لیکوال دیدار الله څاروان.

 په عمومي توګه که د نړۍ ستراتېژيک اهداف او کړنلارې مطالعه کړو، دې پايلې ته رسېږو چې بهرني هېوادونه نه غواړي له افغانستان څخه خپل لاسونه لنډ کړي او غواړي دلته په يوه بڼه ښکېل اوسي،ځکه چې افغانستان نورې نړۍ ته له اقتصادي، منطيقوي او په ټوله کې جيوپولټيک ارزښت څخه برخمن دى. افغانستان هم د دې نړۍ يوه برخه ده او په ډيپلوماتيک سټېج کې د نړيوالو ديپلوماتانو حضور ته اړتيا ليدل کېږي.
همدارنګه افغانستان د سيمې هېوادو تر منځه مرکزي حيثيت لري چې له يوه لوري د چين، ايران، پاکستان او روس تر منځ په يوې څلور لارې کې قرار لري او له بل لوري دغه هېواد په سياسي لحاظ ابر قدرتونو ته په ځانګړې توګه د شرق او غرب بلاک لپاره حايز د اهميت ده. د افغانستان سياسي او جغرافيايي موقيعت ته په کتو د دې هېواد مشرانو او هغه څوک چې د افغانستان سياسي منشور په رأ س کې ځاى لري او په نړيوال سټېج کې د دې سپېڅلي هېواد نمايندګي کوي اړينه ده چې د مدبرانه سياست څخه کار واخلي، د حکمتونو تر منځ داسې اړيکې او منا سبات جوړ کړي چې له يوه خوا د هېواد ملي ګټې او اسلامي ارزښتونه خوندي وي او له بل خوا له سيمې او نړۍ سره په تقابل کې رانشي، چې په دې برخه کې د اسلامي امارت مشرانو د پام وړ جدي هڅې کړي او نړيوالو ته يې دا په ډاګه کړې  چې مونږ ته خپل اسلامي او ملي ارزښتونه سرې کرښې دي او له دغه مرز څخه قدم اوچتول به زمونږ لپاره ناشونى او ستونزمن کار وي.

که چېرې نړۍ د افغانستان پر وړاندې دوه مخى سياست نه لوبوي اوغواړي له اسلامي امارت سره تعامل وکړي، دا بايد ومني چې اسلامي امارت د يوه خپواک اسلامي نظام په توګه د افغانستان په ټوله جغرافيه حاکميت لري او د هېواد ټولو وګړو ته په هره برخه کې مساوي خدمات وړاندې کوي نو د دې پر اساس هر هېواد حق لري چې په خپله محوطه کې د خپلو ارزښتونو اړوند قوانين پلي کړي او که چېرې ارزښتونه له پامه ولوېږي، بيا هغه نظام خپواک نه ګڼل کېږي بلکې په يو ډول نه يو ډول د استعمار تر سيوري لاندې وي چې دا ډول کړنې د اسلامي امارت په پاليسۍ کې ځاى نه لري.

که نړيواله ټولنه دا بهانه کوي چې له افغانستان څخه نورې نړۍ ته ګواښ واقع ده، نو د دې په مقابل کې اسلامي امارت مشرتابه او غړو بار بار په نړيوالو غږ کړى چې د افغانستان له حدودو څخه به تاسو ته هيڅ ډول ستونزه نه پېښېږي او مونږ د اسلامي شريعت په چوکاټ کې نړيوالو ډيپلوماتيکو اصولوته ژمن يو.
بله موضوع چې نړيوال يې افغانستان ته متوجې کړي هغه دا ده چې افغانستان د سيمې په کچه د طبيعي زېرمو او خامو موادو په برخه کې لويې زېرمې لري او غني هېواد ده، تاسو وګورٸ يواځې غزني ولايت کې د څېړنو پر اساس اتلس نوې طبيعي زېرمې کشف شوي، چې ياد ولايت يواځې د شپېته ملياردو ډالرو په ارزښت ليتيوم او د غزني زرکشان سيمه کې د دېرش مليارده ډالرو په ارزښت د  طلا معدنيات لري چې دا د يوه ولايت په کچه ډېر لوى مقدار دلته نړيوال له يوې خوا په خپلو کې سره په سيالۍ بوخت دي، د چين هڅه دا ده چې د افغانستان طبيعي زېرمو په برخه کې پانګوڼه وکړي او اوس مهال يې دغې هڅې ته تر يوه بريده عملي بڼه هم ور کړې، امريکا خو هسې هم له مونږ سره په نيت کې ښه نه ده خو په غير مستقيم ډول يې کوښښ دا ده چې د افغانستان په اقتصادي تحول کې ځان شريک کړي په دې را ورسته کې ترکيه او ايران چې دواړه اسلامي ممالک دي د افغانستان له حکومت سره يې ډيپلوماتيکې اړيکې پيل کړې، همدارنګه په دواړو هېوادونو کې د سفارتونو پرانسته وشوه او د افغانستان په نمايندګۍ د اسلامي امارت ډيپلوماتانو په کې کار پيل کړو، چې دا ډول هڅې د افغانستان د رسميت پېژندلو په اړوند نورې نړۍ ته واضح پيغام ورکوي چې د افغانستان حکومت ټول ڼړيوال اصول پوره کړي او د دې جوګه ده چې بايد په رسميت وپېژندل شي.

نشر یې کړئ