لیکنه: براءه الشريف ژباړه: مفتي محمد نعمان مفکر

الله سبحانه وتعالی کله ناکله انسان په خپل بدن کې د ناروغیو له لارې ازمويي او امتحانوي، خو د الله رحمت او فضل ډېر پراخ دی؛ ځکه الله تعالی هېڅ ناروغي نه ده پیدا کړې مګر دا چې ورسره یې درمل هم پیدا کړي دي. الله تعالی فرمایي:
(وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ ۙ وَلَا يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إِلَّا خَسَارًا)
ژباړه: او موږ له قرآن څخه هغه څه نازلوو چې د مؤمنانو لپاره شفا او رحمت دی او ظالمانو ته پرته له تاوانه بل څه نه زیاتوي.
په نبوي سنت کې هم په صحیح احادیثو کې د ځینو ناروغیو لپاره د درملنې لارې چارې یادې شوې دي، وروسته له دې چې انسان پر الله توکل وکړي او هغه ته رجوع وکړي.
ځینو علماوو دې ته د نبوي طب نوم ورکړی دی، لاندې د نیمسري درد د درملنې په اړه بیان دی:
د نبوي طب له مخې نیمسري هغه سر درد دی چې د سر په یوه برخه کې وي، د سر درد اصلي سبب د سر تودوخه ده او هغه بخارات دي چې دماغ ته خېژي او د وتلو لاره نه پیدا کوي، نو درد رامنځته کوي.
نیمسري درد درملنه د هغې د ډول او سبب له مخې بدلېږي. په نبوي سنت کې نیمسري درد لپاره د نکروزو کارول یاد شوي دي، خو دا یو جزوي علاج دی، نه بشپړ.
که د سر درد د ډېرې تودوخې له امله وي او داسې نه وي چې استفراق سره هم نه ښه کېږي، نو په دې وخت کې دې نکروزي ښه وټکول شي له سرکې (خل) سره دې ګډ کړل شي او په تندي دې ولګوي، نو درد اراموي او کموي.
دا یوازې د سر لپاره نه، بلکې د بدن نورو غړو ته هم ګټه لري؛ که چېرې نکروزي په پړسوب او شړیدلي ځای وکارول شي، هغه هم اراموي.
دا خبره د رسول الله ﷺ د آزادې شوې کنیزې حضرت سلمی رض له حدیث څخه څرګندیږي، چې وایي: ” كانَ لاَ يصيبُ النَّبيَّ صلَّى اللَّه عليْهِ وسلَّمَ قرحةٌ ولاَ شوْكةٌ إلاَّ وضعَ عليْهِ الحنَّاءَ”
ژباړه: رسول الله ﷺ ته به هېڅ زخم یا اغزی نه رسېده مګر دا چې هغه به پرې نکروزي لګوله.”
نو نکروزي یخ طبیعت لري او د درد او پړسوب په کمولو کې ګټور دي.
د نبوي طب نورې بېلګې
په نبوي سنت کې د درملنې ځینې نورې لارې هم یادې شوې دي چې د یو څو یادونه به یې وکړو.
د تورې دانې (حبّة السوداء) درملنه
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: “عليكُم بهذه الحبَّةِ السَّوداءِ فإنَّ فيها شفاءً مِن كلِّ داءٍ إلَّا السَّامَ”
ژباړه: تاسې ته پکار ده چې له تورې دانې څخه کار واخلئ، ځکه په دې کې د هرې ناروغۍ شفا ده، پرته له مرګه.
د مسواک درملنه
د مسواک کارول سنت دي او مسلمان ته غوره ده چې دا عادت خپل کړي، له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: ” لَوْلَا أنْ أشُقَّ علَى أُمَّتي أوْ علَى النَّاسِ لَأَمَرْتُهُمْ بالسِّوَاكِ مع كُلِّ صَلَاةٍ”
ژباړه: که چېرې زما پر امت یا خلکو باندې سختي نه وای، نو ما به هغوی ته امر کړی وای چې له هر لمانځه سره مسواک وکړي.
مسواک د خولې لپاره ډېرې ګټې لري برسیره په دې چې خوله پاکوي، بد بوی له منځه وړي، غاښونه سالم ساتي.
د حجامې درملنه
حجامه هغه عمل ده چې د انسان له بدن څخه خراب وینه ایستل کېږي.
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: “إنَّ أمْثَلَ ما تَدَاوَيْتُمْ به الحِجَامَةُ والقُسْطُ البَحْرِيُّ”
ژباړه: ستاسو له غوره درملنو څخه حجامه او قسط بحري دي.
د شاتو (عسل) درملنه
شات یو مهم درمل دی چې الله تعالی په قرآن کې یاد کړی دی:
“يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِّلنَّاسِ”
ژباړه: د هغې له نسونو څخه یو ډول څښاک راوځي چې بېلابېل رنګونه لري، په هغه کې د خلکو لپاره شفا ده.
له ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی: “أنَّ رَجُلًا أتَى النَّبيَّ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ فقالَ: أخِي يَشْتَكِي بَطْنَهُ، فقالَ: اسْقِهِ عَسَلًا، ثُمَّ أتَى الثَّانِيَةَ، فقالَ: اسْقِهِ عَسَلًا، ثُمَّ أتاهُ الثَّالِثَةَ، فقالَ: اسْقِهِ عَسَلًا، ثُمَّ أتاهُ فقالَ: قدْ فَعَلْتُ؟ فقالَ: صَدَقَ اللَّهُ، وكَذَبَ بَطْنُ أخِيكَ، اسْقِهِ عَسَلًا، فَسَقاهُ فَبَرَأَ”
ژباړه: یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: زما ورور د نس درد لري. رسول الله ﷺ وفرمایل: “هغه ته شات ورکړه.”
هغه بیا راغی، بیا یې همدا خبره وکړه، رسول الله ﷺ بیا هم وفرمایل: “هغه ته شات ورکړه.”
درېیم ځل هم همداسې وشول، وروسته یې وویل: ما دا کار وکړ. رسول الله ﷺ وفرمایل:
“الله رښتیا ویلي دي او ستا د ورور نس غلط ویلي دي، هغه ته شات ورکړه.”
نو کله چې یې شات ورکړل، هغه ښه شو.