۱۴۰۵ لمریز کال

Mega Menu
Breaking

Dhu Al-Hijjah 3 1447

Dhu Al-Hijjah 3 1447

  • All Posts
  • Business
  • Economy
  • Health
  • News
  • Science
  • Sports
  • Tech
  • Western
  • World
  • اسلامي بانکداري او اقتصادي مسایلو مرکز
  • اسلامي بانکداري او مالي سیسټم انسټیټوټ
  • اعمال
  • تالیف او ژباړې څانګه
  • د ادبي پروګرامونو څانګه
  • د اسلامي بانکدارۍ مرکز
  • د پښتو ادبیاتو اړوند د څیړنو مقالو او لیکنو څانګه
  • د تاریخ او جهادي کارنامو د ثبت څانګه
  • د معاصرو اقتصادي مسایلو انسټیټوټ
  • د ویډوګانو او تاریخي کارنامو ارشیف
  • دپښتو ژبې او ادبیاتو مرکز
  • دعمومي تاریخ څانګه
  • کتابتون
  • مجله
    •   Back
    • ادبي غونډ ې
    • مشاعرې
    • روزنیز سیمارونه
    •   Back
    • ادبې تذکره
    • ادبي لیکنې
    • ادبې نقد
    • څیړنیزې مقالې
    •   Back
    • اسلامي بانکداري ډیپارټمنټ
    • د سوداګریزو معلوماتو ډیپارټمنټ
    • د تکافل ډپارمنټ
    •   Back
    • اسلامي تمدن
    • تاریخي سیمې
    • څیړې
    • صلیبی جګړه
    •   Back
    • تالیف او لیکوالې
    • ژباړه
    • د اثارو چاپ
    •   Back
    • د نویو اقتصادي پدیدو ډیپارټمنټ
    • د مالي او پولي سیاست ډیپارټمنټ
    •   Back
    • مستندونه
    • شل کلن تاریخ
Load More

End of Content.

زمونږ غوره مطالب

ته تاسو د دې وېب پانې اړوند مهم مطالب تر لاسه کولی شئ

Popular News

اړیکه ونیسئ
که تاسو کومه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ موږ ته د لټون کولو لپاره وړیا احساس وکړئ!

شفاهي ادب او د علم منطق تواتر

تواتر څه ته وايي؟ تواتر پرله‌پسې والی ته وايي او د منطق علماوو متواترات بیا هغه قضیې بللې دي، چې د دومره ډېرو خلکو له خوا په پرله‌پسې ډول نقل شوې وي چې د هغوی پر دروغو د اتفاق امکان له عقله لرې وي. په بله وینا، متواتر خبر هغه خبر دی چې د راویانو د شمېر، خپلواکۍ او د خبر د انتقال د تسلسل له امله انسان ته یقین پیدا شي. له همدې امله منطقیانو متواترات د برهان د یقیني مقدمو په ډله کې شمېرلي دي، ځکه په داسې خبر کې د شک احتمال بېخي کم او د یقین کچه یې بېخي ډېره لوړه وي، مثلا: موږ په خپلو سترګو نه دي لیدلي چې مسکو د روسيې پلازمېنه دی، یا مکې ښار کې نن د ترکیې، پاکستان اوسعودي ترمنځ دفاعي تړون‌لیک لاسلیک شو او یا احمدشاه بابا د افغانستان بنسټ اېښودونکی و؛ خو دا معلومات د دومره ډېرو، بېلابېلو او خپلواکو سرچینو له لارې موږ ته رسېدلي دي چې نور د شک ځای نه پاتې کېږي. یا که ټول خلک ووایي چې په کونړ سیند  پل جوړ شوی، یا د ماهيپر مسافر ووايي، چې په ماهيپر کې غر راښووېيدلی دی؛ نو خلک یې بې له تردده مني، ځکه خبر یوازې د یوه کس نه، بلکې د ګڼو خپلواکو شاهدانو له لارې رارسېدلی دی. کلاسيک منطقیانو همدې ډول باور ته تواتر ویلی دی.

په رسنيزو څېړنو کې هم، د خبر د اعتبار لپاره  متعددې خپلواکې سرچینې  ټاکل کېږي. په همدې خاطر نن ورځ ژورنالېزم، علمي څېړنه، استخباراتي تحلیل او د حقیقت موندنې (Fact-checking) ادارې هم یوازې په یوه سرچینه بسنه نه کوي، بلکې کوښښ کوي چې یو خبر له څو بېلابېلو سرچینو څخه تایید کړي.

که څه هم معاصر علوم د “تواتر” اصطلاح نه کاروي، خو د خبر د اعتبار د ارزونې بنسټیز اصل یې له کلاسيک منطق سره ډېر نږدې دی.

 په متواتر خبر باندې یقین یوازې د راویانو د شمېر له امله نه وي، بلکې د خبر راویان باید ډېر وي. که یو یا دوه کسان خبر ورکړي، هغه متواتر نه بلل کېږي، راویان باید خپلواک وي؛ یعنې ټول باید د یوه کس خبره نه تکراروي، بلکې هر یو باید خبر په خپله ترلاسه کړی وي، بل شرط یې دا دی چې دغه تسلسل باید د خبر په ټولو پړاوونو کې موجود وي، نه دا چې په لومړي نسل کې ډېر کسان وي او وروسته یوازې یو راوي پاتې شي او وروستی شرط پکې دادی، چې خبر باید د اټکل او ګومان پر بنسټ نه، بلکې په حواسو باندې حس شوی وي، لکه د مکې مکرمې شتون، د لویو سمندرونو او غرونو شتون، ځينې مشهور شخصیتونه؛ لکه احمدشاه بابا، محمود غزنوي او خوشحال خان خټک. موږ د دغو حقایقو ډېری یې په خپلو سترګو نه دي لیدلي، خو د بې‌شمېره خپلواکو سرچینو له امله پرې یقین لرو.

د پښتنو شفاهي ادب، متلونه، نکلونه، لنډۍ، تاریخي روایتونه او قومي دودونه ټول د پرله‌پسې ژبني انتقال له لارې تر موږ رسېدلي دي، او دا ټول تواتورات دي.

دا چې یو روایت، متل، نکل، تاریخي پېښه یا ولسي ادبي کیسه یوازې د یوه فرد له خوا نه، بلکې د ټولنې د ګڼو غړو له خوا په بېلابېلو زماني پړاوونو کې روایت کېږي او ګڼ راويان لري او چې یوه خبره له یوه نسل څخه بل نسل ته او له یوه کس څخه بل کس ته په دوامداره توګه ولېږدول شي؛ نو هغه تلپاتې شوه او دا تلپاتې والی چې یې رامنځ ته شو، په دې کې د تواتر لاس وي.

 البته یوه خبره باید درته معلومه وي، چې شفاهي انتقال تل د لفظي ثبات معنا نه لري؛ کېدای شي د روایت په الفاظو، سبک، ځینو جزئیاتو او سیمه‌ییزه بڼه کې بدلون رامنځته شي، خو اصلي مضمون، پېغام او فرهنګي ارزښت یې تر ډېره خوندي پاتې کېږي، مثلا: یو متل کېدای شي په بېلابېلو پښتني سیمو کې په لږ  و ډېر توپیر سره وکارول شي، خو اساسي مفهوم یې یو شان وي. همدارنګه نکلونه او تاریخي روایتونه د هر روایت کوونکي د بیان له سبک سره سم څه ناڅه بدلېږي، خو د ټولنې په ګډه حافظه کې یې بنسټیز مفهوم او  پېغام په خپل ځای وي.

لیکوال: د کابل پوهنتون استاد سمیع وحدت

Share this article