۱۴۰۵ لمریز کال

Mega Menu
Breaking

Dhu Al-Hijjah 3 1447

Dhu Al-Hijjah 3 1447

Popular News

Latest News

په خوست ولایت کې د افغان ویاړ څېړنيزې او کلتوري ټولنې او کاروان ښوونیز مرکز ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

افغان ویاړه څیړنیزه او کلتوري ټولنه خوست څانګه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پۀ خوست کې د کونډيو صحرا او اړوند سیمو اوسېدونکو لپاره، د افغان ویاړ څېړنيزې او کلتوري ټولنې او کاروان ښوونیز مرکز ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. دوشنبه: ۱۴۴۸/۲/۱۲. ۱۴۰۵/۵/۵
د افغان ویاړ څېړنيزې او کلتوري ټولنې د خوست څانګې او کاروان د انګلېسي ژبې او کمپیوټر ښوونیز مرکز ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو، چې موخه یې ځوانانو او د زده کړې علاقمندانو لپاره د زده کړو فرصتونه برابرؤل دي.
د ياد هوکړه ليک پر اساس به، د افغان ویاړ څېړنيزې او کلتوري ټولنې لخوا، کاروان ښوونیز مرکز ته پۀ پنځوس فيصده تخفيف سره ځوانان او زده کوونکي ور وپېژندل شي.
د هوکړه لیک د لاسلیک د مراسمو پر مهال، د افغان ویاړ څېړنيزې او کلتوري ټولنې د خوست څانګې مسؤل، ښاغلي سیف الرحمن مشال د کاروان ښوونیز مرکز لۀ مسؤل، انجینر صېب نقیب رسول زوی څخه مننه وکړه او د ځوانانو، غریبانو او لۀ لوست پاتې زده کوونکو لپاره یې د علمي بنسټونو دا ډؤل همکاري لازمه او ضروري وبلله.
د تخفيف د مراحلو د طی کولو پۀ موخه، پۀ لاندې شمېرو اړیکه ونيسئ:
0777609217
0748280773

Share this article