نظم

یه د ګل د عکاسي تر شا ولاړې
طبیعت به پاڼه پاڼه راته ژباړې
د دې زاڼو قلقلو پورې مې ټال کړه
که مې زړه پورې توی وړې خوښي غواړې
دغه وړانګه مې په لپه کې قیچي کړه
ترینه جوړه د ګلابو رڼایي کړه
راشه وېښې هغه سترګې کړه حسینې
پکې تېره د چندڼو سلایي کړه
رانه غېږ لکه شوخي کړه پکې مسته
اې نګاه نګاه رڼا نرګس پرسته
دا باغچه لکه لمبه پرې لیونۍ کړه
پکې یوسه له مینا پلو خوش دسته
د دې ذوق له خوبه جوړه کتابچه کړه
په دې څانګه باندې تېره سرېنده کړه
پرېږده رنګ چې څڼې واچوي ډاله ته
دا څرمنه د شرنګي په لښته شنه کړه
پر دې موج بله ورېښمینه دا رڼا کړه
دغه خیال لکه طاووس ترې په هوا کړه
پایزیبونه یې مسرو پورې کړه غوټه
دغه شعر د چا رباب ته په نڅا کړه
شاعر: اومان نیازی



















