Dhu Al-Hijjah 3 1447

:په ځوانانو کې د بې جرأتۍ اساسي لاملونه

لیکوال: محمد غمی هوتک

زمونږ په هيواد کې ډیر کسان چې زیاتره یې زده کوونکي او محصلان دي، دوی نشي کولای چې مشرانو یا د خپلو ملګرو پر وړاند‌ې خبرې وکړي دوی زیاتره د بې جرآتۍ احساس لري او له چا خپل حق هم نشي غوښتلی.

په دې برخه کې یوې څېړنې دا ثابته کړې هغه کسان چې ډېر بې جرآته وي د خلکو پر وړاندې له خبرو کولو ډاريږي. دغه څیړنه دا هم ثابتوي چې ښځې بیا د نارینه وو په پرتله دا وېره کمه لري او د نارینه وو په پرتله د خلکو پر وړاندې ښې او پر جرئت خبرې کوي نو ډاکټرانو او ارواپوهانو ددې ستونزې لپاره ګڼ لاملونه په ګوته کړي چې په لاندې کرښو کې به یې درته روښانه کړو.

1.   په ځان باور نه لرل

د بې جرآتۍ یو مهم لامل پر ځان بې باوري ښودل شوې ده. ډېر خلک په ځان باور لري  او دا وېره لري که د خلکو پر وړاندې کومه خبره وکړي هسې نه چې ترې غلطه شي یا ترې بله کومه تېروتنه وشي نو خپله خبره پریږدي، د وخت په تېرېدو سره همداسې بې زړه او بې جرآته پاتې کیږي چې دا کړنه یې په راتلوونکي ‌ژور اثر پرېباسي او د دې ستونزې ترڅنګ نورې ستونزې هم زیږوي چې باید یې د حل لاره وموندل شي ترڅو د پرمختګ پر وړاندې مو خنډ نه شي.

2.    په مجلسونو او کنفرانسونو کې ګډون نه کول

زموږ د ځوانانو ستره ستونزه دا هم ده چې ټولنیز ژوند نه خوښوي، دوی همداسې له ماشومتوبه ځان ښودنه د ځان عادت ګرځوي، دا نه خوښوي چې د خلکو سره ګډ ژوند وکړي. دا هغه کسان دي چې نه غواړي په ناستو او مجلسونو کې ګډون وکړي، ډاکټران او ارواپوهان وایي : په کنفرانسونو او داسې نورو ناستو کې ګډون د انسان د خبرو کولو د مهارتونو او د جرآت په زیاتولو کې مرسته کوي .

3.    په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د زده کوونکو نه ارزیابي کول

یو بل مهم لامل دا دی چې په ښونځیو او پوهنتونونو کې زده کوونکي نه ارزیابي کیږي او زده کوونکي چې کله له کوره ښوونځي ته داخل شي نو همداسې پوهنتون او له پوهنتون نه ټولنې ته وړاندې کېږي، نو باید په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کوونکو او محصلانو ته د زده کړو ترڅنګ د هغوی جرآت او زړورتیا ته هم کار وشي خو نن سبا زمونږ په ښوونځیو او پوهنتونونو کې هغه کسان چی جرآت لري هغه مخ په وړاندې ځي او ښوونکي ورسره ډېره مرسته کوي؛ خو هغه کسان چې جرآت نه لري د ښوونکو له پامه غورځېږي او وروسته پاتې کیږي .

4.    په ماشومتوب کې د کورنۍ او نورو مشرانو له خوا تهدید

د ارواپوهانو په اند هغه کسان چې د خلکو پر وړاندې بې جرآته وي هغوی په ماشومتوب کې د کورنۍ د غړو لکه د مور، پلار، ورور، خور، کاکا او داسې نورو له خوا تهدید شوي وي. ماشومانو ته هغه وخت اجازه نه ورکول کېږي چې د دوی پر وړاندې خبرې وکړي د دې پر ځای چې په ماشومتوب کې خپلو اولادونو ته د خبرو کولو طرز او طریقه ور وښيي، تهدیدوي یې او د خبرو نه کولو لارښوونه ورته کوي.

5.    ماشومان له کور بهر لوبو ته نه پرېښودل

ډاکټران وایي: هغه کسان چې په ماشومتوب کې له کوره بهر لوبې کوي، په همغه وخت کې له چاپیریال سره بلد کیږي او د هغه کسانو په پرتله زړور وي چې په خپلو کورونو کې لوی شوي وي. ډیری کورنۍ وېریږي که خپل ماشومان بهر لوبو ته پرېږدي هسې نه چې  بې لارې او بې تربیې شي، ډېری کورنۍ هڅه کوي چې خپلو ماشومانو ته د لوبو وسايل او د لوبو فضا په کور کې برابره کړي؛ خو دا فکر غلط دی.

Share this article