تألیف او ژباړه

د نړۍ یوه مشهوره فلسفي کیسه د پښتو ژبې په لمن کې!

افغان ویاړ څېړنیزه او کلتوري ټولنه په ډېر ویاړ سره د ادب او فرهنګ ټولو مینه‌والو ته زېری ورکوي چې د یادې ټولنې د تألیف او ژباړې څانګه د خپلو علمي، ادبي او فرهنګي هڅو په دوام، د نړۍ د تامتو لیکوال هربرټ جورج وېلز (H. G. Wells) مشهوره فلسفي کیسه «د ړندو هېواد» (بلد العميان) له عربي ژبې څخه پښتو ته ژباړي.

یاده کیسه چې له انګلیسي ژبې څخه د عماد ابراهیم عبده له خوا عربي ته ژباړل شوې او اوس د افغان ویاړ ټولنې د تالیف او ژباړو څانګه هڅه کوي چې د دې ارزښتناک ادبي او فلسفي اثر محتوا د پښتو ژبې له مینه‌والو سره شریکه کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغان ویاړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې د تألیف او ژباړو څانګې تر دې وړاندې هم د عربي ژبې د نوموتي لیکوال ادهم شرقاوي د دوو ناولونو د پښتو ژباړې چارې پيل کړې دي او د دې نوې ژباړې له لارې غواړي د پښتو ژبې د ادبي او فلسفي شتمنۍ په بډاینه کې یو بل ګام واخلي.

په درنښت

افغان ویاړ – د تالیف او ژباړو څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *