
جدل؛
جدل په لغوي معنا کې د بحث، مناقشې او مناظرې مترادف ګڼل کېږي، خو په اصطلاح کې “الجدل قیاس مؤلف من المشهورات أو المسلمات” يا په علم منطق کې جدل هغه قیاس دی چې له مشهورو یا مسلمو مقدمو (قضیو) څخه جوړ شوی وي، څو د همدې استدلال په مرسته مخالف لوری قانع کړل شي.
اوس پوښتنه داده که برهان د یقین او استدلال تر ټولو لوړه پوړۍ وي؛ نو بیا جدل څه ډول قياس يا استدلال دی او اړتیا یې څه ده؟ د دې پوښتنې ځواب خپله کلاسيک علم منطق په دې ټکو کړی “الجدل خادم البرهان”یعنې: جدل د برهان خدمتګار دی. برهان حقیقت ثابتوي او جدل خلکو ته د هغه حقیقت د رسولو دفاع کوي.
د انسان ټولې فکري او ټولنیزې اړیکې یوازې د یقیني استدلالونو پر بنسټ نه وي ولاړي. په عملي ژوند کې هم انسان ډېر ځله له داسې خلکو سره مخامخ کېږي چې له هغه سره په مقدماتو، باورونو او فکري اصولو کې خو شریک وي، مګر بيا هم د یوې ځانګړې مسئلې په اړه اختلاف ورسره لري. په داسې حالت کې د برهان پر ځای په مباحثه کې جدل کارول کېږي او د همدې ځانګړنې پهپار منطقیانو جدل د حقیقت د کشف تر څنګ د فکري دفاع، مناظرې او قناعت یو مهم صنعت هم بللی دی.
سره له دې چې جدل د برهان په څېر د قیاس یوه بڼه ده، خو د دواړو ترمنځ اساسي توپیر هم شته او هغه توپیر یې دادی چې جدل او برهان دواړه متفاوتې مقدمې لري. برهان له یقیني مقدمو څخه جوړېږي او جدل بیا له مشهوراتو او مسلماتو څخه رغېږي.
مشهورات هغه خبرې دي چې د خلکو ترمنځ په پراخه کچه منل شوې وي، لکه “عدالت ښه دی”، “ظلم بد دی”، “رښتیا ویل غوره دي” او “له مور او پلار سره ښه چلند پکار دی”، دا خبرې که څه هم د برهان په کچه یقیني فلسفي قضیې نه دي؛ خو ټولنه یې د منلو وړ ګڼي. مسلمات بیا هغه مقدمات دي چې د مناظرې دواړه لوري یې په موقت ډول مني او د بحث بنسټ پرې ږدي.
که په ټولنه کې یوازې برهاني استدلالونه مطرح شي، نو ډېر خلک به یې درک نه کړي. خو جدل د ټولنې د خلکو په باورونو ولاړ استدلال دی، مثلا: یو کلیوال ښايي د وجود، ماهیت او علت په اړه فلسفي برهان درک نه کړي، خو که ورته وویل شي چې “هر نعمت شکر غواړي او د نعمت ورکوونکي شکر هم واجب دی”، نو د همدې مشهور اصل له لارې قانع کېږي یا که په یوه قومي جرګه کې که یو سپین ږیری د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې د حل لپاره ووایي: “سوله تر جګړې غوره ده، ځکه جګړه دواړو لورو ته زیان رسوي”، نو ده په حقیقت کې له یوې مشهورې او ټولمنلې مقدمې څخه استدلال کړی دی. دلته موخه د فلسفي حقیقت اثبات نه دی، بلکې د شخړې د ښکېلو لوریو قانع کول دي. همدا راز، کله چې یو استاد خپل زده کوونکي ته وایي: “علم د انسان عزت زیاتوي، نو باید زدهکړې ته پام وکړې”، نو دا هم جدلي استدلال دی، ځکه د علم د ارزښت په اړه ټولنیز توافق د استدلال د بنسټ په توګه کارول شوی دی.
یو زده کوونکی ښايي د ژبې د تاریخي بدلونونو پیچلي ژبپوهنيز دلایل درک نه کړي، خو که ورته وویل شي چې: “هغه ژبې چې لیکدود او ادبیات ولري، تر نورو ډېرې ژوندي پاتې کېږي”. نو د همدې مشهور اصل له لارې قانع کېږي. یا که په یوه ادبي غونډه کې یو استاد ووایي: “مطالعه د لیکوال د ژبې ځواک زیاتوي”. نو ده له یوې مشهورې او ټولمنلې مقدمې څخه استدلال کړی دی. دلته موخه د یوه علمي قانون اثبات نه، بلکې د مخاطب قانع کول دي. همداراز، کله چې یو استاد خپلو زده کوونکو ته وایي: “مورنۍ ژبه د علم د زده کړې غوره وسیله ده، نو باید ورته ځانګړې پاملرنه وشي”؛ نو دا هم جدلي استدلال دی.
د فقهې، اصول الفقه، کلام او تفسیر ډېری مناظرې د جدلي استدلال پر بنسټ ولاړې وې. فقهاوو، متکلمانو او مفسرانو به د خپلو مخالفانو له منل شویو اصولو څخه کار اخیست او هڅه به یې کوله چې هغوی د خپلو نظریاتو په منلو قانع کړي. فخرالدین رازي په خپلو کلامي آثارو کې له جدلي استدلال څخه پراخه ګټه اخیستې ده. هغه به لومړی د مقابل لوري منلي اصول بیانول، بیا به یې له هماغو اصولو داسې نتیجه اخیسته چې د مقابل لوري نظریه به یې ننګوله. په دې توګه، جدل د اسلامي علمي تمدن د مناظرې او بحث یوه مهمه وسیله وه.
د قطبي او د هغې د حاشیو له مخې هم، د جدل اساسي موخه د یقین تولید نه، بلکې الزام او اقناع دی. الزام دې ته وایي چې مناظر خپل مخالف د هغه د منل شویو مقدماتو پر بنسټ یوې پایلې ته اړ کړي، او اقناع دې ته وایي چې مخاطب د یوه نظر منلو ته مایل کړي. له همدې امله ممکن یوه جدلي نتیجه د برهان په معیار یقیني نه وي، خو د مناظرې په چاپېریال کې قوي او اغېزمنه وي، مثلا: که یو څوک د مشرانو احترام د ټولنې ارزښت ګڼي، نو له همدې اصل څخه استدلال کېدای شي چې د مشرانو سپکاوی ناسم عمل دی. که یو څوک د کلاسیکو ادبي آثارو لوستل د ادبي ذوق د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼي، نو له همدې اصل څخه استدلال کېدای شي چې د ادبي میراث له مطالعې څخه غفلت مناسب کار نه دی. دلته استدلال د مشهور اصل پر بنسټ ولاړ دی، نه د فلسفي برهان پر بنسټ.
همدا لامل دی چې د ټولنیزو علومو، حقوقو، سیاسي نظریو او اخلاقي فلسفې په ډېرو مباحثو کې جدلي استدلالونه پراخه ونډه لري، مثلا: موږ چې د بیان ازادۍ، ټولنیز عدالت یا بشري حقونو په اړه بحث کوو، ډېر استدلالونه مو د مشهورو او ټولمنل شویو اصولو پر بنسټ ولاړ وي، نه د ریاضي او منطق د برهانونو پر بنسټ. یا که یو ژبپوه غواړي د مورنۍ ژبې د زده کړې اهمیت ثابت کړي، ښايي داسې استدلال وکړي: “هره ټولنه چې خپله ژبه ساتي، په اصل کې دوی خپل هويت هم ساتي؛ پښتانه که غواړي، چې خپل کلتوري هویت ته ارزښت ورکړي؛ نو د پښتو ژبې ساتنه ورته اړینه ده” دلته استدلال پر ټولمنل شویو ارزښتونو ولاړ دی. موخه یې دا نه ده چې یو فلسفي یا طبیعي قانون ثابت کړي، بلکې مخاطب قانع کړي چې د خپلې ژبې ساتنې ته ارزښت ورکړي.
د جدل ډولونه؛
د منطق په ډېرو مختصرو کتابونو کې یوازې دومره ویل کېږي چې جدل له مشهورو او مسلمو مقدماتو څخه جوړېږي؛ خو کله چې د شرح تهذیب، میبذي، قاضي مبارک، عضدي او د مناظرې د فن کتابونو ته ورشو، نو هلته د جدل ډولونه او مراتب په ډېر تفصیل سره څېړل شوي دي. علت یې دا دی چې د مناظرې په ډګر کې ټول استدلالونه یو ډول نه وي. کله انسان خپله دعوه ثابتوي، کله د مخالف اعتراض دفع کوي، کله مخالف د هغه د خپلو اصولو له مخې ملزموي او کله بیا د یوې دعوې د کمزورۍ څرګندولو هڅه کوي. له همدې امله جدل بېلابېل رنګونه او درجې لري.
۱- جدل اثباتي (إثبات الدعوى)
دا هغه جدل دی چې دعوه پکې مناظر له هغو مقدماتو څخه پيل کړي، چې مخاطب یې مني. په دې جدل کې د استدلال ټول تمرکز پر دې وي چې مخاطب په منل شويو مقدمو باندې قانع کړي، مثلا:
- ژبه د ملتونو د هويت ساتنې لامل ده.
- پښتانه غواړي خپل هویت وساتي.
- نو پښتانه باید خپلې ژبې ته پاملرنه وکړي.
په دې بېلګه کې کوم فلسفي برهان نهشته، بلکې د مخاطب له منل شوې مقدمې څخه پرې پیل شوی، دا مخاطب هم مني، چې ژبه د یوه ملت د هويت او شناخت وسيله ده، که ژبه ژوندۍ وي، هويت هم شته او که څوک ژبه له لاسه ورکړي، ګواګي هويت یې هم له لاسه ورکړی او په همدې استدلال باندې مخاطب هم قانع دی، چې دا یو منل شی واقعيت دی. زموږ او ستاسي په مدرسو کې د فقهي او اصولي فقهې بحثونو ډېره برخه هم د همدې ډول جدل بڼه لري.
۲- جدل دفاعي (دفع الاعتراض)
دا بیا هغه جدل دی چې هدف یې د خپلې نظریې دفاع وي. دلته مناظر نوې دعوه نه جوړوي؛ بلکې د مخالف له اعتراضونو سره مقابله کوي.
فرض کړئ یو ژبپوه وایي چې پښتو د اریاني ژبو له کورنۍ سره تړاو لري. مخالف ورباندې اعتراض کوي چې په پښتو کې ډېر عربي او ترکي لغاتونه شته. ژبپوه ځواب ورکوي:
- د ژبې کورنۍ د لغتونو له پور اخیستلو نه، بلکې د غږیز او صرفي جوړښت له مخې معلومېږي.
- پښتو خپل اریاني غږیز او صرفي نظام ساتلی دی.
- نو د عربي لغاتو شتون یې ژبنۍ کورنۍ نه بدلوي.
۳- جدل الزامي (إلزام الخصم)
دا د جدل تر ټولو قوي او مشهور ډول دی، په دې ډول کې مناظر د مخالف په منل شویو اصولو باندې تکيه کوي او دا واضح خبره ده، چې یوڅوک د خپلې ادعا لپاره کوم اصول وضع کړي؛ نو له خپلو وضع شوي اصولو څخه بيا په اسانۍ نه تېرېږي. په دې ډول کې استدلال د مخالف پر ضد د هغه له خپلو مقدماتو څخه جوړېږي.
مثلاً که یو څوک وایي:
- عدالت ښه دی.
- ظلم بد دی.
خو په یوه ځانګړي مورد کې ظلم توجیه کوي.
مناظر ورته وایي:
- ته عدالت ښه ګڼې.
- او دا عمل ظلم دی.
- او ستا دا دریځ ستا له خپلو اصولو سره په ټکر کې دی.
دلته مخالف د خپلې خبرې له امله ملزم شو. د اسلامي علمي مناظرو ډېره برخه پر همدې اصل ولاړه وه. فخرالدین رازي، تفتازاني او قاضي مبارک په خپلو مناظرو کې له همدې طریقې ډېره ګټه اخیستې ده.
۴- جدل نقضي (نقض الدعوى)
دا هغه جدل دی چې هدف یې د مخالفې دعوې کمزوري کول وي. مناظر هڅه کوي؛ چې د مقابل لوري استدلال نیمګړی وښيي، مثلا: یو څوک وایي:
- هره پخوانۍ خبره سمه ده.
- نو هر دود باید وساتل شي.
مناظر وایي:
- ډېر پخواني دودونه زیانمن هم وو.
- نو یوازې پخوانی والی د سموالي دلیل نه شي کېدای.
دلته هدف خپله نوې نظریه نه ده، بلکې د مخالف استدلال نقض کول دي او په فقهي مناظرو کې دې ته «منع» او «نقض» هم ویل کېږي.
۵- جدل بالمسلّمات
دا هغه جدل دی چې په بشپړه توګه د مقابل لوري پر منل شویو مقدمو باندې ولاړ وي، مثلا: کله چې یو اشعري متکلم له یوه معتزلي عالم سره بحث کوي، نو دی ورته د خپل مذهب دلایل نه راوړي، بلکې د معتزلي اصول ورته قطاروي او له هماغو اصولو څخه یوې داسې نتېجې ته رسېږي، چې د هغه مخالفه نظریه پرې رد کړي.
عموما دا ډول جدل په اسلامي کلام کې ډېر مشهور دی او منطقیان یې د جدل تر ټولو مؤثره بڼه ګڼي.
۶- جدل بالمشهورات
په دې ډول کې استدلال پر هغو اصولو ولاړ وي چې ټولنه یې عموماً مني.
لکه:
- له مور او پلار سره ښه چلند ښه کار دی.
- مارزک له خپل پلار سره بد چلند کوي.
- نو د هغه عمل ناسم دی.
دلته استدلال د ټولنې په مشهورو ارزښتونو باندې تکيه کړې ده او دا ډول جدل په خطبو، ښوونیزو بحثونو، ټولنیزو کمپاینونو او نصايحوکې ډېر استفاده کېږي.
له پورته بحث څخه دې نتېجې ته رسېږو چې اثباتي جدل د دعوې د جوړولو لپاره وي، دفاعي جدل د خپلې نظریې د ساتلو لپاره وي، الزامي جدل د مخالف د محاصرې لپاره وي، نقضي جدل د مخالف د استدلال د ماتولو لپاره وي، بالمسلمات جدل د مخالف له منل شویو اصولو کار اخلي، او بالمشهورات جدل د ټولنې له منل شویو ارزښتونو څخه ګټه اخلي.
لیکوال: د کابل پوهنتون استاد سمیع وحدات
