بدبـينـي زموږ په ټولنـه کې ولې زيـاته ده؟
يوه باچا په خپله ماڼۍ کې يوه لويه هېنداره لګولې وه. څوک به چې ماڼۍ ته راننوته، د هېندارې له مخې به تېرېده. يوه ورځ دوه کسه ماڼۍ ته راننوتل، لومړي کس ته په هېنداره کې خپل مخ کوږ او تندی تريو وبرېښېد، په هېنداره يې بد وويل او د باچا عيب يې بيان کړ. بل کس په هېنداره کې خپل مخ روښانه وليد، موسکا يې وکړه او ماڼۍ يې وستايله، چې داسې ښه هېنداره پکې لګېدلې ده. دا حکايت راته وايي، چې د چا يا څه شي په اړه زموږ قضاوتونه زموږ د خپل ذهن زېږنده وي؛ خو زموږ ذهن داسې جوړ دی، چې کله د خپل تحليل ترلاسه کړې پايله ورته کټمټ هغسې عيني او رښتيا ښکاري لکه د يوې مربع د څلورو ضلعو محيط، سره له دې، چې په ټولنيزو مسايلو کې زياتره وخت زموږ قضاوتونه زموږ له خپلو عندي تمايلاتو او عواطفو سرچينه اخلي او د هغه شخص له واقعي کړو وړو سره چندان اړيکه نه لري. د پاسني حکايت کيسه شاعر په لاندې بيت کې په يوه بل ډول کړې: موږ ټول عمر همدغه غلطي وکړه غالبه چې ګرد مو په څېرو و، موږ هېندارې پاکولې قضاوتونه بالعموم علمي، سياسي او اخلاقي رنګ لري. د بدبينۍ ستونزه دا ده، چې په علمي او سياسي مسايلو کې هم فرد اخلاقي قضاوت ته اړ باسي. څوک مو چې خوښ نه وي، که ښه علمي کار يې هم کړی وي، بدبينۍ مو نه پرېږدي، چې کمالونه يې ووينو او وستايو. دا د انسان د ذهن خاصيت دی، چې څه شی ته غواړې، هغه درته تر نورو لوی ښکاروي او چې څرنګه يې ګورې، هغسې يې درته ښيي. که زړه مو وي، چې سره رنګه کورولا موټر واخلو، هره خوا راته سره رنګه کورولا ښکاري. په علمي قضاوتونو کې دې ته د نظر مغالطه وايي، چې د انسان له عواطفو خړوبېږي. پوهانو د نظر د مغالطې د مخنيوې او په دې موخه چې په علمي چارو کې قضاوتونه له احساساتو راوباسي او علمي يې کړي، د منطق علم ايجاد کړی، چې علمي پايلې د عواطفو له سيوري وساتي، ځکه چې د علمي او ناعلمي فکر پولې په عاطفه او منطق سره جلا کېږي، چېرته چې د عاطفې سيلۍ چلېږي، د علم څراغ نه بلېږي. خو د اخلاقو تقاضا دا ده، چې که قضاوتونه مو عاطفي بار هم ولري، پکار ده، چې له خوش بينۍ خالي نه وي. خوش بيني به ستونزې لري؛ خو زموږ غوندې په جګړه ځپلې او وېشلې ټولنه کې د کېميا تر بوټي کمه نه ده، زموږ په ټولنه کې بدبيني په فرهنګ بدله شوې، زياتره خلک د يو بل په اړه ډېر کم معلومات لري؛ قضاوتونه يې داسې دي، ته وا، د يو عالم ډيټا له شننې يې ترلاسه کړې. بيا په دې کې ستونزه دا ده، چې زياتره قضاوتونه په بدبينۍ ولاړ دي، مثلا د يوه کس عزت چلن ته غوړه مالي وایو، سره له دې، چې د غوړه مالۍ او خوش اخلاقۍ ډېر توپير دی، غوړه مالي د اسرې زېږنده وي؛ خو خوش اخلاقي له تمې الايش نه پاکه وي. لنډه دا چې د فرد هره ښه هڅه بده تعبيرول زموږ د خلکو عادت ګرځېدلی. وايي، يوه زاړه حکيم ته يوه ځوان ګيله وکړه، چې هر سړی زما بد غواړي او خلک ټول بد دي. حکيم تورې عينکې ورکړې، چې په سترګو يې کړي. سړي چې عينکې په سترګو کړې، ويې ليدل، چې هر څه تور دي. بيا يې سپينې سترګۍ ورکړې، ځوان ته هر څه لکه د ورځ روښانه شول. حکيم ورته وويل، چې دا ته يې چې خلک درته ښه او بد ښکاري. په يوه قدسي حديت کې خدای فرمايي، چې زه هر چا ته د هغه د ګومان له مخې وررسېږم؛ نو که خدای مهربانه بولې، درباندې مهربانه دی. خوشبيني او بدبيني د انسان کرکټر ښيي. که ته د چا په اړه بدبين يئ، ستا بدبيني به سمه وي، که نه؛ خو دا ستا د شخصيت په کمزورۍ دلالت کوي. ښه خلک د نورو په اړه ښه ګومان لري، ځکه ښه ګومان د لوړ ظرف او د مهربانۍ ښودانه کوي او بدبيني د رخې او کرکې له عاطفې خړوبېږي. سره له دې چې موږ په خپل فرهنګ کې د ښه ګومان په اړه يو عالم روايتونه او حکايتونه لرو، خو بيا هم چې د خپلې کورنۍ له غړيو يا ملګرو سره کېنو، د نورو په اړه له بدبينۍ ډکې خبرې کوو. کوچنيان مو چي دا خبرې اوري، په ذهن کې يې له خپلو اجدادو د راپاتې بدبينۍ زړي وکرو. دا بده نه ده، چې خپلو بچو ته علمي فکر ورزده کړو يا د ځينو خطرناکو کسانو په اړه يې احتياط ته راوبولو؛ خو دا بايد په دومره تدبير وکړو، چې د بدبينۍ منفي ذهنيت ورسره پيدا نه کړو، ځکه که له يوې خوا يې ټولنې ته دا تاوان دی، چې کوشيرېدو ته يې نه پرېږدي؛ نو له بلې خوا ستا بچې ته له ټولنې او خلکو سره تعامل سختوي. زموږ د ټولنې لويې لويې ستونزې له همداسې وړو وړو مشکلاتو رازېږي، چې موږ ته په اسانه نه ښکاري. زموږ لاسته راوړنه به دا وي، چې يو داسې کهول وروزو، چې بدبيني يې په خټه کې نه وي، د بل په اړه د بدبينۍ پر ځای په خپل شخصيت فکر وکړي. وروستۍ خبره دا چې بدبينه انسان ته نيم ډک ګيلاس نيم خالي ښکاري. دکتور اجمل ښکلی
اوه هېوادونه چې تر ټولو ډېر علمي مقالې خپروي

لیکوال: مژده اصغزاده ژباړه: مفتي محمد نعمان مفکر. .امریکا، چین، روسیه، هند، جرمني، جاپان او انګلستان د علمي مقالو خپرولو په برخه کې مخکښ هېوادونه دي او د مقالو له پلوه لوړ شمېر لري. اووه مخکښ هېوادونه د علمي مقالو خپرولو له مخې د نړۍ هېوادونه د علمي مقالو خپرول د پرمختګ لپاره مهم ګڼي. امریکا، چین، روسیه، هند، جرمني، جاپان او انګلستان د علمي مقالو خپرولو له مخې مخکښ دي او لوړ شمېر لري. د هغو اوو هېوادونو نوملړ چې تر ټولو ډېرې علمي مقالې خپروي د امریکا د ملي علومو بنسټ د علومو او انجینرۍ اړوند مقالې څاري او د هر هېواد د خپرو شویو سرلیکونو شمېر ارزوي. په تېره لسیزه کې د علمي مقالو شمېر شاوخوا څلور سلنه زیات شوی او چین پکې چټکه وده کړې ده. په ۲۰۱۸ کال کې ۲.۵۵ میلیونه مقالې خپرې شوې، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۸ کال کې دا شمېر یوازې ۱.۷۵ میلیونه و. د «World Atlas» له قوله راپور وایي چې امریکا د ۲۰۰۰م کال له پیل راهیسې د هر بل هېواد په پرتله د علمي خپرونو په برخه کې تر ټولو فعاله پاتې شوې ده، تر دې چې له چین څخه یې شاوخوا ۱۴۰ زره زیاتې مقالې لرلې. خو په راتلونکې لسیزه کې چین وتوانېد چې له خپل سیال څخه مخکې شي او مخکښي خپله کړي. په ۲۰۱۸ کال کې آسیایي هېوادونو نږدې ۵۲۸ زره او ۲۶۳ مقالې خپرې کړې، په داسې حال کې چې شمالي امریکا ۴۲۲ زره او ۸۰۸ مقالې وړاندې کړې. چین د نړۍ د علمي خپرونو شاوخوا یو پر پنځمه برخه تولید کړې ده، خو د امریکا ونډه یوازې د نړۍ د علمي مقالو ۱۶.۵۴ سلنه وه. هند هم د ۱۳۵ زره او ۷۸۸ مقالو په خپرولو سره په درېیم مقام کې ځای لري. د اروپايي اتحادیې هېوادونو په ټولیز ډول ۶۲۲ زره علمي مقالې خپرې کړې دي، چې دا شمېر د ټولو مقالو شاوخوا یو پر څلورمه برخه جوړوي. اوس د هغو هېوادونو جاج اخلو چې تر ټولو ډېرې علمي مقالې خپروي. چین چین په ټولو برخو او صنعتونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او د علمي مقالو تولید یې هم چټک وده کړې ده. چینایي علمي مجلو په تېره لسیزه کې د نړۍ د مجموعي ودې پرتله دوه چنده چټک پرمختګ کړی دی. په چین کې د کیمیا اړوند مقالې د ټولو علمي خپرونو نږدې نیمایي برخه جوړوي. د فزیک اړوند مقالو شمېر هم لوړ دی. د نانجینګ پوهنتون، د چین د علومو اکاډمي، د علومو او ټکنالوژۍ پوهنتون او همدارنګه د پیکینګ پوهنتون هغه بنسټونه دي چې تر ټولو زیاتې علمي مقالې یې خپرې کړې دي. چین په ۲۰۰۸ کال کې شاوخوا ۲۴۹ زره او ۴۹ مقالې خپرې کړې وې، او لس کاله وروسته یعنې په ۲۰۱۸ کال کې دا شمېر ۵۲۸ زره او ۶۲۳ مقالو ته لوړ شو. امریکا امریکا که څه هم د چین په پرتله لومړی مقام نه لري، خو لا هم له هغو هېوادونو څخه ده چې ډېرې علمي مقالې خپروي. دې هېواد په ۲۰۰۸ کال کې شاوخوا ۳۹۴ زره او ۹۷۹ مقالې خپرې کړې وې، او په ۲۰۱۸ کال کې دا شمېر ۴۲۲ زره او ۸۰۸ مقالو ته رسېدلی دی. د امریکا د علمي خپرونو بهیر یو شان نه و؛ د بېلګې په توګه، په ۲۰۱۷ کال کې د مقالو شمېر د ۲۰۱۸ کال پرتله ډېر و. سره له دې، امریکا لا هم د مخکښو هېوادونو په لست کې شامله ده. د امریکا پوهنتونونه او علمي مرکزونه لکه سټنفورډ پوهنتون، د ماساچوسېټس ټکنالوژۍ انسټیټیوټ (MIT)، هاروارډ پوهنتون او همدارنګه د امریکا د روغتیا ملي انستیتوت د علمي مقالو د خپرولو په برخه کې مخکښ دي. د هند ډېری مقالې د ژوندپوهنې، کیمیا، طبیعي علومو او چاپېریال پورې اړه لري. هند په درېیم مقام کې ځای لري، او د دې هېواد د علمي مقالو شمېر هر کال زیاتېږي. په ۲۰۰۸ کال کې هند شاوخوا ۴۸ زره او ۹۹۸ مقالې خپرې کړې وې، او لس کاله وروسته دا شمېر تر ۱۳۵ زره او ۷۸۸ مقالو پورې ورسېد. تر اوسه پورې، هند د نړۍ د ټولو خپرو شویو علمي مقالو شاوخوا ۵.۳ سلنه برخه برابره کړې ده. سره له دې چې د هند د علمي مقالو شمېر زیات شوی، د دې مقالو اعتبار تر پوښتنې لاندې راغلی دی. ځینې راپورونه ښيي چې یوازې شاوخوا ۱۵.۸ سلنه مقالې په نړیوالو معتبرو مجلو کې خپرې شوې دي. ډېری محصلین او څېړونکي هڅه کوي چې ټیټې کچې مجلې ونه ټاکي، تر څو د نیوکو هدف ونه ګرځي. په ۲۰۱۸ کال کې یو لېست خپور شو چې پکې هغه معتبرې علمي مجلې معرفي شوې وې چې مقالې باید پکې خپرې شي تر څو رسمي اعتبار ترلاسه کړي. آلمان آلمان که څه هم د علمي مقالو د خپرولو له پلوه لومړی هېواد نه دی، خو ډېر معتبر او باکیفیته علمي مطالب خپروي. دې هېواد په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۱۰۴ زره او ۳۹۶ مقالې خپرې کړې دي. په آلمان کې فعالې علمي ادارې لکه د هلمهولتز بنسټ او د مکس پلانک بنسټ د علمي مقالو په خپرولو کې مخکښ ګڼل کېږي. په آلمان کې ډېرې مقالې د طبیعي علومو، ژوندپوهنې، کیمیا او چاپېریال پورې اړه لري. آلمان په وروستیو کلونو کې د حکومت د ملاتړ له امله ډېر څېړونکي روزلي دي. د آلمان د څېړنو بنسټ د څېړونکو لپاره ۱۲ کلنې پروژې برابرې کړې دي، تر څو هغوی وکولای شي اوږدمهاله څېړنې ترسره کړي. جاپان جاپان په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۹۸ زره او ۷۹۳ علمي مقالې خپرې کړې دي. جاپاني مقالې زیاتره د کمیت پر ځای د څېړنې پر کیفیت تمرکز کوي، له همدې امله د نړیوالې علمي ټولنې له خوا منل کېږي. د جاپان حکومت څېړنیزو بنسټونو ته بودجه برابروي، تر څو څېړونکي وکولای شي د نورو هېوادونو له ساینسپوهانو سره هم ګډ کار وکړي. د توکیو، اوساکا او کیوتو پوهنتونونه د علمي مقالو په خپرولو کې ډېر فعال دي. جاپان په تېرو لسو کلونو کې د علمي مقالو په خپرولو کې پرمختګ کړی او له نورو هېوادونو سره یې علمي همکاري بېسارې ده. په هر حال، په وروستیو کلونو کې پر پوهنتونونو د ډېرو مقالو د خپرولو فشار د مقالو کیفیت لږ راکم کړی دی. انګلستان انګلستان د علمي
د کرپټو کرنسي ماهیت او حقیقت

ڈاکٹر مبشر حسین رحمانی ژباړه: مفتي محمد نعمان مفکر ډیجیټل ډول یې کوم فزیکي وجود شته.دا خبره ممکن د غیر متخصصینو لپاره حیرانوونکې وي، خو د ساینسپوهانو او څېړونکو لپاره د بټکوین تخنیکي حقیقتونه بالکل روښانه دي. البته، دا هم باید یادونه وشي چې د بټکوین د ماهیت او حقیقت په اړه اوس هم تخنیکي کارپوهان او شرعي علما بېلابېل نظرونه لري. ځينې پوهان جلا لیدلوري لري، او په علمي حلقه کې بحثونه روان دي. دلته موږ د یوه غالب علمي نظر تمثیل کوو، خو دا خبره هم منو چې دا موضوع لا هم د بحث وړ ده.لاندې موږ د ساتوشي ناکاموتو په ګډون د مشهورو څېړونکو او ساینسپوهانو هغه څرګندونې وړاندې کوو چې د بټکوین د تخنیکي ماهیت او حقیقت په اړه دي، دا ساینسي شواهد دومره څرګند دي چې نور وضاحت ته اړتیا نه لري:۱.“په حقیقت کې کوم کواین (سکې) وجود نه لري؛ یوازې ټرانزکشنونه (راکړه ورکړه) شتون لري چې د ملکیت حقونه ټاکي، نو د یوه کواین حقیقي معادل چې موږ یې تصور کولی شو، په اصل کې د ټرانزکشنونو یوه لړۍ ده.”۲.“بټکوین د حساب واحدونه دي چې د شمېرونو او تورو له ترکیب څخه د کرنسۍ واحد جوړوي، د دې ارزښت یوازې په دې کې دی چې کاروونکي یې په بدل کې د پیسو ورکولو ته چمتو دي.”۳.“حقیقت دا دی چې نه بټکوین شته او نه والټ؛ یوازې د شبکې ترمنځ د کواین د ملکیت په اړه یو ډول موافقه ده، د راکړې ورکړې پر مهال، د فنډونو د ملکیت د ثابتولو لپاره له ‘پرایویټ کی’ څخه کار اخیستل کېږي.”۴.“بټکوین نه هر کواین ساتي او نه دا چې د کواین مالک څوک دی، پر ځای یې، دا یو وېشل شوی لیجر (دفتر) سیسټم کاروي چې ورته بلاکچین ویل کېږي، د دې منطق دا دی چې که تاسو د یوه ادرس ټول ټرانزکشنونه وپېژنئ، نو پوهېږئ چې ایا هغه د مصرف لپاره پیسې لري که نه.” “موږ الیکترونیکي کواین داسې تعریفوو چې دا د ډیجیټل لاسلیکونو یو ځنځیر دی، هر مالک د پخوانۍ راکړې ورکړې هیش (Hash) → د هغې معاملې یو ځانګړی کوډ/نمبر) او د راتلونکي مالک «پبلک کي» باندې ډیجیټلي لاسلیک کوي او دا د کواین په پای کې ورزیاتوي تر څو هغه بل مالک ته انتقال کړي، ترلاسه کوونکی کولی شي د لاسلیکونو د تایید له لارې د ملکیت دغه ځنځیر تصدیق کړي.”۶.“بټکوین یوه الیکترونیکي، مجازي کرنسي ده چې د سکّو یا بانکنوټونو په څېر هېڅ حسي (فزیکي) بڼه نه لري.”۷.“یو کواین، یا د هغه برخه، د بټکوین په لیجر کې یوازې یو ټرانزکشن ده، د بټکوین ملکیت د «پبلک کي» (pk) له لارې ثابتېږي او د هغې اړوند پټه «پرایویټ کي» یوازې د اصلي مالک سره وي.”۸.“د بټکوین په سیستم کې، هر ټرانزکشن له یوه کمپیوټر څخه بل کمپیوټر ته د کرنسۍ د انتقال استازیتوب کوي، ټول کمپیوټرونه د هر ادرس د اوسني بیلنس څخه خبر وي او د بلاکچین یوه کاپي ساتي، چې پکې د پخوانیو ټرانزکشنونو تاریخ ثبت وي، د هر نوي ټرانزکشن سره د بلاکچین حالت بدلېږي.”۹.“په اصل کې، بټکوین د ډیجیټل لاسلیکونو یوه لړۍ ده.”۱۰.“د خپل نوم سره سره، بټکوین کې هېڅ فزیکي سکې نشته؛ یوازې شمېرې او توري دي چې د کرنسۍ واحدونه جوړوي.”۱۱.“د تخنیکي نظره، بټکوین ته ورته کرپټو کرنسي داسې تصور کېدای شي لکه د «حالت د انتقال» یو سیستم، چې پکې یو حالت د ټولو موجوده بټکوینونو ملکیت ښيي او د حالت د انتقال یو فنکشن وي چې یو حالت او یو ټرانزکشن اخلي او پایله کې یو نوی حالت رامنځته کوي.”۱۲.“بټکوین یو ډیجیټل کرنسي سیستم دی چې پر پییر-ټو-پییر مجازي ډاټا ولاړ دی، د دې د کارولو لپاره خلک باید په خپل کمپیوټر کې بټکوین والټ نصب کړي، دا والټ په اصل کې یو دوامداره تازه کېدونکی فایل دی چې تر اوسه ټول ترسره شوي ټرانزکشنونه پکې ثبت دي، بټکوین د «پبلک» او «پرایویټ کي» کرپټوګرافي په مرسته بل کاروونکي ته لېږدول کېږي، په ټرانزکشن کې د بټکوین اندازه (حتی اعشاري برخې) او یو ځانګړی ډیجیټل لاسلیک شامل وي چې د پرایویټ کي له لارې خوندي کېږي.”۱۳.“په لنډ ډول بټکوین داسې درک کېدای شي لکه د ټرانزکشنونو یو ځنځیر چې یو مالک څخه بل مالک ته انتقالېږي او د مالکانو پېژندنه د «پبلک کي» له لارې کېږي چې د مستعار نوم په توګه کار کوي.” د پورته ساینسي حوالو او اقتباسونو له مخې لاندې خبرې روښانه کېږي: بټکوین په حسي (فزیکي) ډول شتون نه لري.بټکوین د سکّو یا بانکنوټونو په څېر هېڅ فزیکي بڼه نه لري.بټکوین د داسې “شی” په توګه هم نه شته چې جلا ډیجیټل وجود ولري.په بټکوین کې کوم جلا “ډیجیټل کواین” نه ساتل کېږي.بټکوین نه هر کواین ذخیره کوي او نه دا ثبتوي چې د کوم کواین مالک څوک دی.بټکوین د ډیجیټل لاسلیکونو (signatures) یوه ځنځیري لړۍ ده.په بټکوین کې په اصل کې یوازې ټرانزکشنونه (راکړې ورکړې) وي چې د ملکیت حق ټاکي.بټکوین په فزیکي ډول قبضه کېدای (نیول کېدای) نه شي.د بټکوین د کارولو لپاره باید کاروونکي په خپل کمپیوټر کې “والټ” نصب کړي او دا والټ په اصل کې یو اپډېټ کېدونکی فایل دی چې ټول پخواني ټرانزکشنونه پکې ثبت وي.د کاروونکو ترمنځ په حقیقت کې یوازې ټرانزکشن تبادله کېږي، نه دا چې کوم فزیکي یا جلا “بټکوین” انتقال شي.هغه څه چې بدلېږي د لیجر (حسابي ثبت) حالت دی او د همدې له مخې بیلنس معلومېږي.د بیلنس معلومولو منطق دا دی: که د یوه ادرس ټول ټرانزکشنونه معلوم وي، نو پوهېدای شو چې هغه د مصرف لپاره څومره اندازه لري.بټکوین د “پبلک کي” او “پرایویټ کي” د کرپټوګرافۍ په مرسته انتقالېږي، چې دا د دودیز بانک د یوزرنیم او پاسورډ په څېر رول لري. پوښتنه دا ده چې ولې خلک د بټکوین د ماهیت په اړه له غلط فهمۍ سره مخ کېږي؟ ځینې خلک دا دلیل وړاندې کوي چې کله دوی د کرپټو کرنسۍ والټ نصب کړي، دوی ته د دوی د بټکوین بیلنس ښيي او دوی کولای شي بټکوین له یوه ادرس څخه بل ادرس ته په بریالیتوب سره انتقال کړي، نو له همدې امله دوی باور کوي چې بټکوین په ډیجیټل ډول موجود دي.دا د بټکوین د ډیجیټل شتون په اړه یوه لویه غلط فهمي ده، دا باور کول چې بټکوین په رښتیا سره د
هغه څه چې د ابوبکر صدیق رضی الله عنه او د فنحاس یهودي ترمنځ پیښ شوي

ژباړه: مفتي محمد نعمان مفکر پوښتنه یې کوله چې ولې نبوت د دوی په منځ کې نه دی. هغوی پرېکړه وکړه چې پر دې عربي نبي ایمان و نهړي او ورسره دښمني پیل کړي، سره له دې چې د هغه د رښتینولۍ لپاره روښانه دلایل موجود وو. د اخر الزمان د نبي نښې او صفات چې یهودیان پېژندل، په محمد ﷺ کې موجود وو، او دا صفات په هغو پخوانیو کتابونو کې هم ذکر شوي وو چې لا تر اوسه نه وو تحریف شوي. ابن تيمية رح ویلي دي: «ما د زبور په ځینو نسخو کې په خپله ولیدل چې پکې د محمد ﷺ د نبوت په نوم څرګنده یادونه شوې وه او بله نسخه مې هم ولیده چې پکې دا یادونه نه وه؛ نو دا ناشونې نه ده چې په ځینو نسخو کې د نبي ﷺ داسې صفات وي چې په نورو کې نه وي.» او هغه دا هم ویلي دي: «دا خبرونه چې اهل کتاب د محمد ﷺ صفات په خپلو پخوانیو کتابونو کې پېژندل، د هغوی له لوري په پرلهپسې او متواتر ډول نقل شوي دي.» له سلمة بن سلامة بن وقش رضي الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل: ” كان لنا جار من يهود في بني عبد الأشهل، قال: فخرج علينا يوما من بيته قبل مبعث النبي صلى الله عليه وسلم بيسير، فوقف على مجلس بني عبد الأشهل، قال سلمة: وأنا يومئذ أحدث (أصغر) مَنْ فيه سِنّاً، عليَّ بردة (نوع من الثياب معروف) مضطجعاً فيها بفناء (مكان متسع أمام بيت) أهلي، فذكر البعث والقيامة، والحساب والميزان، والجنة والنار، فقال ذلك لقوم أهل شرك، أصحاب أوثان لا يرون أن بعْثاً كائن بعد الموت، فقالوا له: ويحك يا فلان، ترى هذا كائناً، أن الناس يُبعثون بعد موتهم إلى دارٍ فيها جنة ونار، يُجْزَوْن فيها بأعمالهم؟ قال: نعم والذي يُحلف به، لودَّ أن له بحظه من تلك النار أعظم تنور في الدنيا يحمونه، ثم يدخلونه إياه فيطبق به عليه، وأن ينجو من تلك النار غدا، قالوا له: ويحك وما آية ذلك؟ قال: نبي، ويُبعَث من نحو هذه البلاد، وأشار بيده نحو مكة واليمن، قالوا: ومتى تراه؟ قال: فنظر إليَّ وأنا من أحدثهم سِنّا، فقال: إن يستنفد (يذهب وينتهي) هذا الغلام عمره يدركه. قال سلمة: فوالله ما ذهب الليل والنهار حتى بعث الله تعالى رسوله صلى الله عليه وسلم وهو حي بين أظهرنا، فآمنا به، وكفر به بغياً وحسدا” رواه أحمد. ژباړه: زموږ لپاره د یهودو یو ګاونډی و په بني عبدالأشهل کې هغه یوه ورځ، د محمد ﷺ له بعثت څخه لږ مخکې، له خپل کوره راووت او د بني عبدالأشهل د خلکو مجلس ته ودرېد، سلمه وایي: زه هغه مهال د عمر له پلوه د مجلس تر ټولو کشر وم او پر ما یوه بُرده (د جامو یو ډول) وه او د خپل کور مخې ته پروت وم.نو هغه (یهودي) د بیا ژوندي کېدو (بعث)، قیامت، حساب، میزان، جنت او دوزخ یادونه وکړه، دا خبرې یې داسې خلکو ته کولې چې مشرکان وو، د بتانو خاوندان وو او دا یې نه منله چې له مرګه وروسته به بیا ژوند وي.نو هغوی ورته وویل: افسوس دې وي پر تا، ایا ته دا شی ممکن ګڼې چې خلک به له مرګ وروسته راژوندي کېږي او داسې ځای ته به ځي چې پکې جنت او دوزخ وي او د خپلو اعمالو بدله به ویني؟هغه وویل: هو، قسم په هغه ذات چې پرې قسم خوړل کېږي، که هغه ته اختیار ورکړل شي، نو دی به دا خوښه کړي چې د همدې اور په بدل کې د دنیا تر ټولو لوی تنور ورته تاو کړي، بیا یې پکې واچوي او کلک یې پرې وتړي او تر دې چې له هغې (اصلي) اوره سبا وژغورل شي. هغوی وویل: افسوس دې وي، نو د دې نښه څه ده؟ هغه وویل: یو نبي به راشي، او د همدې سیمې له خوا به وي. بیا یې په خپل لاس د مکې او یمن لوري ته اشاره وکړه. هغوی وویل: ته یې کله تمه لرې؟ هغه (یهودي) ماته وکتل او زه د عمر له پلوه تر ټولو کشر وم، نو ویې ویل: که د دې هلک عمر پای ته ونه رسېږي، نو هغه به یې وویني.سلمه وایي: په الله قسم، لا شپه او ورځ نه وه تېره شوې چې الله تعالی خپل رسول محمد ﷺ راولېږه او هغه (یهودي) زموږ ترمنځ ژوندی و؛ نو موږ پرې ایمان راوړ، خو هغه د ظلم او حسد له امله پرې کفر وکړ.»(دا روایت احمد بن حنبل نقل کړی دی) او د هغو یهودو له ډلې چې د نبي ﷺ سره یې ډېره سخته دښمني او کرکه لرله دا کسان وو:حيي بن أخطب، د هغه ورور أبو ياسر، سلام بن مشكم، كعب بن الأشرف، كعب بن أسد، او فنحاص. ابن حجر العسقلاني په خپل کتاب فتح الباري کې، وروسته له دې چې یې د یهودو یو شمېر مشران یاد کړي (چې فنحاص هم پکې شامل و)، ویلي دي:«له دې کسانو څخه د هېچا اسلام ثابت شوی نه دی.» هغه څه چې د أبو بكر الصديق او یهودي فنحاص ترمنځ تېر شول: د محمد ﷺ له هجرت وروسته مدینې ته، د مسلمانانو او یهودو ترمنځ خبرې او مناظرې وشوې. په دغو مناظرو کې د یهودو باطلې دعوې او له الله تعالی او د هغه له رسولانو سره د هغوی بې ادبي څرګنده شوه.د یهودو له ډلې ځینو داسې خبرې او دریځونه ونیول چې د هغوی په اړه د قرآن کریم آیتونه نازل شول.له همدې پېښو څخه یوه مهمه پېښه دا ده چې د أبو بكر الصديق رضي الله عنه او د یهودو د یوه عالم (حَبْر) چې نوم یې فنحاص و، ترمنځ وشوه.دا پېښه ابن هشام په السيرة النبوية، ابن سيد الناس په عيون الأثر، ابن حجر العسقلاني په فتح الباري، الطحاوي په شرح مشكل الآثار، او نورو علماوو هم روایت کړې ده. له عبد الله بن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل: «أبو بكر الصديق د “بیت المدرس” (هغه ځای چې تورات پکې لوستل او زده کېده) ته داخل شو، نو هلته یې ډېر یهودیان ولیدل چې د خپل یوه عالم شاوخوا راټول وو، چې هغه ته به فنحاص ویل کېدل، او هغه د دوی له علماوو او احبارو څخه و، او له هغه سره
د نبوي طب له مخې د نیمسري درد درملنه

لیکنه: براءه الشريف ژباړه: مفتي محمد نعمان مفکر الله سبحانه وتعالی کله ناکله انسان په خپل بدن کې د ناروغیو له لارې ازمويي او امتحانوي، خو د الله رحمت او فضل ډېر پراخ دی؛ ځکه الله تعالی هېڅ ناروغي نه ده پیدا کړې مګر دا چې ورسره یې درمل هم پیدا کړي دي. الله تعالی فرمایي: (وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ ۙ وَلَا يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إِلَّا خَسَارًا)ژباړه: او موږ له قرآن څخه هغه څه نازلوو چې د مؤمنانو لپاره شفا او رحمت دی او ظالمانو ته پرته له تاوانه بل څه نه زیاتوي. په نبوي سنت کې هم په صحیح احادیثو کې د ځینو ناروغیو لپاره د درملنې لارې چارې یادې شوې دي، وروسته له دې چې انسان پر الله توکل وکړي او هغه ته رجوع وکړي.ځینو علماوو دې ته د نبوي طب نوم ورکړی دی، لاندې د نیمسري درد د درملنې په اړه بیان دی:د نبوي طب له مخې نیمسري هغه سر درد دی چې د سر په یوه برخه کې وي، د سر درد اصلي سبب د سر تودوخه ده او هغه بخارات دي چې دماغ ته خېژي او د وتلو لاره نه پیدا کوي، نو درد رامنځته کوي.نیمسري درد درملنه د هغې د ډول او سبب له مخې بدلېږي. په نبوي سنت کې نیمسري درد لپاره د نکروزو کارول یاد شوي دي، خو دا یو جزوي علاج دی، نه بشپړ.که د سر درد د ډېرې تودوخې له امله وي او داسې نه وي چې استفراق سره هم نه ښه کېږي، نو په دې وخت کې دې نکروزي ښه وټکول شي له سرکې (خل) سره دې ګډ کړل شي او په تندي دې ولګوي، نو درد اراموي او کموي. دا یوازې د سر لپاره نه، بلکې د بدن نورو غړو ته هم ګټه لري؛ که چېرې نکروزي په پړسوب او شړیدلي ځای وکارول شي، هغه هم اراموي.دا خبره د رسول الله ﷺ د آزادې شوې کنیزې حضرت سلمی رض له حدیث څخه څرګندیږي، چې وایي: ” كانَ لاَ يصيبُ النَّبيَّ صلَّى اللَّه عليْهِ وسلَّمَ قرحةٌ ولاَ شوْكةٌ إلاَّ وضعَ عليْهِ الحنَّاءَ”ژباړه: رسول الله ﷺ ته به هېڅ زخم یا اغزی نه رسېده مګر دا چې هغه به پرې نکروزي لګوله.”نو نکروزي یخ طبیعت لري او د درد او پړسوب په کمولو کې ګټور دي. د نبوي طب نورې بېلګې په نبوي سنت کې د درملنې ځینې نورې لارې هم یادې شوې دي چې د یو څو یادونه به یې وکړو. د تورې دانې (حبّة السوداء) درملنه له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: “عليكُم بهذه الحبَّةِ السَّوداءِ فإنَّ فيها شفاءً مِن كلِّ داءٍ إلَّا السَّامَ”ژباړه: تاسې ته پکار ده چې له تورې دانې څخه کار واخلئ، ځکه په دې کې د هرې ناروغۍ شفا ده، پرته له مرګه. د مسواک درملنه د مسواک کارول سنت دي او مسلمان ته غوره ده چې دا عادت خپل کړي، له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: ” لَوْلَا أنْ أشُقَّ علَى أُمَّتي أوْ علَى النَّاسِ لَأَمَرْتُهُمْ بالسِّوَاكِ مع كُلِّ صَلَاةٍ”ژباړه: که چېرې زما پر امت یا خلکو باندې سختي نه وای، نو ما به هغوی ته امر کړی وای چې له هر لمانځه سره مسواک وکړي. مسواک د خولې لپاره ډېرې ګټې لري برسیره په دې چې خوله پاکوي، بد بوی له منځه وړي، غاښونه سالم ساتي. د حجامې درملنه حجامه هغه عمل ده چې د انسان له بدن څخه خراب وینه ایستل کېږي.له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: “إنَّ أمْثَلَ ما تَدَاوَيْتُمْ به الحِجَامَةُ والقُسْطُ البَحْرِيُّ”ژباړه: ستاسو له غوره درملنو څخه حجامه او قسط بحري دي. د شاتو (عسل) درملنه شات یو مهم درمل دی چې الله تعالی په قرآن کې یاد کړی دی:“يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِّلنَّاسِ”ژباړه: د هغې له نسونو څخه یو ډول څښاک راوځي چې بېلابېل رنګونه لري، په هغه کې د خلکو لپاره شفا ده. له ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی: “أنَّ رَجُلًا أتَى النَّبيَّ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ فقالَ: أخِي يَشْتَكِي بَطْنَهُ، فقالَ: اسْقِهِ عَسَلًا، ثُمَّ أتَى الثَّانِيَةَ، فقالَ: اسْقِهِ عَسَلًا، ثُمَّ أتاهُ الثَّالِثَةَ، فقالَ: اسْقِهِ عَسَلًا، ثُمَّ أتاهُ فقالَ: قدْ فَعَلْتُ؟ فقالَ: صَدَقَ اللَّهُ، وكَذَبَ بَطْنُ أخِيكَ، اسْقِهِ عَسَلًا، فَسَقاهُ فَبَرَأَ”ژباړه: یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: زما ورور د نس درد لري. رسول الله ﷺ وفرمایل: “هغه ته شات ورکړه.”هغه بیا راغی، بیا یې همدا خبره وکړه، رسول الله ﷺ بیا هم وفرمایل: “هغه ته شات ورکړه.”درېیم ځل هم همداسې وشول، وروسته یې وویل: ما دا کار وکړ. رسول الله ﷺ وفرمایل:“الله رښتیا ویلي دي او ستا د ورور نس غلط ویلي دي، هغه ته شات ورکړه.”نو کله چې یې شات ورکړل، هغه ښه شو.
نړۍ کې تر ټولو ډېر خپرېدونکې مجلې
{ژباړه: احسان الله تکل} ۱۰- ګېم اېنفورمر (Game Informer)وېش (توزیع): ۴.۳ میلیونه نسخې دا مجله د ویډیویي لوبو د صنعت یو لوی او پرمختللی سوداګریز سکتور دی او د دې لوبو مینهوال تل غواړي د خپلې خوښې د لوبو او وسایلو په اړه له نویو معلوماتو خبر شي، د امریکا «ګېم اېنفورمر» مجله هره میاشت د دغو غوښتنو پوره کولو هڅه کوي. ۹- نېشنل جیوګرافیک (National Geographic)وېش (توزیع): ۴.۴ میلیونه نسخې «نېشنل جیوګرافیک» د نېشنل جیوګرافیک ټولنې رسمي خپرونه ده، چې له (۱۸۸۸م) کال راهیسې په منظم ډول خپرېږي، یعنې د ټولنې له جوړېدو یوازې نهه میاشتې وروسته پیل شوه. دا مجله بېلابېل موضوعات خپروي لکه ساینس، حیوانات، چاپېریال، فضا او طب. ۸- ټي وي مېګازین (TV Magazine)وېش (توزیع): ۵.۸ میلیونه نسخې «ټي وي مېګازین» یوه اوونیزه مجله ده چې د فرانسې د ټلویزیوني پروګرامونو په اړه مطالب خپروي، دا مجله د Le Figaro Group پورې اړه لري، په ۱۹۸۷ کال کې پیل شوې او د «هاشېت فیلیپاشي» شرکت یې چاپ او وېش پر غاړه لري. ۷- سپورټس الیسټرېټډ (Sports Illustrated)وېش (توزیع): شپږ میلیونه نسخې دا یوه مشهوره مجله ده چې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د سپورټ او موټرو اړوند مطالب خپروي او شاوخوا شپږ میلیونه نسخې وېشل کېږي. ۶- ریډرز ډایجسټ (Reader’s Digest)وېش (توزیع): له شپږ میلیونو څخه زیاتې نسخې «ریډرز ډایجسټ» مجله د DeWitt Wallace او Lila Bell Wallace له خوا په ۱۹۲۰ کال کې تاسیس شوې ده، دا مجله ټولنیز او کورني موضوعات تر بحث لاندې نیسي او خپل مرکزي دفتر یې له «چاپاکوا» څخه د New York City «منهټن» ته انتقال کړی دی. ۵- بیټر هومز اېنډ ګارډنز (Better Homes and Gardens)وېش (توزیع): له اوو میلیونو څخه زیاتې نسخې د Meredith Corporation شرکت دا مجله هره میاشت خپروي، دا په ۱۹۲۲ کال کې د Edwin Meredith له خوا تاسیس شوې، چې د Woodrow Wilson د واکمنۍ پر مهال د کرنې وزیر و. ۴- کوسټکو کنکشن (The Costco Connection)وېش (توزیع): اته میلیونه نسخې «کوسټکو کنکشن» یوه وړیا مجله ده چې د Costco شرکت ټولو غړو ته لېږل کېږي، دا په ۱۹۸۷ کال کې تاسیس شوې او د چاپېریال، روغتیا او پخلي په څېر بېلابېل موضوعات خپروي. ۳- اډاک موټور وېلټ (ADAC Motorwelt)وېش (توزیع): له ۱۳ میلیونو څخه زیاتې نسخې «اډاک موټور وېلټ» یوه جرمني مجله ده چې هره میاشت خپرېږي او د موټرو او سیاحت په برخه کې تخصص لري، د دې مرکزي دفتر د Munich په ښار کې دی او په ۱۹۲۵ کال کې تاسیس شوې ده. ٢- ای.ای.آر.پي مجله (AARP The Magazine)وېش (توزیع): له ۲۳ میلیونو څخه زیاتې نسخې «ای.ای.آر.پي» یوه امریکایي مجله ده چې په ۱۹۵۸ کال کې تاسیس شوې ده، هره دوه اوونۍ خپرېږي او د AARP له خوا خپرېږي، دا مجله تر ۲۰۰۲ کال پورې د «Modern Maturity» په نوم پېژندل کېده. ۱- واچ ټاور (The Watchtower)وېش (توزیع): ۵۰ میلیونه نسخې «واچ ټاور» یوه دیني مجله ده چې هره دوه اوونۍ شاوخوا ۵۵ میلیونه نسخې وېشل کېږي، د دې لومړۍ ګڼه په ۱۸۷۹ کال کې په متحده ایالاتو کې خپره شوې او دا مهال له ۳۰۰ څخه په زیاتو ژبو خپرېږي.
په اسلام کې د بورص (سټاک مارکېټ) حکم

{ژباړه: مفتي محمد نعمان مفکر} فقه البیوعاسلامي شریعت یو بشپړ اقتصادي نظام وړاندې کړی، چې پکې د پېرودونکي او پلورونکي حقوق خوندي کېږي.اسلام داسې اصول او قواعد ټاکلي دي چې د پېر او پلور بهیر منظم وساتي، تر څو د خلکو حقونه خوندي شي او د دوکې، زیان، احتکار، فریب او غلطو لارو چارو مخه ونیول شي.دا(د پیر او پلور نا منظم بهیر) هغه کارونه دي چې د خلکو د مال د ناحقه خوړلو سبب ګرځي. د خلکو د مال د ساتنې لپاره، اسلامي اقتصادي احکامو هغه ټول معاملات حرام کړي دي چې د پېرودونکي مال یا ګټې ته زیان رسوي. له همدې امله، ربا (سود) په ټولو بڼو، طریقو او نومونو حرامه ګرځول شوې ده. الله تعالی فرمایي:(وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا)ژباړه: الله تعالی پېر او پلور حلال ګرځول او سود یې حرام. همدارنګه، اسلام خلک د نرمښت او اسانتیا سپارښتنه کوي، تر څو په ټولنه کې مینه او ورورولي خپره شي. رسول الله ﷺ فرمایلي دي:“رحمَ اللهُ رجلاً، سَمْحاً إذا باعَ، وإذا اشترى، وإذا اقْتضى”ژباړه: الله دې پر هغه سړي رحم وکړي چې د پلور، پېر او د حق غوښتلو پر مهال نرم وي. د تمدن له پرمختګ او د برېښنايي اړیکو د وسایلو له رامنځته کېدو سره، د تجارت نړۍ نوره هم پراخه شوې ده او د خلکو ترمنځ اړیکه په اسانۍ سره ټینګیدلی شي، د پېر او پلور تړونونه ډېر شوي دي. له همدې سره، برېښنايي مالي بازارونه هم رامنځته شوي دي چې خلکو ورته د “بورس”(سټاک مارکېټ) نوم ورکړی دی، نو په دې اړه د شریعت حکم څه دی؟ د بورس تعریف او ساحې د بورس تعریف:د “بورس” کلمه عربي نه ده، بلکې د فرانسوي ژبې څخه اخیستل شوې ده او معنی یې د پیسو کڅوړه ده. په معاصر نړیوال اقتصاد کې، بورس هغه مالي اداره ده چې هره ورځ پکې د سترو پانګوال شرکتونو استازي، د بانکونو مشتریان، سوداګر او دلالان سره راټولېږي، دوی پکې لاندې کارونه ترسره کوي: د بهرنیو اسعارو تبادله د پانګو په اړه سوداګري (مضاربه) د توکو او مالونو پېر او پلور بورس یو برېښنايي شاخص (Index) هم لري چې د بیو او سهمونو د حالت په اړه معلومات ورکوي، لکه: لوړوالی (ارتفاع) ثبات (استقرار) ټیټوالی (انخفاض) دا ټول معلومات د ځانګړو معیارونو (نمونو) پر بنسټ وړاندې کېږي او بورس په عمومي ډول د شفافیت او علنيت پر اصل ولاړ وي. د بورس او عادي بازار ترمنځ توپیر په بورس کې راکړه ورکړه د عادي بازار له معاملاتو سره توپیر لري، په بورس کې د پېر او پلور چارې د منځګړو او دلالانو له خوا ترسره کېږي، په داسې حال کې چې په عادي بازار کې پېرودونکی او پلورونکی مستقیم معامله کوي. همدارنګه، په بورس کې توکي اکثره وخت په فزیکي ډول حاضر نه وي؛ کېدای شي په ځانګړو ګودامونو کې وي، یا لا تر اوسه تولید شوي هم نه وي. دا په دې معنا چې معامله پر داسې شي هم کېدای شي چې لا موجود نه وي. برعکس، په عادي بازار کې توکي حاضر وي او پېرودونکی کولی شي هغه په خپله وویني او وازمويي، خو په بورس کې د توکي لیدل او معاینه کول عموماً ممکن نه وي. د بورس (سټاک مارکېټ) د کار ساحې: ۱. بورصة الأوراق المالية:دا هغه بازار دی چې پکې د پانګې ونډې (حصص) راکړه ورکړه کېږي، سهمونه او بانډونه پکې شامل وي. یانې: شرکتونه خپل سهمونه خرڅوي تر څو سرمایه ترلاسه کړي. ۲. بورصة البضائع:دې ته د سوداګرۍ بورس هم ویل کېږي او دا هغه بازار دی چې پکې د صنعتي او کرنیزو توکو د پېر او پلور قراردادونه ترسره کېږي، لکه وریجې، بوره، تېل، نفت او نور.. ۳. د قیمتي فلزاتو بورس (بورصة المعادن النفيسة):دا بازار د قیمتي فلزاتو د پېر او پلور لپاره دی، لکه الماس، سره زر (طلا)، او سپین زر (نقره). ۴. د اسعارو بورس (بورصة العملات):پدې بازار کې اسعار تبادله کېږي، په دوه ډولونو:فوري تبادله (سمدستي)ځنډنۍ تبادله (په راتلونکي کې) ۵. د قراردادونو بورس (بورصة العقود):په دې کې د ځانګړو معاملاتو قراردادونه معامله کېږي، پدې بازار کې توکي حاضر نه وي، بلکې راکړه ورکړه د مخکې ټاکل شویو معیارونو او موافقو پر بنسټ ترسره کېږي، قیمت یا ټاکل شوی وي یا د بازار د بدلون له مخې ټاکل کېږي، دلته هغه څوک هم پلور کولی شي چې توکي اوس نه لري، خو د ټاکلي وخت تر رسېدو پورې یې د برابرولو توان ولري، چې دې ته “شارټ سېلنګ” ویل کېږي. د بورس (سټاک مارکېټ) سره د معاملې شرعي حکم په بورس او مالي سهمونو کې د معاملې شرعي احکام ډېر او بېلابېل دي، نو ځکه د دې لپاره یو عمومي شرعي حکم ورکول اسانه نه دي.اصل دا دی چې لومړی باید د دې بازار طبیعت او د مالي معاملو ډولونه وپېژندل شي، بیا هره معامله په جلا توګه و ارزول شي او ځانګړی حکم ورته وټاکل شي.له همدې امله د اسلامي فقهي مجمع داسې فتوا ورکړې ده:۱. هغه معامله چې پکې بیه (روپۍ) سمدستي ورکول کېږي او مال هم حاضر وي:دا ډول معامله جایز ده، خو شرط دا دی چې:مال باید د پلورونکي په حقیقي ملکیت کې وي.د قرارداد په مجلس کې دواړه لوري قبضه (اخیستل او سپارل) وکړي.معامله باید په حلالو شیانو وي.یادونه: ځینې مالونه شته چې شریعت پکې د قبضې د ځنډ اجازه ورکوي.۲. که چېرې پلورل کېدونکی مال د پلورونکي ملکیت نه وي:نو باید د “سلم” شرایط پوره شي، او اخیستونکی نشي کولی چې له قبضې مخکې په مال کې تصرف وکړي. د عقد سلم تعریف:د فقهاوو په اصطلاح کې سلم هغه معامله ده چې مال وروسته ورکول کېږي، خو بیه مخکې له مخکې ورکول کېږي او مال باید په مشخص ډول بیان شوی وي. ۳. په شرکتونو او مؤسسو کې د سهمونو عاجله معامله:دا معامله جایز ده، په دې شرط چې: سهمونه د پلورونکي ملکیت وي او بل د شرکت فعالیت حلال وي.۴. د سود (ربا) پر بنسټ د قرضو سندونه (بانډونه):په دې ډول کې که معامله عاجله وي یا وروسته، دا ټول ډولونه حرام دي، ځکه چې پر ربا ولاړ دي. ۵. هغه معاملې چې پکې بیه وروسته ورکول کېږي او پلورونکی هغه مال نه لري (لکه د بورس ځینې معاملې): دا حرامې دي، ځکه چې انسان هغه څه پلوري چې په
له تېرو ویاړونو تر داتونکو نسلونو د افغانستان د تاریخي میراثونو مستند
د افغان وياړ څېړنيزې او کلتوري ټولنې لخوا د “حسن، تغزل او تصوف” پر موضوع د جوړ شوي سیمینار راپور.

افغان وياړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې د غونډو او سمینارونو د تنظيم څانګې لخوا دا ځل، د سمينار موضوع (حسن، تغزل او تصوف) ټاکل شوې وه. د دريځ چارې ښاغلي رستم جلالزي پر مخ وړلې او د سمينار د پيل لپاره لنډ مقدماتي وغږېد. د سمينار د تبرک او ښکلا لپاره قاري صېب عبدالله حیدري ته بلنه ورکړه تر څو د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیتونو دا علمي ناسته پيل شي. له ښايسته تلاوت وروسته جلالزي صېب د سيمينار وړاندې کوونکی ښاغلی يونس ‹ تنویر › راوغوښت تر څو آماده کړی سیمنار وړاندې کړي. تنویر صاحب په پیل کې له ګډونوالو د راتګ په پار مننه وکړه، نوموړي سیمينار په دې الفاظو پيل کړ چې: اوس مهال زۀ دا خبره د تامل ګڼم چې غزل د ښځو سره د خبرو په مانا دی، ځکه؛ کومې مېرمنې چې غزل ليکي او ښۀ غزل ليکي او د غزل په کيفيت یې ليکي، نو ګوندې د غزل تعبير د ښځو سره پۀ خبرو کولو پۀ دې وجه کمزوری دی خو چې هر څۀ دی اوسمهال غزل یوازې عشقیه مضامين هم نۀ دي، د ښځو سره خبرې کول هم نۀ دي، بلکې اوسمهال غزل نرګيسیت هم لري، جلالیت هم لري، جماليت هم لري، عشق او تصوف هم لري. ښاغلي تنویر وويل: شعر او تصوف دواړه انسان ته د عشق بلنه ورکوي. دوی دواړه بغیر له عشقه د ژوند مفهوم پيکه ګڼي. په شعر او شاعرۍ کې عشق هیڅ مردود نه دی ګڼل شوی او د تصوف یو اصل همدا دی چې خلک د یوۀ خدای (ج) عشق ته رابولي. پۀ شاعرۍ کې د عشق او حسن رابطه تر بل هر څۀ سيوا ده او پۀ دې مرحله کې عقل دایېم غندل شوی. لکه خوشحال بابا وايي: زه له عقله خبر نه وم چې سرقه وه ما به کړو د عشق شکر ورسره ګډ خو چې کله هم حمزه بابا ته غوږ شو نو: اې عشقه په کښې ستا د نندارو نه سېوا څۀ دي پۀ حسن کې هم ستا د اننګو نه سېوا څۀ دي نو پۀ دې ځای کې د عشق، تصوف او تغزل مسئله سره تړل کيږي، نو پۀ همدې لحاظ تغزل د حسن او تصوف سره تړل شوی دی، ځکه چې اوس تغزل د نازک اشاریت نوم دی. تاسو دا صوفيانه بیت وکورئ: زه څۀ خبر وم، چې تۀ ما سره یې ما خو دنيا پۀ بله واړوله ښاغلي يونس تنوير يادونه وکړه چې د صوفي او شاعر ترمنځ دا یو څرګند توپير دی چې صوفي جمال پۀ هر شي کې له يوۀ ګڼلی دی او هر شی ورته ښکلی دی، خو د حسن پۀ اړه د يوه شاعر هم يو تصور نه وي، لکه څۀ ډول چې صوفي دا درک؛ یو لري او دا ښکاره ده چې، شاعرانو د حسن پۀ شناخت کې د فلسفې څخه کار اخيستی دی يعنې، شاعرانو هم هغه نظريات وړاندې کړي چې هغه د صوفیانو سره مشترک دي او هم یې هغه نظريات وړاندې کړي چې هغه په خپلو کې هم سره متضاد دي. نوموړي په پای کې وویل چې د دغه استدلانو له مخې ويلای شو چې: تغزل د حسن د نازک نه نازک انداز او د عشق د نازک نه نازک احساس چې د بیان پیرایه یې په تلازمه انداز سره شوې وي، تغزل دی. دریځ چاري له ښاغلي يونس «تنویر» څخه مننه وکړه او د افغان وياړ څېړنيزې او کلتوري ټولنې غړي عبدالرحیم فدا ته یې بلنه ورکړه تر څو د سیمنار وروستۍ وینا وړاندې کړي. فدا صاحب له سیمنار وړاندې کوونکي او ټولو ګډونوالو د ګډون په پار مننه وکړه او همدرانګه یادونه یې وکړه چې افغان وياړ څېړنيزه او کلتوري ټولنه د ملي پوهنتون په همکارۍ علمي سیمنارونه جوړوي، چې په دې لړۍ کې به د بېلا-بېلو برخو متخصصین په مهمو او ګټورو موضوعاتو لکچرونه وړاندي کړي. قاري عبدالله حیدري دعا وکړه او ګډونوال د ژوند په سرکردانیو پسې روان شول. په درنښت د افغان ویاړ څېړنیزې اؤ کلتوري ټولنې د نشراتو څانګه. ۱۴۰۴/۴/۳ هـ.ش پنجشنبه
په زړه رنځوره (لنډه کیسه)

پير محمد کاروان د غره له هغې ور پورې دنګې څوکې نه د قمري دکو کو کو زړه راښکونکی آواز را روان ؤ. ږیرور ځوان پښه نیولی شو. د کوکوکو غږ خوږ پرې ولګېده. خپل ماشومتوب یې ور یاد شو چې مور به یې پر ټټرګي پستې ګوتې کېښودې تخ تخ و به یې تخناوه، بیا به یې په غوږ کې کوکوکو ورته وویل او ده به کټ کټ وخندل. په غره کې ګرځېدونکي ږېرور ځوان سوړ اسویلی و ایست، له ځانه سره یې وویل: ماشومتوب پاچهي ده، آزادي ده، قربان یې شم، ارمان چې سړی ټول عمر ماشوم وای. ځوان بیا د غره په لمن کې اخوا دې خوا لټون پیل کړ. یو نا آشنا بوټی یې لټاوه، د بوټي پاڼو ته یې د خپل تور پټکي له لاندېنۍ شملې ځولۍ جوړه کړې وه چې د بوټي پاڼې په کې را ټولې کړي. کوم طبیب د همدې بوټي صفت ورته کړی ؤ. ورته ویلي یې وو چې ددې بوټي پاڼې وچې شي بیا وایشول شي او غړپ شي د زړه مرض ته ټک و پتری دي. د ځوان مور د زړه رنځ لاره. مور ته یې دا رنځ هغه وخت پیدا شوی ؤ چې روسانو یې خاوند په نیمه شپه ژوندی له کوره ایستلی او بیا یې تر ننه پته نه وه لګیدلې. هغه مهال زمونږ د همدې داستان ږیرور ځوان داسې یې وبولئ چې تنکی زلمکی ؤ. د دوی کورنۍ له دې پېښې وروسته مهاجره شوې وه او د مهاجرت په خېمو کې اوسېدل. د داستان ځوان په ماشومتوب کې یو ځل له خپل پلار سره د کلي په لویه هدیره کې ګرځېده. دوی دواړه د کنډو پر سر لویې هدیرې ته د ده دپلار د پلار یعنې د خپل نیکه قبر ته هم ورغلي وو. پلار یې د نیکه قبر ور ښودلی او ورته ویلي یې وو: دا زما د پلار او ستا د نیکه قبر دی. نیکه دې له انګرېزانو سره په غزا کې شهید شوی. د ماشوم په سترګو کې اوښکې راغلې وې. له خپل پلار سره یې یو ځای لاسونه لپه کړي، خپل نیکه او ټولې هدیرې ته یې د بښنې دعاوې کړې وې. پلار او زوی د وطن د خپلواکۍ د شهید د قبر تر څنګ و درېدلې وو، په دعاوو کې یې له خپل خالق سره د خپل وطن د ښېرازۍ او خپلواکۍ د ساتنې ژمنه هم کړې وه. ځوان په لوی غره کې په نا آشنا بوټي پسې اخوا دې خوا آزاد ګرځېده. د غره په یوه پرښه کې یې هماغه بوټی پیدا کړ. په شونډو کې موسک شو، د بوټي په ټولولو یې پیل وکړ. د پټکي له شملې نه جوړه شوې ځولۍ یې د بوټي له پاڼو ډکه کړه. پرښې ته يې ډډه ووهله او پاس شینکي آسمان ته یې سترګې پورته کړې. د غره له دنګو څوکو را الوتونکې یخې وږمې یې زړه ته تېرې کړې. یاقربان یې کړ په لوړ غږ یې سر په سر څو لوغړنې ټپې وویلې. له خپلو ټپو نه یې خوندواخیست. په یوه ټپه پسې یې وروستې غاړه را واخیسته. لا یې سر ته نه وه رسولې چې د څرخی چورلکو آوازونه یې په غو ږ شول. د چورلکو آوازونو د ټپې ترنم ور خراب کړ. د ځوان د ټپې غاړه په نیمايي کې پاتې شوه. ځوان په څرخي چورلکو پسې اخوا دې خوا سترګې ګرځولې. چورلکې ورو ورو را ټيټېدې را ټېټېدې آخر د غره په هماغه لمنه کې کیناستې چې ږیرور ځوان په کې د زړه د رنځ د بوټي پاڼې را ټولولې. له چورلکو نه امریکايي عسکر په بیړه را کوز ېدل. دوی درانه پیټي شاته اچولي وو. ماشینګڼې او مخابرې هم ورسره وې. په یوه منډه شاو خوا خواره شول. یوه ډله عسکر د ږیرور ځوان خواته را ورسېدل . ځوان په شونډو کې غلې د شهادت کلمه تېروله. عسکرو د ماشنیګڼو شپېلۍ د ځوان خواته ونیولې. ځوان یې په ژبه نه پوهېده. د پټکي په ځولۍ کې د زړه د رنځ پاڼې یې ور و ښودلې. عسکرو د هغه ږیرې ته اشاره وکړه او طالب طالب یې وویل. بیا یې د اسامه بن لادن نوم واخیست. ږیرور ځوان سر د نه په ډول و ښوراوه. یو څو عسکرو د ماشینګڼو ګېټونه په خرپ کش کړل، ځوان یې په نښه کړ. ځوان هماغسې د شهادت کلیمه له ځان سره غلې ویله. عسکرو د ځوان له سره پټکی و غورځاوه، د پټکي له ځولۍ نه یې د زړه درنځ پاڼې هم تویې شوې. یوه عسکر پټکی را واخیست او د ځوان لاسونه یې پرې وتړل. د شا له خوا یې د ماشینګڼ په کونداغ وواهه او دوه درې ګامه یې مخکې و تمباوه. په وهلو او تمبولو یې تر چورلکو را ورساوه. چورلکې ته یې ور و خېژاوه. دننه په چورلکه کې یې خپل کلیوال ولیدل. د ځوانانو تر څنګ یو څو تنه سپین ږيري او یو څو تنکي زلمکي هم وو. ځوان له خپلو کلیوالو سره په چورلکه کې ناست ؤ. د یوه سپین ږیري مخ او ږیره په وینو سره وو. ځوان پوښتنه ترې وکړه. د سپین ږیري په سترګو کې اوښکې راغلې او په خوله یې لاس کېښود. د ځوان تر څنګ ولاړ عسکر ځوان خولې ته د ماشینګڼ په کونداغ وواهه. د ځوان خوله له وینو ډکه شوه. تنکیو زلمکیو له ځانونو سره غلي وژړل. د بندیانو زړونه په چورلکه کې په تنګ وو. چورلکې تر ډېره ناستې وې. عسکرو په خپلو کې سره ویل چې لا عملیات نه دي بشپړ شوي. کلي ته خبر راغی چې غره ته د زړه د رنځ په پاڼو پسې راغلی ځوان یې هم لاس تړلی چورلکې ته وخېژاوه. مازیګر مهال چورلکې آسمان ته پورته شوې. بیا ورو ، ورو او په ناز ناز د ځوان او نورو بندیانو د کلي پر سر ټيټې راغلې. د کلي د هدیرې خواته یوه جنازه هم روانه وه چې د چورلکو د څرخونو سیوري د جنازې د کټ د پاسه تاوېدل. په جنازه پسې ډېر خلک ښځې او نارینه روان وو. یوې ځوانې پېغلې سخت ویر کاوه، ویل یې چې ورور مې سهار لمانځه مهال د زړه د رنځ په پاڼو پسې غره ته تللی ؤ …. د جملې د خبر برخه