Dhu Al-Hijjah 3 1447

آیا غواړئ چې خوشحاله واوسئ!

دلته اته هغه غوره لارې درښودل شوي، چې کولای شي؛ ستاسې د خوشحالئ سبب وګرځي.  

۱ـ تل د نورو د خوشحالولو هڅه مه کوئ!

هغه کسان چې تل د نورو د خوښ ساتلو هڅه کوي، حتا د نورو لپاره خپل ځان کم راولي او خپل ځان خفه کوي، نو لازمه نه ده چې دوی خپلې خوښۍ د نور لپاره قرباني کړي؛ دوی د خپلو خوښیو رښتیني وژونکي دي او دا کړنه یې پر ژوند بیلابېلې منفي اغېزې اچوي.

۲ـ د نورو له شتو سره مو خپل شته مه پرتله کوئ!

له کم عقلۍ بشپړه ډکه کړنه له نورو سره د ځان او مال پرتله کول دي. په حقیقت کې دا هغه کړنه ده چې انسان له ژوند څخه په بشپړه توګه نا هیلی کوي.

غوره او بریالی انسان له ځانه لوړ وګڼئ، د ځان لپاره یې الګو وګرځوئ او پرته له منفي فکر څخه د بریا په لټه کې شئ.

۳- پر ځان مو ډېر بیروبار مه جوړوئ!

که غواړئ په ژوند کې خوښ واوسئ، نو هڅه وکړئ چې د خپل ورځني ژوند په مهالوېش کې مو هر اړخېزې موضوع او کړنې ته پام وکړئ.

۴ـ په کوم ځای کې چې غواړئ خبرې وکړئ، په همغه ځای کې د خبرو کولو هڅه وکړئ!

هيڅ وخت مو خپل احساسات له ځان سره پټ مه ساتئ، تل په دې هڅه کې شئ، چې په هر اړین وخت کې مو خپل افکار نورو ته څرګند کړئ او په زړه کې مو هیڅ کومه غوټه پرې نه ږدئ.

۵ـ هیڅکله پردې باور مه لرئ،  چې عشق او مینه له رنځ او غم سره ملګري دي!

د خوښئ په موخه،  دا هڅه مه کوئ، چې بې ارزښته او وحشتناکې پیښې د عشق یا مینې تر نامه لاندې په ځان ومنئ.

۶ـ د خپل ځان داخلي یا دننه غږ اوریدوونکي شئ!

د خوښ اوسېدلو په موخه تل په دې هڅه کې شئ، تر څو د زړه له اصلي غوښتنو څخه مو لرې ونه واوسئ.

۷ـ هڅه وکړئ ترڅو دا څرګند کړئ، چې په رښتینې ډول مو له ژوند څخه څه غواړئ؟!

د رښتینې خوښئ په موخه مو له ژوند څخه سترې موخې هیڅ وخت له یاده مه باسئ.

۸ـ هیڅ وخت ویرې ته اجازه مه ورکوئ؛ تر څو درباندې زوروره شي!

له ژوند څخه د خوند اخیستلو او خوښ اوسېدلو په موخه مو هیڅکله  ویرې ته اجازه مه ورکوئ؛ چې ښکار یې شئ. له کوم څه څخه چې ویره لرئ، نو له همغه څه سره مخامخ شئ؛ ویره به مو په خپله له منځه لاړه شي.

Share this article