
لیکوال: سر سید احمدخان
ژباړه: احسان الله تکل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کال وروستۍ شپه وه، یو بوډا سړی په یوه تیاره کوټه کې یوازې ناست و، شپه توره او وېرونکې وه، تورو وریځو اسمان په خپل غیږ کې رانغښتی و، تالنده هم پرلهپسې ځلېده او په خپل هیبتي غږ یې اسمان لړز و، توپاني بګنوونکو هواګانو د انسان زړه رپوو او زړه تنګون یې پيدا کوو.
خو د بوډا د غم لامل نه دا تیاره کوټه و، نه یوازېتوب، نه د شپې وېره، نه د تالندې درزونه او نه هم د توپان غږ آن د کال وروستۍ شپه هم د هغه د خپګان سبب نه وه.
هغه په خپلو تېرو شویو ورځو کې ورک و، د ژوند د تېر وخت پاڼې یې یو په بل پسې په ذهن کې ګرځيدې او له هر یاد سره یې د زړه درد لا زیاتیده، دواړه لاسونه یې پر مخ ایښي و او له سترګو یې اوښکې په چوپتیا د ګوتو په منځ راتویدې.
تېر وخت یې د سترګو مخې ته لکه یو ژوندی انځور تاوېده، د ماشومتوب هغه ورځې یې په یاد راتلې؛ هغه ورځې چې نه یې د کوم شي غم په زړه کې و او نه یې د کومې اندېښنې بار پر اوږو و، د سرو او سپینو زرو سکو پر ځای به ورته د خوږو خوړل ډېر خوند ورکوه، د کور هر غړي؛ مور، پلار، ورونو او خویندو به پرې د مینې سیوری غوړولی و.
هر سهار به یې د مکتب د رخصتۍ د ژر رسېدو په هیله کتابونه تر بغل لاندې کړل او په خوشحالۍ به مکتب ته روان شو، د مکتب یاد به چې ذهن ته ورغی ورسره به یې خپل د مکتب ملګري هم ذهن ته راغلل هماغه یادونو به یې زړه نور هم دروند کړ تر دې چې بېاختیاره به یې له خولې دا آه ووت: «آه، وخته! آه، وخته! آه تېرې زمانې! افسوس چې ستا ارزښت مې ډېر ناوخته وپېژانده»
وروسته یې د ځوانۍ د پسرلي ورځې سترګو ته ودرېدې، خپل سپین او سور مخ، دنګ برابر قامت، روغ او ځواکمن بدن، له ځلا ډکې سترګې، د مرغلرو د امېل په څېر سپین غاښونه او هغه زړه یې په یاد شو چې له هیلو، ارمانونو او مستو احساساتو ډک و، د ځوانۍ د جذبو او د ژوند د خوښیو مستي یې یو په بل پسې ذهن ته راتله.
هغه وخت چې د ناپوهۍ پردې یې پر سترګو پرتې وې، مور او پلار به یې تل نصیحت ورته کاوه، د نېکۍ او د خدایپالنې لار به یې ورښووله؛ خو ده به په بېپروایۍ ویل: «لا ډېر وخت شته» هېڅکله یې دا فکر نه کاوه چې یوه ورځ به همدا ځواني زړېږي او بوډاتوب به یې پر دروازه ودرېږي.
اوس چې دا هر څه یې په یاد راتلل، زړه یې له ارمانه ډکېده او له ځان سره به یې ویل: «کاشکې هماغه وخت مې د راتلونکې په اړه فکر کړی وای خپل زړه مې د نېکۍ او خدایپالنې په ګاڼه ښایسته کړی وای او د مرګ د ورځې لپاره مې ځان چمتو کړی وای.»
آه، وخت تېر شو… آه، وخت تېر شو! اوس پښېماني څه ګټه لري؟ څومره د افسوس ځای دی چې ما خپل ټول ژوند په همدې یوه جمله ضایع کړ: “لا ډېر وخت شته.»
دا خبرې یې وکړې بیا ورو ورو له خپله ځایه راپاڅېد، په تیاره کې یې په احتیاط ګامونه واخیستل او په لاسونو یې لار ولټوله، تر دې چې کړکۍ ته ورسېد، کړکۍ یې پرانېسته دباندې هماغې تورې او وېرونکې شپې خپله هیبتناکه څېره غوړولې وه، تورې وریځې لا هم پر اسمان خپرې وې، د تالندې زورورو درزونو زړه لړزاوه او توپاني بادونه په داسې شدت الوتل چې د ونو پاڼې او نرۍ څانګې یې ماتولې.
بوډا په له درده په ډک او ارمانجن غږ وویل:
آه… آه! زما تېر شوی ژوند هم د همدې شپې په څېر تور، وېرونکی او وحشتناکه و»
دا یې وویل کړکۍ یې بېرته وتړله او په زنګیدلو ګامونو خپل ځای ته راستون شو او بېرته کښېناست.
هماغه شېبه یې مور او پلار، وروڼه، خویندې، دوستان او خپلوان یو په بل پسې سترګو ته ودرېدل؛ هغه کسان چې هډوکي یې لا له ډېر پخوا په قبرونو کې خاورې شوي وو.
داسې یې انګېرله لکه مور یې چې له سترګو ډکې اوښکې په هماغه پخوانۍ مینه یې خپلې سینې ته ټینګ نیولی وي او په دردمن غږ ورته وایي:
آه زویه! وخت تېر شو…
بیا د پلار نوراني څېره د ده مخې ته راڅرګنده شوه، داسې غږ یې واورېد لکه پلار چې ورته وایي: «زویه! موږ خو ستا د خیر او نېکمرغۍ لپاره تا ته نصیحت کاوه ولې دې زموږ خبره ونه منله؟»
وروڼه او خویندې یې غلي ولاړ وو، حیرانتیا او افسوس یې پر څېرو خپور و او د سترګو اوښکې یې پر مخونو ورو ورو رابهېدې.
ملګري او خپلوان یې هم په ژورې خواشینۍ ولاړ وو، هغوی په خواشیني غږ ورته وویل: «اوس موږ څه کولی شو؟»
په همدې حال کې هغه خبرې او کړنې هم ور په یاد شوې چې ده به له خپلې بېپروایۍ، بېمروتۍ او توندخویۍ څخه د مور او پلار، وروڼو، خویندو، دوستانو او خپلوانو پر وړاندې کولې، د مور زړه به یې خفه کاوه، پلار به یې خوابدی کاوه، له وروڼو او خویندو سره به یې بېمروتي کوله او له دوستانو او خپلوانو سره به یې د خواخوږۍ او همدردۍ لاس نه وړ.
اوس چې د هغو د خاور شوو هډوکو له څښتنانو څخه یې دومره مینه، شفقت او اخلاص په یاد راتلل، زړه یې ټوټې ټوټې کېده، داسې احساس یې کاوه، لکه ساه چې یې په سینه کې بنده شوې وي، بېاختیاره به یې له خولې دا دردناک فریاد ووت: «آه… وخت تېر شو! آه… وخت تېر شو! اوس به څنګه د هغه جبران وکړم؟»
هغه په وارخطایۍ له خپل ځایه راټوپ کړ او د کړکۍ پر لور روان شو، په تیاره کې به کله له دېوال سره ټکرېده او کله به یې پښه په کوم شي لګېده، خو ځان یې تر کړکۍ ورساوه.
کړکۍ یې پرانېسته ویې لیدل چې د باد زور یو څه کم شوی، د تالندې درزونه هم تر پخوا ارام شوي وو، خو شپه لا هم هماغسې توره او خاموشه پرته وه.
د دې منظر په لیدو یې د زړه وارخطایي لږ کراره شوه، کړکۍ یې ورو وتړله، بېرته خپل ځای ته راغی او په ژور فکر کې ډوب کښېناست.
وروسته یې د خپل پوخ عمر ورځې په یاد شوې؛ هغه پړاو چې نه د ځوانۍ مستي پکې پاتې وه، نه د هغې ښکلا او تازهګي، نه هغه پخوانی زورور زړه و او نه هم د هیلو او احساساتو هغه تودې څپې.
بیا یې د خپل ژوند هغه وخت سترګو ته ودرېد، چې د بدۍ په پرتله نېکۍ ته ډېر مایل و، خپلې روژې، لمونځونه، حج، زکات، وږو ته ډوډۍ ورکول، د جوماتونو او څاهګانو جوړول یې یو په بل پسې په یاد راوستل او غوښتل یې په همدې یادونو خپل ناارامه زړه ته ډاډ ورکړي.
هغه فقیران او دروېشان یې هم ور په یاد شول چې خدمت یې کړی و او هغه پیران یې هم سترګو ته ودرېدل چې لاس یې ورته ورکړی او بیعت یې ورسره کړی و، په زړه کې یې له هغوی د مرستې هیله وکړه، خو د زړه بېقراري یې نه ارامېده.
ورو ورو یې دا حقیقت درک کړ، چې د ده ټول شخصي اعمال له ده سره هماغلته پای ته رسېدلي دي، وږي لا هم وږي دي، جوماتونه یا نړېدلي او په کنډوالو بدل شوي او یا یې پر ځای بیا ځنګلونه راشنه شوي دي، څاهګانې وچې او بېګټې پرتې دي، نه هغه پیران شته او نه هغه فقیران، نه یې څوک غږ اوري او نه څوک د مرستې لاس ورغځوي.
همدې فکرونه بیا سخت وارخطا کړ له ځان سره یې وویل: «ما څه کړي دي؟ ولې مې زړه له داسې فاني او له منځه تلونکو شیانو سره تړلی و؟ ولې دا پوهه او بصیرت راته هماغه وخت حاصل نه شو؟ اوس خو نور هر څه له واکه وتلي دي.»
بیا یې په حسرت او له درده په ډک غږ فریاد وکړ: آه، وخته! آه، وخته! ولې مې ته له خپلو لاسونو وبایللې؟
هغه یو ځل بیا په وارخطایۍ له خپل ځایه راپاڅېد او د کړکۍ پر لور یې منډه کړه، کړکۍ یې پرانېسته، دا ځل یې ولیدل چې اسمان بشپړ صاف شوی دی، توپاني باد درېدلی، تورې ورېځې خپرې شوې او ستوري د اسمان پر مخ روښانه او ځلیدلي ښکاري، د هغوی ځلانده وړانګو د شپې تیاره هم یو څه روښانه کړې وه.
هغه د زړه د تسل لپاره هماغه له ستورو ډک اسمان ته کتل، ناڅاپه یې د اسمان په منځ کې یوه ځلانده رڼا ولیده، په هغې رڼا کې د ناوې په څېر یوه ښکلې او نوراني پېغله راڅرګنده شوه، هغه په حیرانتیا سترګې په کې ورخښې کړې او په ځیر ځیر یې ورته کتل پیل کړل، هر څومره چې به یې ورته کتل، هماغومره به هغه ده ته رانږدې کېده، تر دې چې بیخي د ده مخې ته ودرېده.
بوډا د هغې د بېساري حسن او جمال په لیدو حیران پاتې شو، زړه یې له پاکو احساساتو او احترام ډک شو او په ډېره مینه او نرمۍ یې ترې وپوښتل: ته څوک یې؟
هغې په ارام او ډاډمن غږ ځواب ورکړ: زه هغه نېکي یم چې تلپاتې ژوند لري.
بوډا بیا وپوښتل: ستا د ترلاسه کولو کومه لار هم شته؟
هغې وویل: هو شته؛ ډېره اسانه ده خو په عمل کې تر ټولو سخته ده، هر څوک چې د الله تعالی فرضونه په اخلاص سره ادا کړي لکه هغه ساده صحرايي سړي چې ویلي و: “پر الله قسم، نه به په دې کې څه زیاتوم او نه به ترې څه کموم.” او ورسره د انسانانو د خیر او ښېرازۍ لپاره هڅه وکړي، زه د هغه په برخه کېږم.
په دې نړۍ کې هېڅ شی تلپاتې نه دی؛ یوازې انسان دی چې نسل په نسل خپل تر پایه پاتې کیږي، له همدې امله هغه نېکي چې د انسان د هوساینې او پرمختګ لپاره ترسره کېږي، د نسلونو تر پایه ژوندۍ پاتې کېږي.
لمونځ، روژه، حج او زکات د انسان له ژوند سره تړلي عبادتونه دي، کله چې انسان مړ شي د هغه د عمل سلسله هم پای ته رسېږي، مادي شیان هم یوه ورځ له منځه ځي، خو هغه خیر چې انسان یې کوي تر اوږدې مودې ژوندی پاتې کېږي.
زه د ټول انسانیت روح یم، که څوک غواړي ما ترلاسه کړي، باید د انسانانو د خیر لپاره کار وکړي؛ او که لږ تر لږه د خپلې ټولنې د هوساینې لپاره په خپل زړه، فکر، ځواک او مال هڅه وکړي نو زه به د هغه ملګری شم.
دا خبرې یې وکړې او هغه نوراني پېغله د سترګو له وړاندې ورکه شوه، بوډا بېرته خپل ځای ته راغی او په ژور فکر کې کښېناست.
بیا یې خپل تېر ژوند له سره وکوت، ویې لیدل چې د پنځه پنځوس کلونو په اوږدو کې یې داسې کوم کار نه و کړی چې د انسانانو یا لږ تر لږه د خپل قوم د خیر لپاره وي، د ژوند ډېری کړنې یې د خپلو شخصي ګټو پر بنسټ ولاړې وې، که کومه نېکي یې هم کړې وه د ثواب د تمې او د الهي اجر د ترلاسه کولو په نیت یې کړې وه؛ خو د خپلې ټولنې د سوکالۍ او پرمختګ لپاره یې په خالص نیت هېڅ نه وو کړي.
کله چې یې خپل حال وارزاوه پوه شو چې د هغې زړه راښکونکې او نوراني ناوې د ترلاسه کولو هیله یې له لاسه ورکړې ده، خپل راتلونکی عمر یې هم وکوت؛ نور پکې دومره فرصت نه لیدل کېده چې دا تشه جبران کړي.
همدا احساس یې د ناهیلۍ تر وروستي بریده ورساوه، په سختې بېقرارۍ یې چیغه کړه: آه، وخته! آه، وخته! ایا ته بېرته راګرځېدلی شې؟ که وخت بېرته راګرځېدای او زه یو ځل بیا ځوانېدلی، نو لس زره دیناره به مې هم درکول!
دا یې وویل له زړه یې یوه سړه ساه وویسته او بېهوښه پر ځمکه ولوېد.
لا لږه شېبه تېره نه وه چې د خوږو او زړهراښکونکو غږونو انګازې یې غوږونو ته ورسېدې، سترګې یې چې پرانیستې، خپله مهربانه مور یې خپل سر ته ولاړه ولیده، مور یې په غېږ کې ونیو، پر تندي یې ښکل کړ او په مینه یې دعاو ورته وکړه.
پلار یې هم مخې ته ولاړ و او واړه وروڼه او خویندې یې په خوښۍ چاپېره راټول شوي وو.
مور یې په مینه ورته وویل: زویه! ولې ژاړې؟ ولې دومره بېقراره یې؟ ولې دې ساه په سلګیو بنده شوې ده؟ پاڅه، لاس او مخ ووینځه، جامې واغونده، نن د نوروز د خوښۍ ورځ ده، وروڼه او خویندې دې ستا په تمه ولاړ دي.
هلک ناڅاپه له خوبه راویښ شو، پوه شو چې دا هر څه یوازې یو خوب و؛ داسې خوب چې په هغه کې بوډا شوی و.
ده خپل ټول خوب مور ته بیان کړ، مور یې په غور واورېد، بیا یې په نرمه لهجه وویل: زویه! هېڅکله د هغه پښېمانه بوډا په څېر ژوند مه کوه؛ بلکې هماغه لار خپله کړه چې هغې نورانۍ ناوې درته وښوده.
د مور دا خبرې چې یې واورېدې، هلک په خوشحالۍ له کټ څخه راټوپ کړل او په لوړ غږ یې وویل: همدا زما د ژوند لومړۍ ورځ ده! زه به هېڅکله د هغه بوډا په څېر پښېمانه نه شم، زه به خامخا له هماغې ښکلې ناوې سره واده کوم، هغې ناوې سره چې خپل روښانه مخ یې راته وښود او خپل نوم یې “تلپاتې نېکي” وباله.
ای الله! ای الله! ته مې مرسته وکړه. آمین.
نو اې زما ګرانو ځوانانو! او اې زما د قوم بچیانو!
د خپل قوم د خیر، سوکالۍ او پرمختګ لپاره هڅه وکړئ، څو د ژوند په وروستیو شېبو کې د هغه بوډا په څېر د حسرت او پښېمانۍ اوښکې توی نه کړئ.
زموږ نسل د خپل سفر وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی اوس له الله تعالی څخه دا دعا کوو، چې زموږ له منځه داسې ځوانان راپورته شي، چې د خپل قوم د خیر، یووالي او پرمختګ لپاره خپل ژوند وقف کړي.
آمین.





























