کالم – لیکوال قهار درمان

———————————————————————
لیکوال: قهار درمان
په هره ژوندۍ او متمدنه ټولنه کې عامه بحثونه د هغې ټولنې د بقا او پرمختګ پر لومړیتوبونو راڅرخي خو له بده مرغه زموږ اکثريت بحثونه تش د وخت د تېرولو او احساساتو د پارولو وسیلې ګرځېدلي.
د روسیې ستر ریالیست لیکوال چيخوف په دې اړه ویلي و: «که ووینې چې په یوه ټولنه کې بېاهمیته موضوعات په آګاهانه ډول مطرح کېږي او همدغه موضوعات د بحث محور ګرځي نو پوه شه چې له یوې ډېرې ناکامې ټولنې سره مخ یې.»
زموږ اوسنی وضعیت له همدې واقعیت سره ورته دی؛ شور د شعور ځای نیولی او خلک د اساسي ستونزو پر ځای په فرعي او بې ګټو بحثونو بوخت دي. زموږ د بحث فضا له بنسټیزو موضوعاتو اقتصاد، تعلیم او تولید څخه حاشیوي او شخصي مسایلو ته اوښتي، کوم چې زموږ د ټولنې د فکري تمرکز د له منځه تلو ښکارندوی دي.
په معاصره دنيا کې دا ستونزه اکثره د رسنیو لخوا مدیریت کېږي. لویې رسنۍ په شعوري ډول د خلکو پام له اساسي ستونزو اړوي او هغوی په بې معنی بحثونو او فعالیتونو بوخت ساتي.
همدا اوس مو د ټولنیزو رسنیو صفحې وګورئ او دې ته فکر وکړئ چې څومره ملګري مو په اصلي ستونزو لکه د فقر کمول، د تعلیم عصري کول، د بېکارۍ له منځه وړل او د اقتصادي ځان بسیاینې غږیږي او څومره نور په بې معنی موضوعاتو!؟
تاریخ کې دا ډيره واضح ده چې کله هم یوه ټولنه له خپل اصلي مسیر څخه منحرفه شوي، لومړی بدلون یې په فکري ډګر کې څرګند شوی او بیا ورپسي د ټولنې د روښانفکره طبقې غږ د فريب ورکوونکو په شور کې ورک شوی. دا هغه حالت وي چې پوهه د محبوبیت او سطحیت قرباني کیږي.
د دې فکري بحران څخه د وتلو يوازينی لاره په شعور بيداري، انتقادي لیدلوري او د ارزښتونو په بیا رغونه کې نغښتې ده. خلک باید د حقیقت پوښتنه وکړي او له ټولنیزو رسنیو د سطحي بحثونو له حصاره ځان خلاص کړي. د ټولني بریا یوازې په اقتصاد او سیاست پورې محدوده نه ده؛ دا هم پکې ده چې موږ نن په خپلو مجلسونو، حجرو او رسنیو کې په څه غږیږو.
که غواړو ټولنه مو بدله شي، لومړی باید خپل فکري لومړیتوبونه بدل کړو. هغه وخت ځان ژغورلی وګڼئ، کله چې مو د بحثونو محور له اشخاصو او تېر وخت څخه برنامو او راتلونکي ته بدل شو.
