مرکه کوونکی: محمد الله مسعود

لومړۍ پوښتنه: همیم صیب که مرکه پدې راپیل کړو، چې شعر لیکلو ته مو کله، څنګه او ولې مخه کړه؟
ځواب: دا د نويمو کلونو اخر و. غالبا ۱۹۹۸ یا ۱۹۹۹ به و، چې شعر لیکل مې پیل کړل. البته له ډېر کوچنيوالي څخه راته شعر او سندرو خوند راکاوه. ماته داسې ښکاري چې اکثره انسانان فطرتا شاعرانه ظرفیت لري، خو د وخت په تېرېدو سره ځینې خلک خپله دغه قریحه روزي او شاعر ترې جوړېږي او ځینې ترې همداسې تېرېږي. یوه بله ډله خلک ماته داسې ښکاري چې اصلا شاعران نه دي، خټه یې د شاعر نه ده خو په تمرین یې له ځانه شاعران جوړ کړي دي. البته دا اوږد بحث دی. ما په کوچنيوالي دا نه حس کوله خو اوس فکر کوم چې ما په ډېر ماشومتوب کې د شاعري ظرفیت لاره. ډېرې سندرې مې یادې وې. د ښوونځي د ترانې ډله کې برخې اخیستلو هم ښايي خپل رول لوبولی وي. ما ته په ژوند کې لومړنۍ مادي جایزه د ترانې له ویلو وروسته راکړل شوې ده، چې تر اوسه پورې مې یاده ده. دا چې ولې شاعر شوم زه هم نه پوهېږم. زموږ په ټولنه کې شاعري مسلک نه دی. داسې مسلک لکه په نوره دنیا کې چې خلکو ته ډوډۍ ورکوي، له همدې امله زموږ وطن کې شاعري خلک نه انتخابوي بلکې همداسې د تفریح، یا یوه اضافي کار په توګه یې کوي. خو طبعا د ژوند ځينې پېښې داسې وي چې شاعري برجسته کوي. شاعري صیقل کوي. داسې پېښې ما خپله هم تجربه کړې دي .
دویمه پوښتنه: ستاسو په فکر شعر الهامي دی، یا که ریاضیت سره اړیکه لري؟
ځواب: زه خو د شعر په اړه د الهام له کلیمې سره موافق نه یم. شعر که سړی ساده ووايي موډ دی، روحي او رواني حالت دی، چې په سړي کله کله راشي. ذهن ته یې نادرې معناګانې او خیالونه راځي. د همدې خیالونو د منظم او مرتب کولو لپاره ریاضت ته هم اړتیا ده. زه فکر کوم دلته دا خبره سمه ده چې له یوه لاسه ټک نه خېژي. هم ستاسې به خبره الهام دی او هم ریاضت. که الهام نه وي شعر به طبعي ښکاره نه شي او که ریاضت نه وي، نوښت به پکې پیدا نه شي. نو زه فکر کوم چې د ښه شعر لیکلو لپاره دواړه اړين دي.
دریمه پوښتنه: په پښتو ژبه کې ما چې ډېری شاعران او لیکوال لوستي دي، نو د ډېرو په کورنیو کې له دوی مخکې نور ادبي شخصیتونه هم تېر شوي دي. ستاسو په کورنۍ کې کوم کس شاعر او لیکوال تېر شوی دی؟
ځواب: نه زما په کورنۍ کې لیکوال او شاعر څه بلکې لوستی سړی یا ښځه هم نه و. مور و پلار مې دواړه بې سواده دي. پلار مې دهقان او مور مې د کور ښځه ده. د دواړو قران کریم زده دی، تلاوت کولای یې شي، له دې پرته یې نور داسې خاص څه زده نه دي. زه چې په لومړۍ ورځ ښوونځی ته تلی وم او بېرته راستون شوم، مور په څېره پوه شوې وه چې خپه یم. پوښتنه یې راڅخه کړې وه چې ولې خپه یې. ما ورته ویلي و چې ښوونکي کورنۍ وظیفه راکړې چې سبا ته باید ش توری ولیکم او زده یې کړم. مور مې قلم را اخیستی و او هغه توری یې راته لیکلی و او ما زده کړی و. زما دا پېښه ډېره لږه یادېږي خو فکر کوم د مور همدې مرستې ماته لاره هواره کړه چې پرمختګ وکړم. زه پخبل کلي کې دویم سړی وم چې له ۱۲ ټولګي فارغ شوم او لومړی سړی وم چې پوهنتون مې ولوست او لوړې زده کړې مې وکړې.
څلورمه پوښتنه: همیم صیب تاسو د خپل شعري کتاب د دویم چاپ په سریزه کې لیکلي دي چې : د شاعر تر ټولو ستره پانګه خپل مخاطبین دي. خو اوس پوښتنه دا ده چې کوم مخاطبین؟ ایا هغوی هم په دې کسانو کې راتللی شي، چې د شعر اصلي جوهر یې نه وي موندلی . ماضې د واه او اخ په کلماتو شاعر ته ډاډ ورکوي.
ځواب: زما منظور هغه مخاطبین دي چې ستا اواز ور ورسېږي اوپرې پوه شي. هغه مخاطبين چې له تاسې سره ستاسې د شعر په اړه خبره کولای شي، بحث کولای شي او حتی نقد کولای مو شي. هغه مخاطبین چې له تا سره ستا د شعر په منظرو کې ګرځېدلای شي، ستا په شعر کې باران یې لندوي، ستا په شعر کې د واورې ذکر پرې ساړه حس کوي او په حقیقت کې ستا له شعر سره بلې دنیا ته، منظور مې د تخیل نړۍ ده، سفر کوي او هلته د اوسېدو زړه لري. شعر او بل هېڅ هنر داسې نه دی چې د ټولو خلک لپاره وي. طبعا نقاشي خپل مینوال لري، شعر خپل لري او کیسه او ناول خپل. دوی طبعا هغه خلک دي چې له دې هنرياثارو څخه خوند اخیستلای شي او د هغو په باریکیو او ښکلاوو پوهېږي. زما منظور همدا خلک دي. ستاسې په خبره هغوی چې یوازې واه واه کوي هغوی موقتي دی.
پینځمه پوښتنه: د شعر لیکلو لپاره که ریاضیت اړین وي ، نو په کوم اساس به مخ ته ځوو؟
ځواب: ریاضت بلکل اړين دی. که زه ستاسې په پوښتنه سم پوه شوی یم، نو یوه دوه مثاله دلته درکوم. چې رښتيا شي زه ستاسې د پوښتنې په اصلي مفهوم پوه نه شوم، خو که سم پوه شوی یم نو ریاضت دا مانا چې موږ هغه مفاهیم چې ذهن ته راځي، د شاعرانه منطق پر بنسټ پر خپلو ځایونو کې په ترتیب کېږدو چې وکولای شو یو نوی مفهوم ایجاد کړو. البته داسې یو مفهوم چې هم مانا ولري، هم منطق ولري او هم پر زړه او ذهن ښه ولګېږي. ریاضت همدا دی چې مفاهیم له وحشي حالت یا خپل سري حالت څخه راکابو او داسې څه ترې جوړ کړو چې زموږ پر ذهن کې ګرځېدونکې تصورات سم انتقال کړي. له ریاضت پرته شاعري وده نه شي کولای او که وده وکړي دوام نه شي کولای. د دښتې یوه بوټې ورته وي. شین شي، لوی شي، وچ شياو ورژېږي.
شپږمه پوښتنه: فکر کوم د یوه ځوان شاعر لپاره به د شاعرۍ په پیل کې دا یو څه سخته وي چې خپله لاره یا سبک ومومي. تاسو د شاعرۍ په پیل کې له کوم شاعره زیات متاثره شوي یاست ؛ چې هغوی د هنر رنګونه مو د شعر په دنیا کې حس شوي وي؟
ځواب: چې رښتيا خبره شي له هېچا هم ځان متاثره نه ګڼم، خو هغه د پیل وختونو کې مې لا ټول لوی شاعران لوستلي و. له خوشال بابا، حمید بابا، رحمان بابا، کاظم خان شیدا، بیا معاصر ادب کې، سلیمان لایق، اجمل خټک، مولوي عبدالغفار بریالی، رحمت شاه سایل، درویش درانی، پیرمحمدکاروان او نور ډېر شاعران مې لوستي و او اوس هم یې لولم. خو کوشش مې تل دا وي چې خپله خبره وکړم او داسې تجربه شعر کړم چې تر ما له مخې چا نه وي کړې یا یې لږ تر لږه په هغه ډول نه ويکړې چې زه یې شعر کوم. ستاسې د پوښتنې د دویمې برخې په اړه ماته دا سخته ده چې پر خپل شعر باندې نقد وکړم او د نورو رنګونه پکې ولټوم. ماته داسې نه ښکاريچې د بل چا رنګ دې پرې پروت وي.
اوومه پوښتنه: د شعر لپاره به داسې تعریف کول ناممکنه وي ، چې ټول ادب پوهان دې پرې اتفاق ومومي. خو فکر کوم چې ښه شعر خپلې ځانګړتیاوې لري. ستاسو په اند ښه شعر کوم شعر ته ویلی شو؟
ځواب: ښه شعر طبعا خپلې ځانګړتیاوې لري. خو زما په نظر ښه شعر هغه دی چې د لوستلو پرمهال یې موږ له خپل زمانه او مکانه لري او بل زمان او مکان ته بوځي. که شعر دا کار و نه کړي نو ماته ښه شعر نه ښکاري. عینا همدا کار ناول هم باید وکړي. ما څو کاله پخوا د ګابریل ګارسیا مارکز ناول د يوازیتوب سل کاله لوستی دی. اوس هم ماکونډو راته یو متروک کلی ښکاري. کوڅې یې تر اوسه زما په ذهن کې دي او اکثره کریکټرونه یې داسې راته ښکاري لکه شناخته چې مې وي او زه د دوی په زمانه کې اوسېدلی یم. ما همدا شی د ایوان تورګنیف په کتابونو کې هم حس کړی دی. ما چې به د هغه کتابونه لوستل ځان به مې بلکل هلته حس کاوه چې د کتاب کرکټروڼه به اوسېدل. همداسې ښه شعر هم دی. که شعر دومره زور و نه لري چې تاسې د بل پر تجربه ور شریک نه کړي، یا مو هغه زمان او مکان ته بو نه ځي چې شاعر په شعر کې خلق کړی دی نو ښه شعر نه دی. زه د ښه شعر لپاره په مروجو تعریفونو قناعت نه شم کولای. تعریفونه قالبونه دي. په قالبونو کې به شعر جوړ شي خو ښه به نه وي.
اتمه پوښتنه: ما چې ستاسو ډیرۍ نظمونه لوستلي دي. نو موضوعات یې د واقعي ژوند رڼې هیندارې دي. هدف مې دا دی چې خیالي ، استعاري اړخونه کم لري. د دې علت څه دی؟
ځواب: زه دا خبره نه منم. زما نظمونه فکر کوم تر ټولو ډېرې استعارې او تشبیهات لري. خو دا چې موضوعات یې زموږ له واقعي ژوند سره تړلي دي دا خبره بيخي سمه ده. ما قصدا همدا کار کړی دی. البته زه د غزل او نظم لیکلو لپاره بېلابېل ظرفونه لرم. زه غزل داسې لیکم چې موډ برابر شي، کمپیوټر راوخلم او غزل ولیکم. بیا ډېر لږ داسې پېښېږي چې سبا یا بله ورځ هماغه غزل کې ګوتې ووهم او بدل رابدل یې کړم. مګر کله چې نظم لیکم، په میاشتو میاشتو یوه موضوع په ذهن کې اړوم را اړوم. له هغې موضوع سره په تړلو مفاهیم فکر کوم. بیا چې یو څو نوي مفاهیم جوړ کړم، پر تړاو یې هم کار کوم. له هغه وروسته بیا ورته کېنم او د نظم په قالب کې یې اچوم. البته نظمونه معمولا یو مشخص ټولیز یا کلي مضمون لري او د هغه پر شاوخوا راڅرخېږي. البته زما خپل نظمونه خوښ په دې چې تر غزل په خلاص مټ پکې د زړه خبره ممکنه شوې ده.
نهمه پوښتنه: ستاسو په ازاد نظمونو کې ځینې مسرې د هر بند لپاره تکرار راځي. مثلا: ضرورت ته خلک ولې وایي مینه … یو څوک باید وي د هر چا ژوند کې … دا ډول تکرار تاسو د اهنګ لپاره کوی ، یا که د موضوع تسلسل پرې ساتی؟
ځواب: دا تکرار کوم ځانګړی دلیل نه لري. ښايي دا درې واړه خبرې ددې لامل شوي وي چې نیم بیت تل تکرار کړم. ځینې وخت ددې لپاره وي چې موضوع یوه وي او هر درې نیم بیته د لومړي نیم بیت مدعا تکميلوي ځکه نو تکرار راغلي وي.
لسمه پوښتنه:
څنګه یې همیمه په ژور خپګان اخته کړې
مینه به دې دومره هم ژوره نه کوله
او
محبت نه مې څو ورځې، رخصتي ورته اخیستې
زړه مې ستړی ړ همیمه، بس یو څه ارام مې ورکړ
او
مینه څه ده خو یوه داسې رابطه ده
چې انسان لکه د دام پکې بندېږي
دا او دې ته ورته په ګڼو بیتونو کې د مینې په اړه عجیبه لیدلوری لری. همیم صیب ! راز یې راته ویلی شې؟
ځواب: د ميني، کرکې، او نورو پدیدو په اړه هر څوک خپل لیدلوری او خپلې تجربې لري. هر څوک ورته له خپلو سترګیو ګوري. زه نه پوهېږم چې زما لیدلوری به عجیب وي یا نه وي خو ما تل هڅه کړې چې خپلې تجربې داسې شاعرانه کړم چې زما لوستونکي او اورېدونکې یې حس کړي. مینه غالبا د انسان تر ټولو پخوانۍ او په زړه پورې تجربه ده. دا تجربه هم خوږه ده او په عین حال کې ترخه هم کېدای شي. په همدې خاطر خلک د مینې په اړه بېلابېل لیدلوري لري. هغه د مولانا بلخي رح د کيسې فیل دی. وايي پخوا وختونو کې یې هندوستان ته د لومړي ځل لپاره فیل راوست او په یوه تیاره ځای کې یې ودراوه. خلکو چې تر هغه وخته پورې فیل نه و لیدلی نو د فیل لیدلو ته راغلل خو دا چې تیاره وه، نو فیل یې لیدلای نه شو خو لمس کاوه یې. نو د چا لاس د فیل پر خلتم ولګېده هغه پخپل ذهن کې فیل د یوه نل په بڼه تصور کړ. د چا لاس چې د فیل پر غوږ ولګېده هغه فیل د ببوزي په بڼه تصور کړ، د چا لاس چې د فیل پر پښه ولګېده هغه فکر وکړ چې فیل یوه پنډه د لرګي ستنه یا مټه ده. هغه چا چې د فیل شا لمس کړه فکر یې وکړ چې فیل یو تخت دی. همدغه کیسه له مینې سره هم شوې ده. چا چې څنګه لمس کړې وي هغسې به ترې غږېږي.
یوولسمه پوښتنه:
دښته ده، غروب دی، سمندر دی، انتها ده
ښکلې منظره ده ښه تصویر خو به راځي پکې
**
د لمر غروب او د ګلاب د رژېدو په وخت کې
زړه مې درېږي د دې دواړو د لیدو په وخت کې
**
زما اوښلنې سترګې یو طرف د تماشې، خو
ستا سترګو کې تصویر د لمر لوېدو وګوره واه
**
درنه مې تنهايي لکه د غره وي، چې تېرېږي
غروب د لمر بې تا او که باران وي توره شپه کې
**
غروب هغه منظر دی چې ستاسو په شعر کې بیا، بیا مخ ته راځي. یوه پوښتنه مې دا ده چې ایا شعر کولای شي چې موږ ته د طبیعت په وړاندې د مینې، مهربانۍ او خواخوږۍ احساس راکړي؟ بله دا چې په غروب ولې دومره مین یاست؟ فکر کوم ، زړه وړنکي خاطرې مو ورسره ملګرې دي؟
ځواب: زما په نظر د شعر اساسي موخه دا نه ده چې موږ د طبعیت پر وړاندې مهربانه کړي، مګر هو دا کار کوي. زموږ په زړونو کې له طبعیت سره مینه او خواخوږي پيدا کوي. موږ ته را زده کوي چې طبعيت یوازې چاپېریال نه، بلکې یو ژوندی روح دی. شاعران معمولا طبعیت ته احساسات ورکوي. خو له بلې خوا د شعر یوه لویه برخه داسې ده چې له طبعیت څخه خام مواد اخلي. موږ ښکلې منظره وينو، شعر کوو یې، غروب وینو شعر کوو یې، باران ووري شعر کوو یې، د سیند پر غاړه کینو او دا ناسته شعر کوو، نو د طبیعت او شاعري تر منځ بيخي ژوره اړيکه موجوده ده. پاتې شوه له غروب څخه زما شخصي تجربه. چې رښتيا شي غروب مې خوښ دی. ډېر تاثیر راباندې کوي. زه څو کاله مخکې ژمی په کندهار کې اوسېدم. هلته د ژمي اسمان زښته زیات روښانه وي. مازیګر به زه له ناغې پرته د کوټې به بالکون کېناستم او د لمر لوېدو ننداره به مې کوله. زه چې اوس هم هماغه ښايسته غروب رایادوم، په کندهار پسې خپه شم. هغې نندارې د انسان پر احساساتو زښته ډېر تاثیر کاوه. اوس هم مازیګر همېشه کوشش کوم چې د لمر لوېدو ننداره وکړم، خو هغسې نندارې چې پخوا وې اوس نشته. ما همدا د کندهار غروب په دې بیت کې را اخیستی دی:
د کندهار د يخې ورځې غروب، ما هم لیدلی دی ډېر ښکلی وي خو
تر موسکا وروسته ستا لندو سترګو کې، موج د رڼا ته رسېدلی نه شي
دوولسمه پوښتنه: ځینې شاعران شته دي چې د شعر لیکلو لپاره مکاني او زماني شرایط هم یادوي. مثلا ځینې وایي چې په باراني موسم کې ښه شعر لیکي. بعضې بیا په تنهايۍ کې خوشاله وي. یو شمېر نورو ته د غرونو منظرې الهام ورکوي. تاسو د خپلې تجربې له مخې په کوم وخت کې ښه شعر لیکلی شی ؟
ځواب: زه چې رښتيا ووایم تر اوسه مې دا نه ده مشخصه کړې چې کوم وخت ښه شعر لیکم. زما لپاره شعر نه زمان لري نه مکان، بلکې زما خپل ذهني شرايط راته مهم دي. کله کله چې موډ برابر وي په هر ځای او هر زمان کې شعر لیکلای شم او کله چې برابر نه وي نو نه باران راباندې تاثیر کوي، نه غروب راباندې تاثیر کوي او نه کوم ځای.
دیارلسمه پوښتنه: پر فیسبوک مې ستاسو سیاسي لیکنې لوستې دي. یو نیم وخت مې ادبي لیکنې هم کتلې دي. فکر کوم تاسو نثري برخه کې هم زیار ګالی . ایا کله داسې شوي دي چې شعر مو پر نثر یا نثر مو پر شعر اغېز کړی وي؟ بله دا چې د نثري لیکنو د چاپ اراده خو به نه لری؟
ځواب: زه نثر هم لیکم خو ډېر کالونه مخکې مې د ادبي نثرونو کوشش کړی و چې بیا نه پوهېږم ولې راڅخه پاتې شو. یو ځل مې لنډو کیسو ته هم مخه کړې و. ایمل پسرلي ته مې خپله یوه کیسه واوروله. هغه ویل دا کیسه خو له شروع سره لا ختمه ده. بس هماغه خبره او بیا نن. بیا مې کوشش و نه وکړ. البته د هغه مطلب دا نه و چې زه دې ګنيکیسې لیکل پرېږدم، هغه د کیسې پر تخنیکونو پوهولم خو ما یې بیا لیکلو ته زړه ښه نه کړ. اوس چې نثر لیکم، غیر ادبي نثرونه دي. د همداسې نثرونو یو کتاب مې چاپ کړی هم دی چې “بې لومړيتوبه ولس” نومېږي. نورې لیکنې خورې ورې دي او که فرصت برابر شو ښايي راټولې یې کړم.
څوارلسمه پوښتنه: همیم صیب په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې خلک دا تبلیغ کوي چې شعر لیکل هسې عبث کار دی. یانې دا هنر خلک له کاره باسي. ستاسو په نظر د شعر ارزښت او زموږ پر ژوند یې اغېز څه دی ؟
ځواب: دا ډېره غیر عادلانه او بلکې غیر عاقلانه خبره ده چې شعر لیکل عبس کار شي. اول خو شعر داسې یوه ځای ته راټیټول چې نور پرې له کاره وځي زه فکر کوم معقوله خبره ده. شعر او په ټوله کې ادبیات د بشري ټولنې لپاره ډېر لوی خدمت کوي. تاسې د شعر یادونه کړې خو زه به په مجموع کې د ادبیاتو په اړه د ماریو بارګاس یوسا یوه څو خبرې درته ووایم. هغه وايي ادبیات له پیله تر اوسه پورې او بیا تر هغه وخته چې ادبیات موجود وي، د انسان د مشترکو تجربو څپرکی و او تر دې وروسته به هم وي او د ادبیاتو په واسطه انسانان کولای شي چې له یو بل سره وپېژني او له یو بل سره خبرې اترې وکړي، او په دې منځ کې نو بیا د دندو، د ژوند ډول، جغرافيايي موقعيت، فرهنګ او نور شخصي مسايلو توپیر هېڅ اغېزه نه لري. ادبیات هر فرد ته له ټولو فردي ځانګړنو سره ددې امکان برابروي چې له تاریخ څخه د باندې پښه کېږدي او وړاندې ولاړ شي. موږ د سروانتس، شکسپیر، دانته او تولستوی د لوستونکو په توګه یو بل د مکان او زمان په پراخه سیمه کې درک کوو او ځانونه د یوه وجود د غړو په توګه احساسوو، ځکه چې ددغو لیکوالو په اثارو کې داسې شیان زده کوو چې نورو انسانانو هم زده کړي ول او دا له هغو پراخو او ډېرو توپیرونو سره سره چې موږ یې له یو بل څخه جلا کړي یو، زموږ د اشتراک وجه ده.
له حماقت، تعصب، توکمپالنې، مذهبي او سياسي تفرقې او ځانغوښتونکی نشنلیزم څخه د انسان د ساتنې لپاره هېڅ شی دومره اغېزناک نه دی لکه په لویو ادبي اثارو کې دغه څرګند حقیقت چې: د ټولو ملتونو نارینه او ښځې چې هر چېرته وي په اصل کې سره برابر دي او يوازې بې عدالتي ددې سبب کېږي چې د هغوی په منځ کې تبعیض، وېره او استثمار ته لاره هواره شي.
هېڅ شی موږ ته دا خبره هومره ښه نه شي را زده کولای لکه ادبیات چې یې را زده کوي چې قومي او فرهنګي توپیرونه د انسان د میراث د بډاینې نښه ده او باید درناوی یې وکړو. فکر کوم د بارګاس یوسا دا خبرې به کفایت کوي چې موږ ولې ادبیاتو او شعر ته اړتيا لرو.
پینځلسمه پوښتنه: همیم صیب پدې برخه کې مې ځینې وړې شخصي پوښتنې راخیستې دي. هیله ده چې په مینه یې ځواب کړئ.
د خوښې موسم
د خوښې خواړه
ورزش
کتاب
فلم
لوبغاړی
لیکوال
فلمي یا ممثلي ادکار
څو کلن
اولادونه او نومونه یې
ځواب: د خوښې موسم مې نشته. د هر موسم خپل خپل خوند وي. د مني په موسم کې مې د عقرب میاشت کې د وطن روښانه ورځې ډېرې خوښې وې. د ونو تویې شوې پاڼې او له پاڼو خالي ونو به بېل خوند کاوه. د حوت د نسبتا متعدلو شپو له ستورو ډک اسمان او روڼ سهار خپل خوند لري. د اوړي خپل خوند وي، او د ژمي خپل خوند وي. د خوښې خواړه مې د پالک سابه، آش او لوبیا ده. ورزش کې مې پیاده ګرځېدل. کتابونه مې ډېر خوښ دي. زښته ډېر ښه کتابونه شته چې هره ورځ هیله لرم کاشکي سړي ډېر وخت لرلای چې ډېر کتابونه یې لوستلي وای. فلمونه هم ګورم خو کامیډي فلمونه مې خوښېږي. په لوبغاړو کې مې د وطن ټول لوبغاړي خوښ دي، خدای دې تل بريالي لري. لیکوالان هم زیات دي چې زما یې لیکنې خوښې دي خو داسې مشخص څوک نشته چې له هغه پرته د بل چا لیکنه خوند را نه کړي. فلم لوبغاړو کې هم همداسې ده. هغوی چې ښه فلمونه جوړوي زما خوښېږي. زه اوس ۴۴ کلن یم. دوه زامن لرم. د مشر زوی نوم مې ځلاند دی، د ښوونځي په اتم صنف کې دی او د کوچنی زوی نوم مې روښان دی د ښوونځي په درېیم صنف کې دی.
پینځلسمه پوښتنه: په اخېره کې تاسو د پښتو ژبې اوسنی د شعر او نثر بهیر څنګه ارزوئ ؟ بله دا چې د يوه ځوان شاعر او لیکوال لپاره څه پیغام لری ؛ چې دوی یې په خپل هنري ژوند کې پلي کړي ؟
ځواب: زموږ شعر متاسفانه تر اوسه پورې لا داسې دی لکه بيخي په ابتدايي پړاوونو کې چې وي. په کوز او بر وطن دواړو چې پراته نفوس حساب کړئ او بیا د ښو شاعرانو لیست جوړ کړئ نو د هر میلیون نفوس په برابر یو ښه شاعر نه شو پیدا کولای. البته په ځوان نسل کې د شاعرانو شمېر زیات شوی دی او په همدې لوی کمیت کې ښايي یو څو کاله وروسته د ښه کیفت لرونکي ډېر شاعران هم سرته راووځي. د ځوانانو لپاره پیغام دا دی چې پخپل هنري ژوند کې پر ځان تکیه واوسي. د نورو اثار لوستل بې ګټې کار نه دی خو ټولنې ته باید خپل تخلیق ور وړاندې کړو او خپل تخلیق پرله پسې ریاضت، او زښته ډېرې رښتینولۍ ته اړتیا لري. زه خو داسې انګېرم که څوک له هنر سره رښتینی نه وي هېڅ ځای ته نه شي رسېدلای. هنر سره مسولانه چلند په کار دی. تاریخ یوازې هغه هنري اثار په یاد ساتي چې پنځوونکو یې په پنځولو کې رښتينولي په پام کې نیولې وي او مسولانه یې پنځولي وي. ډېره مننه
یادؤنه: دا مرکه په ۲۰۲۵ م کال د جون په میاشت کې شوې ده.



















