ټولنيزې ليکنې

د خپګان له کندې د راوتو روانپوهنه – هارون سمون

لیکوال: هارون سمون

پدې لیکنه کې د خپګان پر څو ډولونه بحث شوی دی او زه مطمین یم، چې ته هېڅکله نه یې ورسره مواجې شوی. که ته پوه شې، چې خپګان څه ډول تا له دننه څخه ویجاړوي او د آرام ژوند له مداره دې باسي؛ نو ډېر زر به لاس په کار شې ترڅو له ځان سره مرسته وکړې. کله چې ته دننه نآرام وې، ستا بیرونۍ نړۍ هم دربدر کېږي؛ اړیکې، امکانات، زده‌کړې او ډېر نور څه. نه یوازې دا، بلکې داخلي خپګان په بدن کې د مختلفو ناروغیو په بڼه راڅرګندېږي. دا چې څنګه؛ دا د سایکوسماټیک روانپوهنې ډېر ژور بحث دی او کتابونه پرې لیکل شوی دي.

مخکې لدې چې بیرونۍ نړۍ کې تغیرات راولې لومړی باید خپلې داخلي دنیاګۍ یا ناخودآګاه ته مراجعه وکړې، چې ایا هغه تاته د پرمختګ اجازه درکوي کنه ته هسې ځان ستړی کوې.

دا تشویش چې دې یو پراګراف تاته ایجاد کړ، دا ښه دی. دې ته اندېښنه مکوه؛ دا تشویش تا ځانته متوجې کوي ترڅو پوه شې ستا دننه څه دي. کله چې ته ځانته مراجعه وکړې او پوه شې چې ستا دننه او ستا ناخودآګاه کې څه دي، چې ته یې د ژوند دې مقطعې ته راوستلی یې، دا تشخیص له تاسره مرسته کوي، چې ورو ورو خپل ژوند، خپل شخصیت او بیرونۍ دنیا کې ستا موقف تغیر کړې. دا تغیر ډېر اسانه دی. دا ډېرو کوښښونو، زحمتونو او سختیو ته اړتیا نلري. دا هومره آسانه دی، چې ته یې لا تصور نه کوې؛ خو کله چې ته تغیر شې او نتایج حس کړې، بیا دې په شونډو مسکا خوره شي، چې هې، دا د ژوند مسله خو ریښتیا هم دغسې ده.

په هر صورت د خپګان دا ډولونه ولوله، که کوم یو په تا کې وي له همغه سره باید کار وکړې او دا دروند بار نور کېږدې پر ځمکه. زه چې په لیکنه کې تا مخاطبوم؛ دا پر ځان بده مه لګوه، زه هم ستا په څېر یم؛ خو دې ته متوجې شوی یم، چې باید له ځان سره مرسته وکړم. زما هدف دا ندی، چې وښیم زه ستا د تغیر قدرت لرم، زه غواړم ته خپله له خپل ځان سره مرسته وکړې.

ته پر ځان نپوهېږې چې ته خپله ناخودآګاه کېد خپګان څومره درانه پېټي لېږدوې او بیا له ژوند شکایتونه کوې؟ دا شکایتونه تاته هېڅ نه درکوي ترڅو د خپګان پېټي له اوږو راښکته نکړې. کله چې ته دا پېټي راښکته کړې ستا ناخودآګاه تا د ژوند ډېر اسانه او راحت مسیر ته برابروي.

البت د دې مانا دا نده، چې ته به همېشه بیا خوشحاله وې. خوشحالي د مارکېټ روانپوهنې مفهوم دی، چې کپیټلېسټي جهان کې یې ایجاد کړی دی؛ ترڅو خلک مراجعه ورته وکړي. همېشنۍ خوشحالي نشته، دا توهم دی؛ خو ته چې کله د خپګان پېټي پر ځمکه کېږدې، ستا په ژوند کې راروانې ستونزې بیا نشي کولی تا دننه څخه ړنګ کړي، ستا روح او روان دومره نشي تراشلی، چې ته دې له دایمي سټرېس او ډېپرېشن سره مواجې شې.

د ژورې روانپوهنې بحث له ستونزو سره مبارزه نده؛ ستونزې د طبعیت او ژوند برخه دي، له ستونزو سره مبارزه له طبعیت سره جګړه ده او دا مقاومت ستا په تباهۍ تمامېږي، خلاص. پداسې حال کې چې مارکېټ تا مقاومت او مبارزې ته رابولي؛ څومره چې خلک مقاومت کوي همغومره تباه کېږي. پدې چې دوی خپل داخل ته مراجعه نه کوي. کله چې ته داخل ته مراجعه وکړې، ستونزې له تا سره مقاومت نه کوي او په آسانۍ ستا له حوزې تېرېږي. هغوی چې تاته کلک او قوي ښکاري، له ستونزو سره یې اړیکه ستا په څېر نده.

د ژورې روانپوهنې له مخې خپګان، کینه، زړه خوراک یوازې ساده لنډمهاله عاطفي حالت نه دی، بلکې ستا دننه په مختلفو بڼو شته. کله چې ته یو څه په زړه کې پټ کړې او وه نشې کولی بښنه وکړې ستا د وجود په مختلفو برخو کې ځای پر ځای کېږي. تاته به پته لګېدلې وې، چې کله له نږدې خلکو ډېر جدي خپه شوی وې ستا اوږو او سینې به داسې نیولې بڼه پیدا کړې وي.

دا ډېر ستر روانپوهنیز بحث دی، زه یې لنډ لنډ لیکم.

شخصي او مستقیم خپګانونه: ته چې کله د خپلو ایکو سیستم د نږدې کسانو لکه د کورنۍ له غړو، خپلوانو، ملګرو له لوري له مستقیم خیانت، بې‌وفایۍ، پرېښودلو او نورو بدلو چلندونو سره مواجې کېږې ته سخت خپه کېږې، دا رفتار ممکن د ناپوهۍ له وجې وي یا هم ډېری وخت عمدي یا قصدي نه وي؛ خو ستا په زړه کې پاتې کېږي، دا ډول خپګانونه په سینه او تنفسي سیستم فشار واردوي او ستا سینه او اوږې نیسي. دا هغوی ته ښه پته لګېږي، چې کورني ژوند کې له تاوتریخوالي سره مواجې شوي وي. د کورنۍ له غړو سره د ډېر وخت دپاره مرور شوي وي او خبرې نه کوي. د حل لاره دا ده، چې په غیرت پښې کېښودل شي او د کورنۍ له غړو سره تر درېیو ورځو هاخوا خپګان ونشي؛ ځکه دا په لومړي سر کې ستا د تباهۍ لامل کېږي. که ته غواړې ثابته کړې چې مهم یې او یو څوک یې، پدې خاطر خبرې نکوې له هغوی سره چې ته یې خپه کړی یې؛ ته پدې سره ځان دننه ژبولوې نه بل. دا په دیني لحاظ هم داسې ده، روایت دی، چې عبادت یې نه قبلېږي څوک چې له درېیو ورځو ډېر له یو بل مرور شي او خبرې نه کوي.

پټ او ناخبره خپګانونه؛ دا په ناخودآګاه کې دي او ستا هېر دي. کله چې ته وړوکی وې، موروپلار، وروڼو، کاګاکانو، د جومات ملا، د ښوونځي معلم او نورو رواني او فزیکي شکنجه کړی یې؛ که څه هم ستا هغه شکنجې ظاهراً هېرې شوې دي؛ خو ستا ناخودآګاه کې شته دي او ستا په روزمره رفتار اغېز لري. زموږ په ټولنه کې دا رواني ناروغي زښته زیاته ده، تقریباً ټول شکنجه کېږې؛ نو ته هم شکنجه شوی یې.

د حل لاره دا ده، چا زموږ ټولنیز کاسټ د یو وحشي او ځوروونکي سیستم په توګه فرض کړې؛ پدې کې انسانان د نورو لخوا په ځنځیري ډول شکنجه کېږي، هغوی چې ته یې شکنجه کړی یې، دوی هم وړکتوب کې شکنجه شوي دي؛ نو ته باید ملامتیا پر دوی وانچوې بلکې دوی هم قرباني شوي وو؛ ته باید دوی ته د زړه له کومي بښنه وکړې چې ته یې شکنجه کړی یې او له تا ښکته نسل شکنجه نکړې او دا ځنځیر وشلوې. که ته له خپلې ټولنې شکایت کوې دا د حل لار نده. د حل لاره د ځان او راتلونکي نسل ژغورل دي. که ستا اووم پوشت نسل کې چا دا ځنځیر شلولی وی ته دې به د دې شکنجو قرباني نه وې. که ته غواړې ټولنه تغیر کړې ځان تغیر کړه. پدې ډول ته ناخودآګاه کې هغه څه اصلاح کوې، چې ته آن خبر نه یې هلته څه دي.

د عدالت او حق غوښتنې خپګان: دا خپګان هغه وخت رامنځته کېږي کله چې ته د ټولنې د نابرابرۍ، تبعیض، نامساواتو، واسطې او زور له لاسه وځورېږې او له خپل حق محروم شې. ظلم، زیاتی او کفر درسره وشي او بیا همېشه خپه وې، چې ولې داسې زیاتی راسره وشو. دا ډول خپګان ستا د وجود عمومي مقاومت او ایمني سیستم ضعیفوي او بدن دې د مزمنو ناروغیو مېلمه کېږي. د حل لاره دا ده، که له منطقي لارو حق ترلاسه کولی شې خو ښه ده؛ که دا کار نشې کولی چې زموږ ټولنه کې منطق، محکمه او قانون بېخي نشته؛ نو د انتقام پر ځای ښه دا ده، چې ظالم پرېږدې، طبعیت او خدای محاسبه ورسره وکړي. البت ظالم ته ښېرواوې مکوه. دا بیا جدا بحث دی، چې ښیرا څنګه تا خپله تباه کوي پر ځای د دې چې بل ته ضرر ورسوې. مکمل دوه ساته لکچې پر همدې یوه مسله ورکول کېدی شي. د دې ښه مثال د هغو ټولنو دی، چې شپه ورځ د نورو د تباهۍ دپاره لاس په دعا وي او ښېرواوې کوي، خو خدای پاک، طبعیت او کاینات جار شم، دغسې ټولنې نورې هم کنده کې لوېږي او تباه کېږي. لکه موږ.

له ځان سره جګړه. له پورتنيو خپګانونو سره خو به یو ډول کار وکړې نور به وبښې او د خپګانونو پېټي به پر ځمکه کېږدې. له ځان سره جګړه، د ځان ملامتول او د ګناه احساس هغه خپګان دی، چې په ریښتیا تا دننه څخه خوري. لنډه به یې درته ووایم دا ډول خپګان تا ختموي، پوپناه کوي دې.

کله چې ته د خپلو تېروتنو، د فرصتونو د لاسه ورکولو یا د خپلو کړنو له امله خپل ځان ونه بښي، ځان ملامت بولې او سر په دېوال وهې، دا کار تا په مطلق ډول د انساني ژوند له مداره باسي او سخت دې په دا ځمکه وهي. دا تر ټولو ژور او خطرناک خپګان دی، ځکه دا جګړه ستا دننه ده له ځان سره. دا په آسانۍ تا له منځه وړي؛ پدې جګړې کې ستا روح او روان ستا له خپل وجود سره په جګړه اخته کېږي. د سایکوسوماټیک روانپوهنې له مخې دا ډول خپګان د زړه او معافیتي سیستم د ضعف بیناد اېږدي.

دا ټول خپګانونه ستا د روح او روان په شاوخوا کې د درنو او تورو انرژیو په څیر پاتې کېږي، چې بهرنۍ دنیا هرڅومره تغیر کړې، بل ملک ته ولاړ شې، ښه امکانات پیدا کړې دا به درسره وي. نو ایا دا ښه نده، چې لومړی دا درانه پېټي له اوږو لرې کړې او بیا مزل پیل کړې؟

دا بېخي په ګرنټي سره ویل کېدی شي، چې ته که دننه تغیر شې او له ځان سره پدې ډول مرسته وکړې، دا په ټول ژوند او پرمختګ کې له تاسره مرسته کوي. زره تاوان هم نلري؛ نو ته باید تغیر شې.

راتلونکي بحثونه د ګناه احساس او د ځان ملامتیا په اړه دي ویې څاره؛ ترڅو وکولی شې ستا داخل کې چې دویمه نړیواله جګړه روانه ده ختمه کړې.

دا لیکنه د خیر او ښېګنې فرهنګ د خپراوي په موخه د لیکوال له نوم پرته د خپلې کورنۍ غړو، خپلوانو، دوستانو او ملګرو ته واستوئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *