
تیره ورځ، پنجشنبه ماسپښین درې بجې د افغان ویاړ څیړنیزې او کلتوري ټولنې د غونډو او سمینارونو د تنظیم څانګې لخوا په ملي پوهنتون کې د «فضایي تکنالوجي، نړۍ او افغانستان» تر سرلیک لاندې سمینار تر سره کړ.
په یاد علمي سمینار کې، چې د دریز چارې یې ښاغلي رستم جلالزی پر مخ وړلې او د لکچر وړاندې کوونکی د ستور پېژندنې د برخې کارپوه ښاغلی وکیل احمد عزیزي و.
د دریز چارسمبالي قاري عبدالله حیدري ته بلنه ورکړه او غونډه یې د قرآن عظیمالشأن په مبارکو آیتونو پیل کړه. له ښه راغلاست وینا وروسته جلالزي ښاغلي وکیل احمد عزیزي ته بلنه ورکړه او سمینار پیل شو.
ښاغلي عزیزي د د غونډې ناستو خلکو سره له پیژندګلوۍ او روغبړ وروسته وویل: یاده موضوع تر ډېره د فضایي ماموریتونو پورې اړه لري، د ده په وینا د دې برخې مطالعه انسان ته ښيي چې په څومره لایتناهي کایناتو کې د رب د تخلیق عجیبه نړۍ موجوده ده، هغه زیاته کړه چې ساینسپوهانو په لومړیو کې د ځمکې مرکزیت نظریه وړاندې کړه، یعنې ټول کاینات د ځمکې شاوخوا دي؛ خو وروسته دا نظریه له منځه لاړه او د لمر مرکزیت نظریه رامنځته شوه، چې له مخې یې موجوده فضا د لمر شاوخوا راڅرخي.
همدارنګه یې څرګنده کړه چې ځمکه درې طبقې لري: فضا، اتموسفیر او خلا…….
د ناستې په وروستۍ برخه کې ګډونوالو خپلې پوښتنې مطرح کړې چې عزیزي صاحب په ورین تندي هرې پوښتنې ته جلا، جلا ځواب ورکړ، په پای کې غونډه په دعا پای ته ورسیده.
یاده دې وي چې یاد سیمینار به د افغان ویاړ څیړنیزې او کلتوري ټولنې له سوشل میډیا څخه په ویډیویي بڼه کتلای شئ.
په درنښت
د افغان ویاړ – د غونډو او سیمینارونه څانګه.
کابل – افغانستان