ایمل پسرلی

عادت مې دی چې د هوټل پر خونه ننوځم هر کونج یې ګورم، په یوه ورکه پسې یم، نه پوهېږم څه پلټم. د سپلېټ هوټل په ۱۳ مه خونه کې مې هره المارۍ وپلټله. د کټ لاندې مې کتابچه وموندله. په زحمت مې راوایستله. لاندې لاس نه ورته، نه پوهېږم چا هلته څرنګه اېښې وه، شاید ترې لوېدلې وي، د بالښت لاندې به یې اېښې وه، ښوېدلې به وي. کتابچه کې په انګلیسي لیکل شوي و. په کټ وغځېدم کتابچه مې پرانیسته. یادښتونه و.

د جون ۲۶ مه، ۲۰۲۵

کروېشیا ته پخوا نه یوو راغلي. هوا یې توده ده، په الوتکه کې مې د سپلېټ ښار په اړه کتاب ولوست. د روم سلطنت له برکته اباد شوی دی. رومیانو اروپا اباده کړې ده. ډېوېډ ته مې دغه وویل هغه نه راسره منل، نه پوهېږم په ده څه شوي دي، دا ډېر وخت وشو په هر څه کې باید منفي خبره وکړي. که ووایم ورځ ده، دی به وایي شاید شپه وي. له ځانه یې فیلسوف جوړ کړی دی، هره خبره شل ډوله تعبیروي. طبعآ هر څه بل بل ډول تعبیرېدلی شي خو په عادي ژوند کې که ستا میین دغسې شي، ژوند ورسره ترخېږي. مور به مې یو وخت ویل هلکان د ژوند په خاصو وختونو کې بې پرواه ښکاري، اصلآ دغسې نه وي. زه هم د مور همدې خبرې ایساره کړې یم، کنه نو باید ورسره خبرې وکړم. په دې سفر کې به یې وڅارم که مې پکې بدلون ونه لید یو ماښام به یې د سمندر له غاړې وریاده کړم، یا به یې لندن ته په ستنېدو الوتکه کې  تر غوږ ور تېره کړم. ډېویډ راباندې ګران دی، نه غواړم دا وړې خبرې مو سره جلا کړي.

د جون ۲۷ مه ۲۰۲۵

هوټل مو ارام دی، د سمندر له غاړې دی. د سمندر اوبه هم کرارې دي، لویې څپې نه لري، شور یې هم دومره نشته چې غوږونه دې په عذاب کړي. زه ورسره خوښه یم خو ډېوېډ شاکي دی. دی لویې څپې غواړي، شور غواړي، مستي غواړي. لامبو یې زده ده، تر لیرې په اوبو کې لاړ شي، ما ته نه ایسارېږي. زما لامبو هم ښه ده خو لیرې نه ځم، اخر سمندر دی، د ښار حوض نه دی. دلته ژغورونکي هم نه وینم، په نورو سمندرغاړو کې ژغورونکي ناست وي، دلته مې ونه لیدل. ډېویډ لکه نوی بالغ شوی زلمی سرټمبه خویونه کوي. که ورته ووایم تر لیرې مه ځه، ځواب نه راکوي خو تر پخوا لا ډېر لیرې لاړ شي، په خپل عمل منفي ځواب راکوي. شاید پخوانۍ مینه یې نشته، شاید زړه یې له ما موړ شوی وي. د دې سفر پلان چې مو جوړاوه ټول کارونه یې ما وکړل، ده نه هو راته ویل نه یې نه ویل. شاید ما جبر پرې کړی وي. که مې جبر کړی وي، دی خو ماشوم نه و باید راته ویلي یې وای چې نه شم تلی.

د جون ۲۸ مه ۲۰۲۵

نن مو ډېر وخت د سپلېټ لرغوني ښار کې تېر کړ. دياو کلوشان کلا ته ورغلو. اتلس سوه کاله پخوا په همدې نامه د روم سلطنت پادشاه جوړه کړې وه. هغه د تقاعدۍ کلونه پکې تېرول. د سمندر له غاړې په توده هوا کې داسې کلا جوړه شوې چې اصلآ ګرمي پکې نه احساسوې. د روم په سلطنت چې هر څومره لولم هغومره راباندې ګرانېږي. د دې کلا په اړه د دې ځای یوې نجلۍ ، ایوانا معلومات راکړل. نه پوهېږم له کومه شوه. زه د کلا په لیدو بوخته وم، د ډېوېډ په لوړ غږ خندا له فکرونو وایستم. د ده خندا د پخوا غوندې وه. دا څو وخته یې دغسې نه و خندلي. ورته ومې کتل له ایوانا سره ولاړ و، د کافي دوې پیالې ورسره وې، له هغې سره یې خبرې کولې. ورنژدې شوم. ده راوپېژندله. د ایوانا ونه تر ما جګه وه، طلایي وېښته یې داسې منظم ټول کړي وو لکه ناوې ته چې یې سینګار ورکړی وي. باړخو یې تک سره وو، سینګار یې نه و کړی یا یې شاید دومره لږ کړی و چې ما احساس نه کړ. ډېويډ ویل ایوانا دلته کار کوي. د دې کلا په اړه ډېر معلومات لري، ډېویډ چې خبرې کولې ایوانا ته یې کتل، ما ته یې ویل تر تا هم د روم په سلطنت ډېر معلومات لري. ایوانا ویل دغه ښار د روم سلطنت له نړیدو وروسته جوړ شو. پادشاه دلته خاورو ته وسپارل شو چې وروسته پرې کلیسا جوړه شوه.  د نورو یرغلګرو له ډاره ځایي خلک دې کلا ته راغلل چې امن وي، همدلته یې کورونه او دوکانونه جوړ کړل.

زما نه یادېږي چې ډېوېد دې له تاریخ سره کله پخوا دومره دلچسپي ښوولې وي. له ایوانا مې د کافي پیاله واخیسته. په زړه کې مې ویل که کافي ترې واخلم شاید دا خپل کار ته ستنه شي. خو دا لا هم ولاړه وه له ډیويډ سره یې خبرې کولې. د کلا هر کونج یې ورپېژانده. د نایت کلبونو حال یې هم ورکړ. کافي هېڅ خوند نه درلود.

د جون ۲۹ مه ۲۰۲۵

سهار ډېویډ راته وویل ، سمندر ته ځي. لا مو سهارنۍ نه وه کړې، عجیبه راښکاره شوه خو غږ مې ونه کړ. ده ما ته ست ونه کړ، له خونې ووت. د خونې له کړکۍ مې ولید چې سمندر غاړې ته روان دی. اوبو ته ورګډ شو. لږ وروسته د کافي له پیالو او یوه بوتل اوبو سره ورغلم. زه چې یې ولیدم لږ نور لیرې لاړ. له ځان سره مې وویل شاید دا زما اندېښنه وي، تصور وي واقعیت دغسې نه وي، ولې به مې د کلونو کلونو میین یو ناڅاپه داسې کېږي چې هر څه زما له قصده بل ‌ډول کوي. ولې مې باید وځوروي.د سمندر له غاړې په شګو پراته پلاستیکي کټ کښېناستم. دی چې راغی اوبه یې راڅخه واخیستې، کافي ته یې لاس ورنه ووړ. پرون یې د ایوانا کافي داسې څښله لکه په توده ګرمي کې چې سوړ شربت څښي. نن یې اصلآ ورونه کتل.

سبا به له دې ځایه وینیس ته په کښتۍ کې ځو. دې سفر ته ما ډېر پلان جوړ کړی و خو هغسې نه دی چې زما زړه ویل. ماښام مې په پستو او لندو شګو وېبلې پښې له ډیويډ سره چکر واهه. دی غلی و، ما وپوښت: څه شوي دي؟ ده لمر لوېدو ته کتل، د اسمان څنډې تکې سرې وې، په اوبو کې لکه چا چې لاسي څراغ اچولی وي،  سره کرښه یې جوړه وه. ډېويډ ځواب رانه کړ. ما یې لاس کش کړ، ومې دراوه، په یو څه لوړ غږ مې ورته وویل: کوم څه دې ځوروي؟ له ما په تنګ یې؟ څه در شوي دي؟ ډېویډ مې مخامخ سترګو ته وکتل. په سترګو کې یې نه مینه راښکارېده، نه کرکه، بې تفاوته غوندې وې. غږ یې هم سوړ و، ویې ویل: هر څه سم دي، له لمر لوېدو خوند واخله.

د جون د ۳۰ مې یادښتونه نه وو. د هوټل د هرکلي مېز ته ورغلم. پوښتنه مې وکړه:

–       زه په ۱۳ مه خونه کې یم، تر ما مخته د ډېویډ په نامه یو کس و له خپلې ملګرې سره، د هغوی شمېره راکولی شئ؟

–       وبخښئ دا هوټل د خپلو مېلمنو شمېرې چا ته نه سپاري.

–       خو ضرور کار مې دی.

–       بخښنه غواړم.

یوه ډله نوي مېلمانه راغلل، د هرکلي ځوان هغوی ته موسکی شو. ما ټکسي راوغوښت. د سپلېټ کلا ته لاړم. د لرغونې کلا په منځ کې د کلیسا وره ته نژدې په یوه لوی ډبرین غولي کې ګڼ خلک ولاړ وو، یوه اړخ ته رستورانت و. ورننوتم. په بار کې نجلۍ ولاړه وه. کافي مې وغوښته، هغې چې پیاله راته ونیوله ومې پوښتله:

–       ته ایوانا یې؟

هغې سر وښوراوه، وموسېده. ورته ومې ویل:

–       دلته د ایوانا په نامه بله نجلۍ شته؟

هغې بیا سر وښوراوه. راسره ومې ویل، ښه دا یې دلته ایوانا خو ولې به له ډېوېډ سره لا هم په تماس کې وي. هغې کافي وپلورله، ورته ویې خندل، دا ځای یې وروپېژانده نور په خپله مخه لاړه.

له نجلۍ مې وپوښتل:

–       وینیس ته کښتۍ له کومه ځایه ځي؟

–       نه پوهېږم، دباندې شاید د سمندر په غاړه څوک خبر وي.

د کافي له پیالې مې غوړپ وکړ، هېڅ خوند یې نه لاره. پیاله مې پرېښوده. د دياو کلوشان لرغونې کلا په ننداره شوم. د یادښت کتابچې په پاڼه مې ولیکل:

د جون ۳۰ مه ۲۰۲۵

ډېوېډ رښتیا ویل له لمر لوېدو خوند واخله، ژوند نه په ډېر فکر ارزي نه په زړه خوړلو. څه چې دې په وس کې وي ویې کړه که نه و د سمندر د څپو غوندې یې پرېږده چې وغورځي، فریاد وکړي او د ساحل په شګو سر تندی ووهي، بېرته به ستنېږي، هغه به کېږي چې کېدل. پوهېږم مځکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي خو که په اندېښنو څه لاس ته راتلی ژوند به دومره ستړی نه وای.

کتابچه مې پر مېز وغورځوله. د خونې له کړکۍ مې پرده پورته کړه، د سمندر اوبه داسې شنې وې لکه ابي رنګ چې یې ورکړی وي. کړکۍ مې پرانیسته، لمر ورو ورو لوېده. ما سترګې پټې کړې او د سمندر له نمجنې هوا مې خوند واخیست.

نشر یې کړئ