ایمل پسرلی

په تورخم کې د دنګو، ډبرینو غرونو سیوري اوږده شوي وو. له یوه کمره لا هم سپینه دوړه پورته کېده، لږ وړاندې د توپ ګولۍ پرې لګېدلې وه، د کاڼې له مات شوي زړه وړې وړې ذرې باد په هوا کړې وې، خو د ویشتونکو زړه لا سوړ نه و، لکه نینې چې پخېږي، ټک ټک ټک، یو یو او بیا پرله پسې څو ټکه، تر هغو به کراري شوه چې د هر ټک د غږ انګازه به په غلي کېدو وه. بیا یو ناڅاپه کراري شوه خو لا یې د چا زړه نه اراموه. جنګ هم همداسې یو ناڅاپه پیل شوی و.
د کرښې په منځ کې یو مړی پروت و، نه د دې غاړې، نه د هغې غاړې. لکه د یوې کږې کرښې د تېروتنې نخښه. کله وویشتل شو، څوک دی، چا وویشت؟ څوک نه پوهېدل. له لیرې یې لیدلی شوای، څوک نژدې نه شوای ورتللی. خو خبر یې له دې ځایه ښه لیرې، د ارامو ښارونو د هوسا خلکو تر غوږنو ورسېد. یوه ولیکل:
– محمد قاسم نومېږي، پنډي و، پنډې یې وړې راوړې.
بل دعوه درلوده:
– توریالی دی، د لارۍ کلېنر و.
یوه بل ویل:
– ماجد خان دی، مزدوري یې کوله.
خو دلته مړی لا هم بې نومه پروت و، هیڅوک نه ورنږدې کېدل. هر چا له لیرې ورته کتل، لکه د غرونو یو کاڼی چې پرېوتی وي. د غرونو په څوکو کې شاید څوک ګوته په ماشه ناست و، که د چا سیوری هم ښورېدلی وای، شاید ډز یې پرې کړی وای، همدې ډار هر زړه ته لاره کړې وه.
یوازې له لیرې، له هوسا ځایونو، له هغو سیمو چې د ټوپکو خولې پکې پټې وې، د خلکو غږونه راتلل، د پېغور نارې. خو هېڅوک نه رامخته کېدل. هر څوک بل ته منتظره و، لکه چې مړی د بل چا وي، لکه د بلې غاړې وي، لکه د بلې جګړې چې وي. خو یوه خبره ټولو منله، یو څوک وژل شوی، دې پلو یا ها پلو، د یو چا کور وران شوی، د کرښې دې خوا یا هغه خوا، د هغې کرښې چې اوس په جګړه کې اصلآ نه ښکاري، او د توپ او ټوپک خوله چې نه وي تړل شوې، د مړي پورته کوونکی به هم ښکاره نه شي.
ډارونکې خاموشي خپره شوه، لکه له متمدنې نړۍ لیرې پرته هدیره چې غږ نه لري خو هره لوټه او کاڼی یې د چا سترګو ته مرګ دروي. د یوه مرغه د وزرو څړپا شوه، تور ټپوس راڅرګند شو. د مړي پر سر یې څو ځل کړۍ ووهلې. ټپوس ورو ورو راکښته شو، د مړي له سره څو ګامه لیرې پر یوه ډبره کښېناست. مړي ته یې نه کتل، لکه دی چې هم له ګوته په ماشه خلکو ډارېده چې په سترګو نه ښکارېدل خو زړونه یې د ډبرو وو او ګوزار یې د ړانده د امسا غوندې که هر ځای لګېده ، د ده یې له بلا. د غرونو په سکوت کې بیا لکه نینې چې پولۍ کېږي، ټک، ټک ، ټک شو، انګازه یې لا اوږده شوه. سرې مرمۍ مړي ته نژدې په مځکه ولګېدې. لیرې پټو شویو خلکو اخ کړل:
– مړی هم نه پرېږدي.
– دا ډز په مړي نه و. ټپوس یې شاړه.
ټپوس په هوا شوی و، لکه تور سیوری چې د غرونو په منځ کې ورک شي. بیا سکوت خپور شو.
له دې ځایه لیرې، د هوسا ښارونو خلکو بله موضوع موندلې وه، دا مړی او دا پېښه له حافظو وتلې وه. خو دلته یو سپین ږیري خپل پوړېدلي لاسونه په زنګانه تکیه کړل، راپورته شو. کنډاسه خوله یې پرانیسته، په بې سېکه غږ یې کلمه وویله. یو چا پرې غږ کړل:
– څه کوې، کښېنه، ولې دي.
یوه بل ورغږ کړل:
– لېونی یې.
لکه کوڼ، بوډا هېڅ نه اورېدل، د کرښې په لور په کړوپه ملا رهي شو، د غرونو څوکو ته یې هم ونه کتل، خلکو ورته کتل، بوډا چې هر څومره مړي ته ورنژدې کېده، خلکو یوازې د خپل زړه دربا اورېده، د ټوپکو خولې لا پټې وې. بوډا لږ کړوپ شو، مړي ته ورنژدې شوی و، لاس یې اوږد کړ، سیوری یې د مړي په مخ ولوېد. خپل سپین څادر یې د مړي تر څنګ ویړ کړ. په پټو شویو خلکو کې یوه غږ کړل:
– لکه چې په مړي نورې ډزې نه کېږي.
– بوډا ته څه نه وايي.
– مړی باید خوندي شي.
یوه ځوان غږ بوډا ته ورنارې کړې:
– مړی د چا دی؟
بوډا ځواب ورنه کړ، په خپل کار بوخت شو، بیا ورپسې ناره شوه:
– د هاخوا دی که د دې خوا؟
بوډا مړي ته وکتل، ځوان سړی و، دغلته د ټولو نورو غوندې یې لمروهلی پوټکی درلود. بوډا ته ها خوا او دا خوا نه معلومېده، شاید سر یې یوې خوا او زړه یې بل خوا و. کله چې بوډا مړی ورو ورو کشاوه، دوه نور کسان ورمخکې شول، بیا درې نور. ټپوس له لیرې یوه کړۍ ووهله ، هغه بل لور کښېناست.
مړی دې خوا راوړل شو، ټپوس هغه لور وږی پاتې شو. ډارونکی سکوت خپور و، معلومه نه وه چې بیا به کله ټپوس پورته کېږي؟