
د افغان ویاړ څېړنيزه او کلتوري ټولنه، د خوست ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست، د ځوانانو چارو آمریت سره پۀ ګډه همغږي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷ ګڼه فرمان د تطبيق غونډه دائيروي، چې پۀ یاده غونډه کې به ویناوالان، لیکوالان او فرهنګي شخصیتونه د ناوړه دودونو او عامه پوهاوي پۀ موخه، خپل مالومات/ ویناوې وړاندې کړي. تاسو قدرمنو ته هم بلنه ده؛ څو راشئ او پۀ خپل راتګ سره زموږ غونډې ته لا ښکلا ور وبښئ. ورځ: چهارشنبه. وخت: ماسپښین دوه بجې. ځای: خوست اطلاعاتو او کلتور رياست – غونډو تالار





























