثر بابر نامه کې هم دلغمان صوبه دلمغان او لمقاناتو دصوبې یا تومان په بڼه لیکلې شوې ده او دغه سیمه یې یوه شنه او زرخیزه سیمه ګڼلې ده .دلغمان دولایت زیاتره خلک پښتانه دي او مشهورې قبیلې یې ساپي، تره خیل ، نیازي ، رستم خیل ،حسین خیل ، خروټي، اوریا خیل ، الیاس خیل ، الکوزي ،ابراهیم خیل ،هوت خیل ، ادریمزي ، جبارخیل ، سهاک ، ناصر ،ګبري ، بابکر خیل، علی خیل، هزار میښي، محمد زي ، وردګ ، خیرو خیل ، تره کي او امر خیل دي .لغمان دالینګار ، الیشنګ ، قرغیو ، دولتشاه او بادپښ په نامه ولسوالۍ لري او دوه مست او څپاند سیندونه هم پکې بهیږي چې یو یې دالینګار او بل یې دالیشنګ سیندونه دي چې دلغمان ولایت د دغو دوو سیندونو په برکت شین او آباد دی .دلغمان ولایت په مرکز مهترلام کې یو ښکلی تاریخي بڼ شته چې کلای سراج نومیږي او د افغانستان د واکمن سراج الملة والدین امیر حبیب الله خان له خوا چې په امیر شهید سره هم مشهور واو دافغانستان دخپلواکۍ داتل اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان پلار و ودان شوی دی . نو موړی به په ژمي کې دلغمان ولایت ته ته او دالیشنګ او الینګار په درو کې به یې ښکار کاوه، ځکه په ژمي کې دکابل هوا سړه وه او لغمان او جلال آباد سیمو ملایمه او ښه آب و هوا لرله.د کلای سراج یا قلعة السراج تاریخی بڼ دامیر حبیب الله خان له خوا ددغه ولایت په مرکز مهترلام کې په ۵۵ جریبه ځمکه کې جوړشوی دی . علامه محمود طرزی په سراج الاخبار افغانیه کې دامیر حبیب الله خان له خوا ددغه بڼ د ودانولو ذکر او یادونه کړې ده اوویلي یې دي چې امیر حبیب الله خان ددغه بڼ دجوړیدو سره ځانګړې مینه درلودله .په دغه بڼ کې یوه کلا هم وه امیر حبیب الله خان یو ه ښایسته ماڼۍ او یو ښایسته جومات هم پکې جوړ کړی دی .ددغه لوی بڼ شاو خوا مستحکم دیوالونه وو او لویدیزه دروازه یې دنغاره خانې په نامه یادیدله چې ما ددې کرښو لیکوال پخپله هم لیدلې وه . دبڼ کلا څلور محا فظتي برجونه درلودل چې داړتیا په وخت کې دد ښمنانونه ددفاع لپاره جوړشوي وو. دبڼ شاوخوا دسروو او خرما ونې کرل شوې وې . په دغه بڼ کې ډول دول میوه دارې ونې لکه نارنج ، لیمو .، مالټې او ترنج ونې مو جودې وي . په بڼ کې د ښایسته ګلانو او فوارو لپاره هم ځایونه جوړ شوي و وچې دغه بڼ ته یې ځانګړې ښکلا ور بخښلې وه. دغه کلا او بڼ په سقاوی اړودوړ کې ډیر زیانمن شو . وروسته داعلیحضرت محمد ظاهرشاه دواکمنۍ په وخت کې دامیر حبیب الله خان استو ګنخي یا ماڼۍ نه د ښوونځيپه توګه ګټه اخیستله کیدله . دغه بڼ وروسته دافغانستان دتیرو څلو یښتو کلونو په جګړو کې نور هم له مینځه لاړ ، خو دافغانستان او سني حکومت پکې یو میلمستون ودا ن کړی دی .لنډه داچې دکلای سراج بڼ دلغمان یو تاریخي بڼ ګڼل کیږي .
«یو ماشوم، یو ژوند، یوه پوکڼۍ»

لنډه کیسه پښې یبلې روان و۔ غلچکیو حالاتو ترې څپلۍ غلا کړې وې۔ غوسه و، ښېرې او ښکنځلې یې کولې۔ کله به یې پښه په ځيږه تيږه یا اغزي ولګېده۔ له درده به یې چیغې کړې، لکه ماشوم پړینګ و به یې ژړل۔پر لاره به چې تېرېده سل سترګې به ورته ځیرې وې۔ د هرو دوو سترګو وال به یوه یوه پوښتنه ترې کوله: ته څوک یې؟ ده به ځواب ورکړ زه ژوند یم۔ په ډېرو پوښتنو یې ستړی کړ، چیغې یې کړې: درته وایم چې ژوند۔۔۔۔ژوند۔۔۔۔ژوند۔۔۔نور مې نو مه ستړی کوﺉ۔ پوښتونکو به شونډې بوڅې کړې، یو بل به یې په رېشخندي خندا او د لاسونو د تمثیل په اشارو سره و پوهول چې یعنې لېونی دی۔ په رښتیا چې لاروی حالاتو لېونی کړی و۔ پوندې یې له ازغو ډکې وې، د پښو تلو یې سوی وکړ۔ پښې یې د لارې د څنګ پر ځیږه ډبره و سولولې۔ له درد سره سره یې یو نری غوندې خوند ترې واخیست۔ دا ځل یې په پښو کې لږه شیمه پیدا شوه۔ لکه ماشوم په منډه شو۔ د ساحل تر پستو او لمدو شګو ورسېد۔ د پښو سوی یې په لمدو شګو یخ او ټکور شو۔ لږ لرې یې یوه ډله ماشومان ولېدل۔ چا ناوکۍ ودولې او چا له لمدو شکو کوټڼۍ جوړولې۔ په کوټڼیو کې یې د خپلو ارمانونو د پاجا لپاره تختونه جوړول۔ د لاروي ماشومتوب ته زړه وشو۔ جېب ته یې لاس کړ چې رنګینه پوکڼۍ را واخلي او هوا ته یې جګه کړي۔ جېب یې غله وهلی و، سورۍ و او پوکڼۍ په کې نه وه۔ پر ټنډه یې ګونځې را وغځېدې۔ یوه شېبه په چورت کې لاړ۔ ناڅاپه یې سر و ښوراوه او موسک شو۔ له ټټر نه یې خپل زړه را وایست ، رنګینه پوکڼۍ یې ترې جوړه او د خوشحالۍ له هوا یې ډکه کړه۔ منډه یې واخیسته۔ رنګینه پوکڼۍ یې هواته خوشې کړه۔ لاروي په هوا کې روانې پوکڼۍ ته کتل خندل یې او منډې یې وهلې۔ هغالته لرې د ناستو بنیادمانو رخه ورسره راغله۔ هوا ته یې ازغنې لښتې وتوغولې۔ رنګینه پوکڼۍ پر ازغنو لښتو ورغله او پړک وچاودېده۔ لاروی لکه د چاودلې پوکڼۍ ټوټې او تسمې پر اغزیو را پرېوت۔ لیکوال: پیر محمد کاروان
افغان وياړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې د سیمهییزو فعالیتونو په ترڅ کې په خوست ولایت کې خپل فعالیتونه پیل کړل!

” افغان وياړ “څېړنیزې او کلتوري ټولنې د خپلو فرهنګي، فکري او علمي فعاليتونو پر دوام، پۀ خوست کې خپله لومړنۍ څانګه پرانېستله. پر همدې مناسبت درېنۍ (سه شنبه) پۀ خوست کافټریا – غونډو تالار کې د پرانېسې مراسم، د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د قدرمن رئیس شاه حسین مسجدي، د اړؤند رياست آمرينو، د خوست د بېلابېلو رسنیو مؤسسینو، استازیو او پۀ ځانګړي ډؤل د مشهورو شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګي شخصیتونو پۀ شتون کې پیل شول. د پرانېستې مراسم، د مولوي صېب محمد یاسین فائز لخوا د قرآنکريم پۀ څو مبارکو آيتونو افتتاح شول. د پيل او ښۀ راغلاست وينا لپاره محترم عبدالرحيم فدا دريځ ته وغوښتل شو؛ نوموړي ګډونوالو ته د ښۀ راغلاست ترڅنګ د ” افغان وياړ ” څېړنیزې او کلتوري ټولنې پۀ تېرو فعاليتونو او راتلونکو پلانونو ناستو کسانو ته مالومات وړاندې کړل. فدا صېب پۀ خپلو خبرو کې وویل: « افغان وياړ غواړي، ترڅو د افغان رښتيني ځوان – رښتينی آنځور نړۍ ته وړاندې کړي؛ د خوست د فرهنګ او تاریخ بډائینې لپاره خپلې هلې – ځلې وکړي او د افغان وياړ لۀ ټولو ټولنیزو آدرسونو څخه، د ځوانانو پۀ اصلاح، پرمختګ او د علمي سطحې پۀ لوړؤلو کې مرسته وکړي.» لۀ فدا صېب وروسته، پۀ خوست کې د سولې پیغام راډیو مؤسس – لیکوال او شاعر زاهد شاه انګار ته بلنه ورکړل شوه. انګار صېب د خوست ولايت پۀ فرهنګي تاريخ، مذهبي او ملي ورځو لمانځنه او پۀ دې لمانځنه کې د افغان وياړ پۀ څېر د ټولنو ايجادؤل اړين وبلل. ښاغلي انګار صېب د خپلو خبرو پر مهال، لۀ وياړ سره د خپل راډيويي آدرس لۀ طریقه د هر ډؤل همکارۍ ډاډېینه وړاندې کړله. لۀ انګار صېب وروسته، د غونډې شېبې د خوست ولايت اطلاعاتو او کلتور ریاست، محترم رئیس شاه حسین مسجدي ته ځانګړې شولې. ښاغلي مسجدي پۀ فرهنګي برخه کې د افغان وياړ د خوست څانګې پرانېستل ښۀ وبللو او نومؤړي د خوښۍ څرګندؤلو ترڅنګ وويل: « خوست پۀ جغرافيايي لحاظ یو کوچنی ولایت دی؛ خو الحمدالله د دغه ولایت ځوانان داسې استعدادونه لري، چې د هېواد پۀ کچه حساب ورباندې کېدلای شي او د خپل فرهنګ د غنيتوب لپاره، لۀ نورو ښه پانګؤنه ترسره کولای شي.» د وياړ د پرانېستې مراسم، لا هغه وخت خوندؤر شول، چې د خوست د مشهورو شاعرانو او فرهنګي شخصیتونو لۀ مینځه نوراجان بهیر، فريد قربان، سبحان الله عزام، او اسحاق عمري د خوست د فرهنګي مخينې، کلتور او د ځوانانو د فکري روزنې پۀ موخه خپلې ويناؤې وړاندې کړلې. د یادؤنې وړ ده، چې د دریځ چارې د محترم سیف الرحمن مشال لخوا پر مخ یوړل شولې. غونډه مازديګر ناوخته، د اختتامیه دعاء پۀ ويلو سره پای ته ورسېده. پۀ درنښت: د افغان وياړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې – خوست څانګه #افغان_ویاړ