
” افغان وياړ “څېړنیزې او کلتوري ټولنې د خپلو فرهنګي، فکري او علمي فعاليتونو پر دوام، پۀ خوست کې خپله لومړنۍ څانګه پرانېستله.
پر همدې مناسبت درېنۍ (سه شنبه) پۀ خوست کافټریا – غونډو تالار کې د پرانېسې مراسم، د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د قدرمن رئیس شاه حسین مسجدي، د اړؤند رياست آمرينو، د خوست د بېلابېلو رسنیو مؤسسینو، استازیو او پۀ ځانګړي ډؤل د مشهورو شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګي شخصیتونو پۀ شتون کې پیل شول.
د پرانېستې مراسم، د مولوي صېب محمد یاسین فائز لخوا د قرآنکريم پۀ څو مبارکو آيتونو افتتاح شول.
د پيل او ښۀ راغلاست وينا لپاره محترم عبدالرحيم فدا دريځ ته وغوښتل شو؛ نوموړي ګډونوالو ته د ښۀ راغلاست ترڅنګ د ” افغان وياړ ” څېړنیزې او کلتوري ټولنې پۀ تېرو فعاليتونو او راتلونکو پلانونو ناستو کسانو ته مالومات وړاندې کړل.
فدا صېب پۀ خپلو خبرو کې وویل:
« افغان وياړ غواړي، ترڅو د افغان رښتيني ځوان – رښتينی آنځور نړۍ ته وړاندې کړي؛ د خوست د فرهنګ او تاریخ بډائینې لپاره خپلې هلې – ځلې وکړي او د افغان وياړ لۀ ټولو ټولنیزو آدرسونو څخه، د ځوانانو پۀ اصلاح، پرمختګ او د علمي سطحې پۀ لوړؤلو کې مرسته وکړي.»
لۀ فدا صېب وروسته، پۀ خوست کې د سولې پیغام راډیو مؤسس – لیکوال او شاعر زاهد شاه انګار ته بلنه ورکړل شوه.
انګار صېب د خوست ولايت پۀ فرهنګي تاريخ، مذهبي او ملي ورځو لمانځنه او پۀ دې لمانځنه کې د افغان وياړ پۀ څېر د ټولنو ايجادؤل اړين وبلل.
ښاغلي انګار صېب د خپلو خبرو پر مهال، لۀ وياړ سره د خپل راډيويي آدرس لۀ طریقه د هر ډؤل همکارۍ ډاډېینه وړاندې کړله.
لۀ انګار صېب وروسته، د غونډې شېبې د خوست ولايت اطلاعاتو او کلتور ریاست، محترم رئیس شاه حسین مسجدي ته ځانګړې شولې.
ښاغلي مسجدي پۀ فرهنګي برخه کې د افغان وياړ د خوست څانګې پرانېستل ښۀ وبللو او نومؤړي د خوښۍ څرګندؤلو ترڅنګ وويل:
« خوست پۀ جغرافيايي لحاظ یو کوچنی ولایت دی؛ خو الحمدالله د دغه ولایت ځوانان داسې استعدادونه لري، چې د هېواد پۀ کچه حساب ورباندې کېدلای شي او د خپل فرهنګ د غنيتوب لپاره، لۀ نورو ښه پانګؤنه ترسره کولای شي.»
د وياړ د پرانېستې مراسم، لا هغه وخت خوندؤر شول، چې د خوست د مشهورو شاعرانو او فرهنګي شخصیتونو لۀ مینځه نوراجان بهیر، فريد قربان، سبحان الله عزام، او اسحاق عمري د خوست د فرهنګي مخينې، کلتور او د ځوانانو د فکري روزنې پۀ موخه خپلې ويناؤې وړاندې کړلې.
د یادؤنې وړ ده، چې د دریځ چارې د محترم سیف الرحمن مشال لخوا پر مخ یوړل شولې.
غونډه مازديګر ناوخته، د اختتامیه دعاء پۀ ويلو سره پای ته ورسېده.
پۀ درنښت:
د افغان وياړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې – خوست څانګه
#افغان_ویاړ