
دانسان په بدن کې اخلاقي جذبه يو فطري احساس دى چې ځينې صفات خوښوي او ځينې نه خوښوي دغه حس په انفرادي ډول کيدى شي په ځينو خلکو کې لږ او يا ډير وي خو په مجموعي توګه بشريت د تل لپاره په ځينو اخلاقو د ښه والي او په ځينو دبدوالي حکم کړى دى ، رښتيا ويل ، عدالت ، د ژمنې پابندي او امانت يې د تل لپاره په انساني اخلاقو کې د ستاينې وړ بللې هيڅکله داسې وخت نه دى شوى چې دروغ ،ظلم دوعدې ماتول او خيانت چاخوښ کړى وي ددې پرعکس ، خواخوږى ، زړه سوى ، سخاوت او د نظر پراختيا ته د تل لپاره په درنه سترګه کتل شوي ، خپل غرضي ، سخت زړه توب ، بخل او تنګ نظرۍ ته هيڅکله هم د وياړ مقام نه دى په برخه شوى ، صبر ، زغم عزم او ميړانه د تل لپاره هغه اوصاف دي چې د اخيستلو او عمل کولو وړ ګڼل شوي ، بې صبري ، ارتجاع ، غوسه کيدل بې حوصلې توب او په بې زړه توب باندې هيڅکله هم چاښه ندي ويلي د نفس کنترول ، خو د داري ، شايستګي انکسار او عاجزي دتل لپاره په ښو صفاتو کې شميرل شوې هيڅکله داسې نه دي شوي چې د نفس بندګي ، کم ظرفي او اخلاقي کوږوالي ته د ښو خويونو په فهرست کې ځاى ورکړ شوى وي. مسؤليت پيژندنه ، وفا ، استعداد اودمسؤليت احساس ته تل دوياړ په سترګه کتل شوې ، مسؤليت نه پيژندل او بې وفا يې ته کله هم چا په ښه سترګه نه دي کتلي ، په دې توګه د ټولنيز ژوند په ډګر د ښو او بدو اوصافو په معامله کې ټول بشريت په يوه خوله دى ، د عزت او وياړ مستحقه هغه ټولنه ده چې . دافرادو ترمينځ يې د مرستې ، محبت ، خيرغوښتنې ټولنيز عدالت او ټولنيز مساوات احساس ژوندى وي بيلتون ، ګډوډي ، بې نظمي ، بې اتفاقي ، خپل مينځې بدخواهي ، ظلم ، بې انصافي هيڅکله هم د ټولنيز ژوندانه په ډګر په ښو صفاتو کې نه شميرل کيږي ـ همدغه معامله دنيکۍ او بدۍ هم ده ، غلا ، زنا ، قتل ، ډاکه ، رشوت خوړل ، دوکه او فريب ، ښکنځلې ، بده وينا ، دخلکو ازارول غيبت ، چغلي ، حسد ، بهتان ، ويل او فساد اچول هيڅکله په ښو چارو کې ندي شميرل شوي . مکار ، کبر جن ، رياکار ، منافق او حريص وګړي هيڅکله د ښو خلکو په کتار کې نه دي حساب شوي ددې پرعکس د مور او پلار خدمت ، دخپلوانو مرسته ، له ګاونډيانو سره ښه چلند له دوستانو سره انډيوالي ديتيمانو او بې څوکه خلکو په حال ځان خبرول د مريضانو پوښتنه او د غم ځپلو مرسته د تل لپاره ښه صفات ګڼل شوې دې . پاک لمنۍ ، ښې وينا، نرمۍ ، او خير غوښتنې ته تل په درنه سترګه کتل شوي
بشريت خپل ښه عناصر هغه خلک بولي چې ريښتيني او صادق او په هره معامله کې پرې اعتبار کولى شي هغه چې ظاهر او باطن وينا او کړه وړه يې سره برابروي څوک چې په خپل حق قانع اوسي او د نورو حقوق په پراخه سينه اداء کوي پرامنه ژوند کوي او نورو ته امن ورکوي چې د هغه له شخصيت څخه د خيرهيله کيږي او د بدۍ انديښنه ورڅخه نه وي . له دې نه معلومه شوه چې انساني اخلاق په بنسټيزه توګه هغه نړى وال حقيقتونه دي چې ټول انسانان ېې پېژني نېکي اوبدي کوم پټ شېان نه دي چې هغې پسې دې غوټې ووهل شي او راودې وېستل شي بلکې بشريت ته پيژندل شوي شيان دي چې احساس يې د بشر په فطرت کې ايښودل شوی همدالامل دى چې قران کريم په خپله ژبه کې نيکي ته معروف او بدۍ ته منکر وايې .
معروف هغه شي ته وايې چې ټول خلک يې ښه بولي او منکر هغه شي ته ويل کيږي چې خلک يې بد بولي همدغه حقيقت قرآن عظيم الشان په نورو الفاظو داسې بيان کړى دى : ( فالهمها فجورها وتقواها ) يعني : دانسان نفس ته الله جلت عظمتۀ د بدى او نيکۍ پوهه په الهامي توګه ورکړي ده .
په اخلاقي نظامونو کې اخلاق څنګه رامينځته شو ؟
اوس پوښتنه دادى هرکله چې نيکي او بدي پيژندل شوې شيان دي او نړۍ وال د تل لپاره دځينو صفاتو په ښه توب او د ځينو په بدوالي سره متفق دي نو بيا په نړۍ کې جلا جلا اخلاقي نظامونه څنګه راپيدا شوه ؟ د هغوۍ ترمينځ بيلتون پرکوم اساس دى ـ هغه کوم شى دى چې له امله يې موږ ويلى شو اسلام ځانته يو مستقل اخلاقي نظام لري . داخلاقو په معامله کې د اسلام امتيازي خصوصيت څه شى دى ؟
ددې مسئلې دپوهېدو په خاطر موږ د نړۍ په بيلا بيلو اخلاقي نظامونو نظر اچوو نو په لومړۍکتنه کې چې کوم بيلتون زموږ مخې ته راځي هغه دادى چې بيلا بيل اخلاقي صفات چې د ژوند په مجموعي نظام کې داندازې ، مقام او مصرف د تجويز کولو او د هغوۍ ترمينځ د نسبت په قايمولو کې ټول يو تربله سره بيلتون لري ـ بيا په ډير ژور نظر سره دغه بيلتون داسې معلومولى شو چې په اصل کې د اخلاقو دښه والي او بدوالي دمعيار د څرګندولو او د خير او شر د وسيلې په ټاکلو کې سره د غه نظامونه جلا دي د هغوۍ ترمينځ په دې کار کې هم اختلاف دى چې د قانون ترشاهغه نافذه قوت څه شى دى چې د هغې په زور سره هغه تنفيذ شي او بيا هغه کوم محرکات دي چې انسان د هغه قانون منلو ته تياروي ليکن کله چې موږ ددې اختلاف پته معلومؤو نو په پاى کې موږ ته دغه حقيقت څرګنديږي هغه اصلي شى چې د دغو ټولو اخلاقي نظامونو لارې يې سره جلا کړې دي دادي چې دهغوۍ ترمينځ د کايناتو په تصور او په کايناتو کې د انسان په حيثيت او هدف کې اختلاف له ريښو څخه نيولې تر ښاخونو پورې او له ښاخونو څخه د هغې تر روح او دهغې تر مزاج او بڼې پورې ټول يې يو له بل څخه جلا کړې دي .په انساني ژوند کې اصل پريکنده پوښتنې دادي چې ايا د غه کاينات څښتن لري او که نه ؟ که چيرې موجوديت يې ومنل شي نو ايا دغه خدايان ګڼ دي او که يودى ؟ چې الوهيت يې ومنل شي نو دهغه صفات څه دي ؟ له موږ سره يې څه تعلق دى ؟ ايا هغه زموږ د لارښوونې کوم انتظام کړى دى او که نه ؟ ايا موږ د هغه جلت عظمتۀ پروړاندې ځواب ورکونکي يو او که نه ؟ که چيري ځواب ورکونکي اوسو نو چاته ځواب ورکوونکي يو ـ ؟ او زموږ دژوند هدف او انجام څه شى دى چې دهغې په نظر کې نيولو سره موږ کار وکړو ؟ ددغو پوښتنو ځواب چې دکوم نوعيت پربنسټ وي په هماغه برابر به يې دژوند نظام هم جوړښت مومي او د هغې په برابربه يې د اخلاقو دنظام حال هم وي .
په دغه لنډه وينا کې به ځما لپاره ډير سخته وي چې د نړۍ دټولو نظامونو جاج واخلم او دا ووايم چې په هغې کې کومو وګړو دغو پوښتنو ته څنګه څنګه ځوابونه ورکړي دي .
هغه ځوابونه دهغه مشکل او لارې په ټاکنه کومه اغيزه غورځولې ده زه يوازې داسلام په اړه عرض کول غواړم چې د هغو پوښتنو کوم ځواب دى او د هغه پربنسټ څنګه ځانګړی اخلاقي نظام رامينځته کيدلى شي .
اسلامي ژوندون او اخلاق داسلام په رڼاکې
پورتنيو پوښتنو ته داسلام ځواب دادى چې دغه کاينات يو څښتن ، خالق ، مالک او حاکم لري چې دغه ټول شيان يې پيداکړي دي هغه بې سياله مالک حاکم او څښتن دى دهغه جلت عظمتۀ دامر تر واکمنۍ لاندې داټول نظام چليږي ، هغه حکيم او مطلق واکمن په څرګندو او پټو شيانو پوه له هر عيب ، نيمګړتيا ، کمزورۍ او نقصان څخه پاک دى دهغه الوهيت په داسې طريقه ټينګښت موندلى دی چې هيچا ته اړ نه دى بې سياله واکمن دې انسان د پيدا يښت په لحاظ دهغه بنده ده دهغه مسؤليت او دنده دادى چې د خپل خالق بندګي او اطاعت وکړي هغه بايد دژوند په ټولو پړاؤنو کې په بشپړه توګه دالله عزوجل بندګي وکړي هغه ته دبندګۍ دلارې ټاکل دهغه خپل کارنه بلکې دهغه ذات کار دى چې د ټولو کايناتو څښتن او د هغه د لارښوونې لپاره يې خپل پيغمبران راستولي او خپل کتابونه يې نازل کړي دي انسان مسؤليت لري چې دخپل ژوند دلارښوونې لپاره د هغه جلت عظمتۀ دلارښوونو سرچينې ته مراجعه وکړي ، انسان په خپل ټول ژوند کې د الله جلت عظمتۀ په وړاندې ځواب ورکوونکى دى دغه ځواب ورکول په دې نړۍ کې نه دي بلکې داهر څه به په اخرت کې وي ـ د دنيا او سنى ژوند دازموينې ډګر دى دلته بايد دانسان ټول کوښښونه په دې خبره راوڅرخيږي چې هغه داخرت په ځواب ورکولو کې دخپل څښتن په وړاندې برى ترلاسه کړي په دغه ازموينه کې دانسان ټول وجود شريک دى دهغه دټولو ځواکونو او صلاحيتونواو دژوندانه د هريو اړخ ازموينه به اخېستل کېږي په ټولو کايناتو کې چې له کوم شي سره چې د ى مخامخ کيږي او دده ورسره تعامل وي په بشپړه توګه به حساب صورت ونيسي چې انسان ورسره څنګه تعامل کړى او دغه حساب کونکى به هغه سپيڅلى ذات وي چې دځمکې پر ټولو ذراتو ، هوا ، اوبو ، او پخپله د انسان په زړه ، دماغ ، لاس او پښو نه يوازې دده په حرکاتو او سکناتو بلکې دده په فکر او ارادې پورې په ټولو شيانو د علم څښتن دى دنړۍ په ژوندکې د انسان دټولو کړو وړو ريکارډ جوړيږي .
داخلاقي هلو ځلو هدف
دا هغه څه دي چې اسلام د ژوندانه بنسټيزو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي دغه تصور او عقيده په کايناتو کې انسان ته حقيقي او دکاميابۍ وروستنۍ پړاؤ ټاکي چې هغه ته رسيدل دانساني هلو ځلو نهايې هدف اوهغه دالله عزوجل له رضا څخه عبارت دي داهغه معيار دى چې پر هغې باندې داسلام داخلاقي نظام په عملي تګلارې پريکړه کيدى شي چې داخيردى او يا شر ددې له ټاکنې وروسته اخلاقو ته هغه محور په برخه کيږي چې دهغې په شاوخوا ټول اخلاقي ژوند څرخيږي هغه دهغې کشتۍ حالت ته ورته نه وي چې دهوا او اوبو څپې يې هرې خواته ځغلوي دغه تعين ديو مرکزي مقصد مخې ته په ايښودلو سره ټولو اخلاقي صفاتو ته وړ حدود، ځايونه اومناسب عملي شکلونه ټاکي په دغه صورت کې موږ ته هغه خپلواکه ځواکونه لاس ته رازي چې په ټولو بدليدونکو رابدليدونکو حالاتو کې يې ثابت ځاى ترلاسه کړى دى .
بيا تر ټولو لويه خبره داده چې دالله تعالى درضا او خوښۍ په مقصود ګڼلو سره انسان ته لوى هدف او غايه په برخه کيږي چې دهغې په وسيله داخلاقي پرمختګ لايتناهي امکانات رامينځته کيږي چې په هيڅ پړاؤ کې هم دشخصي غرضونو ښکارکيدلی نه شي . له معيار ورکولو سره سره اسلام دکايناتو په هکله دخپل تصور او انسان ته داخلاقي حسن او قبح ديو مستقل علم دوسيلې بنسټ هم ږدي هغه زموږ داخلاقو علم يوازې دعقل او تجربې په بشري علومو کې نه دى منحصر کړى چې د تل لپاره د بدليدونکو پريکړو په نتيجه کې زموږ اخلاقي قوانين هم بدلون ومومي او هغوۍ ته به هيڅکله استقرار په برخه نه شي
حقيقت دادى چې هغه موږ ته يوه ټاکلى سرچينه په لاس راکړي چې هغه دالله عزوجل سپيڅلی کتاب او د هغه د پيغمبرسنت دي چې له هغې نه موږ ته په هر حال او هر وخت کې اخلاقي لارښوونې په لاس راتللى شي دغه لارښوونې داسې دي چې دکورنۍ ژوندانه دکوچنيو معاملاتو څخه واخله د نړۍ وال سياست تر لويو لويو پيښو پورې دژوندانه په هر اړخ او څانګو کې زموږ رهنمايې کوي ـ دهغې په دننه کې دژوندانه په چارو داخلاقي اصولو هغه پراخه انطباق (Widest Application) موندل کيږي چې په هيڅ پړاؤ کې دعلم بلې وسيلې ته زموږ اړتيا نه پيښوي .
داخلاقو ترشا نافذونکی ځواک
داسلام سپيڅلى دين انسان ته دکايناتو اصلي او حقيقي تصور او د اخلاقي قانون تر شا نافذه قوت هم ورپه برخه کوي چې هغه دالله عزوجل ويره او د اخرت سوال او ځواب او د ابدي تلپاتي ژوند د خرابتيا احساس دى اګر که اسلام يوه داسې ځواکمنه عامه رايه هم جوړول غواړي کوم چې په ټولنيز ژوندانه کې اشخاص او ډلې داخلاقي اصولو په پابندۍ مجبوروي او يو داسې نظام هم په پښو دروي چې دهغه دتطبيق اصلي اعتماد په بيروني فشار نه بلکې دهغه په دننني فشار باندې ايښودل شوی چې هغه د الله جلت عظمتۀ په وجود يقين او د اخرت دعقيدې له باور څخه عبارت دى .
داخلاقي احکامو تطبيق نه مخکې داسلام سپيڅلى دين د يو شخص په زړه کې داخبره کښينول غواړي چې ستامعامله په بنيادي ډول له هغه ذات سره دى چې په هروخت او هرځاى کې تاويني ته خو له خلکو څخه پټيدلى شي خو له هغه عزوجل څخه نه شي پټيدلى ـ د نړۍ ټولو خلکو ته خو دوکه ورکولى شي خو هغه ته يې هيڅکله نه شي ورکولى د نړۍ والو څخه خو تيښته کولى شي خو د هغه جلت عظمتۀ په محکمه کې به ستاحاضريدل وي چې هلته بيا وکالت نه شي چليدلى او په هغې کې به ستا د راتلونکي تلپاتي ژوند د برخليک په هکله عادلانه پريکړه صورت نيسي .
دداسې عقيدې او باور په درلودلو سره ګويا دهر سړي په زړه کې دپوليسو مرکز جوړيږي چې له دننه څخه تاد هغه حکم عملي کولو ته اړکوي برابره خبره ده چې بيرون په هغو احکامو د فشار په توګه دعمل لپاره کوم پوليس ، محکمه او زندان موجود وي او که نه ؟
داسلام داخلاقي نظام تر شا همدغه زور او ځواک پروت دى چې په تطبيق کې يې اغيزمن رول ترسره کوي . که چيرته ، عامه رايه او دحکومت ځواک دهغې ترشا موجود وي بيا خو (نور على نور ) شو او که نه ؟ همدغه ايمان مسلمان افراد او مسلمان قام په سمه لار روانولى شي په دې شرط چې په زړو نو کې واقعي ايمان ځاى پرځاى شوى وي .
دکايناتو او انسان په هکله داسلام دغه مفکوره هغه محرکات هم برابروي چې انسان د اخلاقو د قانون په برابر دعمل لپاره اماده کوي په دې خبره دانسان راضي کيدل چې هغه الله پاک د خپل معبود په توګه ومني او د هغه عزوجل بندګي دخپل ژوند لاره وبولي ـ د اددې خپرې لپاره بشپړ محرک دى چې کوم شخص د الهي احکامو اطاعت کوي دهغه لپاره به په تلپاتې ژوندانه کې ښايسته راتلونکى يقيني وي . برابره خبره ده چې د دنيا په عارضي ژوندانه کې له څومره ستونزو ، زيانونو او کړاؤنو سره مخامخ شوى اوسي . ددې پرعکس څوک چې دلته دالله عزوجل څخه په سړغړونې لاس پورې کړي هغه ته به ابدي او تلپاتې سزا ورکړه شي . برابره خبره ده چې د دنيا په څولنډو تنګو ورځو کې په څومره مزو ، عيش او عشرت لاس پورې کړي
دغه هيله او ويره چې د چا په زړه کې ځاى ونيسي نو دهغه په زړه کې داسې يوه ځواکمنه محرکه قوه رامينځته کيږي چې په ټولو وختونو کې يې د نيکۍ په لوري هڅوي اګر که د نيکۍ نتيجه په نړۍ کې څومره زيانمنه په سترګو ښکاره شي او په هغو ځايونو کې به له بدۍ څخه لرې پاتې کيږي اګر که هلته بدي ډيره ښايسته او ګټوره په سترګو څرګنده شي .
له دغه تفصيل نه داخبره په ډاګه کيږي چې داسلام خپل کايناتي تصور، دخپل خير او شر معيار د علومو او اخلاقو سرچينه خپل نافذه ځواک او خپل محرکه قوت جلا ساتي او د هغو شيانو په وسيله مشهور اخلاقو مواد دخپلې اندازې په برابر ترتيبوي او د ژوندانه په ټولو څانګو کې يې جاري کوي ، پر دې بنسټ به داوينا صحيح وي چې اسلام خپل بشپړ او خپلواکه اخلاقي نظام لري .
داسلام داخلاقي نظام ځانګړ تېاوې:
ددغه نظام ځانګړتياوې ډيرې دي په هغو کې درې ډيرې څرګندې او وتلي ګڼلى شي .
لومړی خصوصېت:
لومړی خصوصېت ېې دادى چې اسلام دالله عزوجل در ضا او خوښۍ په هدف ګرزولو سره داسې ېو لوړ معيار قايموي چې دهغې له امله داخلاقي ارتقا د امکاناتو کومه انتهاء نه وي دعلم ديوې ټاکلې سرچينې په تقرر سره اخلاقو ته هغه پايښت او استقلال په برخه کيږي چې په هغه کې دپرمختګ ځاى وجود لري مګر د ارتجاع او د وکې ځاى په کې نه وي دالله عزوجل دويرې په وسيله اخلاقو ته هغه نافذه ځواک بښلى شي چې د بيروني فشار نه پرته عملي بڼه غوره کوي .
دوېم خصوصېت:
دويم خصوصيت يې دادى چې هغه يو څو د ګوتو په شمير اخلاق نه وړاندې کوي چې په انساني معروفو اخلاقو کې ځينې کم او ځينې زيات کړي . اسلام هغه اخلاق خپلوي چې معروف دي او په هغو کې څه د ګوتو په شمير نه بلکې ټول خپلوي بيا په ژوندانه کې په بشپړ توازن او تناسب سره د يوه يوه ځاى ، مقام او مصرف ټاکي او د هغو تطبيق ته داسې پراختيا په برخه کوي چې انفرادي کړه وړه ـ کورنى او ښاري ژوند ، ملکي سياست ، اقتصادي کاروبار ، بازار ، ښوونځى ، محکمې ، پوليسي او پوځي چوڼۍ ، دجګړې ډګر ، د سولې کانفرانسونه . لنډه دا چې د ژوندانه هيڅ اړخ او څانګه داسې نه دى چې داخلاقو له هراړخيزو اغيزو څخه ژغورل شوې اوسي هر ځاى او د ژوند په هره څانګه کې اخلاقو ته واکمني په برخه کوي . او دهغه کوښښ دادى چې د ژوندانه دمعاملاتو واګي د نفسي غوښتنو او ګټو پر ځاى داخلاقو لاسونو ته ورکړي .
درېيم خصوصيت :
دريم خصوصيت ېې دادى چې هغه له بشريت څخه دداسې يوه نظام د ټينګولو غوښتنه کوي چې په نيکيو ولاړ او له منکراتو څخه پاک او سپيڅلى اوسي د اسلام داخلاقي نظام بلنه دادى کومې ښې چارې چې بشري احساس د تل لپاره ښې ګڼلي دي راځئ چې هغه په پښو ودرؤو او کومې بدې چارې چې بشريت تل بدې ګڼلې دي له مونډ نه يې وباسو او له مينځه يې يُوسُو .دغې بلنې ته چې کومو خلکو لبيک ويلى هغوۍ سره يوځاى کړو او له هغو څخه يو اُمت جوړ کړو چې دهغې نوم اسلامي امت ؤ د امت په توګه د هغه دجوړښت مقصد داؤ چې هغه به معروف (نيک کارونه ) د ځمکې پرمخ ټينګوي او د منکر (بدوکارونو) دله مينځه وړلو او تمبولو لپاره به په منظمو کوښښونو او هلو ځلو لاس پورې کوي .
اوس که چېرې ددې امت په لاسونو معروف ترفشار لاندې ونيول شي او د منکراتو او ناروا چارو دقايمولو کوښښ وشي نو دا دامت لپاره په دنيا او اخرت کې دغم او افسوس خبره ده .
ليکوال : مولنا سيد ابو الاعلى مودودي رحمة الله عليه .
ژباړن: مولوي محمدشرېف(رحماني)



















