۱۴۰۵ لمریز کال

Mega Menu
Breaking

Dhu Al-Hijjah 3 1447

Dhu Al-Hijjah 3 1447

  • All Posts
  • Business
  • Economy
  • Health
  • News
  • Science
  • Sports
  • Tech
  • Western
  • World
  • اسلامي بانکداري او اقتصادي مسایلو مرکز
  • اسلامي بانکداري او مالي سیسټم انسټیټوټ
  • اعمال
  • تالیف او ژباړې څانګه
  • د ادبي پروګرامونو څانګه
  • د اسلامي بانکدارۍ مرکز
  • د پښتو ادبیاتو اړوند د څیړنو مقالو او لیکنو څانګه
  • د تاریخ او جهادي کارنامو د ثبت څانګه
  • د معاصرو اقتصادي مسایلو انسټیټوټ
  • د ویډوګانو او تاریخي کارنامو ارشیف
  • دپښتو ژبې او ادبیاتو مرکز
  • دعمومي تاریخ څانګه
  • کتابتون
  • مجله
    •   Back
    • ادبي غونډ ې
    • مشاعرې
    • روزنیز سیمارونه
    •   Back
    • ادبې تذکره
    • ادبي لیکنې
    • ادبې نقد
    • څیړنیزې مقالې
    •   Back
    • اسلامي بانکداري ډیپارټمنټ
    • د سوداګریزو معلوماتو ډیپارټمنټ
    • د تکافل ډپارمنټ
    •   Back
    • اسلامي تمدن
    • تاریخي سیمې
    • څیړې
    • صلیبی جګړه
    •   Back
    • تالیف او لیکوالې
    • ژباړه
    • د اثارو چاپ
    •   Back
    • د نویو اقتصادي پدیدو ډیپارټمنټ
    • د مالي او پولي سیاست ډیپارټمنټ
    •   Back
    • مستندونه
    • شل کلن تاریخ
Load More

End of Content.

زمونږ غوره مطالب

ته تاسو د دې وېب پانې اړوند مهم مطالب تر لاسه کولی شئ

Popular News

اړیکه ونیسئ
که تاسو کومه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ موږ ته د لټون کولو لپاره وړیا احساس وکړئ!

چه ګوارا څوګ وو او ولې يې نړيوال شهرت پيدا کړ؟

 ډاکټر نېک محمد ويال

 زوکړه:
چه ګوارا چې بشپړ نوم يې (Ernesto “Che” Guevara) دی په ۱۹۲۸ زکال کې د ارجنټاين هېواد په (روزاریو) ښار کې زږېدلی وو. دی يو فزيک پوه، طبي ډاکټر، لېکوال، ډپلماټ، پوځي نظريه ورکونکی او سرسخت چپی مارکسېست وو. نوموړی د نورو ځانګړنو ترڅنګ په ۱۲ کلنۍ کې د سطرنج لوبې يو مشهور لوبغاړی شو.
دی په سويلي يا لاتين امريکا کې په سياسي او ادبي برخو کې فعال وو او د د ده د ارجنټاين په بونېس اريس پوهنتون کې د طب په پوهنځۍ کې دننه شو. هغه وخت چې د کيوبا يو شمېر مشران له هېواد شړل شوي وو او مکسيکو کې مېشت، چه ګوارا ور سره وپېژندل. د دغه مشرانو له ډلې فډل کاسټرو هم وو چې په مکسيکو کې يې د خپل هېواد يانې کيوبا د ديکتاتور دولت د غورځولو په طرحې کار کولو.
فډل کاسټرو په ۱۹۵۶ کال کې يوه ۸۱ کسيزه ډله چې چه ګوارا هم په کې شامل وو کيوبا ته واستول. د چه ګوارا په شمول يو شمېر جنګيالي ټپيان شول او وتښتېدل خو ډېری نور يې د وخت د حکومت له خوا ووژل او ونېول شول.
۱۹۵۹ کال کې کاسټرو په کيوبا کې واک ته ورسېد او چه ګوارا هم ور سره کار پيل کړ. چه ګوارا د کيوبا تابيعت واخېست او د دغه هېواد په کمونېست حکومت کې يې دنده پيل کړه. دی په فکري ډول هم په نړۍ کې د هر ډول امپريالستي نظريې خلاف شو او د وخت متحدو ايالتو پر بهرنيې سياست يې نيوکې کولې. چه ګوارا په دې سره په غربي نړۍ کې د شهرت او پام وړ کس جوړ شو.
۱۹۶۶ کال کې چه ګوارا له يو شمېر نورو جنګيالو سره د سويلي امريکا بوليوا هېواد ته لاړ ترڅو هلته د مارکس مفکوره خپره کړي. بوليوا کې له څو برياوو وروسته چه ګوارا ټپي او وروسته ونېول شو. نوموړی په ګولۍ ووېشتل شو او لاسونه يې له جسد پرې کړل شول. چه ګوارا سره د نورو انقلابي ملګرو سره په يو ډله ييز قبر کې دفن شول. د مرګ په وخت کې د ده عمر ۳۹ کاله وو.
د چه ګوارا په اړه پنځه خبرې:
۱- ښوونځي کې دی په خنځير يا خوګ مشهور وو. نوموړي توند او بې رحمه خوی درولود؛
۲- نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې مصر، مراکش، برما، تایلند، سودان، سریلانکا، پاکستان، هند ، اندونزيا، جاپان، چین، یونان، یوګوسلاويا، چکسلواکيا، شوري يووال، شمالي کوريا، ختيځ المان، مجارستان، فرانسه، الجزایر، مالي، ګینه، کنګو او امريکا ته سفرونه کړي وو؛
۳- کيوبا کې د مارکسېستي انقلاب وروسته فډل کاسټرو دی د ماليې وزير کړ؛
۴- چه ګوارا د سګرټو عادتي وو او په همدې اساس ورته د ساه بندۍ ناروغۍ پيدا شوې وه؛
۵- چه ګوارا به ويل چې که چېرې يو ځل نړۍ تاسې بدل کړی نو تاسې بيا کولی شئ نړۍ بدله کړئ.

Share this article