۱۴۰۵ لمریز کال

Mega Menu
Breaking

Dhu Al-Hijjah 3 1447

Dhu Al-Hijjah 3 1447

  • All Posts
  • Business
  • Economy
  • Health
  • News
  • Science
  • Sports
  • Tech
  • Western
  • World
  • اسلامي بانکداري او اقتصادي مسایلو مرکز
  • اسلامي بانکداري او مالي سیسټم انسټیټوټ
  • اعمال
  • تالیف او ژباړې څانګه
  • د ادبي پروګرامونو څانګه
  • د اسلامي بانکدارۍ مرکز
  • د پښتو ادبیاتو اړوند د څیړنو مقالو او لیکنو څانګه
  • د تاریخ او جهادي کارنامو د ثبت څانګه
  • د معاصرو اقتصادي مسایلو انسټیټوټ
  • د ویډوګانو او تاریخي کارنامو ارشیف
  • دپښتو ژبې او ادبیاتو مرکز
  • دعمومي تاریخ څانګه
  • کتابتون
  • مجله
    •   Back
    • ادبي غونډ ې
    • مشاعرې
    • روزنیز سیمارونه
    •   Back
    • ادبې تذکره
    • ادبي لیکنې
    • ادبې نقد
    • څیړنیزې مقالې
    •   Back
    • اسلامي بانکداري ډیپارټمنټ
    • د سوداګریزو معلوماتو ډیپارټمنټ
    • د تکافل ډپارمنټ
    •   Back
    • اسلامي تمدن
    • تاریخي سیمې
    • څیړې
    • صلیبی جګړه
    •   Back
    • تالیف او لیکوالې
    • ژباړه
    • د اثارو چاپ
    •   Back
    • د نویو اقتصادي پدیدو ډیپارټمنټ
    • د مالي او پولي سیاست ډیپارټمنټ
    •   Back
    • مستندونه
    • شل کلن تاریخ
Load More

End of Content.

زمونږ غوره مطالب

ته تاسو د دې وېب پانې اړوند مهم مطالب تر لاسه کولی شئ

Popular News

اړیکه ونیسئ
که تاسو کومه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ موږ ته د لټون کولو لپاره وړیا احساس وکړئ!

د شیدو بانکونه د اسلامي شریعت په رڼا کې


ژباړه مفتي محمد نعمان مفکر

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على سيدنا محمد خاتم النبيين، وعلى آله وصحبه أجمعين.

د پریکړو ګڼه : 6 (2/6).

[د شیدو بانکونو په اړه]

د نړیوال اسلامي فقهي مجمع شورا، چې د اسلامي کنفرانس له سازمان څخه رامنځته شوې ده، د خپلې دوهمې غونډې په ترڅ کې چې په جده کې د ۱۴۰۶هـ کال د ربیع الآخر له ۱۰ تر ۱۶ نېټې (چې د ۱۹۸۵م کال د دسمبر له ۲۲ تر ۲۸ پورې برابره ده) ترسره شوه.

وروسته له دې چې مجمع ته د شیدو بانکونو په اړه یوه فقهي او طبي څېړنه وړاندې شوه او د دواړو څېړنو پر منځپانګه له ژور غور او پراخ بحث وروسته—چې د موضوع بېلابېل اړخونه یې رانغاړل—دا څرګنده شوه چې:

لومړی: دا چې د شیدو بانکونه یوه تجربه ده چې لوېدیځو ملتونو پيل کړې وه خو وروسته د تجربې په ترڅ کې ځینې تخنیکي او علمي منفي اړخونه پکې څرګند شول نو له همدې امله دا تجربه محدوده شوه او پاملرنه ورته کمه شوه.

دویم: دا چې اسلام رضاعت (شیدې ورکول) د نسب په څېر یو نږدې والی ګڼي چې د هغه له مخې هغه څه حرامېږي کوم چې د نسب له مخې حرامېږي او په دې اړه د مسلمانانو اجماع ده او د شریعت له عمومي موخو څخه یوه هم د نسب ساتنه ده حال دا چې د شیدو بانکونه د نسب د ګډوډۍ یا شک (شبهې) لامل ګرځي.

درېیم: دا چې په اسلامي نړۍ کې ټولنیزې اړیکې دا زمینه برابروي چې هغه نوی زېږېدلی ماشوم چې له وخته مخکې زېږېدلی وي، یا کم وزن ولري او یا هم په خاصو حالاتو کې د انساني شیدو احتیاج ولري، د طبیعي رضاعت له لارې خپلې اړتیاوې پوره کړي؛ او همدا کار په خپله د شیدو بانکونو اړتیا له منځه وړي.

دا پرېکړې وشوې چې:
لومړی: په اسلامي نړۍ کې د میندو د شیدو بانکونو جوړول منع دي.”

دویم: له دغو (شیدو بانکونو) څخه رضاعت کول حرام دي.

والله اعلم بالصواب

د مجلة المجمع (دویمه ګڼه، لومړی جلد، ۳۸۳ مخ).”

Share this article