
مرکب د خپلې افادې له مخې په دوو برخو وېشل شوی دی: مرکب ناقص او مرکب تام. د دې وېش بنسټ د لفظ ظاهري جوړښت نه، بلکې د هغه د افادې بشپړوالی او نابشپړوالی دی. که یو مرکب بشپړ فکر او مستقله معنا وړاندې نه کړي او اورېدونکی لا هم د بل لفظ یا جملې انتظار وباسي، هغه مرکب ناقص بلل کېږي. په معاصره ژبپوهنه کې د دې مفهوم نږدې معادل عبارت (Phrase) دی، عبارت هم د جملې یوه برخه وي او یوازې په خپل سر بشپړ پیغام نه رسو، لکه: “هوښیار زدهکوونکی” دلته مفهوم بشپړ شوی نه دی، او اورېدونکی لا هم پوښتنه کوي: څه وشول؟ څه کوي؟ چېرته دی؟ یعنې دا ترکیب یو مفهوم وړاندې کوي، خو بشپړ خبر نه. همدارنګه “د کابل پوهنتون”، “د ژبې تاریخ”، “په کور کې” او “ښه انسان” دا ټول نيمګړي مرکبونه دي، ځکه بشپړه قضیه او مستقل فکر نه لري.
د کلاسیکو منطقیانو له نظره، د مرکب ناقص ارزښت په دې کې دی چې د تعریفونو، اصطلاحاتو او علمي مفاهیمو ډېره برخه په همدې ډول جوړېږي. کله چې وایو “عاقل انسان” دا یو مرکب ناقص دی، ځکه لا یې د صدق او کذب حکم نه دی شوی. همدا وجه ده چې په علم منطق کې مرکب ناقص د تصوراتو له بحث سره تړاو لري او تصورات هغه مبحث دی، چې حکم پکې صادر شوی نه وي؛ خو د منطق بله برخه چې تصديقات نومېږي، هلته پکې قضيې د صدق او کذب احتمال لري.
په معاصره ژبپوهنه کې د مرکب ناقص تر ټولو نږدې اصطلاح ولې عبارت (Phrase) ده؟ عبارت د دوو یا څو کلمو هغه نحوي واحد دی چې یو مفهوم لېږدوي، خو بشپړ نه، یعنې بشپړه جمله نه وي. مثلا: د منار جام، لوی کور ، د کابل ښار، د زرو هندارو کور کتاب، په ټولګي کې او له استاد سره. دا ټول عبارتونه دي، ځکه هر یو یو معنايي واحد جوړوي، خو بشپړ فکر نه وړاندې کوي.
د چامسکي (Noam Chomsky) د نحوي نظریې له مخې، جمله له بېلابېلو عبارتونو څخه جوړیږي؛ لکه اسمي عبارت (Noun Phrase)، فعلي عبارت (Verb Phrase)، صفتي عبارت (Adjective Phrase) او قیدي عبارت (Adverbial Phrase). دا تحلیل له کلاسيک منطق سره په دې ټکی کې ورته دی چې دواړه د نیمګړو او بشپړو ژبنیو جوړښتونو ترمنځ توپیر کوي.
ب: مرکب تام (بشپړ مرکب)
که یو ترکیب داسې وي چې اورېدونکی یې په اورېدو سره بشپړ مطلب واخلي او نور د بل لفظ یا جملې انتظار ونه باسي، هغه ته مرکب تام ویل کېږي. له همدې امله مرکب تام د منطق د تصدیقاتو په برخه کې راځي، ځکه دلته یوازې مفهوم نه، بلکې د یوه شي په اړه حکم هم کېږي.
منطقیان وايي:”المركب التام ما يحسن السكوت عليه.” یعنې: مرکب تام هغه لفظي ترکیب دی چې پر هغه چوپ پاتې کېدل سم وي، ځکه بشپړه معنا او مستقله افاده لري، مثلا:که څوک ووايي: “سيدجمال الدين افغان عالم دی”، “کابل د افغانستان پلازمېنه دی”، “باران ورېږي” یا “پښتو د افغانستان ملي ژبه ده” ، نو اورېدونکی نور د جملې د بشپړېدو انتظار نه کوي؛ ځکه بشپړ فکر او یو مستقل حکم شوی دی.که وویل شي: “هوښیار زدهکوونکی معنا لا نیمګړې ده؛ خو چې ووایو: “هوښیار زدهکوونکی بریالی شو.” ؛ نو مرکب تام رامنځته کېږي.
د منطق له نظره، مرکب تام یوازې یوه بشپړه جمله نه ده، بلکې یو داسې لفظي جوړښت دی چې د صدق او کذب احتمال دواړه پکې وي. منطق مرکب تام ته یوازې د الفاظو د نحوي جوړښت له مخې نه، بلکې د هغوی منطقي ارزښت ته هم ګوري. د همدې لهمخې د مرکب تام مهمه برخه قضیه ګڼې، مثلا: “انسان فاني دی.” یوه قضیه ده؛ ځکه هم بشپړه معنا لري او هم کېدای شي د واقعیت له مخې رښتیا یا درواغ وي. خو “دروازه وتړه!” که څه هم د نحوې له نظره بشپړه جمله ده، خو منطقیان یې مرکب تام په هغه معنا نه ګڼي چې د قضیې بنسټ جوړ کړي؛ ځکه دا امر دی، نه خبر. په دې نحوي جمله کې د صدق او کذب احتمال نهشته او د منطق او نحوې ترمنځ د مرکب تام د مفهوم یو مهم توپیر هم همدا ګڼل کېږي.
په معاصره ژبپوهنه کې د مرکب تام تر ټولو نږدې معادل جمله (Sentence) ده. هغه هم خبري جمله. ژبپوهنه کې جمله هغه ژبنی واحد ګڼل کېږي، چې بشپړ مفهوم ولري او په خپلواک ډول کارول کېدای شي. معاصر ژبپوهان لکه: بلومفیلډ، چامسکي، لاینز او … دا ټول جمله د ژبې تر ټولو ستر نحوي واحد ګڼي او وايي، چې جمله د څو مورفیمونو، کلمو او عبارتونو له یوځای کېدو څخه رامنځته کېږي. له دې پلوه د منطق د مرکب تام او د معاصرې ژبپوهنې جمله په ډېرو برخو کې سره ورته دي، خو دواړه بیا هم یو شان نه دي. ژبپوهنه د جملې نحوي، صرفي او معنايي جوړښت څېړي، په داسې حال کې چې منطق د جملې استدلالي ارزښت ارزوي، مثلا: په ژبپوهنه کې لاندې ټولې جملې بشپړې جملې دي:
احمد راغی.
دروازه وتړه!
ایا ته پوهنتون ته ځې؟
کاشکې باران وشي!
خو په منطق کې یوازې خبري جملې د قضیې حیثیت لري، ځکه یوازې په همدغو جملو د صدق او کذب حکم کېدای شي. امر، استفهام، تعجب او تمنا که څه هم د ژبپوهنې له نظره بشپړې جملې دي، خو د منطق د قضیو برخه نه جوړوي. له همدې امله هره منطقي قضیه یوه جمله ده، خو هره جمله منطقي قضیه نه ده.
قیاس، برهان، جدل، خطابه، شعر او مغالطې دا ټول منطقي استدلالونه دي او دا ټول له قضیو څخه جوړېږي. هره قضیه په حقیقت کې یو مرکب تام دی، ځکه موضوع، محمول او نسبت حکميه درې سره لري لکه:
هر انسان فاني دی.
مدړ کاکا انسان دی.
نو مدړ کاکا فاني دی.
دلته هره مقدمه یوه بشپړه قضیه او مرکب تام ده، او د همدې قضیو له ترکیب څخه برهان او قیاس رامنځته کېږي. که مقدمې مرکب ناقص وای،استدال پرې هم نه جوړېږي.
مرکب تام عموماً په دوو لویو برخو وېشي:
• خبري مرکب تام
د منطق ټول استدلالي نظام، لکه قضیه، قیاس، برهان، جدل، خطابه او مغالطه، پر همدې ډول جملو ولاړ دی. خبري مرکب تام هغه بشپړه وینا ده چې د یوه واقعیت، پېښې یا حکم خبر ورکړي او د هغې په اړه وکولای شو ووایو چې رښتیا ده یا درواغ. همدې ځانګړنې ته منطقیان د صدق او کذب احتمال وایي. که یوه جمله د صدق او کذب احتمال ولري، هغه د منطق له نظره قضیه ده؛ او که دا ځانګړنه ونه لري، که څه هم بشپړه جمله وي، قضیه نه ګڼل کېږي.لکه:
انسان مړ کېدونکی دی.
لمر له ختیځه راخېژي.
پښتو یوه ژبه ده.
ژبپوهان جملې د اړیکیزې موخې له مخې په خبري، امري، پوښتنیزو، هیلیزو او تعجبي ډولونو وېشي؛ خو د منطق له نظره د خبرو معیار یوازې نحوي بشپړتیا نه ده، بلکې اصلي شرط یې دا دی چې جمله باید د صدق او کذب وړتیا ولري. له همدې امله هره منطقي قضیه یوه خبري جمله ده.
• انشایي مرکب تام
ځینېداسې جملې هم شته چې په خپل ذات کې بشپړې وي او اورېدونکی یې په اورېدو سره د بلې جملې انتظار ونه باسي، خو بیا هم د منطق له نظره قضیه نه ګڼل کېږي. دې ډول جملو ته انشایي مرکب تام ویل کېږي. د انشایي مرکب تام تر ټولو بارزه ځانګړنه دا ده چې هدف پکې د یوه واقعیت خبر ورکول نه، بلکې د مخاطب هڅول، غوښتنه کول، پوښتنه مطرح کول، دعا کول، هیله څرګندول، تعجب ښکاره کول یا کوم بل انشایي عمل ترسره کول وي. له همدې امله که څه هم دا جملې د ژبې له پلوه بشپړې دي، خو د صدق او کذب معیار پرې نه تطبیقېږي، نو منطقيان یې انشايي مرکب تام کې راولي،لکه:
دروازه وتړه!
کتاب راواخله!
ته راغلې؟
کاش چې باران وشي!
دا ټولې جملې بشپړ پیغام لري، خو منطقیان یې قضیه نه بولي؛ ځکه د رښتیا او دروغو معیار پرې نه تطبیقېږي.
لیکوال: د کابل پوهنتون استاد سمیع وحدت



















