{ژباړه: احسان الله تکل}

۱۰- ګېم اېنفورمر (Game Informer)
وېش (توزیع): ۴.۳ میلیونه نسخې
دا مجله د ویډیویي لوبو د صنعت یو لوی او پرمختللی سوداګریز سکتور دی او د دې لوبو مینهوال تل غواړي د خپلې خوښې د لوبو او وسایلو په اړه له نویو معلوماتو خبر شي، د امریکا «ګېم اېنفورمر» مجله هره میاشت د دغو غوښتنو پوره کولو هڅه کوي.
۹- نېشنل جیوګرافیک (National Geographic)
وېش (توزیع): ۴.۴ میلیونه نسخې
«نېشنل جیوګرافیک» د نېشنل جیوګرافیک ټولنې رسمي خپرونه ده، چې له (۱۸۸۸م) کال راهیسې په منظم ډول خپرېږي، یعنې د ټولنې له جوړېدو یوازې نهه میاشتې وروسته پیل شوه.
دا مجله بېلابېل موضوعات خپروي لکه ساینس، حیوانات، چاپېریال، فضا او طب.
۸- ټي وي مېګازین (TV Magazine)
وېش (توزیع): ۵.۸ میلیونه نسخې
«ټي وي مېګازین» یوه اوونیزه مجله ده چې د فرانسې د ټلویزیوني پروګرامونو په اړه مطالب خپروي، دا مجله د Le Figaro Group پورې اړه لري، په ۱۹۸۷ کال کې پیل شوې او د «هاشېت فیلیپاشي» شرکت یې چاپ او وېش پر غاړه لري.
۷- سپورټس الیسټرېټډ (Sports Illustrated)
وېش (توزیع): شپږ میلیونه نسخې
دا یوه مشهوره مجله ده چې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د سپورټ او موټرو اړوند مطالب خپروي او شاوخوا شپږ میلیونه نسخې وېشل کېږي.
۶- ریډرز ډایجسټ (Reader’s Digest)
وېش (توزیع): له شپږ میلیونو څخه زیاتې نسخې
«ریډرز ډایجسټ» مجله د DeWitt Wallace او Lila Bell Wallace له خوا په ۱۹۲۰ کال کې تاسیس شوې ده، دا مجله ټولنیز او کورني موضوعات تر بحث لاندې نیسي او خپل مرکزي دفتر یې له «چاپاکوا» څخه د New York City «منهټن» ته انتقال کړی دی.
۵- بیټر هومز اېنډ ګارډنز (Better Homes and Gardens)
وېش (توزیع): له اوو میلیونو څخه زیاتې نسخې
د Meredith Corporation شرکت دا مجله هره میاشت خپروي، دا په ۱۹۲۲ کال کې د Edwin Meredith له خوا تاسیس شوې، چې د Woodrow Wilson د واکمنۍ پر مهال د کرنې وزیر و.
۴- کوسټکو کنکشن (The Costco Connection)
وېش (توزیع): اته میلیونه نسخې
«کوسټکو کنکشن» یوه وړیا مجله ده چې د Costco شرکت ټولو غړو ته لېږل کېږي، دا په ۱۹۸۷ کال کې تاسیس شوې او د چاپېریال، روغتیا او پخلي په څېر بېلابېل موضوعات خپروي.
۳- اډاک موټور وېلټ (ADAC Motorwelt)
وېش (توزیع): له ۱۳ میلیونو څخه زیاتې نسخې
«اډاک موټور وېلټ» یوه جرمني مجله ده چې هره میاشت خپرېږي او د موټرو او سیاحت په برخه کې تخصص لري، د دې مرکزي دفتر د Munich په ښار کې دی او په ۱۹۲۵ کال کې تاسیس شوې ده.
٢- ای.ای.آر.پي مجله (AARP The Magazine)
وېش (توزیع): له ۲۳ میلیونو څخه زیاتې نسخې
«ای.ای.آر.پي» یوه امریکایي مجله ده چې په ۱۹۵۸ کال کې تاسیس شوې ده، هره دوه اوونۍ خپرېږي او د AARP له خوا خپرېږي، دا مجله تر ۲۰۰۲ کال پورې د «Modern Maturity» په نوم پېژندل کېده.
۱- واچ ټاور (The Watchtower)
وېش (توزیع): ۵۰ میلیونه نسخې
«واچ ټاور» یوه دیني مجله ده چې هره دوه اوونۍ شاوخوا ۵۵ میلیونه نسخې وېشل کېږي، د دې لومړۍ ګڼه په ۱۸۷۹ کال کې په متحده ایالاتو کې خپره شوې او دا مهال له ۳۰۰ څخه په زیاتو ژبو خپرېږي.