د سیمنار وړاندې کوولو نېټه: ۱۴۰۴/۸/۱ هـ.ش، پنجشنبه

د افغان ویاړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې د غونډو او سمینارونو د تنظیم څانګې دا ځل د “داستاني ادبیات او داستاني عناصر” تر عنوان لاندې سیمینار جوړ کړی و.

د دريځ چارې ښاغلي رستم جلالزی پر مخ وړلې، او د پیل لپاره یې لنډې مقدماتي خبرې وکړې.

ورپسې یې د قران عظیم الشان تلاوت لپاره ښاغلی دوست محمد هلاک وغوښت.

وروسته عبدالرحیم فدا د هر راغلي مېلمه تود هرکلی وکړ او په ځانګړي ډول یې له استاد پوهندوی ګل رحمان رحماني څخه مننه وکړه، چې د بوختیاو سره سره یې د سمینار بلنه ومنله او د یوې مهمې موضوع په اړه یې لکچر تیار کړی.

رستم جلالزي بیا استاد رحماني ته د وینا بلنه ورکړه. استاد رحماني خپله وینا د دې ښکلو

بیتونو په ویلو پیل کړه:

> ژوند مې څه و، د یوه بد تکرار کیسه وه

پۀ ځنګل کې د مرغۍ او مار کیسه وه

> د یعقوب اوښکې د مصر بازارونه

ته به وایې چې زما د پلار کیسه وه

> پټ‌پټوني کې مې ځان در‌ځيني ورک کړ

خو پۀ زړۀ کې مې پرته د ډار کیسه وه

وروسته استاد رحماني وویل:

کله چې موږ د داستاني ادبیاتو خبره کوو، باید دا فکر وکړو چې ولې انسان ته کیسه مهمه ده؟ او ولې موږ کیسې خوښو؟

ده زیاته کړه، د ماشوموالي له وختونو راهیسې د مور او پلار خبرې او د ښوونکي کيسه‌ييز درسونه لا هم زموږ په ذهن کې ژوندي دي، ځکه انسان له فطرت سره کیسه خوښوي. د انسان فطرت د کیسې د اورېدو او بیان لپاره جوړ شوی دی.

استاد رحماني د قرآن‌کریم د “قصص‌الأنبیاء” یادونه وکړه او ویې ویل چې زموږ ژوند پخپله هم یوه لویه کیسه ده – د انسان پیدایښت، هڅې او پایلې ټول داستاني رنګ لري.

ده د حضرت محمد ﷺ ژوند د یوه مثبت کرکټر تر ټولو ښکلی مثال وباله او ویې ویل: د هغه له ماشومتوبه تر وفاته ژوند یو بشپړ داستان دی چې له ازموینو، بریاوو او الهي پیغامونو ډک دی.

استاد رحماني د ژوند د پړاوونو تشبیه هم وکړه: سهار د انسان ماشومتوب، غرمه ځواني او مازدیګر د عمر وروستۍ شېبې دي – دا ټول د ژوند د یوې کیسې فصلونه دي.

ورپسې یې د داستاني ادبیاتو تعریف وکړ او د انسان تخیل، د زمان او ژوند رازونه او د ماضي او راتلونکي اړیکې یې وڅېړلې.

هغه د ادبیاتو درې بنسټیز ډولونه یاد کړل:

۱. حماسي (Epic) ادبیات

۲. عشقي (Lyric) ادبیات

۳. ننداروي (Dramatic) ادبیات

استاد د داستان د جوړښت په برخه کې د عنوان، پېښې، مکالمې، منظرو او حالتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د کیسې عنوان باید:

۱. د منځپانګې استازی وي

۲. تلوسه ولري

۳. ادبي او هنري خوند ولري

۴. لنډ او اغېزمن وي

ورپسې یې د داستاني ژانرونو یادونه وکړه، لکه:

ادبي ټوټه

یونلیک

یادښتونه

خاطرې

ناول

لنډه کیسه

رومان

ننداروي ادبیات (ډرامه، فلم، سریال، تیاتر…)

استاد د پلاټ، زمان، مکان، کرکټر، مکالمې، فضا، شخړې، تلوسې او د داستان د منطق او ژبې په اړه تفصیلي خبرې وکړې. 

وروسته د ګډونوالو د ازادو پوښتنو لړۍ پیل شوه، چې ډېری پوښتنې علمي او د موضوع سره سمې وې. استاد رحماني ټولو ته په حوصله او وضاحت ځوابونه ورکړل.

په پای کې د ملي پوهنتون رئیس پوهندوی خالد حبیب د مننې وینا وکړه. ده د افغان ویاړ ټولنې له رهبرۍ مننه وکړه او ویې ویل چې دا ډول پروګرامونه د زده‌کړو، پوهې او فرهنګي ودې لپاره خورا ارزښت لري.

ده زیاته کړه: که ماشوم ته د خپلې ژبې او خپل فرهنګ په رنګ کیسې ووایو، نو هغه به راتلونکي کې له خپلو ریښو سره تړلی لوی شي او دا به د ټولنې د پياوړتیا لامل شي.

 په درنښت،

د افغان ویاړ څېړنیزې او کلتوري ټولنې د نشراتو څانګه

نشر یې کړئ