لنډه کیسه

تېره شپه مې د کافکا د هغه ناول وروستۍ پاڼه ولوسته چې انسان پکې حشره شي، په ځای کې پروت وم په ناول مې فکر کاوه چې له انسانه حشره جوړېدل لویه غمیزه ده که د حشرې له سترګو د نورو انسانانو لیدل یې ډېر دردونکي دي. سترګې مې درنې شوې.
په خوب کې زه پیشو شوی وم. ځان مې د پیشو و، خو زړه او ذهن مې د انسان و. په خبره پوهېدم، احساس مې کاوه، فکر مې کاوه، خو غږ مې نه شوای کولی، څوک مې په خبره نه شوای پوهولی. نورو د انسان په سترګه نه راته کتل، پیشو یې بللم. کله چې به کوم انسان یوازې و، په ملا به مې د پوست رغوی لمس احساس کړ، مینه یې راسره کوله خو چې په غوسه به شول، لغته به یې راکوله، ځان ته یې دا حق ورکاوه چې غوسه تر کمزوري وباسي.
په یوه کور کې وم. ماشومانو لوبې کولې، ګل یې په توپ مات کړ. د ګل ماتېدل د ماشومانو کار و، خو د کور خاوند خپل قهر له ما ویوست. هماغه توپ یې ورپورته کړ چې ماشومانو پرې ګل مات کړی و، پر ما یې وار وکړ. ما چیغه وهله، خو غږ مې د میو تر حده بند پاتې و.
پوه شوم که انسانان زور ولري، سترګې یې پټې شي ، که کمزوری مخې ته ورشي، خپله غوسه پرې باسي.
کله چې راویښ شوم، زړه مې لا هم دربېده. خپلې انا ته لاړم، خوب مې ورته ووایه. هغې راته ډېر څه ونه ویل. یوازې دومره یې وویل:
– خدای دې د ظالم له زوره، له ناحقه توره وساته.
د کافکا کتاب مې له المارۍ راواخیست ، بل ځای مې کېښود. اوس په المارۍ کې هغه ځای تش دی. هر وار چې المارۍ ته ګورم، هغه تش ځای د پیشو سترګې را یادوي، هغه پیشو چې انسان وه، خو چا انسان نه بلله.
په دې فکر کوم چې یا باید بل کتاب راوړم چې دغه تشه ډکه کړي، یا ټوله المارۍ لیرې کړم. که ځای تش پاتې شي، بل کتاب به پرې راړنګ شي، که نه شي تل به د کافکا حشره او د خوب پیشو رایادوي. چې کوم یو به یې ډېر ځورونکی وي؟
لیکوال: ایمل پسرلی






