
ښاغلی سیف الرحمن مشال یو ژمن او وړ شخصیت دی چې د علم، ادب او ټولنیزو خدمتونو په برخه کې یې ارزښتناک فعالیتونه ترسره کړي دي، نوموړی د اسلامي ارښتونو، ملي هویت او فکري ودې د پیاوړتیا لپاره تل هڅاند پاتې شوی دی.
موږ باور لرو چې د ده په مسؤولیت سره به د خوست ولایت په کچه د علمي، کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو نوی باب پرانیستل شي او د ځوانانو د فکري او علمي ودې لپاره به مهم ګامونه پورته شي.
له لوی خدای (ج) څخه ورته په دې درانه مسؤولیت کې د لا زیاتو بریاوو هیله لرو.
په درنښت افغان ویاړ اداره





