
کارن سټېپلي (Karen Stapley)
د آرشیف متخصصه، د برتانیا کتابتون ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۴
ژباړه: مفتي محمد نعمان مفکر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لنډه کتنه
د ۱۸۶۰ کال په افغانستان کې د سر لويس بيلي د سفر موخه څه وه؟
د ۱۸۶۰ کال د سپټمبر په لسمه، د بریتانیا د حکومت د بهرنیو چارو وزیر سر لويس بيلي ته دنده وسپارله چې له تهران څخه د فارس او افغانستان له لارې، د مشهد، هرات او کابل په تېرېدو بېرته هند ته ستون شي.
سره له دې چې هغه به په هر صورت د بېرته ستنېدو پر مهال د ایران له مرکزي سیمو څخه تېرېده، خو د افغانستان له لارې سفر یې د خپلې اصلي لارې څخه یو انحراف و، نو ولې د بيلي لپاره د دې لارې غوره کول دومره مهم و؟

د هرات کلا، ۱۸۸۵
انځور د «نوی نړیوال مصور دایرةالمعارف: د بشري پوهې لارښود» (Nouveau dictionnaire encyclopédique universel illustré) د ۱۸۸۵م کال د چاپ د ۲۶۹مې پاڼې څخه اخیستل شوی.
عامه ملکیت (Public Domain).
افغانستان د بریتانیا د حکومت لپاره ستراتیژیک اهمیت درلود، ځکه چې د هغه مهال د برتانوي هند د شمال لوېدیځې پولې (د اوسنۍ پاکستان سیمې) سره یې ګډه پوله لرله، په تېرو کلونو کې د افغانستان سیاسي بېثباتۍ او کورنیو ګډوډیو د بریتانیا حکومت اندېښمن کړی و، ځکه هغوی غوښتل د خپلې سترواکۍ پولې محفوظې او خوندي وساتي.
د بيلي د دې سفر موخه دا وه چې د هرات او کابل واکمنانو ته ډالۍ او رسمي لیکونه ورسوي او هغوی ته د بریتانیا د حکومت «د دوستانه ډاډ څرګندونې» وړاندې کړي.
سربېره پر دې هغه غوښتل د مرو په سیمه کې د فارس د پوځي عملیاتو، د فارس د پوځ د وضعیت او د افغانستان د سیاسي او امنیتي شرایطو او راتلونکو احتمالي پرمختګونو په اړه د خپل سفر پر مهال کره او باوري معلومات راټول کړي.

ایا دا سفر مهم و؟
هو بيلي د دې مأموریت لپاره یو مناسب کس و، دغه سفر د هغه لپاره ځانګړی اهمیت هم درلود، ځکه چې هغه د هغو برتانوي پوځي ځواکونو غړی و چې د انګلو ـ فارسي جګړې (۱۸۵۶–۱۸۵۷م) پر مهال، د فارس له خوا د هرات د نیولو په غبرګون کې د بوشهر ښار اشغال کړی و.
وروسته کله چې بيلي د ۱۸۶۰–۱۸۶۱م کلونو ترمنځ د فارس په دربار کې د بریتانیا د حکومت شارژدافیر Chargé d’affaires یا د سفارت سرپرست استازی و، هغه په خپلو سترګو د دغې جګړې اغېزې د بریتانیا، فارس او افغانستان پر اړیکو ولیدې او له نږدې ورسره بلد شو.
له ۱۸۵۷م کال وروسته د بریتانیا هېڅ رسمي استازی د رسمي مأموریت لپاره د افغانستان له لارې نه و استول شوی، ځکه چې په تېرو کلونو کې برتانوي استازي له پرلهپسې وژنو او یا هم له افغانستان څخه د شړلو له پېښو سره مخ شوي وو.
له همدې امله هغه معلومات او راپورونه چې بيلي د خپل سفر په ترڅ کې راټولولای شول، د بریتانیا د حکومت لپاره ځانګړی اهمیت درلود، دغه راپورونه به له حکومت سره مرسته کوله چې وارزوي آیا د افغانستان د واکمنانو سره د دوستانه اړیکو بیا رغول ګټور دي او که نه او دا هم معلومه کړي چې آیا په افغانستان کې د دغو اړیکو هرکلی کېږي او که نه.
Top of Form غالۍ او «پاکې لیکل شوې نسخې»: بيلي خپل سفر مستندوي
لويس بيلي د خپل سفر د هرې برخې د ثبت او مستندسازۍ لپاره ځانګړې توجو کوله، هغه د سپټمبر له ۱۰مې چې له تهران څخه وخوځېد، د نومبر تر ۱۶مې چې په کندهار کې یې د استوګنې موده پای ته ورسېده ټول هغه څه چې لیدلي، اورېدلي او ترسره کړي وو په خپلو ورځنیو یادښتونو کې ثبت کړل، وروسته یې همدا یادښتونه د بریتانیا حکومت ته د رسمي راپورونو د چمتو کولو او د خپلو علمي مقالو لکه د شاهي اسیايي ټولنې (Royal Asiatic Society) لپاره د لیکنو د بنسټیزو سرچینو په توګه وکارول.
نن هم د هغه د ورځنیو یادښتونو درې نسخې خوندي پاتې دي: یوه هغه اصلي نسخه چې بيلي د سفر پر مهال په خپله لیکلې وه او د پاک لیک (پاکو نسخو) دوه نسخې.
لومړۍ پاکه نسخه په حاشیو، سمونونو او اصلاحاتو مزینه شوې وه؛ خو دوهمه او وروستۍ پاکه نسخه د دې لپاره چمتو شوې وه چې د بریتانیا حکومت ته واستول شي.
د هغه ورځني یادښتونه د دې سفر د تجربو په اړه له خورا دقیقو او زړهراښکونکو بیانونو څخه ډک دي، په دغو یادښتونو کې د هغو ځایونو د لیدنې نېټې، د سیمهییزو واکمنانو په اړه معلومات او د سیمې د سوداګرۍ او کرنې په اړه ارزښتناکې مشاهدې هم ثبت شوې دي.
بيلي د غالیو له اخیستلو سره هم ځانګړې لېوالتیا درلوده، هغه په خپلو یادښتونو کې لیکي:
« یوه غالۍ شته چې نږدې درې برخې یې اوبدل شوې دي، دا غالۍ هم کلکه او ښه جوړه ده او هم یې رنګونه ډېر ښکلي دي، کله چې بشپړه شي بیه به یې ۵۰ تومانه وي، خو تر بشپړېدو پورې یې لا ۲۶ ورځې پاتې دي او که ورته انتظار وباسم زما سفر به ډېر وځنډېږي.»
د بيلي د ورځنیو یادښتونو له مخې، سیمهییزو واکمنانو هغه ته تود هرکلی ووایه او ورسره یې د سیاسي او تاریخي موضوعاتو په اړه اوږدې خبرې اترې وکړې.
بيلي د هرات او کندهار له واکمنانو سره د خپلو لیدنو او خبرو په اړه رسمي راپورونه هم چمتو کړل.
پر فارسي ځواکونو د ترکمنانو بریا
بيلي همدارنګه وتوانېد چې په مرو کې د فارسي پوځ او د هغوی د ترکمنانو سره د جګړې په اړه معلومات کره او تایید کړي.
کله چې د تېکې (تِکه) ترکمنانو په خپله جګړه کې پر فارسي ځواکونو بریا ترلاسه کړه، د فارس د پوځ قوماندان امیر حمزه میرزا «حشمتالدوله» له خپلو ژوندي پاتې سرتېرو سره هرات ته وتښتېد.
بيلي هڅه وکړه چې له امیر سره مرسته وکړي او په عین حال کې د هغه فرانسوي انځورګر (عکاس) برخلیک هم معلوم کړي چې د فارسي پوځ له ملتیا سره د پوځ د انځورونو د اخیستلو لپاره ورسره تللی و، د بيلي د څېړنو له مخې دغه فرانسوی انځورګر په جګړه کې وژل شوی و.
مهمه مسلکي لاستهراوړنه، خو بې له ډیپلوماتیک بریالیتوبه
دغه سفر د بيلي په مسلکي ژوند کې مهم رول ولوباوه او د هغه د پرمختګ او ترفیع لامل شو، په راتلونکو دوو کلونو کې هغه زنجبار ته وګومارل شو او له هغه ځایه د قُمُر ټاپوګانو (Comoros) او سېشل ټاپوګانو (Seychelles) د رسمي لیدنو د ترسره کولو دنده هم ور وسپارل شوه. وروسته، په ۱۸۶۲م کال کې، هغه د خلیج عربي لپاره د بریتانیا د سیاسي استازي (Political Resident) په توګه وټاکل شو.
سره له دې چې بيلي ډېرې هلې ځلې وکړې، خو داسې ښکاري چې دغه سفر د خپلو ډیپلوماتیکو موخو په ترلاسه کولو کې لږ بریالی و او د افغانستان او بریتانیا ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې پاتې شوې.
بيلي په ۱۸۷۸م کال کې یو ځل بیا افغانستان ته د یو ډیپلوماتیک پلاوي د غړي په توګه راغی، خو دغه مأموریت هم بریالی نه شو او په پایله کې یې دوهمه انګلو ـ افغان جګړه (۱۸۷۸–۱۸۸۰م) پیل شوه.
وروسته په ۱۹۱۹م کال کې دریمه انګلو ـ افغان جګړه هم ونښته، او له ډېرو کلونو وروسته، په ۲۰۰۱م کال کې برتانوي ځواکونه یو ځل بیا افغانستان ته ستانه شول.
لومړنۍ سرچینې
لندن، برتانیا کتابتون، «له افغانستان سره تړلي د ورځپاڼو د غوره شویو مطالبو ټولګه»، Mss Eur F126/24
لندن، برتانیا کتابتون، «ختیځ فارس، هرات او افغانستان ته د یوه مأموریت د لېږلو حکم»، Mss Eur F126/29
لندن، برتانیا کتابتون، «د لويس بيلي د رسمي ځمکني سفر ورځنی یادښت؛ له فارس څخه د افغانستان (د مشهد، هرات او کابل له لارې) هند ته»، Mss Eur F126/30
لندن، برتانیا کتابتون، «د لويس بيلي د رسمي ځمکني سفر د ورځني یادښت د مسودې د لوستلو وړ نسخه؛ له فارس څخه د افغانستان (د مشهد، هرات او کابل له لارې) هند ته»، Mss Eur F126/31
لندن، برتانیا کتابتون، «د لويس بيلي د رسمي ځمکني سفر د ورځني یادښت د مسودې د لوستلو وړ نسخه؛ له فارس څخه د افغانستان (د مشهد، هرات او کابل له لارې) هند ته»، Mss Eur F126/32





























